(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

توپاني شپه

[23.Jul.2023 - 14:28]

 

توپاني شپه

لیک: فاروق سرور

 

مورکي مړي کړي وو، خون يې په غاړه سوي وواو ما په حېرانو سترګو ورته کتل چي دا يې څه وکړل. د هغې لاسونه په وينو سره وو او سره چاړه يې په لاس کښي وه. هغه زما و مخته ډېره په سکون ناسته وه او زه نه پوهېدم چي خوب وينم که دا هر څه رښتيادي. د هغې جامې هم په وينو سرې وې او دغي نندارې زه زيات لړزولم. بيا هغے سترګي پټي کړې ، يوه اوږده ساه يې وکشه او و ماته يې وويل چي اوبه راکړه. زه په ډېري خاموشۍ د ګوډي په خوا روان سوم چي لوړ په يو لوي کاڼي پروت وو او په کټوري کښي مي اوبه ور کړې. په خونه کښي بله ډيوه خورا په رپ وه ، زما په خيال هغه هم د مورکۍ په سرو جامو کړهانده وه او دا هر څه خوند نه ورکول.

 

مورکۍ چي اوبه وڅښې، نو د لېونو په شان يې وخندل او د کراري ساه يې واخيست چي اوس به ژوند په ډېر خوند تېرېږي او وساي به مو په نصيب سي. څنګه او په څه ډول، څرنګه وساي، زه يو ځل بيا حېران سوم ، په رډو سترګو مي مورکۍ ته وکتل ، له ځانه سره وبوڼېدم او له کوډۍ دباندي توري شپې او دربيلې ته راووتلم .

 

دباندي طوفان بد حال جوړ کړي وو او يو د قيامت زورور باران وو، ځکه نو زه په سراي کښي د توتو د غټي او ګڼي وني لاندي ودرېدم چي پناه واخلم خو دا ځاي هم څڅېدئ بلکه دلته لوړ په شاخونه مرغان لا ناوده ، لړزانده او واهمکي ناست وو ، تناه او برېښنا يوه بده لوبه جوړه کړي وه او داسي شور وو د باد چي زړونه يې لړزول . بس داسي ښکاره کېدل لکه غوږونه چي به مي کاڼه سي . باد زموږ د سراي تر درزن زياتي جګي درختي هم بوږنولي وي چي په لوړ ږغ يې داسي سرپي تلي او کږې وږې کېدې لکه د مورکۍ د چا په وژلو چي ساندي واي او سرونه ټکوي.

 

دا وخت دباندي طوفان خو وو چي وو، خو زما دننه هم يو طوفان وو بلکه يوه بده سيلۍ چي په بيا بيا يې پوښتنه کوله چي مورکۍ څه وکړل او څه به کېږي ، خو مغزو مي هيڅ کار نه کوي.

 

زموږ کور ډېر بالايه په يوې غونډۍ ولاړ وو، لاندي کلي ته چي مي وکتل ، نو د طوفان باوجود خاموشي ورباندي خوره وه ، بس سپيني او توري د دود لوخړي وي چي د کورو له دودکشانو راوتلې او دغه ننداره به مي اوس په شپه کښي د برېښنا د پټپټاني له سوبه کله تر سترګو سوه او کله پټه. بل دا وخت له سپو لا داسي غپا هېره وه او دم به خله وو لکه په دې طوفان کښي چي يوه لويه بلا پټه وي او دوي به ژوندي وخوري بلکه نن خو پيشياني لا داسي چپ وې لکه چا چي تر غاړو ټينګي نيولي وي. اوس ما ويل چي کلي ټول په قتل ناخبره دي ،ځکه خو هلته خاموشي ده ،خو که سهار خلګ خبر سول ، نو څه وير به جوړ سي .

 

زه چى بيرته خونى ته ورسېدم ، نو موركۍ په وينو لړلى جامې بدلى كړى وې . دا وخت د هغې لاسونه هم په وينو سره نه وو ، مينځلي يې وو او هم ئې هغه چاړه چېرى پټه كړى وه چى هغې مړئ ورباندى كړئ وو . زما واړه خوندي او وروڼه لا په خواږه خوب ويده وو او په دې نه وو خبر چي کورته يو نا ببره غم راغلي دي.

