بیان د یو پیري
[25.Jan.2024 - 09:32]باب دے په بيان د يو پيري کښې
ليک: ګل محمد بيتاب
هغه چې پخپله دا انکشاف نۀ وو کړے چې زۀ د پيريانو د نسل سره تعلق لرم نو هم د بنده به پرې دا شک ضرور راتلو چې سم پيرے دے، ولې چې اکثر خويونه او کارونه ئې د پيريانو دي، که څه هم په ظاهره شکل و صورت ئې د انسانانو غوندې دے چې برابر ونه، غونډ مخ، نرۍ اوچته پوزه، ګڼ ويښته، او اثري سترګې لري، د څهرې ښکلا ئې بنده ضرور ځان ته متوجه کوي، دا زمان چې دويشتو کالو عمر ته رسيدلے دے خو داسې ښکاري لکه چې ديرش کلن ځوان وي، بلکه کله کله خو په وړومبي نظر د دې نه هم کم ښکاري، زۀ به وړومبے په دې حيرانيدم خو ښه وه دۀ خپله ووې چې پيرے يم نو تسلي مې اوشوه، ولې چې پيريان خپل شکلونه بدلولے شي، او چې څنګه اوغواړي نو ځان ښکاره کولے شي.
دا مو هم اوريدلي دي چې پيريان په بوئي مړيږي او انسانان چې کومه غوښه وغېره اوخوري او هډوکي وغورځوي نو پيريان د دې په بوئي مړيږي، پيريانو کښې درې څلور قسمه مخلوق ياديږي، يو هغه چې عام پيريان دي، دويم په دوي کښې چې کوم ډير غټ او زوراور وي، هغو ته ديوان وئيلے شي، دريم ښکلي پيريان وي چې ورته ښاپېري وئيلے شي، شيطانان هم د پيريانو د نسل سره تعلق لري، او چې څوک د خوراک په وخت بسم الله اونه وائي نو شيطانان ورسره سم خوراک کوي، يوه خبره مشهوره ده چې يو هلک خوراک کولو نو پلار ورته ووې بسم الله اووايه، او د کمرې نه اووتو، دې کښې يوه شيبه پس ته اواز اوشو بسم الله اووايه کنه، هلک چې اوکتل نو څوک نه وو، دا اواز چې دوه درې ځله اوشو نو ورته ئې اووې ته څوک ئې، د غيب نه اواز اوشو زۀ شيطان يم، د پلار اومنه، هلک ورته په حيرانۍ کښې اووې چې ته خو د خير دشمن ئې نو ماته څنګه د خير کلمه وائې، شيطان اووې روغه مياشت اوشوه او د ټيپرو په خوراک دې راله پلار زړۀ شين کړو، داسې هم وئيلے شي چې د پيريانو پښې اپوټه وي، نورې هم ډيرې خبرې شته خو دا بحث به پريږدو نو او خپل اشنا پېري پورې به ئې محدود کړو.
زمونږ دا اشنا چې زۀ ورته پيرے او دے ځان ته د ښاپېرۍ ابۍ نمسے وائي د يوې لرې کليوالې علاقې اوسيدونکے دے، اګر چې اوس د جديد مواصلاتي نظام غوره والي دغه فاصلې کمې کړې، او لنډې کړې بلکې ختم کړې دي، او که څوک اوغواړي نو ورسره په موبائيل خو هر زمان رابطه کيدلے شي، او سفر هم ورته زر ممکن دے، خو کله چې دا سفر د دوي د کلي نه پيدل يا ټانګو کښې او بيا د څو بسونو بدلولو په ذريعه کيدلو نو دے به پيښور، مردان، نوښار، او نورو ځايونو کښې حاضر وو، کله کله به نزدې خلقو نه وړاندې رسيدلے وو، او کمال دا دے چې وروستو به تلو.
