اختلاف ولې ؟
[12.Sep.2022 - 16:46]
اختلاف ولې ؟
لیک: مولانا خانزېب
قرآن کښې سورت توبه کښې ېو اېت دې ’اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ ، ژباړه: بني اسرائيلو د خپلو مولانو او پيرانو خداېان جوړ کړي وو ، عدي ابن حاتم ېو صحابي دې د مشهور سخي حاتم طائي ځوئي وو دې پخوا نصراني وو د نبي ع نه ئې ددې اېت په اړه پوښتنه اوکړه چې مونږ خو خپلو مولانو پيرانو ته سجده نه وه کړې ؟
نبي ع ورته وائي چې هغې به څه ته حلال وائل او څه ته حرام تاسې به هرڅه په پټو سترګو داسې منل لکه د خدائې چې سړې مني ؟
هغه وائل آو داسې خو وه نبي ع ورته وائي هم دغه د بنده بندګي وه .
د مولانا طارق جمیل د دوه کروړه روپو په غت ګاړي کښې د ګرځېدو سره اختلاف نه لرو دهغه د اربونو روپو د سوداګرۍ په ځانګړي برانډ د خپلې نامې د څانګې سره هم اختلاف نه لرو ، د کم سياسي ګوند په ملاتړ هم ورسره اختلاف نه لرو ځکه جمهوري حق د هيچا اخيستل جمهوريت خوښي نه ده ، د کروړونو روپو په محل او فارم هاؤس کښې د اوسېدو سره هم اختلاف نه لرو ، اختلاف که لرو نو د رسول الله ص د ددې حديث په رڼا کښې ئې ورسره لرو چې( لايؤمن احدکم حتی یحب لاخيه ما يحب لنفسه )
ژباړه : ېو سړې تر هغې مسلمان نه دې څه ځان له خوښوي هغه بل مسلمان له خوښ نه کړی.
رسول الله ص تر شام پورې په تجارتي جوپو کښی تلې ايماندار سوداګر ئې د پېغمبرانو په څپ کښې ولاړ وائلې قرآن کښې خدائې د لس کرته نه زيات تجارت کسب ته خپل ، فضل ،وائلې امام ابوحنيفه د دعراق د ټولو لوئي سوداګر وو د اسلام د فقهې د تدوين نيم مسائل او استنباطات د تجارت او سوداګري معاملاتو په اړه دي د مخلوق نه وتل جلا کېدل په ګوټ کښې کېناستل په اسلام کښې د دين عيسويت رهبانيت ګنړل شوې او په کلکله رد کړې شوې .
مونږ اختلاف که لرو نو دا لرو چې مولانا تارېق جمېل صېب پخپلو وېناؤ کښې نيمګړې او ضعيف دين بېانوي اولس ته په قرآن کښې د بېع شراء په اړه د نازل شوي اووه سوه آیتونو حوالې نه ورکوي.
مولانا صېب د قرآن د دنيا او آخرت د امتزاج په اړه د قرآن دا الهامي رواېت ربنا اتنا فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة ولې نه بېانوي.
مولانا صېب په سورت بقره کښې د اخيستو خرڅولو په اړه د قرآن د ټولو ستر نازل شوې اېت مداينه نه بیانوي چې فقهاوو ترې دوه نيم سوه د دنيا د تجارت مسائل استنباط کړی دی .
مولانا صېب د خطيب الانبياء شعيب ع د پېغمبري ژوند فلسفه د ميزان د انصاف په استعارې سره د تجارت سره تړل شوې پېغمبري نسبت نه بېانوي ، د حضرت داؤد د اهنګرې او د خپلو لاسو د خوارې پېغمبري فلسفه نه بېانوي ، مولنا صېب د فرض مونځ نه پس د حلالې روزې فرض شوې طلب نه بېانوي ، حقيقت دادې چې دا مولانا صېب د دين نيمګړې خامه فلسفه وړاندې کوي چې د عقل خوښې پدې دور کښې ترې فتنه جوړېږي دين فقط د مشکو او کافرو نه جوړ د حورو د نزاکت په اړه ضعیفو روایاتو پسې ټول دين غوټه کول چرې هم نه دې د بده مرغه ددغه نيمګړي دين ټول زيان زمونږ قام ته رووځي پنجاپيان سنديانو ته که خپل کم واعظ د دنيا پرېښودل اووائي نو هم نه ئې مني خو پښتانه د دين په نامه هره فلسفه په ړندو سترګو قبلوي .
مولانا خانزېب