(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شعر او ادب ارزښت

[19.Jul.2023 - 09:58]

د شعر او ادب ارزښت

لیک: شرر ساپی

  شعر او ادب موږ د ټولنې په نبض پوهوي، د ټولنې درد را په ګوته کوي، چې وروسته پرې پوهان د تسکین پټۍ ږدي. انسان پټو او مرموزو خبرو ته په فطري ډول لېواله او تږی دی، ادب دغه تنده مړوي، د تېرو تمدونونو او ملتونو په اړه معلومات راکوي، موږ د خوشال خان په شعرونو کې د اورنګ زیب د وخت اړتیاوې نن ښې درک کولی شو، خوشال خان څلور سوه کاله پخوا د پښتنو پر بې اتفاقۍ ساندې ویلي دي، د دوی مېړانه يې ستايلې خو د دوی په ناپوهۍ يې افسوس کړی دی، که پنځه سوه کاله وورسته هم څوک د شپون صیب د سمڅې ياران ولولي د نني افغانستان د واقعتونو او ناخوالو هنداره ده، که زر کاله وروسته يې هم څوک ولولي نو زموږ هر څه درک کولی شي،

مصري ټولنه به د نجيب محفوظ په ناول کې وپيژنو چې څه غوښتنې لري او څه ته اړتيا لري، په نولسمه پېړۍ کې به فرانسوي ټولنه او پاريس د فرانسوي لیکوال پلزاک په ناول کې ووينو، مارکسي فيلسوف په څرګند ډول وايي: د پلزاک ناول د فرانسې سياسي او ټولنيز ژوند له اقتصاد پوهانو او ټولنپوهانو څخه په غوره او ښه ډول انعکاس کړی دی.

 

له دې سر بېره ادب له موږ سره د بشري طبيعتونو په لا پېژندلو کې مرسته کوي، د روسي د مشهور ناول لیکونکي ديستويفيکسي ناولدكرامازوف وروڼهد دې لامل شو چې فرويد ته (عقده اديپ) نظريه الهام کړي، له ميلاد څخه څلور پېړې وړاندې لرغونی یونانيان د ادب د اهميت په اړه له ډېرو بحثونو وروسته دې پايلې ته ورسېد چې ادب انساني نفس له بدو هيلو بدشګومه احساساتو نه پاکوي، چې دې ته يې د پاکوالې نظريې نوم ورکړ.

 

له مشهور عربي لیکوال او نقاد عقاد نه د ادب او ښکلي هنرونو د اړتیاو په اړه وپوښتل شول هغه وویل: (( يو تن اويا کاله له سترګو پرته ژوند کولی شي خو اويا ورځې له ډوډۍ پرته ژوند نه شي کولی او هېڅوک نه شي ویلای چې ډوډۍ له سترګو نه ډېر ارزښت لري، که ډوډۍ لاس ته راوړو له ټولو ژونديو سره برابر يو، خو که ښکلا تر لاسه کړو، نو نه يوازې ژوندي يو بلکې په غوره ولس کې مو غوره ګرځوي،د خپل احساس ښه تعبير کولی شو، خو اړتياوې د ژوند تر ټولو ټېټ پړاو دی، هغه چې موږ لوړ پړاو ته ټيل وهي هغه هنرونه دي)) .

 

په دې عصر کې موږ ادب ته ډېره اړتیا لرو، څو د ټکنالوژۍ له غمونو خلاص شو، د صناعتي او فرهنګي يرغل څخه خلاص شو،که علمي پرمختګ موږ ته د ښه ژوند وسائل په لاس راکوي خو په دې نه توانيږي چې د ښکلا هغه فرهنګ په لاس راکړي چې موږ پرې د خپل انسانیت احساس وکړو، ، موږ په ادب کولی شو چې دغه فرهنګ لاس ته راوړو، ادب د خلکو پر ژوند تاثیر لري: خوند او ګټه لري، وجدان او عواطف صیقل کوي، زموږ تجربې زياتوي،د ژوند، طبيعت او حتی د ځان په پېژندلو کې راسره مرسته کوي.