دې نه علاوه يا به مو چې کله اوليدلو نو وئيل به ئې کلي کښې خواري مزدوري کوم، خو چې بيا به خبر شو نو کراچۍ ته به رسيدلے وو، او چې کراچۍ کښې به ئې ملګرو پته معلومه کړه او خط دوه به ئې ورليکل نو دے به بيا کلي ته راغلے وو، حيران به وو چې دا لا کومه آشا ده خو ښه وه خپله ئې ووئيل چې زۀ ښاپېرۍ نمسے يم، او د پښتو متل دے چې پيريانو ته غزنے څۀ دے، تر دې چې خپل ذات هم په دوه دريو قبيلو کښې ښائي، لکه ځان سره يوسفزے ليکي خو وائي چې مونږه کوډا خيل يو چې د مومندو يوه اهمه قبيله ده، کيدے شي پيريانو کښې هم داسې کومه سلسله وي، دا مو هم اوريدلي دي چې ځينو ښاپېرو د انسانانو سره ودونه کړي وو، چې ځينو پخوانو قيصو کښې ئې ذکر راځي، د دوي اولاد به په څۀ خاص نخښو پيژندلے شول، دغه اجازه مونږ سره نيشته چې دے پرې اوتلو خو دومره پوهيږو چې دۀ کښې د پيريانو خويونه شته خو په شکل انسان دے، چې مور پلار ئې معلوم دي، وروڼه خوئيندې لري، ښځه بچي ئې شته او خوراک څښاک کوي، البته خوراک ئې د نورو په مقابله کښې کم دے، خوراک کښې ئې تراخۀ او ترش نۀ لګي، البته څښکلو کښې د خوږو سره په ترخو هم صرفه نۀ کوي.
مستقل مزاجه هم نۀ دے، ولې چې هر کار ئې کړے دے نو لږ لږ ئې کړے دے، دغه شان دوه درې ځله کله ږيره پريښې او کله ئې خرئيلې ده، د ماشوم توب نه واخله تر ځوانۍ او پيرۍ پورې ئې ارام نۀ دے نصيب شوے، د اوؤ اتو کالو ماشوم وو چې پلار ئې وفات شو او کونډه مور ئې د کراچۍ نه کلي ته راغله، د دۀ نه علاوه درې وروڼه او يوه خور ئې وه، دوه وروڼه د دۀ نه مشران وو، د ټولو مشر ئې ظاهر شاه ملنګ نوميږي، چې تراوسه ژوندے دے، ورپسې بل صفدر شاه او يو د ټولو کشر صادق رحمان وو چې د څۀ مرض له وجې په ماشوموالي فالج وهلے وو چې په يوه پښه او لاس شل شوے وو، او بيا د پينځلسو کالو په عمر کښې وفات شوے وو، زمونږ دې اشنا د غربت او يتيمۍ له وجې ماشوم توب او هلکوانه نۀ ده ليدلے، بلکې تل ځوان زلمے وو، چې منډې ترړې ئې وهلې، په دې وجه ترې تعليم هم نيمګړے پاتې شوے دے، صرف اووم جماعت پورې تعليم ئې حاصل کړے دے، خو د شکل نه دومره تعليم يافته او د خبرو کولو او د ليک انداز ئې دومره مهذّب او علمي دے چې د بنده پرې هډو دا شک نۀ راځي چې ګنې په سندي توګه به دے دومره کم وي.
د ماشوم توب نه تر دې دمه مزدور وو او دے څۀ زما نه ئې پردي څاروي په مزدورۍ څرول، د خټو لوټو دياړي ئې کړې ده، کلي کښې د اوړو مشين کښې منشي پاتې شوے دے، کال نيم د خپل کلي د ممتاز ايډوکيټ سره منشي وو، د پټو او تماکو مزدورۍ ئې کړي دي.
