هوښېارتېا
[08.Jan.2024 - 21:48]هوښارتیا (Intelligence)
هوښیارتیا د انساني ټولنو په وده او پرمختګ کې کره رول لوبوي او په هره ټولنه کې ورته په درنه سترګه کتل کیږی . د پښتو دا متل چې « له کم عقل دوست نه هوښیار دښمن ښه دی » مونږ ته په پښتني ټولنه کې د هوښیارتیا ارزښت راپه ګوته کوي. هوښیارتیا د ساپوهنې موضوع او د سړیتوب (Personality) مهمه برخه ده . هوښیارتیا ته د ورځني ژوند د چارو د سرته رسولو په ډیرو برخو کې اړتیا ده، له دې کبله ئې د ډیرو پوهانو پام ځانته را اړولی دی او د خپلو ځیړنو برخه ئې ګرځولې ده .
د هوښیارتیا پېژند (Difinition)
ډیرو پوهانو د خپلې څیړنې او مالوماتو په بنسټ هوښیارتیا پیژند ( تعریف ) کړی دی . میک ډوګل (Mc – Dougall) هوښیارتیا هغه میراثي توان ګڼي چې په ځانګړي (خاص) چوکاټ کې سړی د چاپیرېال سره سمون وکړي ( ۱ ) .
وینڅل ( Wenzel ) هوښیارتیا ته د مانا ګانو د اړیکو او مانا ایزو نښتونونو د پیژندنې توان وايی ( ۲ ) .
شټرن (Stern) د میرڅ (Merz) د وینا له مخې هوښیارتیا هغه غونډ توان ګڼي چې په ارادي توګه سوچ په نوو غوښتنو وشي د ژوندون د نوو دندو او شرطونو سره غونډ معنوي سمون وشي او د ژوند شرایط خپله سم کړي او پیداواري(تولیدي ) کار وکړي ( ۳ ) .
ویکسلر (Wechseler) د هوښیارتیا د لاندې هغه غونډ یا ټولېز(مجموعی) توان پوهیږي چې سړی پکې سم سوچ ( اند ، فکر ) هدفمند یا موخه اېز عمل او د چاپیریال (میحط) سره اغیزناک چلند وکړي .
دې ته هم ګوته نیسي، چې د امریکا په متحده ریاستونو کې یو مشهور ساپوه (Psychologist) د دې پوښتنې په ځواب کې چې هوښیارتیا څه شی دی ویلي و چې « څه چې د هوښیارتیا تله اندازه کوي هغې ته هوښیارتیا وايي ( ۴ ) .
میرڅ (Merz) بیا په دې نښتون کې لیکي چې « د هوښیارتیا دومره زیات ډولونه شته دی لکه څومره چې د هوښیارتیا یو د بل سره توپیر لرونکي تلې شته » ( ۳ ) .
دا سمه ده چې د هوښیارتیا ډیر ډولونه شته دی خو داسې هوښیارتیا هم شته دی، چې د هوښیارتیا د رواجي ( عنعونوی ) تلو په واسطه اندازه کیدلی نه شي لکه جزباتي هوښیارتیا (Emotionale Intelligence) چې امریکني ساپوه دانیل ګولماین (Daniel Goleman) د یو کتاب نوم هم دی .
همدغسې د بري هوښیارتیا چې د یوه بل امریکني ساپوه روبرتشټرن برګ (Robert Sternberg) د لیکنې نوم دی ، چې په ورځني ژوند کې بری د سپړنیزي (تحلیلي ) نوښتې (ایجادي ) او پلې(عملي) هوښیارتیا پایله یا نتیجه ګڼي . د شټرن برګ (Sternberg) د هوښیارتیا دا درې واړه برخې د یوبل سره نژدې تړون لري . سپړنیزه ( تحلیلي ) هوښیارتیا هغه مهال پکار ده، چې کله سړی ربړې روښانه کوي او د یوې نظر يي د ګټور توب په هکله قضاوت کوي . نوښتي هوښیارتیا ته اړتېا (حاجت) دی تر څو چې ښې نظر يې مخ ته راشي .
پلې (عملي) هوښیارتیا ته اړتیا ده تر څو، چې ددې نظریو څخه کار واخستل شي او په اغیزناکه توګه په عمل کې پلي شي شټرن برګ (Sternberg) د بري هوښیارتیا د ورځني ژوند په بیلګو مدلله کوي چې وايي : یوې اندازې سپړنیزې هوښیارتیا ته سړی د بازار د پیداوارو ( تولیداتو)د پيژندلو لپاه اړتيا لري نوښتې هوښيارتیا ددې غم خور ي چې دا پيداوار (توليدات) منځ ته راشي او عملي هوښیارتیا د پیداوارو د پکارونې لپاره ضروري ده . هغه انسانان چې د بری د هوښیارتا اندازه ئې جګه وي . خامخا هغه کسان نه دي چې د هوښیارتیا پدې درې واړو برخو کې لوړ توان او ځواک خاوندان دي . بلکې په ډیره پیمانه سره د دوې د وسه دا پوره ده چې د کمزورو اړخونو انډول د زورورو اړخونو په واسطه برابر کړي او د خپل ټول توان څخه ښه ګټه واخلي ( ۵ ) .
..................
د پورتنيو ټکو څخه راپه ګوته کېږي چې د هوښیارتیا کوم عمومي منل شوې پیژند ( تعریف ) نه شته دې او هم د هوښیارتیا ډیر ډولونه شته دې چې ټول ئې د هوښیارتیا درواجي یا عنعنوي تلو په واسطه تلل کیدلې نه شي خو بنسټي او کره برخه ئې د هوښیارتیا د تلو په واسطه اندازه کیدلې شي . که چیرته سړی د هوښیارتیا د تلو په بنسټ د هوښیارتیا د پیژند ( تعریف ) هڅه وکړي نو ویلې شي چې هوښیارتیا د سم اندې ( منطقي ) اصولونو او نښتونونو د پیژندنې او پکارونې توان دی.
http://kabirstori.com/files/books/DaHokhyartiatala.pdf