خان شهید دوره
[05.Oct.2023 - 12:56]د خان شهید دوره افغانستان
مزارشریف۲
په دا بل سهار موږ د مجاهد عجب خان آفریدي مېلمستیا ته ولاړو, عجب خان آفریدي د خان صاحب په درنښت (نهه 9) پسونه هلال کړل د مزاري ټول مخور درانه خلک یې مېلمستیا ته را غوښتي ول.
پخپله ډېر زیات ضعیف او په سترګو معذور وو.
تقریباً د نیوي 90 کلونو په عمر کښي وو.
خپلو زامنو تر لاس نیولی وو او په بل لاس کي یې لکړه وه.
خان صاحب غیږ ورکړه او ورته یې وو ویل !
زه هم ستا د همت د لاري ملګری یم. ته د پښتنو
یو ابدي افتخار یې. زه ستا لیدلو ته راغلی یم.
عجب خان آفریدي وو ویل!
زما سره خو یوازي توره وه مګر ستاسره یوه خوا ته د غازي عبدالله خان اڅکزي توره په میراث کي پاته وه, او بله خوا ته ستا خپل عظیم فکر او د زورور تدبیر رڼا.
زما له تا څخه ډيري هیلي دي چي ته به د خپل نیکه پر پله ځې.
#خان_شهید ورته وو ویل !
#باور_وکه_زه_به_په_دې_لاره_کي_ځان_قامي_قربانۍته_
#خیرات_کړم .
او په رشتیا هم داسي وسول خان شهید د خپل قام لپاره ځان قربان کړ.
#پوهنمل_محمددین_ژواک
بابائې پشتون اور پشتونخوا/جلدپنجم/پروفیسرغنوصاحب۱۸.
ژباړه:- Naseer Nangial
نوټ
د عجب خان آفریدي مختصر تعارف په دې لاندي لنک کښي کتلائي سئ. را ځئ چي د ګران افغانستان سېلونه وکړو
نصیر ننګېال