د شاعرۍ دپاره چې کوم لوازمات پکار وو لکه غربت، فاقه مستي، کلے، حجره او دې کښې کله کله مجلسونه وغېره نو هغه ورته ښه پريوانه حاصل وو، چې دغه زمانه کښې به خلقو اولسي قيصې په شوق سره اوريدې، او اکثرو حجرو کښې به د شپې خلقو د رباب يار ستار منګي سره وئيلې نو دے هم د دې شوقين وو، بلکې د علي حيدر جوشي، د يوسف خان شيربانو او د شير عالم ميمونۍ داستانونه ورته ياد وو، چې د دې په وجه ئې د حجرې په سطحه څۀ لږ ډير عزت جوړ وو.
په ماشوم والي يعنې د کال ١٩٧٧ کښې پکښې د شاعرۍ جراثيم ښکاره شوي وو، څلورم جماعت کښې وو، چې په دغه موقعه باچاخان د دوي کلي جلسۍ ته ورغلے وو، نو دۀ د هغه په احترام او عقيدت کښې شعرونه وئيلي وو، وجه ئې دا وه چې مور او پلار ئې دواړه د باچاخان عقيدت مند وو، د دغه وړاندې کړے شوي کلام مطلع داسې وه.
پښتونه نن چې تاله وزيران ځي راځي
دا واړه په برکت د باچاخان ځي راځي.
د کلو حجرو کښې به دغه زمانه د اولسي شاعرانو سندرې ، بګتۍ، چاربيتې، او داستانونه وئيلے کيدل، چې دے هم د اولسي شاعر په توګه راښکاره شو خو ورسره ئې د لاس پښو مشقت هم جاري وو، دا ئې مجبوري هم وه ولې چې د وادۀ نه وړاندې ئې د مشر ورور ظاهر شاه ملنګ ټبر وفات شوې وه چې د هغه دوه ځامن او يوه لور ورته پاتي وو، دۀ نه مشر ورور صفدر شاه بيمار وو په دۀ زور راوړے وو، چې ته زر وادۀ خامخا وکړه نو د وادۀ بند بنا ئې وتړله او د وادۀ نه لس شل ورځې پس دے د بيمار ورور سره هسپتالونو کښې پروت وو، چې کور ته راغلل او د صفدر شاه ټبر خپل خاوند په کوم حالت کښې وليدو نو هغه په هارټ اټيک وفات شوه، او د دريمې کټونه لا پراتۀ وو چې ورپسې ئې ورور وفات شو، نو کور ودانې او دۀ ته ئې ماشومان پاتې شول، د هغه دوه ماشومانې لوڼه وې، داسې د وادۀ سره د پينځو بچو کفالت دۀ او کورودانې ته ورپه غاړه شو، نو مجبور وو چې هر قسمه مزدوري اوکړي، تر مانسهرې د لاسو پښو په مزدروۍ پسې تلے دے، چې دغلته د تماکو د مزدورۍ دوران کښې ئې يوه چاربيته د يادګار په توګه ليکلې ده.
سيزن د مانسهرې- ترې نه يم ذرې ذرې
د پاڼې ماتولو پکښې مۀ کوه پرسان- خبر شه په بيان
هم د دغه مزدورو په تکل کښې کراچۍ او نوښار کښې ئې د کلاس فور نوکرۍ هم کړي دي، ولې هر ځائے ئې خپله ډله ټپله او زنده دلي برقراره ساتلې ده، او بيا ئې خلق د صلاحيتونو نه داسې متاثره شول چې يو ځائے کښې ئې د څوکيدارۍ او بل ځائے ئې د ټيلي فون ايکسچينج ته ورله بدلي کړې ده، خو پيرے يو ځائے هم نۀ وو ايسار شوے او د ښۀ ژوند په تکل کښې سرګردانه وو.
څۀ موده ئې کلي کښې دوکانداري هم کړې وه خو دوکانداري مستقل ناسته غواړي او دے خو د خويه پيرے وو نو نن دلته او سبا به هلته وو، چې د دې په وجه ترې څو څو ځله دوکان کښې شنه سبزي سخا شوې او ډيرانونو ته ئې غورزولې وه.