نړۍ له مادې او معنې څخه مرکبه ده، ماده جامده، کلکه او ګونګه ده، په اراده پورې هيڅ تړاو نه لري، کله چې هم موږ کوم معنوي شي د لاس ته راوړلو هڅه کوو نو مادي اسباب ورته لټوو. نو مادي نړۍ د معنوي نړۍ نوکره ده، لکه جسم چې د روح په خدمت کې دی، همدا ده چې تاریخپوهان وايي: د فرانسي لوي انقلاب به نه و رامنځ ته شوی کهولټیر، او وروسوخپل افکار د خلکو پر زړونو کې نه وای کرلي، انګريزي لیکوالکارلیلوايي: ” موږ انګريزانو ته شکسپیر له ټول هند نه قيمتي او ارزښمن دیدا وينا خو هغه چاته نا اشنا ښکارې چې پوره ځېرنه ونه لري، بيا وايي: څنګه نو يو انګريز که څومره لوړ اديب هم و په عقلونو يې دومره واکمني وکړه چې انګريزي اديبانو ته له هند څخه ارزښتناک دی، هغه هند چې د لویې برتانيي عظمت پرې ولاړ دی، خو که څوک لږ ځېر شي نو دا شکسپير و چې په خپلو قصيدو يې د برتانوي ملت عواطف راوخوټول، پاک يې کړل، لوړ يې کړل، جمال او جلال يې وروبخښه، قلم او کمال دواړه يې ورکړل، د هند فتحهچې ملیونونه خلک په کې اوسيږي- د همدې ادبي ونې له برکته ده، هغه ونه چې شکسپير په خپل لاس د دې لوی ملت لپاره نهال کړه.

 

ارجنټايني لوي لیکوال پورخيس به تل له همدې زورېده چې به ترې وپوښتل شولد ادب ګټه څه دهدا پوښتنه به ورته ډېره بې منطقه ښکارېده، تر دې چې ويل به يېهېڅوک د قمري د غږ د ګټې پوښتنه نه کوي، د لمر د ډوبېدو ګلابي منظر پوښتنه نه کويسره له دې چې بشري اختراع او نوښت دی، نو بايد دا پوښتنه مطرح کړو چې څنګه او ولې دې نړۍ ته راغلی دی، ګټه يې څه ده او ولې په پېړيو پېړيو پاتې شوی دی؟

شعر او ادب زموږ په وجود کې د ښکلا احساس پیاوړی کوي، او چې کله هم په وجود کې د ښکلا احساس پیاوړی شي، انسان د بدرنګیو پر وړاندې په لاشعوري توګه دریږي، په کومو ملتونو کې چې د ښکلا احساس نه وي، هغه ملتونه ړد بدرنګیو ښکار کیږي.

ځینې خلک د افلاتون په خبره استدلال کوي چې شاعران له جمهوریته وباسې، خو دوی په دې نه دي خبر چې اپلاتون په خپله په تناقض کې واقع و، افلاتون خپله شاعر و، له نېکمرغه چې ۱۱ قصیدې یې لا اوس هم د زمانې په ځولۍ کې پر تې دي، زه به یې څو نمونې وړاندې کړم.

 

چا دا تصور نه کاوه چی د یونان مشهور فیلسوف افلاطون  (428-347 ق.م.) ، چې د خپل جمهوریت نه يې شاعران په دې خاطر وشړل چې دوی عاطفوي خلک دي، خو خپله يې شعر ليکه؟.

خوشبختانه  يوناني غورچان" (Anthologia Graeca) دري ديرش بيته ساتلي دي چې همدغه لوی فیلسوف ته منسوبيږي، ځينې يې په حکمت کې، ځينې يې په اخلاقياتو کې او نا اشنا خو دا ده چې ځينې غزليز دي چې ډېر يې د امردانو او هلکانو په اړه ويلي دي.