 

اوس مورکۍ و كړكۍ ته ودرېده چي سپيني شيشې يې وې. دباندي د غولي ټول ښايست پکښي ښکاره وو او د فطرت حسن ، باران ، د تنا او برېښنا له بازيو او د درختو له شوره په خوند اخيستو سوه چي دربي او شور يې دننه هم راروان وو . پخوا به هم مورکۍ داسي ولاړه وه ، خو هم به هغه وخت جلا وو او هم به دغه کړکۍ خلاصه وه ، د هغې به خندا پر مخ خوره وه او د رباب په ښکلي ږغ کښي به ډوبه وه چي په ټول کور کښي به خور وو بلکه په دې ږغ به د کور ګلان لا داسي ځنګېدل لکه له دې سروده چي خوند اخلي ، خو اوس داسي نه وه . زما سترګى پر له پسې په موركۍ كښى وې . عجبه ده ، د ډېرى مودې پس نن اول ځل د هغې په څهرې سكون لوبي کولې کني ډېره اوږده موده خو هغې په ناټالۍ تېره كري وه .

 

زما هغه شپې ډېرى ښې يادېدې چى موركۍ به ويښه وه ، نا خوبه به وه ، لړزانده به وه ، په بستره کښي به اويښته پر له رااويښته، ما او زما كوچنى خوندو وروڼو ته به ئې كتل او له ځانه سره به ګډه وه چى دغه دوژخى ژوند به څه ډول تېروم ، تر څو به کړېږم او دغه سور اور به تر څو وى .

 

دا وخت په وطن جنګ روان وو او د سره اور بده لوبه وه. اول دلته زموږ خپل جنګ وو ، يو بل مو په سرو وينو لړل ، وروسته شوروئ راغئ ، خو چى هغه ولاړئ ، نو د توپكيانو قيصې په دوام سوې . اوس دا مهال هر ځائ توپكيان ليدل كېدل چى خورا ډېر وو ،ډلي ډلي به وو او په دوي کښي هر هغه څوك خوشحاله وو چى زيات وګړي او جنګيالي به يې درلود ، زوروره وسله ورسره وه ، بې ګناه خلګ به يې په بې دردۍ وژل او بچيان به يې يتيمان كول .

 

زموږ كلئ ډېر پرسکونه وو او موږ کله هم بد ساعت نه وو ليدلي . كله چى په وطن جنګ جوړ سو او هرى خواته د اور سرې لمبې خورې سوې ، نو خبر نه يم چى شوروئ د کومه راغئ او دا ډول ددې اور لمبو نور زور واخيست .

 

اوس به يو نوئ انځور وو ، پخوا خو به اور په مځكه ليدل كېدئ ، خو اوس به د الوتكو له سوبه له مهربانه اسمانه هم سره اورونه را روان وو او د سترګو په رپ کښي به يې ژوند په سره سكروټه بدلوي .

 

كله چى شوروئ ولاړئ نو موږ خوشحاله سوو چى د وينو او بارودو لوبه بنده سوه ، خو دادئ توپكيان سول،لکه تور کارګان په وطن را ګډ سول او په دغه وخت كښى ددې اور لمبې نوري زياتي سوې .

 

دغه هر څه زموږ په كلى بيا هم بده اغېزه نه وكړه ، ولى چى کلي د غرو په منځ کښي له هره څه لېري وو او خپله ېوه دنيا يې وه. دلته به پر له پسې د ګوګوبختکو ښايسته بشرونه وو ، ښكلى نارى به يې وې ، د وزرو به يې سرپي وو ، سېلونه به يې الوتل را الوتل ،ټولي به پخپل حال کښي مستي خوشحالي لېونۍ وې، سترګي به پر ښايستې وې او موږ به داسى وو لكه په يو بل جهان كښى چى پراته يو . كه څه هم موږ د وطن په اور خوابدى وو او له خلګو به مو قيصې اورېدې ، خو دغه كلئ په خپل حال كښى مستانه وو . دلته به اوس هم ډول ، اتڼونه او خوندور بانډارونه وو ، ينډي او خوسي به وو ، زنانو په ماخوستن دريې راواخيستې او په تمبلونو به ئې ښكلى بدلى په لويو اوازونو کښي پورته کړې او د پرستان د ښاپېرو ګمان به ورباندي کېدي. د دوي ږغ به باد تر لېري وړي چي د باغونو درختي به لا ورسره مستي سوې او شور به يې سو . ماشومانو به په ژمى كښى په هغو يخيو منډى وهلې چى د ويالو سر به كلك نيولى وو . په هم دغو شپو كښى چي به باران وځنډېد ، نو د شپې به د ځوانانو سپين ږيرك جلا وو او ناري به يې وې سدره سدره دين ، بس يو شخول به يې وو ټوله شپه ، د ځوانانو به څراغونه په لاس کښي وو او د دروغو سپين ږيري به يې مخته کړي وو . بهار چى به راغئ ، نو يو مخ به د نازکو توتکيو سېلونه را ښکاره سول ، پېغلو به په زرغونو رغو كښى بوشكى ،خمېري او ځمكۍ ټولولې ، د غره په لمن کښي به ددوي د مستي خندا ازانګې وې او له زلفو او پړونو سره به يې مست باد داسي لوبه او مستي کوله لکه په ټولو چي مين وي . ماشومان به د څانانو په مرغيو راټول وو او شور به ئې جوړ كړئ وو .