کراچۍ ته هم وخت په وخت تلے راغلے او سختې نه سختې مزدورۍ ئې کړي دي، تر دې چې يو ځل ئې د سيمټو مزدورۍ کښې ملا داسې زخمي شوې وه چې د شپې به اپوټه څملاستو،ولې چې نيغ به نۀ شو څملاستلے، څوکيداري ئې هم دغلته څۀ موده کړې وه، څو کلونه ئې د نورو دوه ملګرو سره د غوانو سوداګري هم کړې وه.
څنګه چې عام طور سره په کليو کښې ماشومان په لينده خامخا مرغۍ اولي نو پيري به ژوند کښې يو چتے ويشتلے وو، خو هغه هم د دۀ نۀ وو نصيب شوے بلکې ورسره يو خپل ساتلے سپے وو چې په کوڼ مشهور وو هغه د چتي راپريوتلو سره په خله کړے او لواړ تېر کړے وو.
البته د بټير بازۍ شوق ئې ډير کړے، مړزان ئې د شپې پټو کښې ډير نيولي او جنګولي هم دي، مړزانو له د مخوکو تيره کولو ماهر وو، او هر چا به ورله جنګي مړزان راوړل چې دے ورله څوکې اوباسي.
کال راته ياد نۀ دے خو دا د ښاپېرۍ نمسے پيرے چې ما لا ليدلے نۀ وو نوم ئې ما د يو شاعر په حيثيت اوريدلے وو، د پېښور ښار په شاه ډهنډ کښې چرته پېښ وم، او شپې له يوه ډاګه کښې هلکانو ستار او منګي سره مجلس کولو، ډير ښۀ آوازونه ئې وو، چا ترې تپوس اوکړو چې دا کلام د چا دےنو دوي اووې چې دا زمونږ د کلي د يو ځوان شاعر دے چې ديار خان خاموش نامه لري، او بيا د دې نه لږه موده پس دے، د زبير حسرت سره ما وليدو چې هغه د دوي د کلي سکول کښې ډرائينګ ماسټر وو، نو د هغه په وساطت د پيښور ادبي محفلونو ته راغلو، د ملګري زبير حسرت په وينا ئې په يوه طرحه سمدستي دوه څلور شعرونه هم راته وئيلي وو.
داسې ديار خان خاموش چې د قلندر مومند "د ساهو ليکونکو مرکې" ته اورسيدو نو ورو ورو ترې د عوامي شاعرۍ پيريان پاڅيدل، او په دې پوهه شو چې دا قسمه عوامي شاعري په وقتي توګه خو بنده ته د سندرغاړو په وجه څۀ عارضي شهرت ورکولے شي، خو څۀ مستقبل ئې نۀ وي، مونږ وئيلے شو چې زبير حسرت نه صرف يو شاعر دريافت کړو بلکه د هغه په مرسته د يو داسې شاعر اديب په توګه راښکاره شو چې نن پرې ټوله پښتونخوا فخر کولے شي، د قلندر مومند صيب تيز نظر په وړومبي نظر کښې خداے زده چې په دې ځوان پيري کښې څۀ وليدل چې د دۀ تصوير ئې د خپل ميز شيشه کښې ولګولو داسې ورو ورو هغه د ديارخان خاموش نه روښان يوسفزے شو، شايد چې اوس به ډېر خلقو ته دا پته هم نۀ وي چې ګنې روښان يوسفزے چرته ديار خان خاموش وو، د اولسي شاعر ذهن چې روښانه شو نو خامخا به ئې خاموشي ماتوله لکه د طوطي ئې چغار شروع کړو، ډير د خپل عمر شاعران او ليکوالان ئې شاته پريښودل، ډاکټر زبير حسرت يو شعر کښې دې طرف ته داسې اشاره کړې ده.
