(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افکار بخاري دتغزل

[05.Aug.2023 - 11:37]

افګار بخاری د تغزل د فن بادشاه

 

ما پښتو ادب کښې ليکل د خدائ بخښلو نواز طائر او عبدالرحيم مجذوب په هدايت، لمسون او تحريک پېل کړی دی ـ  اوس د پښتو د ليک مسئله وه ـ دلته زما د کالج استاد رحمت الله درد زما د اردو املا په پښتو کښې د اړولو دپاره په کار راغلوـ دريمه مرحله دا راغله چې کله ما خپل مضامين په کتابی شکل کښې د چاپ کولو اراده وکړه نو د خپلې نوکرۍ د کشالوی (ايمرچنسی) د نوعيت او د هرساعت د مصروفيت په وجه ما ته د يو خوش نويس ضرورت پېښ شوـ دا وخت به ما ته دوه هلکان چې هيله د ځوانۍ سپرلی د خوند نه اشنا شوی وو، راتلل ـ يو د لکۍ د سيدانو د مشهورې کورنۍ سره تعلق لرلو او پښتو شاعری به ئې هم کوله او افګار بخاری تخلص ئې درلودـ بل يو د پرائمری سکول استاد محمد شفيع نوم درلود ـ افګار بخاری ډير خوش خط او خوش خُله هلک وه ـ ما خپله د نثری اثارو مسوده ده ته حواله کړه ـ ده زما کوږ مات ګُډ ليک يوې صفا کاپۍ ته واړولو او د کاپۍ په اوله پاڼه ئې دا شعر اوليکلو ؛ 

 زه ګيله د بې قدرۍ د چا نه وکړم  د   ړندو   کره    بليږمه    چراغ    يم 

د کاپۍ دا مسوده ما د سريزه ليکلو دپاره د پښتو اکيډمۍ ډائريکټر نواز طائر صاحب مرحوم ته وليږله ، دوئ دا شعر ما ته منسوب کړو ـ داسې زما د اولنی تصنيف ‘‘دودِ چراغ ’’ په ديباچه کښې دا تيروتنه تر اوسه د نواز طائر او د افګار بخاری ياد تازه کوی ـ  دا د 1980 ء واقعه ده، روستو د ديارلس کالونو نه پس چې ما د خپلو لنډو قيصو مجموعه  د‘‘ نا ليدلې بلا ’’ په نوم دچاپ کولو اراده وکړه نو افګار بخاری ورباندې د ’’چراغ‘‘ د سرخط لاندې خپل دا شعر په پوره نظم کښې بدل کړوـ داسې ئې زما د مجموعې زينت او ارزښت دوچنده کړوـ اوس دے يو سپينه خُله هلک نه وه بلکې په ټوله پښتونخواه کښې په هوټلونو، ټرکونو او بسونو کښې د دمساز مروت، شيرعالم استاد او عن چې د پښتو موسيقۍ بادشاه خيال محمد په غږ کښې به د ده د غزلونو کيسټۍ غږيدلې ـ  د چائ يا ډوډۍ ته ناستو مسافرو به د هوټل واله ؤ نه د مشهور سندرغاړی دمساز مروت  په آواز د افګار د کلام فرمائش کولو ـ  هر چوک، هوټل او حجرې کښې به کيسټې غږيدلې ـ دا وخت په توګه د يو کيسټی شاعر افګار بخاری د خپل شهرت په بام ولاړ وه ـ 

افګار بخاری ډير خوږ او مينه ناک انسان وه، اکثر به دوه درې ملګری ورسره ووـ دے په کال 1958ء کښې د لکی ښار په پيرانو محلې کښې د نقوی البخاری په نوم وړې کورنۍ کښې د پير صاحب شاه په کور کښې پيدا شوے وه ـ دا تاريخی کورنۍ د مشهور بزرګ سيد لال شاه بخاری (زمانه تقريباً 1780ء) سره نسبت لری ـ مروتو به تر اوسه د دوئ اولاد ته په فصل کښې لسمه برخه په توګه د شکرانې ورکوله، ځکه چې دوئ د دعاؤ په برکت مروت قام  الله تعالی د سوهان وزير له يرغل نه محفوظ ساتلے وه او سوهان خان په دې جګړې کښې ژوبل شو ـ 

