(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبجلۍ بیلونه

[10.Sep.2022 - 16:35]

ده_پښتون_وطن_وسائل / لیک: مولانا خانزېب - باجوړ 

د بجلي بلونه .

د پښتونخوا ټوله بجلي د اوبو په وسيله جوړېږي دغه بجلي زمونږ د صوبې د ضرورت نه درې چنده زياته ده خو بیا هم لوډ شيډنګ شل شل ګنټې وي د پاکستان نوره بجلي زياتره د ګېس کوئلې او فرنس آئل په لګښت جوړول شي دغه بجلي د لاهور واپډا هاؤس ته راټولول شي او بيا پخپله خوښه ويشل شي په ټوله بجلې کښې څه نهه زره ميګاواټه د پنجاپ صنعت ته او څلور زره ميګاواټه د کراچۍ صنعت ته ورکول کېږي د پښتونخوا د صنعت برخه 64 ميګاواټه ده .

د برېښنا کموت او لوډشېډنګ په پښتونخوا کښې  ېوه لوېه ستونزه ده د هر پښتون د کور چت د ، نور ، د شيشو ډک وي خو بله ېوه مهمه خبره چې د پښتنو سره د بجلۍ د بل په نامه کول شي هغه داده چې د برېښنا د بل ځانګړې شبکه ، نېپرا ، د فيول اېډجسمنټ چارجز او نور بېشمېره ټېکسونو په نامه بلها زياتي روپۍ په بلونو کښې اچوي چې ورسره ېو غريب پښتون د ستونزو ښکار وي دا زياتې پېسې په توک راغونډول د آئي اېم اېف او نورو مالياتي ادارو لپاره کول شي که عمران نيازي وو نو هم دغه ګړه بړه ئې د نړۍ وال ادارو لپاره کوله او که اوسني واکمن دي هم.

په پښتونخوا کښې صنعت تش په نامه دې د بدامنۍ دړکو او د برېښنا نشت والې د اټک نه دېخوا اوس ېو دود جوړ دې د کور ضرورت لپاره بجلي څه نه څه کارول کېږي څه څلوېښت لاکهه کورنۍ برېښنا کاروي پدې کښې لس لاکهه پورې کورنۍ داسې دي چې د هغې د کور د مياشتې د برېښنا لګښت د درې سوه يونټو څخه کم دې سنګل فېز ميټر ئې لږولې وي نور کل به پدغه کور پسې څه درې زره خؤاشا بل راتلو خو اوس د څو مياشتو نه پسې د لسو زرو نه هم بل اوړي  .

د پښتونخوا بجلي يونټ د اوبو په د وسيلې په برکت په پاؤ باندې ېو روپې جوړیږي خو د واپډا په ظالمانه پالېسی کښې څه دېرش روپۍ يونټ پېسې شمېرل شي څو ورځې وړاندې مې د ېو کس بل کتلو وړه شان مشينګري لږولې وه کم بل چې پسې راغلې وو نو څه پينځه څلوېښت روپې يونټ ترې جوړېدو ېو يونټ چې ېو واټ بلب ېو ګنټه بل شي نو ېو يونټ وي .

دپاکستان په اوسنی بجلې کښې څه څلورمه برخه بجلي د اوبو ده دغه برخه کښې زياتره ېعنې نوي سلنه د پښتونخوا ده د کالا باغ او نورو بندونو خبره کېږي خو مسئله داده چې د شته بندونو د آئين لاندې منل شوې رائلټې زمونږ صوبې ته څوک نه ورکوي او کالا باغ بند خو د پښتنو د تباهي او د پنجاپ د ودانولو پروژه ده نو په نورو بندونو به پښتانه څه  خوښ شي اوس وخت کښې فقط د بجلۍ د رائلټې په مد کښې زمونږ کليزه ګټه 152 اربه روپۍ ده ټوله بقاېا په مرکز د څو کاله نه 918 اربه ته رسېدلې خو پښتونخوا ته ېو روپې ورکولو ته نه دي تيار.

احمد کنډي په صوبائي اسمبلۍ کښې د برېښنا د رائلټې په اړه ېوه ډېره مهمه خبره کړې بائد چې ټول پښتانه ددې مرسته اوکړي چې زمونږ پښتنو ته دې د رائلټې په پېسو کښې درې سوه يونټه ويړيا کړې شي پښتنو ته نېغ په نېغه ګټه به هم شي او ورسره به قرض هم وصول شي.

کچرته د پښتنو رائلټې هم نه ورکول شي نو کالا باغ بند خو به څوک په خوب کښې هم جوړ نه کړي خو بلخوا د پښتنو په نورو سيندونو چې ممکنه بجلي جوړېدې شي او د واپډا او مرکزي حکومت په پلان کښې په راتلونکي کښې دا شته چې دغه جوړ کړي ځکه چې د پاکستان د راتلونکي وخت لوئي کرائسس د انرژی  دې د کالا باغ بند نه پرته دا نور بندونه به هله ممکن وي چې پښتانه د خپلو وسائلو ګټه وټه اخلي او برخه وال شي که د رائلټې او بلونو په نامه دا ظلم وي نو د بل ورکولو نه  د ټولې صوبې پښتنو له سکوټ انکار پکار دې .