د شعر او شاعر په اړه د افلاطون پرېکړه په خپلو کتابونه کې ډاګيزه ده، خو په جمهوريت کې یې د شعر پر ضد ډېر څه راخيستي دي، د خپلې خبرې د پخلي لپاره يې اخلاقي، ديني او ټولنيز دلیلونه راوړي دي، يوازې هوميروس يې له شاعرانو اسثنا کړی دی او د هغه په اړه يې ويلي دي: څومره سخته ده چې د هغه هوميروس په اړه خبرې وکړم چې د ماشومتوب څخه د هغه شعر وايو او د هغه درناوی کوو..... هغه خو ماته لومړنی تراجيدي ښوونکی ښکاري، خو حقیقت تر هر انسان ډېر مهم دی که هغه هرڅومره مشهور اولوی شخصیت وي

 

د شعر او شاعر بد ویل يو شی او د شعر لیکل بل شی دی! دا تناقض يوازې افلاطون نه درلود، عربي فلسفي شاعر معري هم په شعر باندې سختې نيوکې کولې خو وروسته تر ټولو لوی شاعر شو او دا يې هم وويل چې د دې مکرجنې دنيا نه د خلاصون ښه لاره ده

 خو د لته به په هغو شعرونو بحث وکړم چې افلاطون ته منسوب شو دي چې په يوناني کې ورته  Επιγραμματο "إيپيګراماتو" وايي چې له يو بیت نه تر پنځو بیتونو پورې دی.

 

Την ψυχην αγαθωνα φιλων επι χειλεσιν εσχον 

Ηλθε γαρ η τλημων ως διαβησομενη 

 

آغاثون مې ښکل کړ.. روح مې پر شونډو

په منډه راوخوت چې په کې ورک شي

 

په دوه نورو بیتونو کې فيلسوف" د مڼې رمز" راخلي، دا هغه رمز دی چې پخواني يونانيانو به د مينې د اعلان لپاره کاروه په ځانګړي ډول د (افروديت) لپاره، عاشق به د خپلې معشوقې پر لور مڼه ورګوزار کړه چې خپله مینه ورته په ډاګه کړي، که به يې واخيسته نو د ده مينه به يې ومنله، خو که به يې وانخیسته نو دا معنی يې درلوده چې هيڅ پاملرنه درته نه لرم.. انديښمنه خو دا ده چې افلاطون په وروستي بیت کې خپلې معشوقې ته نصیحت کوي چې دا واخله که نه" ښکلا دوام نه لري"

 

(2)

Τω μηλω Βαλλω σε συ δ’ ει μεν εκουσα φιλεις με, 

δεξαμενη της σης παρθενιης μεταδος. 

ει δ’ αρ’, ο μη γιγνοιτο, νοεις, τουτ’ αυτο λαβουσα 

σκεψαι την ωρην ως ολιγοχρονιος. 

 

تاته دا مڼه درګوزاروم

که دې خوښ یم نو وايې اخله

او د دې پر ځای دې خپل (عذريت) راکړه

که دې خوښ نه یم بيا يې هم واخله

او په دې پوهه شه چې ښکلا دوام نه لري

په دې بیتونه کې افلاطون سوی ښکاري:

(3)

Μηλον εγω βαλλει με φιλων σε τις αλλ’επινευσον, 

Ξανθιππη καγω και συ μαραινομεθα.

زه مڼه یم 

چې کوم عاشق درغورځولې یم

کسانتیبه راباندې مهربانه شه

دواړه په درد کې یو

خو زه تر اوسه په دې نه پوهېږم چې روحي مينه ولې په افلاطون پورې تړل شوې ده سره له دې چې افلاطون په هلکانو پسې  غزليز شعرونه ويلي دي

دلته به هغه سانده راوړو چې افلاطون خپل نارینه معشوق "ذيون السيراكوسي" (520-445 ق.م.) ته ويلی وه او په سفر کې پرې مین شوی و،دغه سانده د "ذیون السراکوسي" په قبر لیکل شوې ده:

له کومې ورځې نه چې ژوند ته راغلو

او د قدر خدای اوښکې څڅولې

خدایانو ستا ارمانونه لرې يوړل

او په خپل ابدي وطن کې بيده شوې

اي ذيونه!

