سېما کاکاخېله
[05.Aug.2023 - 11:03]سيما کاکا خيله د پښتو ادب ځلانده ډېوه
ليک: امان الله نصرت
سيما کاکا خيله د پښتو ادب هغه ځلانده ډېوه ده چې د پښتونخوا په غرونو، تپو، کلو، ښارونو او لارو کوڅو کې يې د قلم رنګونه او د ليکنو رنګينې رڼاګانې او ښکلاګانې خورې دی او لوی او واړه يی له نوم او فن سره اشنا دي ۰
سيما کاکا خيله د پښتو نازکخياله او نوښتګره شاعره ده چې هره ليکنه يی له ادبي ښکلا ډکه او د لوستونکو پر زړونو ژور تاثير او اغيز کوي۰
اغلې کاکا خيله هڅه کوي چې د خپل قام د يوې رښتينې استازې او ترجمانې په توګه هغه څه په خپل شعر کې راونغاړي چې د ولس دردونه او غوښتنې پکې انځور شوې وي او د خپلو وطنوالو غږ د نړيوالو غوږونو ته ورسوي۰
محترمه کاکا خيله د طبيعت د ښکلاګانو، رنګونو او ښايستونو شاعره ده او رنګينې نازکخبالۍ يې کلام ته ځانګړي رنګونه ورکړي او د نوموړې وينا يې لا پسې خوږه او ښکلي کړې ده۰
د کاکاخيلې په شعر او شاعرۍ کې ملي فکر، هيوادنۍ مينه او قامي رنګونه ځای ځای ترسترګو کيږي او دا جوتوي چې شاعره د خپل ولس رښتينې ترجمانه او انځورګره ده ، د وطن مينه يې په رګونو کې په غورځنګونو ده او له هر څه زيات يې د پښتون ولس دردونو، پرمختک او د ژوند بيلابېلو اړخونو ته په خپله وينا کې ځای ورکړی او د خپل قام پيغام يې د نړيۍ ولسونو ته رسولی دی۰
د درنې سيما بي بي شاعري روانه، خوږه او له بيلابيلو رنګونو او خوندونو ډکه ده ځکه خو اوريدونکې او لوستونکې يې په اوريدو او لوستو نه ستړي کيږي او تر اخره يې بدرګه کوي۰
د قدرمنې سيما کاکا خېلې د شاعرۍ انفراديت او ځانګړتيا په دې کې ده چې نوموړې په خپلو شعرونو کې له هر څه نه مخکې ملي او ولسي ستونزو ته ګوته نيسي او د وطن او پښتون قام حالاتو او خيالاتو ته د فن ژيه ورکوي او د خلکو غوږونو ته يې رسوي۰
که د محترمې سيما کاکا خيلې په فن او هنر هرڅومره خبرې وشي او ستاينه او ځلونه يې وشی دا يې حقداره ده او پښتو ژبې ته د نوموړې د خدمتونو او ادبي او علمي کارونو حق پرې نه شي ادا کيدای۰
د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې د پښتنو ميرمنو ونډه او برخه خورا روښانه او ځلانده ده او اغلې سيما يوه له هغو ميرمنو څخه ده چې په دې ميدان کې له هيچا وروسته نه ده پاتې او په دې لار کې يې د قدر او يادونې وړ خدمتونه کړي دي۰
سيما کاکا خيله په دې باور ده چې که پښتانه له هر څه زيات علم او پوهې ته مخه کړي او زمونږ راتلونکي کول ځانونه د ساينس او تکنالوژۍ په ګاڼه سينګار کړي نو ورسره جوخت به پښتو ژبه او ادب هم د ترًقۍ او لوړتيا په لور ګړندي او تند ګامونه واخلي او دا ژبه به د نورو ژبو په څير د علمي ژبو په کتار کې د ودريدو جوګه شي او تلپاتې ځواني به ورپه برخه شي۰
تمه ده چې اغلی کاکا خيله به د تير په څير خپلې ادبي او علمې هلې ځلي همداسی ګړڼدي او جاري ساتي ترڅو پښتو ژبې، پښتو ادب پښتون فام ته د تلپاتې او نه هيريدونکو خدمتونو مصدر شي او د پښتو شعر او ادب په اسمان کې تر پخوا ډيره وځليږي۰
په همدې هيله يې يو ښکلی او خوندور غزل تاسو درنو او زړه ته رانږدې دوستانو سره شريکوم هيله ده چې خوښ مو شي او د پښتو ادب دا بلبله لا زياتو ادبي او هنري پنځونو او هلو ځلو ته وهڅوۍ۰
په ټوله شاعرانه مينه
بريالي او سرلوړي اوسۍ
غزل
توره تياره دې په رڼا کښې بدلوله که نا،
د هجر شپه دې انتظار کښې روڼوله که نا
د جانان يو ګيله چې اوس په ما غزل نه ليکې
تازه غزله به دې ځان سره راوړله که نا
د محبت پرچه کښې فېله اشنا ژاړې څه له
تا به د ټولو نه اسانه دا ګڼله که نا
تا به وئیل تا د رواج لوپټه لرې نه کړه.
چې د رسمونو زولنه دې یادوله که نا
هغه يو ګوتي چې د ګوتې به ئ پرېوتله
تا به سيما سره په لارو لټوله که نا