(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناحقه حقپرستان

[20.Jan.2023 - 05:31]

ناحقه حقپرستان

لیک: ډاکتر احسان الله درمل

روغتيا دا ده، چې د انسان د بدن ټولې برخې په وظیفوي او ساختماني لحاظ په نارمل حدودو کې وي. مثلاً په نارمل ډول زړه په يوه دقيقه کې تقريباً د شپېتو او سلو تر منځ ضربانونه کوي، که د چا د زړه ضربانونه په يوه دقيقه کې 150 ته لوړ او یا هم 30 ته راټيټ شي، نو ځان روغ نه احساسوي او بايد ژر يې تداوي وشي. تداوي يعنې دغه له پولو وتلي لوړ يا ټيټ ضربانونه بېرته نارمل کرښې ته را وستل

 

له لويه سره د انسان د مغز دنده دا ده چې د انسان د بهرني چاپېريال او دروني محيط (بدن) وضعیت په دقیق ډول درک کړي؛ عصبي مرکزي سيسټم ته د دې وضعيت دقیق معلومات ولېږدوي او بيا د دې دقیقو معلوماتو د کره  تحلیل پر بنسټ مناسب غبرگون را وپاروي. په دې پروسو کې چې هره يوه نيمگړې وي، غبرگون او فيصله به عقلاني او منطقي نه وي. ټولې رواني ناروغۍ د پروسو د دې ځنځير په کومه کړۍ کې د خرابيو له امله پيدا کېږي او ټول ورانپوهاوي او غلط تصميمونه په دې ځنځير کې د کومې کړۍ د‌ غلط کار له امله پېښېږي.

 

د انسان د ټولو غړيو روغتيا مهمه ده، خو د مغز فزيولوژيک فعاليت ډېر مهم دی. که د انسان د کنټرول دا ستر او پېچلی رېل گاډی د فزيولوژيکو دندو له پټلۍ پرېوځي، انسان خپل ټول اجتماعي گټورتوب بایلي او آن چې ځان او نورو ته مرگونی هم تمامېدای شي

 

حواس معلومات را ټولوي، مغز یا مرکزي عصبي سيسټم يې تحليلوي او وروستی غبرگون او تصميم اعلانوي او بالاخره د انسان عضلات او مختلف بیروني او داخلي غړي دا تصميم او غبرگون په فعاليت اړوي. مثلاً تاسې گرمې بخارۍ ته ناست یاست؛ ناڅاپه مو پښه اور ته نږدې کېږي؛ لامسه حس مو دا خبر مغز ته وړي؛ مغز يې تحليلوي او ستاسې د پښې ټولوونکيو عضلاتو ته امر کوي، چې پښه له بخارۍ را ټوله کړي. اوس که خدای مه کړه د شکر ناروغۍ د يو چا دغه خبر وړونکي اعصاب تخريب کړي وي، د هغه پښه که پر اور پاسه هم وي، خبر يې مغز ته نه وړل کېږي او که شامه يې روغه وي، ممکن د سويو غوښو بوی حس کړي او پوی شي، چې د څاروي نه، بلکې د ده غوښه پخېږي. ټول حواس هغه وخت نارمل دي، چې مغز ته دقیق معلومات يوسي. که حواس پڅ شي (لکه په پاس بیلگه کې) انسان د ناروغيو په يو ډول او که تر اندازې زيات تېره او حساس شي، د ناروغيو په بل ډول اخته کېږي. په دې حالتونو کې طبعاً مغز د همدې معيوبو معلوماتو پر بنسټ تصميم نيسي چې خامخا به نيمگړی وي.

 

د حواسو د دقیق او سم کار لپاره سالم حسي غړي او مناسب فزيکي شرایط بويه. مثلاً که يو څوک غواړي چې يوه پديده سمه وويني، نو هم يې بايد سترگې کاملاً جوړې وي او هم مناسبه رڼا موجوده وي. په دې دوو شرایطو کې که یو هم کم وي، د پديدې د لېدو امکان کمېږي. همدارنگه د غږ د اورېدو لپاره سالم غوږونه او د هوا ماليکولونه پکار دي، چې غږ تر غوږ پورې ورسوي. که د غوږ او غږ ترمنځ داسې عایق ولاړ وي، چې غږ ترې نه شي تېرېدای، په شته غوږونو یې هم اورېدل ناشوني دي.

 

د‌ سم او دقیق تصميم لومړۍ پوړۍ همدا حسي پوړۍ ده، چې که ښکته پورته شوه او یا معلومات د انتقال پر وخت په کې وښويېدل، نو د وروستيو مرحلو د سمون په اړه يې يقين سخت دی. البته تر دې لا مهمه پوړۍ د تحليل مرکز دی، چې فيصله کوي او حياتي تصاميم نيسي.