اوس مونږ باندې راګرځي هغه خلق چې ګونګيان وو
چې مونږه ورله ژبې ګويا کړي دي يارانو
عوامي شاعرۍ ته ئې بيخي شا کړې البته د اولسي شاعرۍ د يادګار په توګه ئې يوه منظومه قيصه "څاروان او کاروان" موجوده ده، دے په موجوده وخت کښې هغه شاعرانو کښې راځي چې د ادبي شاعرۍ سره سره ئې اولسي شاعري کړې ده، سندرې، نيمکۍ، بدلې، چاربيتې او داستانونه وغيره ئې ليکلي دي.
لکه چې وړاندې ذکر اوشو روښان سره د سکول، کالج او يونيورسټۍ کوم لوئے سند نيشته خو مطالعه ئې ښه ډيره ده، او د مطالعې نه زياته مشاهده لري، د هغه خلقو غوندې نۀ دے چې غربت ئې د ائير کنډيشنډ کمرو، د کهړکيو نه ليدلے وي او يا ئې کتابونو کښې لوستلے وي، د هغه چا په شان هم نۀ دے چې د کمزورې طبقې د حقونو چغې د ووټ دپاره او يا د فيشن په توګه وهي، خپله به نفس نفيس غربت ژړولے، کړولے او زپلے دے، روښان زمونږ د هغه څو نابغه شاعرانو اديبانو په مثال چې د خپل علمي شوق په وجه ئې ډيره مطالعه کړې ده، د سمندر خان سمندر، سعدالله جاب برق او رحمت شاه سائيل غوندې لويو شاعرانو او ليکوالو په قطار کښې راځي، چې که څۀ هم خپله ئې سندي تعليم کم دے خو علم ئې دومره ډېر دے، چې د يونيورسټو پروفيسران ترې استفادې کوي.
د يو هوښيار وينا ده ضروري نۀ ده چې علم د کتاب نه زده کړے شي، کله کله سبق د ژوند نه هم زده کيږي، او که په دې حساب وګورو نو روښان د ژوند نه ډير ښۀ سبق زده کړے دے.
هسې د سعدالله جان برق خبره راياده شوه چې ما څو کلونه وړاندې د هغه متعلق ليکلي وو چې د اووم اتم جماعت پورې د سکول سبق ئې وئيلے دے، نو ماته ئې ګيله کړې وه چې ټولو تذکرو کښې زما متعلق دا خبره شته چې لسم جماعت مې پاس کړے دے او تا مې تعليمي اهليت کم ليکلے دے خو بيا ئې راته څۀ موده پس اووې چې که زما متعلق دې چرته بل کوم ليک کولو نو دا تعليمي سند مې لږ نور هم کم وليکه، ما ترې په حيرانۍ کښې تپوس اوکړو چې دا ولې؟، نو راته ئې اووې حيرانيږه مه، د ايم فل او پي ايچ ډي ډګري يافتو څو کتابونه مې ولوستل، نو په دغه اوه اته جماعته سبق وئيلو هم راته ځان بدي ښکاري.
روښان نۀ يو ښه شاعر او ډېر د کمال نثر ليکونکے دے، پښتو او اردو دواړو ژبو کښې ښۀ او معياري ليکل کوي، ژبه ئې خوږه، پسته او سانه ده، د ليک انداز ئې ډير زړۀ راښکون لري.
