(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زمادارمان کلي ته
ساحــل تـــه مــي د مــيـــنـي نــورتــوپــان ربــه رانـوړي
داشپي مــي د وصلــت دي چــه هــجـران ربـه رانــوړي
بهـارګـلــــونــه وا کـړل ګــوره څــنـګــه پـــه خـــــنـدا دي
داښکـلــي شـــيــن چـــمـن تـه مــي خـــزان ربـه رانـوړي
بهارشــوشـــنوتــوتــيـاتــوتـه مـــي ډيــره تـــلـوســــه ده
ځـــمـــا د ارمـــــان کـــلـــــي تــــه زاغــــان ربــه رانـــوړي
که وينـه وه هــمدا مـي لـه بــدنــه ځــيــنــي تـــوي شــوه
طــامـع ځـــمــا د ويـــــنـوخـــــون خـــوران ربـــه رانـوړي
دصلحي په ژوندون کـي لـــږ مـې زړه تــه قــرارراغــي
چـه وي دژوند په طمــعـه جنـګـجويان ربـــه رانــــوړي
نســيــم چـــه نـن فـضـا د ورورولـي پــــه مـوږ رڼــا کــړه
چـه څـوک غـواړي نـــفـاق د ارقــيــبــان ربـــه رانـــوړي
پــرهــر زړونـه مــي ټــول پــه خـنـدا ګانــو سـره يـو کړل
دا لـنـډ مـهـالـه ژونـد تــه مـي خـــفـګــان ربـه رانـــوړي
ًايــازهً ســتـاســنـدره د مـظــلـــوم دخــولي خــنـدا شوه
چـه ژونـد د خــوشــالـــي کي ئــي ګـريان ربــه رانــوړي
بېرته شاته |