 ستاسې مينې د ليوني په څېر کړی يم

 

**********

افلاطون دلته يو ښايسته

هلک"أليكسيس" ته  شعر وايي، د خپل معشوق وعده د هغه هډوکې سره تشبيه کوي چې غوښه پرې نه وي او سپی پرې تیر باسي، وايي داسې مې له لاسه ورکړ لکه پخوا چې مې فايدروس د لاسه ورکړی و.

  فقط ومې ويل" الیکسیس څومره ښايسته دی"

نو د ټولو خوښ شو!

ومې ویل:" اي درديدلی زړه"

سپی ولی په تش هډوکي تير باسي

او وروسته يې عذابوي؟!

وا زړه! فايدورس مو همداسې ونه بایلود؟!

سره له دې چې د افلاطون ښايسته هلکان ډېر خوښ و،  خو د استر(ستوری) په نامه يوې ښځې باندې مین و، دوه قطعې شعرونه يې ورته لیکلي دي، لومړی غزليز او دوهم يې سانده ده، د ستوري او د دې د اصلي نوم ترمنځ يې ډېر ښه جناس  کارولی دی:

 (۴)

ای زما ستورې..

ته ستورو ته ګورې

او زه غواړم اسمان شم

چې په زرګونو سترګو دې ووینم

(۵)

يا استر...

د سهار ستوری وې

خو چې د ژونديو په منځ کې وې

او ته نن د ماښام ستوری یې

په مړو دې رڼا خپره کړې ده

 

د افلاطون له پورتنیو لومړيو شعري قطعو څخه جوتيږي چې په خپل جنس عاشق و، خو وروستي دوه قطعې شعرونه يې په ډاګه کوي چې په ښځو کې يې هم غزلې ويلي دي.

 

(۶)

هغه ښکلې ارخناس سندر غاړې

 زما ده!

د مخ د ګونجو سره يې 

مينې وسوځولم

اي عاشقانو:

تاسې به د هغې په مينه 

څومره خوار شوي ياست

کله چې هغه ماشومه وه!

په کوم اور به سوځېدلئ؟

کله چې به هغې 

بحث کاوه

 

**********

له دې بیتونو ښکاري چې افلاطون په نرګسيت هم اخته و:

 

(۷)

په تکبر مې يونان ته وکتل

عاشقانو مې په دروازه ټيل جوړ کړ

ځکه زه نه غواړم خپل ځان ووینم

او نه غواړم چې ووایم څنګه وم

زما په اړه له (افروديت) څخه پوښتنه وکړئ

افلاطون د يو ښایسته هلک په اړه وايي:

زه د دنيوسسو غلام يم

هغه د دوه ښایسته کمڅيو خدای

د سپينو زرو په لوښو کې

د حورو اوبه شيندي

زه به دغه ښايسته هلک مسحور کړم

بيا به يې ويده کړم

او بيا (......)

متاسفانه چې دا شعر همدلته نابشپړ پاتې دی، خو لوستوال د افلاطون فلسفې ته اړتيا نه لري د ښایسته هلک ويده کول او مسحور کولو نه وروسته څه کيږي، همدغه خبره ابونواس هم کړی ده، خو د شعر د ډېر فظاعت او شناعت پر بنسټ به يې نه راخلو.

يو بل ځای د یونان فیلسوف افلاطون د يوې مشهورې خپل خېلغودې ستاینه کوي: دغه ښځه سافو نومېده چې د لزبوس د جزېرې وه:

 

دوی ګومان کوي چې نهه (موسات) دي

دا غلط ګومان دی

ځکه چې لزبونيه سافو يې لسمه ده۱

: Mousa د هغو نهو حورو څخه شميرل کېده چې د شعر او هنر ملکې بلل کېدلي

-
بېرته شاته