دے د هغه شاعرانو اديبانو په قطار کښې راځي چې افکار ئې لکه د اجمل خټک، قلندر مومند، افراسياب خټک، او سليم راز غوندې د مارکسي نظرئې نه متاثره دي، خو په عملي توګه لکه د دوي د قام پرستۍ سياست کوي، عوامي نيشنل پارټۍ سره ئې زوړ تعلق دے، چې مور او پلار ئې دواړه د باچاخان د نظرئې علمبردار وو، دے هم تل د دې ډلې سره تړلے پاتې شوے دے، د ولي خان، اجمل خټک، بيګم نسيم ولي خان او نورو مشرانو جلسو کښې ئې تل نظمونه وئيلي دي، ولي خان به ورته مجاهد شاعر وئيلو، البته په ادبي توګه د ادبي انجمن ترقي مصنفين په صوبائي کچ لوئے عهديدار پاتې شوے دے.
د روښان حافظه ډيره د کمال ده، د خوشحال خان خټک، اجمل خټک، قلندر مومند، او نورو استاذانو شاعرانو په سوؤنو شعرونه ورته ياد دي، چې د موقعې مناسبت سره ئې د دليل په توګه وړاندې کوي، خپله هم اکثره شاعري په يادو اوروي، او ما کله هم په مشاعره کښې د ډائيرۍ يا کاغذ نه په اورولو نۀ دے ليدلے.
يو صفت ئې دا هم دے چې د سياسي او ادبي غونډو ښۀ کمپيئر دے، چې په خپلو برحسته جملو او په موقعه شعرونو وئيلو محفل ګرمولے شي، محفل ارا هم دے، چې هر قسمه محفل کښې خوند رنګ پيدا کوي، ډيرې لطيفې، ترسکونې خبرې او واقعات ورته ياد دي.
که چرته د ساز او آواز محفل وو نو غزلونه، چاربيتې، او سندرې هم د ټنګ ټکور سره وئيلے شي، کله کله په سياسي جلسو او مشاعرو کښې هم خپل کلام په ترنم اوروي، يو کمال ئې دا هم دے چې د مشرانو شعرونو کښې لږ ډير بدلون کوي، چې ورسره د هغه شعرونو معنې هم بدلې شي، ځينې شعرونه خو ئې داسې بدل کړې دي چې د ليکلو نۀ دي، البته د بې تکلّفه دوستانو محفل کښې ترې خوندونه اخستے شي، ځينې پکښې د ليکلو هم شته چې يو به ترې د نمونې په توګه وړاندې کړم، چې په يوه موقعه ملګري راغونډ شوي وو، ګپ شپ شروع وو، او د ځينو ملګرو غيبتونه هم کيدل، نو ناڅاپه ئې اووې هغه د خوشحال بابا خبره چې:
غيبت ګاه کړي هغه ځائے چې سره کيني
ديرينه څلور ياران په مصلحت
روښان په وړو وړو خبرو خفه کېږي او خوشحاليږي، جذباتي دے په وړو وړو خبرو ځان له زړۀ خوري، خو ښۀ خبره ئې دا ده چې بل ته د څۀ وئيلو په ځائے خپل زړۀ خوري، هم د دې په وجه ئې اکثر بلډ پريشر اوچت وي، د روښان ژوند د غمونو او تکليفونو نه ډک دے، وړومبے ئې په ماشوموالي پلار وفات وو، بيا ئې دوه وروڼه بې وخته وفات شول، د دوه وروڼو بچي ورته پاتې شول، خو بيا هم د خپلې زنده دلۍ په وجه ئې که څوک وويني نو دا ګمان به اونه کړي چې ګني دا بنده به دومره غم زپلے وي، بيا په غريبۍ کښې ئې د خپلې خوښې دويم وادۀ کړے نو بال بچ ئې هم ډير دے، او اوس ئې چې يو ځوے زرياب د کينسر غوندې په موذي مرض اخته دے او دے ئې په غريبۍ کښې علاج کوي، نو ډيره ګرانه ده خو بيا هم چې دا بنده څوک اوويني نو تل ئې تندے فراخه وي، هډو چاته دا احساس نه ورکوي چې ګني پۀ ده څه تيريږي، او د دې نه زياته د تعجب خبره دا ده چې د زړۀ د حاله خدائے خبر دے خو ظاهري شکل ئې هم هغه شان برابر دے، او که څوک ئې د اصلي عمر نه خبر نۀ وي نو د عمر په لحاظ ورته د ديرشو کالو زلمے ښکاري، ډېره د خوند خبره دا وي کله چې دے کمپيئرنګ کوي لوئے ليکوال او ګران ملګرے نورالامين يوسفزے صيب راغواړي نو دے ضرور دا وائي چې اوس خپل ګران مشر، لوے ليکوال او دانشور نورالامين يوسفزي ته د څۀ وئيلو بلنه ورکوم او هغه د سړي ځوے شروع د دې نه اوکړي چې زۀ او روښان همزولي يو، د دوي دواړو دا مکالمه چې څوک واوري نو لکه زما يوه شيبه حيران شي، او که په خلۀ څۀ ونۀ وائي نو ضرور زړۀ کښې دا وائي چې کۀ نورالامين صيب د خپل عمر نه لس اتۀ کاله زيات، نو روښان د خپل عمر نه نيم په نيمه کم ښکاري.