افګار تر لسم تعليم ګورنمنټ هائی سکول نمبر 1 لکی مروت نه تر لاسه کړوـ په کال 1975 ء کښې د خپل پلار د وفات نه پس ده خپل تعليم تر سره وه نه رسولو ـ د پلار او نيکه ګدۍ ئې سنمباله کړه، څه باقاعده روزګار ئې نه وه ـ ابائی پيشه دم درود، تعويزونه او روحانی عمليات کښې ښه مخته لاړ وه ـ د ده اصل نوم ظهور عباس وه او قلمی نوم (تخلص) ئې افګار بخاری لرلوـ 

شاعری ؛  افګار د خپل والد بزرګ په مرګ يوه دردناکه مرثيه اوليکله او محفل کښې ئې واوروله ، پخپله ئې ژړل او اوريدونکی ئې د ځان سره وژړول ـ د دې نه پس به دے د يو منلی شاعر په توګه مشاعرو ته بللے کيدوـ د ادبی جرګو او ټولنو واکدار غړے وګرزيدوـ دلته دا خبره د ذکر وړ ده چې د افګار مورنۍ او کورنې ژبه لکۍ واله هندکو ده ـ او په قول د ده هم جماعتی شاعر احمدجان مروت د وينا مطابق ده د اردو او هندکو د هغه وخت نوموړيو شاعرانو صابر او رزاق او د خپل استاد غلام نبی تعجب د اثر لاندې پېل کړه ـ خو دا د پښتو ژبې د شاعرۍ خوش قسمتی وه چې افګار ډير زر د ځوانی مرګه نامتو رومانی شاعر نګار د تربيت د لمنې لاندې راغلو، اثر او فيض ئې ترينه اوموندوـ هغه نګار چې يو وخت به د ده رومانی غزل د ريډیو پاکستان پيښور نه د هوا په چپو خوريدو چې مطلع ئې وهپوئ به شی لا پوئ نه ده نادانه ده 

 هسې  ليونۍ  ده  په  ما ګرانه  ده

افګار اکثره ابتدائی عوامی او کيسټی شاعری د نګار د اثر لاندې کړې ده ـ د ده بله خوش بختی دا وه چې د پښتو نامتواو وتلو شاعرانو لکه طاهرکلاچوی، رحمت الله درد او عبدالرحيم مجذوب صحبت او فيض ده ته حاصل وه او داسې د ده شاعری په فنی توګه هم د پختګۍ، بلوغ او معيار درجه اومونده ـ خو په عوامی سطح چې کوم شهرت ده تر لاسه کړو هغه به ډيرو کمو شاعرانو ته حاصل شوے وی ـ دا د نګار د صحبت برکت ده ـ د مجذوب د وينا مطابق افګار بخاری په شعوری توګه کوشش کولو چې د هغه په کلام کښې د چا سندرغاړی په ژبه د ادب نه پريوتے لفظ رانشی ـ د مثال په توګه د غزل د ترنم شهنشاه خيال محمد په آواز د ده دا رومانی غزل د هرچا د زړه آواز جوړ شوے وه ـ د دې غزل دوه شعرونه څه داسې دی

لا  مو چې  تر  منځه    فاصلې   نه     وے           لا  مې  چې   زړګی  ته  رانزدې  نه  وے

ما    به     درنه     سر   صدقه   کړے    وه         تا  ته   که    پيغور  د  زمانې   نه    وے

      د نقاد احمدجان مروت په خيال د افګار په کلام کښې د درد او د مجذوب دواړو اثر ډير جوت ښکاری، که تغزل او ترنم ئې د درد رنګ او آهنګ لری نو د هم آوازه لفظونو تسلسل، چې انګريزی کښې ورته ليريسزم (lyricism) غنائيت وئيلې شی، ئې د مجذوب د کلام ښکلا، خوږوالے او ارفعيت عکاسی کوی ـ د نمونې په طور ئې دا غزل ملاحظه کړئ ؛ 