 

مغز یا د تحليل مرکز داسې دی، لکه د قضا مسند، چې راوړل شوي معلومات د پخوانيو تجربو، معلوماتو، تمايلاتو، اړتياوو او سل و زرو نورو فکټورونو په پام کې نيولو سره تحليلوي او بيا فيصله کوي. ښکاره خبره ده، چې د حقیقت د اثبات لپاره قاضي اړ دی چې د قضیې له دواړو اړخونو معلومات را ټول کړي او د سمې فيصلې لپاره له يوې خوا بايد پر قضايي قوانينو عبور ولري او له بله اړخه هيڅ اړخ ته تمايل و نه لري. څه فکر کوئ که په دې شرایطو کې يو هم کم وي، د قاضي فيصله به سمه وي؟

 

مغز هوبهو همدغسې دی. حواس خو به سم معلومات راوړي، خو آیا زموږ په سر کې ناست قاضي بې طرفه دی؟ آیا هغه پر ټولو قوانينو عبور لري؟ آیا د هغه معلومات دوه اړخيز دي او يو اړخ خو یې ايگنور کړی نه دی؟ هغه مغز چې د يوه واقعيت په اړه معلومات صرف له يو اړخيز متنه را ټولوي او د واقعيت په شاوخوا کې نورې موجودې زاويې له پامه غورځوي، داسې قاضي دی، چې يوازې د قضيې د يو اړخ کيسه يې اوريدلې ده. همدارنگه، هغه مغز چې له تر تحقیق لاندې واقعيت سره شديد عاطفي تړاو لري، داسې قاضي دی، لکه د مقتول يا قاتل پلار چې د قضا په مسند ناست وي. په دې دواړو حالتونو کې حقيقت د ط ټکی شه.

د مغز پر کار د پوهېدو لپاره لا محسوسه بېلگه انټرنېټ دی. انټرنېټ له يو عالم معلوماتو ډک دی، خو تاسې څنگه فيصلې ته اړ باسي؟ انټرنېټي کمپنۍ د لوگاريتمونو په مرسته ستاسې تمايلات او عواطف معلوموي. تاسو د لټون په پټۍ کې څه شی لټوئ؟ کومه ويډيو مکمله او بيا، بيا گورئ؟ کومه تر څو ثانيو وروسته بندوئ؟ کومه ژر، ژر تېروئ؟ او کومه وړاندې وروسته کوئ؟ د دې لټون پر بنسټ انټرنېټي کمپنۍ ستاسې تمايل معلوموي او ټولې هغه ويډيوگانې درته را مخې ته کوي، چې تاسې يې لېدل غواړئ، خو هغه درنه پټوي، چې دلچسپي مو په کې کمه يا نشته. مثلاً تاسې څو ورځې مسلسل د ښځو پر کوم منفي اړخ معلومات وپلټئ. انټرنېټ به درته سلگونه او زرگونه داسې معلومات وړاندې کړي، چې ستاسو ادعا تقويه کوي، خو هغه خبرې به ستاسې مخې ته نه راځي، چې د ښځو عظمت او قوت ښيي. که يوه مياشت دغه لړۍ تعقيب کړئ، ممکن معلومات مو دې کچې ته ورسېږي، چې د ښځو د نيمگړتيا په اړه به مو باور جوړ شي او ممکن يوه مياشت وروسته خپله کومه ويډيو وکړئ او خپله ادعا په کې د همدې انټرنېټي معلوماتو پر بنسټ سمه وبولئ. ځکه خو فلاسفه د موجه او صادق باور تر منځ پوله را کاږي. موجه باور دا چې ته ورته ستا په نظر دليل لرې، خو صادق باور دې ته وايي چې تجربه او واقعیت‌ دې هم مرسته وکړي

هوبهو د پورتني مثال په څېر زموږ په سر کې ناست قاضي هم زموږ د تمايلاتو او احساساتو غلام دی او ټول هغه شواهد له پامه غورځوي، چې زموږ له فرضيې سره مرسته نه کوي. ټول هغه فکټورونه چې انساني مغز له نيوټرال حالته باسي او يوې خوا ته يې کږوي، د حقیقت پېژندنې په وړاندې غرونه دروي. مينه، عقايد، کرکه، گټه، تاوان، زړه سوی، غوسه... د انټرنېټي کمپنیو غوندې د انسان مغز د مشخصو او له وړاندې ټاکل شويو فرضیو ثبوت ته هڅوي او له حقيقته يې لرې کوي.

په اوسنۍ ساينسي نړۍ کې د حقيقت مخ هغه وخت ولېدل شو، چې د تحليل او فيصلې واک د انسان له مغزه ماشين ته وسپارل شو. انسان ممکن د حواسو په مرسته معلومات را ټول کړي، خو د تحليل او فيصلې کار بايد ځکه کمپيوټر وکړي، چې کمپيوټر عواطف نه لري. څرنگه چې خنثی ذهن د عاطفي هغه په پرتله حقيقت ته ډېر نږدې وي، ځکه خو تجربه او لابراتوار د حقيقت پېژندلو ماډرن وسايل دي

 

علم‌ او پوهه (Knowledge) په ځانگړې برخه کې د مناسبو غبرگونونو لپاره د مغز تربيه کول دي. مثلاً طبابت د ډاکټر مغز تربيه کوي، چې که د ناروغ د‌ زړه ضربان 150 وي څه به کوي او که 30 وي، کوم غبرگون مناسب دی. خو حکمت (Wisdom) د زمان او مکان په تناسب انساني مغز ته د مناسبترين غبرگون لارې چارې ور زده کوي‌ او د انسان پر غبرگونونو څار کوي‌

 

انسانان د جنس، قوم، ژبې او له بل هر توپيره پرته حق لري، چې خپل مغز د مناسبو غبرگونونو لپاره وروزي. هر څوک چې له انسانه د دې روزنې حق اخلي، په حقيقت کې له پوهې او حکمته تشه ټولنه غواړي، چې له ځنگل سره به يې صرف د‌ شکل له مخې توپير وي. بيا به د ښار او ځنگل توپير نه کېږي او انسان به په ښار کې هم حيران وي چې:

 

ښار و که ځنگل چې هر خوا تلم‌ په کې

ماته خو په مخه سړی را نغی

-
بېرته شاته