روښان د تاريخي کلي جلسۍ سره تعلق لري، دوي سره نزدې بل کلے جلبۍ دے، چې اکثر خلق ورته جلبۍ جلسۍ وائي، د چاربيتو مشهور شاعر عبدالواحد ټېکېدار د دغه کلي اوسيدونکے وو، چې د هغه قبر مردان کښې دے، او روښان د خپل کلي په ځاے کراچۍ کښې پيدا شوے دے، چې پلار ئې هلته خواري مزدوري کوله.
مشر ورور ظاهر شاه ملنګ ئې د کورونو نه لږه وړاندې خپله زمکه کښې يوه جونګړه جوړه کړې ده، چې ټول ورځ هغې کښې موجود وي، او چې څوک هم روښان له ورشي نو ضرور د دغه ښکلې جونګړې چکر لګوي، کومه چې د دۀ ورور او ورسره د دۀ بچو آباده ساتلې ده، چې هغوئ کښې يو رباب او بل منګے غږوي، کوربانه او ميلمانه ورسره مجلس کوي، زۀ دې جونګړې ته د روښان فارم هاؤس وايم.
د روښان يوسفزي د ژوند زياته برخه په کور کلي او يا کراچۍ کښې تيره شوې ده، او که هر څومره په سخته ئې ګټلې خو چې دلته وي نو صوابۍ، پيښور، چارسده او مردان کښې هر ادبي پروګرام له تلے دے، د کراچۍ او دلته ژوند کښې ئې دا فرق وو چې که دلته د قلندر مومند او نورو مشرانو شاګرد وو نو کراچۍ کښې بيا د ډيرو نوؤ زلمو استاذ وو، چې نن هغوئ د ادب په دنيا کښې لوئے لوئے نومونه لري، د هغۀ دپاره دومره هم کافي ده چې څلور پينځه داسې شاګردان ئې روزلي دي چې نن د نظم او نثر په ميدان کښې لوئے لوئے نومونه لري، او ډير کتابونه ئې چاپ شوي دي، هغه چا ريشتيا وئيلي دي چې استاذ او سړک پخپل ځائے وي خو نور خلق منزل ته رسوي.