نيټې  دې  د   راتلو  څومره   اوږدې    نيولې   دی

 اشنا  سترګې  مې  ستا  په  لور کږې   نيولې  دی

 مرګيهدومره   وار   وکړه   چې   راشی    مسيحا

 ما   ډيرې   په    زړګی   ورته    ګيلې    نيولې  دی

 جانانه!   بې    وسی    ده    مينه     نه   منی   پښتو

 د  ستا  د   پاره    ما   د   ډيرو   پښې   نيولې   دی

 دا سترګې دې مستۍ نه ښکاری سرې اوږدې اوږدې

 که   ډکې  دې   ساقی   راته    پيالې   نيولې    دی

 افګاره!   دغه    څوک    چمن   ته   راغے  په   خندا

 ګلونو   ئې   خندا   ته    ويړې    خُلې   نيولې   دی

   د دې غزل ترنم او آهنګ د درد دے لکه چې درد وائی ؛ 

 بيا د  قسم  بيا  د  پيمان  ضرورت  پاتې  نه  شی 

 زړه چې ټوټې شی د ارمان ضرورت پاتې نه شی

 د دې نه علاوه افګار بخاری د ترکيبونو په جوړښت کښې ډير لاس بر ے د ے لکه چې په دې پورته غزل کښې چې ترکيبونو ته فکر وکړؤ ‘‘پښې نيولې’’ ، ‘‘ويړې خولې’’ او ‘‘اوږدې اوږدې’’ نو د ده دې فن ته به خامخا داد ورکوئ ـ که څوک زيرک محقق او تکړه نقاد د مروتو په خاوره پيدا شی چې په دې زاوئې د افګار بخاری کلام جاج واخلی ـ زما په خيال کښې شاعری افګار ته وقتی سيمه ايز شهرت ورکړوخو د ده د شاعرۍ هغه اصل جوهر او صلاحيت ئې ضائع او برباد کړو چې يو وخت نامتو شاعر او نقاد عبدالرحيم مجذوب د ده د شخصيت او فن په باره کښې داسې پيشن ګوئی کړې وه او توقع ئې لرله چې ؛

 ‘‘ د افګار په شاعرۍ کښې دا معنوی حسن نه دے او نه دا دنياوی مينه ده ـ بلکې د دائمی حسن تلاش دے او د هغه د مينې مقام علوی دے ـ او زما دا پيشن ګوئی خدائ دې وکړی چې صحيح ثابته شی ـ او افګار بخاری صيب د مروتو عبدالرحمان بابا جوړ شی ـ ’’ دا خبره مجذوب شايد د هغه د خاندانی پس منظر کښې کړې وه ـ  مينه، فنا او د بقا پيوستون  مينه انسان او د ديوتا پيوستون

خو د مجذوب دا پيشن ګوئی خو که نوره نه ده، نن د افګار بخاری د يو شاګرد اقبال بهلول په يوې منفردې صوفيانه شاعرۍ کښې لوئې مقام او نام پيدا کړے دے ـ 

ظهور عباس افګار بخاری د کال 2019 ء د دسمبر د مياشتې په نولسمه نيټه (19-12-2019) د يوې المناکې پيښې به نتيجه کښې د دې فانی دنيا نه عالم بقا په لور کوچ وکړو او د بخاری نيکه په قبرستان کښې خاورو ته وسپارلے شو ـ  محمد اقبال بهلول مروت د خپل استاد او مرشد ته خپلې يوې دردناکې مرثيې کښې داسې د عقيدت ګلونه وړاندې کوی ـ د دې مرثيې يه څو شعرونه داسې دی ؛ 

 د   نبی    نورِ   نظر    وه    پير    افګار                         د علی د  نور محور وه  پير  افګار

 که توحيد که رسالت که امامت دے                        د درې واړو شناور  وه   پير  افګار

 چې  لکی  مروت  د  امن ګهواره  ده                        په کښې ګُل د پيغمبر وه پيرافګار

 له فرقو  بالا  د مينې  په مذهب  وه                    بس  د مينې  پيامبر  وه  پير افګار

 د شنسب وارث ئې جوړ بهلول مروت کړم 

چې   وارث   د  پاک  حيدر  وه پير افګار

 نوټ ؛ شنسب د متی پښتنو ( چې مروت ئې يوه څانګه ده) غور نيکه زوئ سلطان بهرام د حضرت علی کرم الله وجهه په زمانه کښې کوفه ته تلے وه او حضرت علی (رض) ورته د غور د امارت سند ورکړے وه ـ (يو روايت)

 

 ډاکټر چراغ حسين شاه  30.5.2021

-
بېرته شاته