(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیخ ملي دفتر

[06.Jul.2023 - 05:27]

((دوه کاره دي په سوات کې که جلي دي  که خفي

مخزن ددرویزه دی یا دفتر دشیخ ملي ))

شیخ ملي يوسفزی دیو سفزیو پښتنو مشر او دده دفتر

 لیک: ډاکټر لطیف یاد

شیخ ملي یوسفزی د یو سفزیو پښتنو یو مشهور مشر او لارښود تیر شوی دی .دپښتنو په ډیرو مشهورو تاریخي کتابونوکې لکه داخون درویزه په تذکرة الابرا ر والاشرار،دافضل خان خټک په تاریخ مرصع ،دمحمد هوتک په پټې خزانې ، دمحمد حیات خان په حیات افغاني ، د پیر معظم شاه په تواریخ حافظ رحمت خاني او ځینو نوروتاریخو نو کې هم دشیخ ملي یو سفزي یادونه شوې ده. دده اصلي نوم آدم و چې په شیخ ملي سره یې شهرت درلود .پلار یې یوسف او د نیکه نوم یې مند وچې دنسب ونه (شجره ) یې خر شبون او بیا سړبن نیکه ته رسیږي. نوموړی دیو سفزیو د مندړو دقبیلې داتمانزي دښاخ داکازي دڅانګې نه و.

کله چې په څوارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې يو سفزي دکندهار دغوړې مرغۍ نه دکابل پر خوا ولیږدیدل ، لومړی غزني اوبیا له هغه ځایه کابل ته راغلل اوپه کابل کې مغولی واکمن الغ بیګ په ۱۴۸۶ کال کې دیو سفزیو (۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو دوی دجلال آباد په لورې وخو ځیدل . څه موده هلته تم شول او بیا وروسته دخیبر دتاریخي درې له لار ې دپيښور ختیزو برخو ته لاړل او په دوآبه او اشنغر کې میشته شول او بیا په کراره کراره یې دسوات سیمه په خپله ولکه کې راوستله .

شیخ ملي بابا دیو سفزیو د یو منلي مشرپه توګه :

شیخ ملی بابا په یو سفزوکې نامتو شخصیت تیرشوی دی . دی یو عادل ، په زهد او تقوا او دیندارۍ کې مشهور او دتورې ،پوهې اوعلم خاوند واو دیو سفزیو خلکو او ولس ورته ددرناوي او احترام په ستر ګه کتل. شیخ دیو سفزیو دقبیلې په اصلاح او سمولو کې دقدر وړ خدمتونه کړي دی او هم یې په دوی کې دځمکویو داسې عادلانه ویش او تقسیم وکړ چې ساری یې نه درلود .

آخوند درویزه دخپل کتاب تذ‌کرةالابرار والاشرار په ۹۱ مخ کې لیکي کله چې یو سفزیو دسوات سیمه ونیوله ،نو شیخ ملي چې ددوی مشر وهسې مصلحت یې وکړ چې دټول ولس واړه ،غټ ،ښځې او نر وشمیري اوپه دغه ډول دسوات سیمه یې پر خلکو وویشله) .

دشیخ ملي دفتراو شیخ ملي دیوه ټولنیز

ریفارمر ( اصلاح غوښتونکي ) په توګه :

شیخ ملي برسیره پردې چې دیوسفزیو دقبیلې ستر مشر ودیو سفزو تاریخ او دپيښور او سوات په سیمه کې يې ددغې قبیلې تاریخې پيښې هم بیا ن کړي دی.ده یو کتاب درلود چې دفتر نو میږي چې نه یوازې دیوسفزیو دقبیلې تاریخي حالات پکې بیان شوي وو ،بلکې د ځمکو دویش کوم قوانین چې شیخ ملي وضعه کړی وو،هم پکې بیان شوي دی.دشیخ ملی دفتر په یو سفزیوکې ډیر مشهور و اودافغانستان دستر مورخ علامه عبدالحی حبیبي کندهاري دوینا له مخې تریوولسمې زیږدیزې پیړۍ پورې دا کتاب هلته مو جود واو خوشال بابا هم چې کله سوات ته سفر کړی و دغه دفتر یې لیدلی و . دناروي دهیواد مشهور ختیز پوه مارګنسټرن وایې چې مشهور انګریزي پو هاند راورټي ویلي دي چې شیخ ملي خپل دفتر په ۱۴۱۷ زیږدیز کا ل لیکلی و چې د ۸۲۰لیږدیز کال سره سمون خوري او ده موندلی او لیدلی و .

