د افغانستان رونولوژېکه
[05.Oct.2023 - 12:52]چـې پـــه خــپـلــه پـښـتــو ژبــــه لـیـکــل نـه کړي
دا لــیکـوال دې د نـا لــوســتي نــه قــربـان شي
07.12.2019 نېټه کونړ کولتوري ټولنې د ستر وزیرمحمد ګل خان بابا سیمینار جوړ کړی وو
سره ددې، چې د سیمېنار ګډونوال ټول پښتانه وو اوښاغلی حلېم تنوېر په پښتو ژبه هم ښه برلاسی و، خو په خپله ژبه (پارسي/ دري) یې وینا وکړه، چې دخپلې ژبې سره مینه یې د ستاېنې وړ ده.
ښاغلي تنوېر پدې سره دپښتنو هغه پوهانو، لیکوالانو، روڼ اندو او دولتي لوړ پوړو او ټېټ پوړو چارواکو ته، چې دپېژند د کړکېچ سره مخ دي، پر مخ درنه څپېړه ورکړه، چې دخپلې ژبې پرځای پردۍ ژبې ته برتري ورکوي او احساس د کمترۍ لري.
(نصیر ستوری)
_____________________
د تاریخ په اوږدو کي لوی افغانستان څنګه او ولي وړوکی شو ؟ د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.
۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د 5اب سکهانو تر پرېښوول سوه.
۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د 5اب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.
۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د انګلیسانو لاس ته ورغئ.
۸- بلوچستان ولایت د 1854 تر- 1876 عیسوي کاله د انګلیسانو له خوا ونیول سو.
۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کي له 1884م کال کي د روسانو له خوا ونیول سو.
۱۰- شال، پښین، کوږک، کرمه، لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۱- سوات، باجوړ، چترال، او وزیري، ا رنوي، داورچاګي، او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د یو طرفه تړون په اساس د سلو کلونو دپاره انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۲-د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه لاندي کړه .
۱۳-دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د انګلیسي هیئت له خوا ایران ته ورکړل سوه.
۱۴_وزیرستان په 1896 کې د انګلسانو له خوا ونیول شو
او اوس هم د همسايګانو لخوا کوښښ کيږي چي د افغانستان ځيني سيمي په يوه نامه ؤ بل نامه لاندي سي.