(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دPSDP له خوا د برید غندنه
[26.Jan.2008 - 20:33] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍپه ۲۴ نېټه د سوات د مټی په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت دستر لارښود ، د عوامی نشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » دکورنۍ په غړو ،محمد ذاکر خان، محمد شاکر خان او د هغوۍ ملګرو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. شهید محمد ذاکر خان، شهید محمد شاکر خان او شهید ابراهیم خان ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ او عوامی نشنل ګوند سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ
په درناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته |