(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
جنت
د يــــو مـــلا نــه مـــې تپــوس وکـــړلو
مــا وې مــلا صـاحـب جنت بـه څـه وي؟
هــــغــه په ګـېــډه لاس واهـــه ويـل یـــې
تـــازه مــېـوې او د شــيــدو رودونـــــه
خــواکې کتاب ته يــو طالــب ناست ؤ
ما وې چـې ته بـه پـه کـې څـه ووايــي؟
د زلـېخا کـتـاب یې بند غوندې کـړو
وې چې ښايسته حورې اوشنه خالونه
شـېــخ د تـسبـو امــېــل پـه لاس ولاړ ؤ
پـــه خـپـله ږيـره کـې یـې لاس وهـلــــو
ده پــرې راودانــګل نــه داسـې نـــه ده
ښــکــلــي غــلـمــان او جـنـتـي سـرونـه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېده
ما وې چې خان کاکا ستا رايه څه ده؟
خــپــل شــمــله يــې ســمــوه ويــل یـــــې
د ســرو او سـپـيـنـو عـنـبـري کـورونـــه
خـــوا کــې يـو ستـړی سېـلـېـدو ولاړ ؤ
مــا وې مــزدوره! تــه جــنــت پـېــژنـې؟
د خــپـل تـنــدي خــولـه یـې وچـه کـړلــه
وې، چـې مـړه ګـېـډه، خـواږه خـوبـونـه
يــو لـيـونـی غـونـدې پـه لار تـېـرېــــدو
ما وې، چې يه! فلسفي ته څه وايې؟
خــپـل بــبــر ســر يــې ګــراوه ويــل يــې:
بـس د انـسـان د خــوشــالــو خــوبــونــه
مـا دې خپـل زړه تـه سـر ورښکته کړلو
ده پـــه اوتـــرو سـتــرګـــو بـــره کــتــــــل
دی شـيـن اسـمـان ته غورېدو ويل يې:
مــا اورېــدل ورنـــه دا څــو لـــفــظـــونـه
ويـــل يــې: اې د لامــکـــان خـــــاونــده!
په خپل مکان کې خپل اختيا جنت دی
ګـــنـــې د دغــه لـېـونـتـوب پــه نــامـــه
که نار وي نار که دار وي دار جنت دی
Khob
de Pakhto de Adab Plar Ajmal Khatak Baba
بېرته شاته |