غازي میرزمان خان
[21.Sep.2023 - 20:04]غازي مير زمانخان کونړی
غازي مير زمانخان کنړی د حاجي ګلروز خان زوی وو چې په 1869 زېږدیز کال کښې د کنړ ولایت د نرنګ اولسوالۍ په لمټک کلي کښې زېږېدلی وو. نوموړی له آره د سپین غر د تيرا د سیمې د کوټ کلي وو.
په اوسنۍ پښتونخوا او اوسني افغانستان کښې د غازي مير زمانخان د نوم انګازې هغه مهال خپرې شوې کله چې يې په 1908 زېږدیز کال کښې د انګريزانو په وړاندي د مهمندو په پېژندل شوې او تاريخې غزا کښې، چې په تاريخ کښې د "سرې غزا" په نوم ياده شوې ده، د غازيانو د يو وتلي مشر په توګه برخه واخيسته.
د ډيورند تر کرښه د غازي میر زمانخان اوښتل او پر انګريزي ځواکونو يې وسلوال بريدونه ددې لامل شول چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د حکومت تر څارنې لاندې راشي او بندخونې ته واچول شي. په بندخونه کښې تر يو کال تيرولو او د نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره تر پېژندګلوۍ وروسته غازي مير زمانخان په ضمانت خوشي او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور بندخونې ته واستول شو، خو کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کښې ووژل شو نو غازي میر زمانخان د غازي امیر امان الله خان لخوا خوشي شو.
د انګريزانو سره د غازي مير زمانخان همدا میرڅمنې د ځوان شهزاده عين الدوله غازي امیر امان الله خان سره د پېژندګلوۍ لامل شوه، هغه پېژندګلوې چې د مهال په تيريدو او تر بيلابيلو تاريخي ازميښتونو وروسته په کلکې ملګرتیا او ورورګلوۍ واوښته او د ژوند تر پاي پوري يې همداسې دوام وکړ.
غازي میر زمانخان و غازي امیر امان الله خان ته د مشرقي د ټبرونو او پرګنو څخه د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينګښت په لاره کښې تاريخي کوښښونه پيل کړل او ډير ژر ورته بيا د انګريزانو په وړاندي د افغانانو په درېيمه لویه غزا يا د هيواد د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو په جګړه کښې د کنړ د اولسي لښکرو او د چترال د جبهې مشرې وروسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم نومول شوې او لیکل شوې ده.
غازي مير زمانخان په 1924 زېږدیز کال کښې د ګوډ ملا په مشرۍ په منګلو کښې د بغاوت په ځپلو کښې ستره تاريخي برخه واخيسته او په 1307 لمریز کال کښې په شينوارو کښې د بغاوت په غلي کولو کښې يې هم ارزښتناکه چوپړونه وکړل.
دندې:
غازي مير زمانخان د اماني پير د هغې دولتي شورا غړې وو چې د قانون جوړونکې شورا وه او د استقلال تر ګټلو وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب په پار جوړه شوې وه، چې د 1307 لمریز کال تر لويې جرګې وروسته د خپلو 150 غړو سره د افغانستان په لمړۍ ملي شورا بدله شوه.
په تاريخي لويو جرګو کښې ګډون:
غازي مير زمانخان د خپل مهال په لاندينيو دريو مهمو تاريخي جرګو کښې ګډون درلود
1 _ په جلال اباد کښې د هډې لويه تاريخي جرګه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرګې په نامه هم ياده شوې ده، دا ستره تاريخې غونډه د استقلال تر ګټلو وروسته په 1920 زېږدیز کال کښې د هډې په تاريخي سيمه کښې د غازي مير زمانخان په اهتمام او هڅو د غازي محمد نادر خان پښتون په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرګه کښې د ننګرهار، لغمان، کنړونو او ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو، مشايخو او اوسيدونکو په 5000 شاوخوا کښې وګړو ګډون کړی وو، او د کرښې د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او د هیواد د آبادۍ په هکله يې پرېکړي وکړې، او انګريزانو ته يې په زغرده وویل چې د افغانستان په کورنيو چارو کښې د لاسوهنو او د هيواد په سرحداتو کښې د ورانکارۍ او تحريکاتو څخه لاس په سر شي او کنه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.
2 _ د 1301 لمریز کال د جلال آباد لمړۍ لويه جرګه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ تر ګټلو وروسته لمړۍ لويه جرګه وه، پدې جرګه کښې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننګرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه، ددې جرګې موخه ټولنيز اصلاحات ول، او د افغانستان لمړی اساسي قانون [نظامنامه] يې هم تصويب کړ، پدې نظامنامه کښې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لګول...په ګوته شوي ول.
3 _ په 1928 زېږدیز کال کښې د پغمان درېيمه لويه جرګه، د يادولو وړ ده چې غازي مير زمانخان د پغمان په دویمې لويې جرګې کښې چې د جلال آباد لويه جرګه يې پيلامه وه، په منګلو کښې د بغاوت د ټکولو د بوختیا له امله ګډون نه درلود، پدې جرګه کښې د غازي مير زمانخان زوی عصمت الله خان برخه اخيستې وه.
لاس ته راړونې:
غازي ميرزمان خان ته د بي سارو چوپړونو او سرښندنو په وياړ لانديني مډالونه ورکړل شوي دي چې د هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملګري ول
د وفا مډال
د لوی خان مډال
د خدمت مډال
د صداقت مډال.
مړينه:
پر خپلواکۍ مَین غازي میر زمانخان د هغو ګوتو په شمېر نومیالیو مشرانو څخه وو چې د ژوند تر پای پوري غازي امیر امان الله خان ته ژمن وو او د هغه د نوښت او پرمختګ د پروګرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي میر زمانخان کنړی رحمه الله د 1307 لمریز کال د حوت په میاشت کښې د غازي امیر امان الله خان د امارت په وروستيو مياشتو کښې د هغه د امارت د ټينګښت لپاره د تاريخي هلوځلو پر مهال د افغانستان د دباندینیو میرڅمنانو په لارښودنه دهغوي لاسپوڅو د يوې دُوسې په ترڅ کښې د کونړ ولایت د شیګل اولسوالۍ د شينکوړک د کلي په مسجد کښې د ماخستن د لمونځ د ادا کولو پر مهال تر ظالمانه او خائنانه بريد لاندي راغی او په شهادت ورسيدی.