(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیلاني

[03.Sep.2022 - 11:36]

ســــیلا ني ( اند ونیزیا )

ژباړونکی:پوهاند  رڼاګل اریوبزی/ د ماسومانو له پاره لنډه کیسه

 

د « ماجاپاهیت » په نامه یوه بادشاهۍ کې یو بادشا وچې« پرابوبراویجایا » نومیده او په ډیره هوشیارې يې حکومت کاوه. ده یوکوچنی الوتونکئ درلود چې ښکلې ښکلې سندرې اوپه زړه پورې بدلې به يې ویلې. یوه ورځ په داسې حال کې ترې والوت چې دانه يې ور کوله. په ورپسې ورځ بادشا د ځان دساتنې له پاره خپلې جامې بد لې کړې، دیوه بې وزله سیلاني جامې يې واغوستې او د خبل تور سپي سره دالوتونکي په لټه پسې روان شو. له ډیره ورځو نه وروسته یوه کوچني کور ته ورسید چې پکې          « کیوانګزایودا » په نامه یوزوړ سړی او دهغه میرمن اوسیدل. بوډا دمیلمه سره روغبړ وکړل او ور ته ويې ویل چې دهغه الوتونکئ يې موندلی دی. «پرابو یجایا» ترې وپوښتل چېته له څه پوه شوې چې زه د دي الوتونکې خاوند یم؟» بوډا یوازې دومره ورته و ویل چېپنځه ورځې وړاندې یو الوتکی راولوت، مايې پالنه کوله او بیاچې کله زه ویده شوم، به یوه جادو شوې اواز کې راته و ویل شوچې دالوتونکي خاوند به دیوه تور سپي سره کور ته درشي. ته الوتونکئ هغه ته ورکړه. له هغه راهسې ډیرو خلکو رانه وغوښتل چې په ويې پلورم، خو ومې نه منلالوتونکئ يې ورکړ. بوډا او میرمنې يې دبادشا نه، چې دسیلانۍ جامی يې اغوستې وې، وغوښتل چې د دوی سره په کور کې تم شي. ښځه او میړه هیڅ نه پوهیدل چې دا سیلاني په حقیقت کې یو بادشا دی. دبلې ورځې په سهار، وړاندې تر دې چې « پرابو براویجایا » د کور په لور راستون شي. وویل چېتاسې له ماسره ډیره مرسته وکړه، زما الوتونکئ مو بیرته راکړ اوزه مو دهغه دڅښتن په توګه ومنلم، ته سر له اوسه زما ورور يې، داخپل سپی دلته درته پریږدم. هیله ده چې پالنه به يې وکړې، که کوم وخت وغواړې چې په ښار کې زموږ کور ته راشې، دی به دلارې په پیدا کولو کې مرسته در سره وکړي

دوه کاله وروسته د بوډا کې سره د « ورور » دلیدو هوس پیدا شو. دمیرمنې سره يې خدای په اماني وکړه او د ښار په لور روان شو. په ښار کې مجبور شو چې په سپۍ پسې روان شي، ځکه چې ده دخپل ملګري کور نه پژنده.یوه قصر ته ورسید ل، سپی نیغ په نیغه ور ننوت، بوډا سره له دې چې ډاریده، په سپي پسې روان شو، که څّ هم څوک به چې بې بلنې قصر ته ننوتل جزا ور کول کيده. دی په دې وخت کې دبادشا سره مخامخ شو، بوډا ډیر ډاریده اوبادشا ته په ملا کې ټیټ شو او دهغه مخ ته يې دکتو جرأت نه درلود.

بیايې خندا اویو غږ واورید چې ویل يېپاڅه، موږ سره وروڼه یو، ایا داسې نه دی؟» بوډا ودرید او ويې لید چې دا بادشا خو په رښتیا همهغه سیلاني دی. بادشا دبوډا ښه قدر اوعزت وکړ اویو غټ کدو يې دتحفې په توګه ورکړ. بوډا کورته په لاره کې ډیر په قهر اوغوسه و، ځکه چې کدو ډیر غټ او دروند و. کله چې کورته ورسید میرمنې ته يې و ویل چېداستا د لیوره تحفه دهکدو يې په مځکه وغورځاوه، میرمن يې وډارشوه، ځکه کله چې کدو مات شو، ويې لید چې دطلا او جواهراتو نه ډک دی. کله چې بوډا دا حال ولید ، نو له دې چې په بادشا بدګمانه شوی و، بخښنه يې ترې وغوښته.

له هغه راهسې میړه او میرمن يې دبډايې جوړې په توګه ژوند کاوه، خو په ټول ژوند کې سنګین او متوضع پاتې شول.

 Quelle: Volkstümliche Überlieferung, Deutsch von Joshua Gani

 

 

-
بېرته شاته