د واپډا د ۱۹۹۰ د وخت د رسمي څېړنو ترمخه په سوات سيند باندې څلوېښت زره ميګاواټه برېښنا د وړوکو بندونو په جوړولو سره ممکن ده په اباسين باندې د تربېلې ډېم نه غېر  44144 ميګاواټه ممکن ده په کنهار سيند 2000 ميګاواټه په پنجکوړه سیند 6000 ميګاواټه په کابل سيند 5500 ميګاواټه اوداسې د کوهستان په غرونو کښې تر 4500 ميګاواټه امکانات شته.

اوس دلته خبره د سياسي واک او ترجيحاتو مخې ته راځي ترجيحات دلته کښې پدې رياست کښې دادي چې هر هغه پروژه ممکن کولې شي لکه د غازي بهروتا پشان ظالمانه عمل چې د اباسين د زرګونو کالو د نړۍ وال قانون برعکس قذرتي مخ اړول شوې  چې په هغې کښې پنجاپ ته ګټه په آسانه ځي او په راتلونکي کښې د اوبو او انرژۍ د ستونزو نه پنجاپ ژغورل شي د کالا باغ بند سندره د اويا کاله نه ځکه غږول کېږي چې دا د پنجاپ د راتلونکي د اوبو په اړه د وچکېدو نه د ژغورنې پروژه ده د پنجاپ خبره هسې سیاسي تعصب نه بلکې د آبي وسائلو سره په هره حواله ېقیني ده لکه دلته ګورو چې د پاکستان جوړېدو نه پس د نهري نظام او آبي وسائلو د قابو کولو لپاره په پنجاپ کښې څه شوي او په پښتونخوا کښې څه شوی ! سنېټر رضامحمد رضا ليکي پاکستاني واکدارانو په ۱۹۶۰ء کښې په سندهـ طاس معاهده

(Indus Basin Treaty)   کښې خپل درې سیندونه راوي،ستلج او بیاس په هندوستان ته ورکړل او بېا ئې د پنجاپ دغو درې وچو سیندونو ته د اباسین، جهلم او چناب اوبه اړولو لپاره د لنک کنالونو او بېراجونو (جال) نیټورک جوړول پېل کړ.

په ۱۹۵۹ء کښې ئې د ون يونټ په برکت واپډا (WAPDA) جوړه کړه او مرکز ئې ورله لاهور کړو چې د ون يونټ ماتېدو نه پس هم هلته پرېښودل شو د انډس بېسن سېټلمنټ پلان (Indus Basin Settlement Plan) په نامه ئې د اباسین د اوبو د قبضه کولو سترې منصوبې او پراجیکټونه جوړ کړل شو او لکه 

۱ ـ دوه لوئي ډېمونه تربېلا او منګلا

۲ ـ انټر ریور لنک کنالونه

۳ ـ ۵ لوئي لوئي بېراجونه او یو ون ګېټډ سائفن

۴ ـ د پخواني ۲ بېراجونو درې (۳) لنک کنالونو پخوانی نهري نظام له نوي سره جوړولو (Remodeling) منصوبې ئې تیارې کړې دا رنګه د ۱۹۶۵ء څخه تر ۱۹۷۰ء پورې ۴۰۰ کلو ميټره اوږد نهري نظام مکمل کړل شو . چې په دې نهري نظام کښې ۱۵۲۹۰۰ کیوسکه اوبه ځایعئېږي. بېا ئې له ۱۹۶۲ء څخه تر ۱۹۷۰ء پورې هغه لوئي لوئي بېراجونه هم مکمل کړل کوم چې ۱۰۰۰۰۰ کیوسکه اوبه او لنک کنالونو ته اړوي او په هم دې دوران کښې ئې په اباسین باندې جناح بېراج، تونسه بېراج او سکهـر بېراج مکمل کړل. چې د اباسین اوبه پنجاب، سندهـ او بلوچستان ته اړوي.

خو د افسوس خبره دا ده چې په دې ټول دوران کښې ئې د پښتونخوا وطن لپاره په اباسین باندې ېو بېراج، ېو نهر او ېو کنال هم جوړ نه کړو حالانکه اباسین د  قطب نه تر سوېله د پښتونخوا په خاوره په سلهـاوو میله بهېږي او پښتون د اباسین اصل مالک او سر ورخ ګرځوي.

د پښتنو د دوکه کولو په غرض پدغه زمانه کښې ېو انټر پراونشل (پشتونخوا او پنجاب) پراجیکټ لاندې چشمه رایټ بنک کنال وړوکې منصوبه جوړه کړه، چې صرف ۴۸۷۰ کیوسکه اوبه ځایوي حالانکه چشمه جهلم لنک کنال درویشت زره ۲۳۰۰۰ کیوسکه اوبه پنجاب ته اړوي. دغه کنال د پښتونخوا ډېره کمه ځمکه خړوب کوي ځکه نورې به هم پدغه کنال د پنجاپ ډېره غازي ته ځي دلته هم د پنجاپ ګټه په نظر کښې ساتل شوې.

 

مولانا خانزېب.

 

 

-
بېرته شاته