دشیخ ملي بابا دفتر په نثر لیکل شوی واو په دفتر کې دځمکو دویش اصول او قوانین وو او ددې قانون له مخې شیخ ملي په یوسفزیوځمکې داسې وویشلې چې اول قوم او بیا تپه او بیا دفتر و بیا برخه (بخره) اوتربرخې لاندې پټی و او دپټي خاوندانو ته به یې برخه خواره (بخره خواره) ویل یوه برخه (بخره ) به دخلکو او کورنیو دشمیر په اندازه په څلورمه ، پنځمه او یا شپږمه ویشله کیدله او ددوی په اصطلاح میراثي جایداد (دفتر)واو دهر سړي ونډه معلومه وه . که به دچا اولاد ډیر واو دخپل پلاره به لږه ځمکه ورته پاتې شوې وه او ګوزاره به یې نه پرې کیدله، نو دکلی جرګې به دکلي دڅړ ځای ( ورشو) نه هم هغه ته برخه ورکوله .

دځمکې ویش به دکلي دجرګې کار و.دوی به پړواو رسیو سره ځمکه ونډه ونډه او ویشله او دعامه ګټو لپاره به د ( سیرۍ ) په نامه یوه ټوټه ځمکه جلا کیدله او دابه دعمومي ګټو او منافعو لپاره وقف وه او دجومات ملا او طالب العلمانو به په وظیفو او دځمکو په سیرۍ خپله ګوزاره کوله . او بیا به دپچې ( قرعې) له مخې به دخلکو لپاره ونډې وټاکلې شوې او داویش به هر لس کلونه وروسته بیا نوی نوی کیده او کله به چې دیوې کورنۍ ماشومان بالغ شول نو هغو ته به بیا زیاتې برخې ( بخرې ) ورکول کیدلې چې دغه ویش ته بیا (پګړۍ ونډه ) ویل کیدله او دهر سړي برخه (بخره ) به چې په نوی ویش کې ټاکل کیدله هغه یې مټي بلله.

دخلکو داستوګنې ځایونه هم همداسې ویشل کیدل چې هرې محلې ته به یې چم یا کندي ویل کیده او هر چم بیا په کنډرو ویشل کیده او هر کنډر کوټه او غولی درلوده.دهر چم یو جومات او یو برج اویوه حجره به سره ګډ او مشترک ول،. هرې کورنۍ یو کنډر درلوداو دا کنډر به يې دخپلې برخې ( بخرې ) ځمکې سره په تصرف کې واوکه به چا خپله ځمکه په بل چا خرڅوله نو دغه کنډر به هم په اتو ماتیکه توګه دځمکې سره یوځای خرڅیده .

همداراز د شیخ ملی بابا ددفتراو کرنیزو قوانینو له مخې شیخ ملي بابا لومړی ځل ټولې ځمکې په شپږو تپو وویشلې په دې شرحه :

۱- دیو سفزیو تپه

۲- دمحمد زیو تپه

۳-دګکیاڼيو تپه

۴-دداودزیو تپه

۵-دخلیلو تپه

۶- دمو مندو تپه

په همدې ډول هرکلی په کنډر او هر کنډر پرټل ویشل کیده . دشیخ ملی تر ویش نه وروسته چې کومې نورې نوې ځمکې آبادې شوې هغه ته بانډه ویله کیدلّه.

لنډه داچې شیخ ملي بابا د ځمکو ویش یو داسې عادلانه نظام په یو سفزیو پښتنو کې را مینځ ته کړ چې هر سړی به خوشاله و او هر څو ک به دځمکو څښتنان وو.

کله چې په ۱۸۶۹ زیږدیز کال کې په پښتونخوا کې پیرنګیانو واک وموند نو دشیخ ملي بابا دځمکو ویش دغه عادلانه نظام هم په کراره کراره له مینځه لاړ.

که څه هم دشیخ ملي بابا دمړینې نیټه په دقیقه توګه معلومه نه ده خو ښایې د۱۴۲۰ او ۱۴۳۰زیږدیزو کلونو تر مینځ وفات شوی وي .دده مزار په سوات کې دملک احمد مزار ته نږدې په غوربندۍ کې دی چې خلک دده زیارت ته ورځي او دده سپیڅلي روح ته دعاګانې کوي . دشیخ ملي بابا اروادی ښاده او جنت دې ځای وي !

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو کتابونو نه ګټه اخیستلې ده :

----------------------------------------------------------

۱-تاریخ حیات افغاني ،لیکوال محمد حیات خان ،له اردو نه پښتو ته ژباړونکی ډاکټر لطیف یاد، دپیښور چاپ، ۲۰۰۷ زیږدیز کال .

-۲۱۵--۲۱۷-۲۱۶ - ۲۱۸- -۲۱۹-۲۱۸- ۲۱۹او ۲۲۰ مخونه .

۲- تذکرة الابرار والا شرار ، داخون درویزه لیکنه، ۹۱ مخ.

۳-تواریخ حافظ رحمت خاني ، دپیر معظم شاه لیکنه،پيښور پښتو اکیډیمي ،د۱۹۷۱ کال چاپ .

۴- دپښتو ادبیاتو تاریخ ، لومړی او دویم ټوک ، دعلامه استاد عبدالحی حبیبي تالیف ، ۶۲۷-۶۳۶ مخونه ،د۲۰۰۵ کال چاپ .

 

_________________

 

 

 

 

سلیمان ماکو او د ده تذکرة الاولیا ء

سلیمان ماکو دپښتو ژبې یو پخوانی لیکوال او نثر لیکونکی دی . دده پلار بارک خان صابزی نومید او په قوم پښتون ماکو و .که چيرې د ما کو پښتنو دنسب شجره وګورو نودماکو دقبیلې خلک سړ بني پښتانه او د درانيو دپنجپای په ښاخ پورې اړه لري ٠ ددوی د وګړو شمېر لږ دی ٠ ددوی يو شمېر په کند هار او يو شمېر هم دنورزيو پښتنو سره يو ځای ميشته دي ٠

يو شمير ماکوان دهرات او غزني په ولايتو نو کې هم استو ګنه لري ٠ په کند هار کې دماکو دقبيلې دخلکو شمېر په ١٣٦٥ لمريز کال کې ١٥٥٧٤ تنه ښودل شو ي ول ،چې ښايې اوس يې په شمېر کې ډېر زيا توالی راغلی وي٠ د کند هار په ولايت کې دماکو دقبيلې خلک د دامان ،په ژری  او ار غستان په ولسواليو کې ا ستو ګنه لري ٠ دهرات په ولايت کې دما کو دقبيلې خلک ددغه ولايت دانجيل ،کشک او دکرخ په ولسواليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې ددوی ټول شمېر ٢٦٨٨ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې اوس به يې په شمېر کې ډير زياتوالی راغلی وي (١) .

تاريخ حيات افغاني ليکي چې په غز ني کې هم د ماکو دقبيلې څو کلي شته چې دخاګواڼيو دقبيلې دکليو تر څنګ پر اته دي اوسيمه ايز خلک دغه د خاګواڼي د قبيلې خلک هم دخاګواڼي ما کوانو په نامه يادوي .

داسې ښکار چې سلیمان ماکو دپښتونخوا په غرو رغو کې ګر ځیدلی دی او دخپل عصر روحاني او ادبي شخصیتونه یې هم لیدلي دي.لکه چې لیکي : (( چې په ۶۱۲ هجري تللی وم اود پښتنخا(پښتونخوا) په غرو او رغو وګرځیدم او مراقد داولیاوو مې پلټل ...))

او بیادبیټ نیکه او سړبن نیکه په اړوند داسې کاږي :

(( وایم حمد وسپاس دلوی خاوند ، نقل کاندي چې شیخ بیټڼي اوسید په غره دکسي باند ې .سړبن نه درلود زامن، خدای مهربان دداسماعیل په برکت سړبن ته دومره زامن ورکړل چې اوس شو ګڼون دهغو…))

او بیا وایی :

(( نقل کاندي چې بیټنی سپین ږیری شو نو ده به هر کله څښتن پاله او رب ته به یې درخواست کاوه ، چې زما په کاله او دسړبن او غرغښت پر کول ( کهول ) کې برکت کښیږده ، بادار قبول کړ دده درخواست او ډکه شوه ځمکه دپښتنخا ( پښتونخوا ) ددوی په کول …))

دا په هغه وخت ک دپښتو نثر یوه بیلګه ده چې تاسو ته وړاندې شو او داسې ویل کیږي چې دسلیمان ماکودغه کتاب داولیاوو یوه تذکره ده چې دپښتو ژبې یو لرغونی نثر یې ګڼلای شو.

لوی استاد علامه عبد الحی  حبیبی پردغه اثریوه مشرحه  علمي سریزه کښلې ده .

(یاد)

 

________________

ننګرهار دتاریخ په اوږدو کې یوه مهمه سیمه وه اواوس هم دزیات اهمیت نه برخمنه ده . ا نګریزانو به ننګرهارته دهند دروازه ویله . زړو مورخینو او لرغونو تاریخ لیکونکو هم ننګرهاردتاریخي ګند هارا په سیمو کې یوه مهمه سیمه ګڼلې ده . بابر په خپل تاریخ توزک بابری کې دا سیمه دنو نهارا په بڼه راوړې ده او ددغې سیمې زیاته ستاینه یې کړې ده . د هند نیمی وچې ته دلرغونو اریا ئیانو تګ پر همدې لاره پیل شوی و او لاره یې پر ننګرهاروه چې دخیبر دتاریخی درې نه به پښتونخوا او دهند ارتو ورشو ګانو ته ورښکته کیدل . ډیرې پښتني قبیلې لکه یو سفزي ، ګګیاڼي ، خلیل، ساپي ، مومند ، خیشکي او زمند دننګرهار پر لارې له افغانستانه پښتونخوا ته تللي دي. ننګرهار دپوځي او سوق الجیشي اهمیت نه هم برخمن دی او دپاکستان او هند هیوادونو سوداګریزه لاره ده . برسیره پردې ننګرهاردافغانستان داتل اعلیحضرت امان الله خان او دهند نیمې وچې دازادی داتل او دعدم تشدد دفلسفې دستر علمبردار باچا خان با با دمزارونو دشتون ویاړ لري. همداراز ننګرهار دپوهانو ، عا لمانو او شاعرانو ټاټوبی دی . دپورتنیو خبرو پر بنسټ دافغانستان چارواکي باید ددغه ولایت اهمیت درک کړي او دسو کالۍ او امنیت په برخه کې یې زیاته پاملرنه وکړي .

________________

 

 

انګریزختیز پیژندونکی، ژبپوه او  دپښتو ګرامر لیکوال میجر ( جګړن)

هینري جیورج راورټي(۱۸۲۵-۱۹۰۶زیږدیز)

-----------------------------

جګړن هینري جیورج راورټي د۱۸۲۵ کال دمی دمیاشتې په ۳۱ نیټه د انګلستان دکارنوال او په بل روایت په فلموت نومي سیمه کې زیږیدلی دی.دده مور او پلار په اصل کې آیرلینډیان وو، نیکه یې اورا ورټي نومید او پلار یې پیټر راورټي په سمندري ځواکونوکې ډاکټر و.

میجر(جګړن) راورټي خپلې لومړنۍ زده کړې دخپلې زیږیدنې په سیمه کې سرته رسولي دي او بیا په ۱۸۴۳ زیږدیز کال کې بمبئي ته ولیږل شو او دانګریزانو په دریم نمبر پوځ کې یې دافسر په توګه دنده سرته رسوله.ده دهند په نیمه وچه کې په جګړه ایزو فعالیتونوکې ونډه واخیستله او په ملتان ،ګوجرات او دهندد شمالي سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا) په سوات اوباجوړ کې یې هم دانګریزانو په پلوۍ جګړې کړي دي .نوموړی د۱۸۵۲ زیږدیز کال نه تر ۱۸۵۹ زیږدیز کاله پورې دپنجاب دسیمې دکمیشنر مرستیال په توګه دنده سرته رسولې ده.نوموړی په ۱۸۶۳ زیږدیز کال تقاعد ( ریتایرډ ) شوی دی.

په هغه وخت کې چې دهند پر نیمه وچه باندې انګریزانو راج چلاوه نو پنجاب او صوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا ) په ګډه سره یوځای دانګریزانو له خوا اداره کیده.

میجر راورټي که څه هم اکاډميکې زده کړې نه وې کړی، خو علمي استعداد او پوهه يې خورا زياته وه . هندوستان ته له ورتګ سره سم يې هندي ، پاړسي ،ګوجراتي او مرهټي ژبي زده کړې. راورټي د انګلستان له هغوپوځي افسرانو نه و،چي له استعماري چارو نه يې خپله پاملرنه د ختيځ فرهنګ مطالعې ته واړوله او په پایله کي د پښتو ژبي او ادبياتو د يو ستر اروپايي عالم په توګه و پېژندل شو.

میجر راورټی دپښتونخوا داشنغر دسیمې داوسیدونکي مولوي عبدالرحمن محمدزي اومیرزا محمد اسماعیل کندهاري نه پښتوژبه زده کړه .مولوي عبدالرحمن محمدزي زوړ انجیل ( اولډ ټیسټمینټ) چې په عبراني ژبه لیکل شوی و په پښتو وژباړه .

میجر جنرال راورټي دبینګال د ایشیا ټیک سوسائیټۍ سره هم خپله قلمی همکاري جاري وساتله او هلته یې ددغې سو سائیټۍپه ایشیا ټیک جرنال(ژورنال) کې یې ډیرې مقالې خپرې کړې . دده هغه مقالې چې په دغه جرنال کې چاپ شوي دی دادي :

۱ــ د پښتو او د هغو د ژبي د لهجو او دغه راز له زند او پهلوي او عبراني سره د دغي ژبي د اړيکو په باب يادوني ۱۸۵۴زیږدیز 

۲-په دېر ه جاتو کي د سخي سرور د زيارت او کلي د کتني او دغه راز د هغې مېلې په باب بيان چي هر کال په دغه زيارت کي کیږي ۱۰۸۸ زیږدیز

۳ـ د خوقند، کاشغر او يارقند او دغه راز د مرکزي ایشیاد ځينو نورو ځايو په باب (یاداښتونه ) ۱۸۵۵زیږدیز

۴ـ د دېره جاتو د لويديځي پولي د غرنۍ سيمي ( روه) اوپه هغې کي د ميشتو قبايلو بيان ۱۸۵۷زیږدیز

۵ـ دلرو بر سوات او کوهستان ، د سوات د سيند د سرچينې او دغه راز په دغو سيمو

کي د اوسېدونکو قبايلو بيان ۱۸۵۷ زیږدیز

۶ـ د برکاشغر، چترال او لرکاشغر او دغه راز د تالاش په ګډون د پنجکوړې د خپلواک پښتني دولت په باب بيان ۱۸۵۴-۱۸۶۴زیږدیز

۷ـ د سياه پوشو کافرو د ژبو په باب ليکنه . له دې ليکني سره يې د لغاتو يو لنډ لست ،چي له هغه سره يې بيا د کوهستان اونورو هغو لهجو مثالونه هم مل کړي وو ، چي د افغانستان په شمالي پوله کي ويل کېدلې، ۱۸۶۴ زیږدیز

ـ پټانان يا د ډيلي پټان پاچهان څوک وو؟ ۱۸۷۵م ۸

ـ د بنګال د تاريخ او جغرافيې پــــــــــــــــه برخـــــــه کي د مسټربلاکمن دځینو ۹ څرګندونو ځواب )۱۸۷۴ زیږدیز

۱۰ـ د طبقات ناصري د ليکوال په باب ياداښتونه ۱۸۸۲ زیږدیز 

۱۱- دنېمروز او سيستان د صفاري کورنۍ پاچا ۱۸۸۵ زیږدیز 

۱۲- له تاريخي نقطه نظره د هغو سکو بيان چي د افغان سرحدي کمېسيون له خوا راغونډ ي شوي دي ) ۱۸۹۲زیږدیز (

۱۳- د سند د مهران رود او د هغه د مرستيالو سیندونو په باب يوه جغرافيايي او تاريخي څیړنه ۸۹۵ ۱زیږدیز

۱۴ـ تبت درې سوه پنځه شپېته کاله پخوا ۱۸۹۵ زیږدیز

۱۵- د شطرنج او نرد اختراع ۱۹۰۲زیږدیز

د میجر راورټي له خوا نور ليکل شوي کتابونه دا وو:

.

. ۱- افغانانو د ژبې پښتو ګرامر- ۱۸۵۵ م کې لومړې چاپ

. ۲- هندي او د انګرېزي د تخنيکي الفاظو قاموس. ۱۸۵۹ م

۳-دافغانانو د ژبې پښتو يا پښتو قاموس. ۱۸۶۰ م

. ۴-اوولسمې نه تر نولسمې پېړۍ د افغاني شاعرۍ غور چاڼ. ۱۸۶۲ م

ـ پښتو ډيکشنري : دااثر يې وار د واره په۱۸۶۰زیږدیز کال کي خپور کړ او دوهم وار يې په ۱۸۶۷زیږدیزکي بيا خپور کړ

۵ـ ګلشن روه : د پښتو شعر اونثر يوه غوره مجموعه ده چي لومړی ځل په ۱۸۶۰ په هرتپورډ کېزیږدیز کال او دویم ځل په په ۱۸۶۷زیږدیز کال کې په لندن کي خپره شوې ده . ګلشن روه د راورټي تر مرګ يو اويا کاله وروسته په افغانستان ـــ کابل کي د پوهاندرشاد له سريزي سره په ۱۹۲مخه کې بيا چاپ شو

۶ـ د پښتو شعر منتخبات

دا مجموعه په ۱۸۶۲ زیږدیز کال کي چاپ شوې ده . په سر کي يې د تصوف د نظريې او صوفيانه شاعرۍ په باب يوه مفصله سريزه راغلې ده . ورپسې د رحمان بابا ، ميرزا خان انصاري، عبدالحميدمومند، خوشحال خان خټک ، اشرف خان خټک، عبدالقادر خټک ، احمدشاه ابدالي ، کاظم خان شيدا او خواجه محمد بنګښ د اشعارو انګرېزي ژباړې د هر يوه له ژوندليک سره يو ځای راغلي دي . دا اثر په ۱۹۸۱ زیږدیزکال کې په نوي ډيلي کي بيا چاپ شوی او دکتاب د مولف ( راورټي)بشپړ ژوند ليک ورسره مل دي

۷ـ د طبقات ناصری انګرېزي ژباړه 

ددغه درانه اثر په ژباړلو او حواشي ليکلو باندي راورټي ډېره خواري کښلې ده، چي دده د مثمر ژوند پنځلس کلونه يې نيولي دي . طبقات ناصري د علامه حبيبي لخوا هم له حواشيو او تعليقاتو سره خپور شوی دی چي لومړی ځل په ۱۹۴۶م کال په کوټه 

بلوچستان کي او دوهم ځل په ۱۹۶۴ م کال په کابل کي خپور شو..

. ۸- دايسپ الحکيم کيسې، ۱۸۷۱ م

. ۹ - پښتو ژبې لارښود کتاب. ۱۸۸۰ م.

۱۰-افغانستان او د بلوچستان د ځينو برخو په اړه يادښتونه ۱۸۸۱ نه تر ۱۸۸۸ م

راورټي په پښتو شاعرۍ کې د تصوف د تورو او د اصطلاحاتو د تشريح لپاره هم ليکنې وکړې چې د انګرېزي ژبې لوستونکي پرې پوه شي.

میجرراورتي دپښتو ژبې دغه ستر عالم او ګرامرپوه د۱۹۰۶ زیږدیز کال د اکتوبر دمیاشتې په شلمه نیټه دیو اتیا کلونو په عمرله دې نړۍ نه سترګې پټې کړې 

--------------------------

په دې مقاله کې دلاندنیو لیکنونه ګټه اخیستله شوې ده :

۱-هینري جیورج راورټي نوی اثر،دمحمد معصوم هوتک مقاله ، www.hotakonline.com

۲-صفیه حلیم ،میجر راورټي ،

۳- ویکیپیډيا

۴-دکیپتن راورټي پښتوګرامر

__________

 

دولت لواڼى (نوحاڼى)

 

اصلي نوم يې دولت الله، خو په دولت مشهور و. پلار يې داد الله نومېده.په قوم حسن خېل لواڼى دى او مور يې وردګه وه. روارټي وايي، چې دى هندو مسلمان شوى دى، ولې ددې خبرې څه دليل نشته.

ارواښاد پوهاند عبدالشكور رشاد د دولت لواڼي د ديوان په سريزه كې ددې خبرې داسې ترديد كوي:

دا چې مشهور انګرېز ختيځ پوهاند ميجر جارج راورټي (۱۲۴۰_۱۳۲۴هـ ق) دولت هندو مسلمان بللى دى. يوه داسې تېروتنه ده، چې د دولت په ديوان كې د دولت له نامه سره د شېخ د كلمې له ذكر څخه پيدا شوې ده او د راورټئ دې ته نه دى پام شوى، چې پښتانه د هندوستانيانو په څېر د شېخ كلمه يا خو د پير په معنا پكاروي لكه د پير روښان مشر زوى شيخ عمر او يا په ځينو سيمو كې مريدانو ته شيخان وايي او ګومان كېږي، چې دولت لواڼى به هم خپل له نامه سره د شيخ خطاب په دغه وروستني معنى راوړې وي. په خپله دولت لواڼى يو بيت، چې په هغه كې د پير روښان د زوى دولت نومي سره د شيخ خطاب راوړى دى، د ميجر جارج راورټي خبره بېخي ماتوي. هغه بيت دا دى:

نورالدين خير الدين كمال الدين دولت شيخ

پــــه كـــوښښ يــې خـپل وژلـــى نفس كافــر و)

خوشال بابا هم د دولت شاعري په دې تول تللې ده:

چې لاف وهي د شعر

نن به دا دور دي ډېر

خداى دې نه كا چې به وايم

حال د دوو تېر و بير

څوك پاوى څوك نيم پاوى دى

قلندر پكې نيم سير

د مونږ په حساب دى

هېڅ مونه دي واصل هېر

بل دولت فقير درې پاوه

زه ترې څو شير شاهي تېر (

د دولت له ځينو اشعارو څخه دا ښكاري، چې هغه مستقيماً له پير روښان څخه فيض نه و اخيستى، بلكې د هغه د پياوړو مريدانو او پيروانو لکه علي محمد مخلص او بل د پير روښان لمسى او پيرو ميرزا خان انصاري څخه يې د روښاني مسلك فيض اخيستى و. لكه وايي چې:

همـــدان مخلص دولته

د دې درو په سفتن دي

يا دا چې:

ميرزا ګنج راته خپل كور وښود غني شوم

بــــيهوده منت بــــه ولــــې د بــــل چـــا وړم

خو بيا هم د دولت لانديني بيتونه دا راښيي، چې ده د بايزيد روښان پيروي په نېغه (مستقيماً) توګه كړې ده:

پـــير روښان لــــكه مـــلاح مدد يې راكړ

په ګرداب كې مې زورن و په دا نن شپه

دولت لواڼى يو مكمل ديوان پرې ايښى دى چې د شعر او شاعرۍ په هر فن ښكلى دى، په تېره پر عروضو برابر يې شعرونه ويلي دي.

د ده د ديوان يوه نسخه په برټش ميوزيم كې خوندي ده. دوې نسخې يې د هند د رامپور په رضا لاېبريرۍ كې، يوه نسخه يې په كابل او بله د غزني د البيروني په كتابتون كې ساتل شوې ده او جاپي نسخه يې لومړى ځل د همېش خليل صاحب او بله يې په كابل كې چاپ شوې ده.

دولت لواڼى د ۱۰۲۸هـ ق كال وروسته په رشيد اباد كې له رشيد خان، الهداد روښاني او نورو روښانيانو سره هلته مېشت شوى دى.

د اشعارو نمونه:

زه دولت سني مسلم چار يار منمه

هم په خداى رسول راوړى دى ايمان ما

چې د خداى و رسول نوم پكې يادېږي

شاعري بله نور مه ګڼه تر دا ښه.

یادونه : دا لېکنه دپښتو ژبې  او ادبیاتو له سایټه اخیستل شوې

__________

 

دهغه دین پیروان چې په قرآن شریف 

کې ترې یادونه شوې ده ، خو  ډیر لږ خلک ترې خبر دي :

 

صابئین چې مندائیان هم ورته ویل کیږي  دهغه دین پیروان دي چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده او زیاتره په عراق ، سوریه او دایران د خوزستان په اهواز   کې استوګنه لري اوځانونه دحضرت یحیی علیه السلام پیروان بولي، خو دیحیی علیه السلام نه سربیره دوی پر حضرت آدم ، حضرت شیث او حضرت سام هم عقیده لري .دوی یو دینې کتاب هم لري چې (ګنزاربا ) یا ( ستره خزانه ) نومیږي.په عراق کې ددوی شمېرزیات دی . دعراق په جګړو کې د داعش له ویرې ددوی  ۷۵ زره تنه خلک مجبورشول چې له عراق نه بهرنیو هیوادونو ته ولیږدي  او اردن ، سویډن ، آسترالیا ، هالینډ ، بریتانیا ، کاناډا ، جرمني  ، ډنمارک ، دامریکي متحده ایالتونواو اندونیشیا ته لاړشي.اوس په ټولې نړۍ کې ددوی شمیر یو سل او پنځوس زرو تنو ته رسیږي .

