پښتو لیک
[01.Aug.2022 - 15:18]د پښتو د لیک او لوست د سمون د نوي او غوره لیکدود څخه چې لیکل پکې هماغه شان کیږی لکه څنګه چې ویل او لوستل کیږی پلوي ئې کوو، خو لا تر اوسه دغه نوي پښتو لیکدود د زاړه ملائي او میرزائي لیکدود چې د تپوس په ځای به ئې تفحص لیکلو، ټغر په بشپړه توګه ټول کړی نه دی، خو تر هغې پورې، چې دغه نوی پښتو لیکدود د زوړ ملائي لیکدود ځای ونیسي، لږ څه نور وخت هم پکار دی، تر څو چې هغه کسان چې په زوړ لیکدود روږدي دي، د نوي پښتو لیکدود سره اشنا او بلد / عادت شي.
پښتو ژبه به هله پیاوړي شي او وده به وکړي، کله چې ئې لیک د پښتو د نوي لیکدود په رڼا کښې په لاتیني تورو واړول شي.
دا به د یوې خوا پښتنو ته د بهرنیو ژبو په زده کړه کښې اسانتیاوې رامخې ته کړي او د بل خوا به بهرنیان هم وکولای شي، چې پښتو په اسانۍ سره زده کړي او پدې توګه به د پښتو ژبې ډیر ویونکي هم پیدا شي.
سربیره پردې به پښتانه وکولای شي، چې د نورو تخنیکي پوهه په اسانۍ سره خپله کړي او هم به صنعتي او تخنیکي تولیدات او پیداور چې نژدې ټول ئې د لاتیني تورو د سیستم پر بنسټ جوړ شوي دي په ارزانه بیه تر لاسه کړي.
پدی توګه به پښتو د نورو پر مخ تللو ژبو سره د سیالۍ جوګه شي.
په لاتیني تورو د پښتو لیک اړول کوم سخت او پیچلی کار نه دی، ځکه چې د ډیرو پښتو تورو لپاره سم لاتیني توري شته دی او سړی ئې ورته بې له ډیر سوچه څخه نیولی شي. یوازې د پښتو د دوه غږه او ځینو نورو تورو لپاره د لاتیني تورو په ټاکلو کښې لږ څه سوچ پکار دی، چې څو تنه پښتانه پوهان پرې فکر او غور وکړي.
په لاتیني تورو د پښتو د لیک د اړولو د نظر ئې بنسټ د پښتو او پښتونخوا د پر مختیا او سوکالۍ په اوږد لید ولاړ دی، چې دا وږدې مودې په ترڅ کښې د پلي کېدو/ عمل جامې اغوستلی شي
که اوس پښتانه پوهان او لیکوالان په دې لاره کښې د قام اوهېواد چوپړ/ خدمت ته ملا وتړي او ورو ورو د اوسني لیک په خوا کښې په لاتیني تورو د پښتو لیک رواج کړی او خپلی څه نا څه مقالی په پښتو کې په لاتیني تورو ولیکي تر څو چې د پښتو د لاتینی لیک سره وګړی اشنا شي او ددې لپاره شرائط برابر شي ، چې د اوسني لیک ځای په بشپړه توګه د پښتو لاتیني لیک ونیسي
(وېره دساپوهنې په رڼا کښې)