(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
كـه زه نه واى
كـه زه نه واى تا به ځـان لره بلل څوك
په پالنگ به دې داهسې درختـل څوك
واړه عشق دى چې يې سر راته گيـاه كړ
گڼه ! زه په ځان مين د سر ښنـدل څوك
چې پتنگ ته روښنـايي دڅراغ ښكاره شي
نو له څراغـه نه يې غواړي جاروتل څوك
بدرگـه كه محبـت راسـره نه واى
يك تنها به په خونخوارو لارو تلـل څوك
د دې ميــو پيالـې ډېرو دي اخيـستې
ولې ما غوندي به نه وي لايعقــل څوك
د زنخ په چــاه دې بند د شونډو مســت وي
روغ هوښيار به په كوهي كې پرېوتــل څوك
ته په خپله راته ووايــي چـې وايــه !
گڼــه ! زه د مينـې راز ښكاره ويـل څوك
ته مې وژنـه د قصاص اندېښنــه مه كړه !
د خپل خون په تور به ونيسم يو بــل څوك
ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديـــــــــږي
په فاني دنيـا به نه وي ژوندي تـل څوك
تا پخپله سپينه خوله خوشحـال ته وركړه
گڼــه دى، دا هسې شونډې ښكلـول څوك
Ke Ze Na Way
Khushal Khan Khatak Baba
بېرته شاته |