 

ویل کیږي چې دوی دخدای پر وحدانیت او دقیامت په ورځ عقیده لري، خو ځیني خلک دوی دستورو عبادت کوونکي بولي .په دوی کې چې هرڅوک لوړې دیني زده کړي وکړي هغه ته (ګنزورا ) یا (ستر شیخ )وایي . ددوي ژبه مندایي ده  چې دختیزې آرامي ژبې یو ګړدود دی. همداراز هغه صائبین چې په عراق اوسوریه کې اوسیږي دوی په عربي ژبه خبرې کوي او هغه صابئین چې دایران په خوزستان کې اوسی هغوی په فارسي ژبه هم پوهیږي .

لکه دمخه چې ورته اشاره وشوه ددوی مذهبی کتاب (ګنزا ربا) یا (ستره خزانه) نومیږي اوپه دووبرخوویشل شوی دی ،یو(ښۍ ګنزا )او بله یې  (کیڼه ګنزا) .سربېره پردې دوی  شپږ نورکتابونه هم لري لکه :۱- ادراشااد یحیی یادیحیی علیه السلام تعالیم ، ۲-قلستا (واده )،۳- انیاني ( طا  عتونه او عبادتونه  ). ۴-سید را اد نشما سا (دانسان روان )، ۵-اسفر ملوشي (نجوم ) ،۶-سیدرا اد مصوتا ( دتعمید کتاب )

په ًقران شریف کې دصابئینو ذکراو یادونه درې ځلې شوې ده

۱- دبقرې سورې په ۶۲ آیت کې

إن الذين ءامنوا و الذين هادوا و النصارى و الصابئين من ءامن باللَّه و اليوم الآخر و عمل صالحا فلهم أجرهم عند ربهم و لاخوف عليهم و لاهم يحزنون.

ددې  سپیڅلي ایت پښتو ژباړه :باور ولرئ  هرهغه څوک چې دقرآن  منونکي وي هغه که یهودیان وي ، یا عیسویان یا صا بئین چې په خدای او دآخرت په ورځ ایمان ولري  او غوره عمل وکړي دهغو اجر له رب سره دی او دهغو لپاره هیڅ ویره او غم نشته .

۲-دمائدې دسورې په ۶۹ آیت کې :  

 «إن الذين ءامنوا والذين هادوا و الصابئون و النصارى من ءامن باللَّه و اليوم الآخر و عمل صالحا فلا خوف عليهم و لاهم يحزنون

ددې سپېڅلي  أیت پښتو ژباړه : بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان او نصرانیان دي، هر چا چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمجن كېږي

۳دحج دسورې په ۱۷ آیت کې :

 «إن الذين ءامنوا و الذين هادوا و الصابئين و النصارى و المجوس و الذين أشركوا إن اللَّه يفصل بينهم يوم القيامة إنّ اللَّه على كل شى‌ء شهيد»

دې مبارک آیت پښتوژباړه : په یقین سره هغه چا چې ایمان راووړ او هغه کسان چې یهودیان ، صائبین ،نصارا ،مجوس (اورپالونکي ) دي او دخدای سره شریک ونیسي نو خدای به دقیامت په ورځ عدالت وکړي ، بې له شکه چې الله پرهرڅه پوهیږي

صائبین زیاتره دسیندونو سره نږدې اوسیږي او تل ځانونه په اوبوکې وینځي او پکې غسلونه کوي .دیکشنبې په ورځ دوی معمولا په سیندونو کې غسل کوي او دایې مذهبي دود دی.ددوی لمونځونه رکوع او سجود نلري او دورځې درې وارې لمونځ کوي او په یوه کال کې (۳۴ ) ورځې روژې نیسي . ددوی ودونه معمولا سیند او اوبو ته نږدې تر سره کیږي او دواده په ورځ خاوند او میرمن یې په سیند کې لامبي .په دوی کې دښځو دطلاق رواج او دود نشته . صابئین او ددوی دیني لارښوونکي سپینې جامې اغوندي چې له کتان نه جوړی شوي ديزیاتره خلک یې دسرو زرو دخرڅلاو دوکانونه لري او زیاتره یې دزرګرۍ کسبونه کوي

ددوی دمیاشتو نومونه دادي : دولا، نونا، امرا، تورا، صلعی، سرطانا، آریا، شمبلتا، قینا، ارقوا، هیطا او گدیا.ددوی کالښود او جنتري د حضرت آدم علیه السلام دزیږو نه  یا دانسان دخلقت نه پیل کیږي او دوی هرکال دحضرت آدم علیه السلام کالېزه هم لمانځي .

دا و دصابئینو  په اړه لنډ معلومات ، هیله ده چې خوښ مو شي .

ډاکتر یاد

-
بېرته شاته