 

له بده مرغه د توپكيانو بد مرض زموږ و كلى ته هم راغئ او دغه هر څه يې ورک کړل. زما بابا چى هر وخت به ئې رباب په لاس كښى وو ، اوس د هغه و لاس ته هم توپك راغئ . بيا يوه داسى درنه شپه به هم راغله چى موږ به د قيامت شپه بلله ، په دغي دربيلې کښي به ټول کلي ويښ وو ، ناټاله به وو ، دزنانو او بچيانو به اوښکي او ساندي وي ، د ماتم شور به يې په زور زور اورېدل کېدي ، ځنو خو به دغه اخيري ديدن هم بلي او زموږ له كلى به شل دېرش وسله وال خلګ تله ، دا به نه معلومېده چي ژوندي به راسي که مړه او دا ډول به د ټولو لاسونه لوړ په دعا وو .

 

دوي به په مودو مودو ورك وو او لوټ مار به ئې كوئ . له دوي سره دغه توپك له كومه راغلل ، چا راوړل او ولي يې ورکړل ، په دې زه نه وم خبر ، البته موركۍ به مى ليده چى بابا ته به ئې زارۍ كولې چى مه ځه ، خو هغه به د موركۍ خبره نه منله بلکه غم به جوړ سو ، يوه زوروره څاپېړه به ئې پر مخ زياتي ووهله او ولاړئ به . دا ډول به موركۍ ټوله شپه ژړل ،وير به يې کوي او موږ ته به ئې وئيل د ژوند يتيمان .

 

بابا چى به بيرته راغئ ، نو خورا ډېرى روپۍ به ئې راوړې ، زيات به خوشحاله وو بلکه سره زر او غمي به هم ورسره وو ، خو موركۍ به دا هر څه نه منل او ورسره په جنګ به وه چى خلګ دى ووژل ، بچيان دى يتيمان كړل ، وطن دى نور په اور ولړئ او په هم دغه خوشحاله ئې ناترسه ، نور نه ظالمه په وير لړلي وطن زړه وسوېځه . د کلي والو په شان زموږ سره به هم دا وېره وه او دا خبره د موركۍ په مغزو كښى زياته وه چى بابا چى كله ولاړ سى ، نو څوك ئې مړ نه كړى او موږ يتيمان نه سو ، ولى چى توپكيان به کله په يو كلى ورګډ سول لکه سره لېوان ، نو له بلى خوا به هم ډزى ورباندى كېدې . دوي که هر څو زورور وو ، له مخالفه به هم سرې ګولۍ ورباندي اورېدې . دا رنګه زموږ د خوشحاله كلي څو كورورنه برباد سول ، هلته مړى راغلل او څو خو داسى ملګري هم د بابا وو چى پښې به ئې نه وې ، د ډېرو به لاس نه وو يا به ئې ګوتى اولوتلى وې او مرميو به په خپل ځائ نه وې پرې ايښى . ډېربه په ملا مات وو او په نارو او رامبوړو به وو او ډېر به د ټول عمر دپاره معذوره ، خو موركۍ به تل كړهانده وه او بابك به ئې په خله نه كول .

 

موږ به حېران وو ، ولى چى بابا خو ربابى وو ، خو اوس هغه رباب لېرى غورځولئ وو او وهل ټكول به ئې كول او هغه هم ډېر بد ، بلكه زيات وحشى به ځني جوړ سو . خشم به هم خورا زر وراتلئ او زما موركۍ چى موږ اورېدلى وو ، ده په مينه واده ورسره كړئ وو ، د هغې دپاره يې رباب د ځان کړي وو او هغه ئې هم په رباب مينه وه . د هغې به ئې هيڅ قدر نه كوئ ، هيڅ خبره به ئې نه منله او تل به سور و شين كېدئ چى دا ولى وده ته واى چى مه ځه . دا مهال به موږ ټول واړه وېري اخيستي په يو بل ننوتلي وو او کپ به اخيستي وو.

 

زموږ كلئ لكه چى ما ووئيل ډېر لېرى د غره په لمن كښى وو او ټول له خړو او سپېرو كورو ډك وو بلکه كوڅې به يې هم خړي وې چى زياتره به سپېرې دوړى په مېلمستيا ورته راتلې . په دغه خو به زموږ د شيطانانو کوچنيانو مخونه هم تل سپېره وو چي په دغو دوړو کښي به مو لکه پېرانان لوبي کولې .

 

اوس بابا و موركۍ ته داسى خبره وكړه چى هغه ولى له نورو كليوالو سره لوټ مار ته ځى او سوب يې څه دي چى زه او موركۍ دواړه ئې هم حېران كړو او هم يې ولړزولو . د بابا په دې خبره تر ننه نه زه خبر وم او نه مورکۍ ، ځکه نو دواړو و يو بل ته په غټو سترګو کتل چي دا څه اورو او څه داسي هم کېدي سي .

 

بابا خو جنګ ته ولاړئ او غولي يې و اوښکو ته په لاس ورکړ ، خو بيا يوه طوفاني شپه موركۍ د بابا تېره خنجر راواخيست ، سترګي يې په بل ډول سرې وې ، په کپ اخته وه او پټه ووته . زه ويښ وم ، ووېرېدم چي وږي لېوان يې ونه خوري او هسى ور پسې سوم ، هغه هم پټ پټ ،ولي چي هغه اوس د لېونو په شان وه ، خورا په جلال کښي وه او زما د خوار خبره يې چېري منله. بس داسي ښکاره کېده لکه د دباندي له طوفان سره چي سم ددې په وجود کښي هم يو بد طوفان را پارېدلي وي . موركۍ په توري دربيلې کښي په كږو وږو كوڅو كښى تېرېده ، له ځان سره لکه لېونۍ ګايده او پائ داسى ځائ ته ورغله چېرى چى پخوا جونګړه وه . هغه سم دلاسه په هغه سورى ننه وته او يو ژوندي انسان ئې د هغه په نا خبرۍ کښي د سترګو په رپ کښي په وينو داسي ولړئ چي هره خوا سره سوه. هغه وخت په دې کښي داسي توان راغلي وو چي هم يې زه ولړزولم او هم يې هغه مقتول و څه مزاحمت ته ايله نه کړ . زه حېران وم چى اوس به څه كېږى ، دا خو د چا وژنه ده معمولي خبره خو نه ده ، خو موركۍ په ډېر كراره بيرته له هغه ځايه راروانه سوه او زه لکه سايه ورپسې سوم .

 

اوس هم هغه زموږ. زوړ كلئ دئ او هم يې هغه زړه ښکلا ، خو دلته مړى نه راځى بلکه خوابدي ګوګوبختکي بيرته راغلي دي ، ښکلي وجودونه يې ښکاره دي ، شاوخوا يې د وزرو سرپي دي او چېري چي هر وخت د سوكالۍ ترانې واى ، هلته د بابا په غېږه كښى هم بيرته رباب ږغېږي ، ښايسته او جانان رباب چي بابا يې سترګي پټي کړي په تارونو او ساز خوند اخلي. دا مهال زموږ په کور کښي څوک د رباب او ګوګوبختکو ګډ ږغ په اسانه اورېدي سي چي کټ مټ داسي وي لکه د اسماني ملوکو د نازکو لاسونو موسيقي چي له ځان سره جهان هم ځنګوي .

 

زه اوس هم هغه د جونګړي ځائ ته ګورم چېرى چى مورکۍ قتل کړي وو ، خان زورور خان پکښي اوسېدئ چي په زوره به ئې خلګ جنګ ته لېږل، چا چى به انكار وكړئ ، نو اديره به ئې ځائ سوه. بس فرق دادئ چى اول دا ځائ جونګړه وه چى وروسته د لوټ د مال په زور په محل کښي بدله سوه ،په داسي ښکلي محل کښي لکه ښاپېرياني چي پکښي اوسي او هم هغه محل ته مورکۍ ورغلي وه چي هر وخت به خلاص ولاړ وو ، ولي چي له زورور سره د يو چا وېره نه وه او د چا مجال نه وو چي د هغه برېتور او سور سترګي و مخته ورسي . څومره بې غمه او بې فکره به هلته پروت وو زورور لکه زمري چي په کم زوره مخلوق کښي اوسي او څوک په خيال نه راولي . په هغو شپو کښي به په ټول کلي کښي ددغه زمري غرږي تل اورېدل کېدي او موږ به لکه واهمکي مرغان په کپ ځني اخته وو .

 

که څه هم اوس هغه د ښاپېرو محل سته ، خو د زورور په وينو لړلئ دي، د کلي خلګو اور ورکړي دي ، يو مخ تک تور دي او هري خواته تکه توره انبار انبار وسله په تورو سکرو کښي بدله پکښي پرته ده .

Tofani Shpa, by Farooq Sarwar

 جون 2014

-
بېرته شاته