د ادب د ميدان نه علاوه نن سبا روښان د صحافت په ميدان کښې هم لويه نامه لري، او هم دې شعبه کښې د څو کلونو راسې په ځائے پاتې شوے دے، که څۀ هم د صحافت سره ئې د ماشوموالي نه شوق وو او د اردو اخبار "مشرق"ته به ئې خطونه او د ماشومانو صفحې ته قيصې ليکلې ولې چې دغه وخت د پښتو کوم اخبار نۀ چاپ کيدلو، خو وروستو ورځپانړه "وحدت" کښې پروف ريډر او سب ايډيټر پاتې شوے دے، بيا څۀ موده کلي کښې وو، او پردو مزدورو او غريبۍ دومره مايوسه کړے وو چې د خودکشۍ فيصله ئې کړې وه، ګران ملګري او ښۀ شاعر اديب ډاکټر اباسين يوسفزے ته ئې په دې حقله يو تفصيلي خط ليکلے وو، چې په هغې کښې ئې د ژوند د مسئلو په وړاندې توره ډال غورځولي وو، او دې نتيجې ته رسيدلے وو چې بس ماته د خلاصي دغه يوه لار ښکاري چې د خپل ژوند نه پخپله لاس اووينځم، ډاکټر اباسين يوسفزے لکه څنګه چې مشهوره ده تل د کمزورو او بې وزله ملګرو مددګار ثابت شوے دے، هغه منع کړو، او د نوموړي صحافي قيصر بټ په ذريعه ئې د انګريزي اخبار Statesman کښې لائبريرين مقرر کړو چې دا د مشرق اخبار د مالک وو، مشرق اخبار کښې د پښتو نوموړي شاعر سردار خان فنا صيب کار کولو نو هغه يو ځل د اخبار مالک ته اووې چې تاسو روښان غلط ځائے کښې لګولے دے، دا خو ډير ښه ليکوال دے، نو د ليک کار ترې واخلئ، داسې هغه د مشرق اخبار ميګزين کښې د فيچرنګار په حيثيت مقرر شو، چې وروستو ئې بيا دغلته د کالم نګار او نيوز سب ايډيټر په توګه کارونه اوکړل، اوس د ډيرو کلونو نه "ايکسپريس" اخبار کښې د ميګزين سينيئر سب ايډيټر په توګه کار کوي، څۀ خواؤشا يو کال پورې د شهباز اخبار ايډيټر هم پاتې شوے دے.
روښان يوسفزے په خپل محنت او خداداد صلاحيت ځان په ټولو ليکوالو منلے دے، تر دې چې د پښتو نوموړي مترقي ليکوال سليم راز ورته ليکلے سند ورکړے دے، چې زما نه پس ته به تۀ زما جانشين ئې، او د هغۀ په ژوند کښې چې کله د سليم راز په ژوند او فن د اکيډمي ادبيات پاکستان له خوا د کتاب ليکلے کيدو فيصله اوشوه، نو د سليم راز صيب په مشوره دا کار د هغه په ژوند روښان ته اوسپارلے شو، تراوسه ئې شپږ کتابونه پښتو او اردو کښې چاپ شوي دي، څاروان او کاروان (داستان)، جلبۍ جلسۍ تاريخ، د رڼا خوب (شاعري)، پختون کلچر کے خدوخال (اردو)، سليم راز فن اور شخصيت (اردو)، باچاخاني کيا هے، دې نه علاوه د نوموړو شخصياتو په مرکو او ملاقاتونو مشتمل يو کتاب ئې قلم کار اور فنکار چهرے(اردو)، او نورې ډيرې خاکې، مقالې او تبصرې ئې هم ليکلي دي، بې شميره د اردو کالمونه ئې د دې نه علاوه دي، چې لا چاپ نۀ دي.
د طنزيه جملو او حاضر جوابۍ هم ماهر دے، او ډير داسې واقعات ئې شته چې ملګرو ته ياد دي، زۀ به ترې البته يوه واقعه د مثال دپاره وليکم، چې کله تير کال د عمرې نه واپس راغلو نو چا ترې تپوس اوکړو چې روښان صيب اوس دې څۀ حال دے، نو جواب کښې ئې سمدستي اووې زړه په زړه ده، سم هم هغه دے صرف موبائيل سېټ بدل شوے دے، هسې د دې عمرې کولو نه وروستو ئې د سليم راز صيب په جانشينۍ پوخ مهر اولګيدلو، چې هغه هم عمرې له تلے وو، او عجيبه اتفاق دا دے چې هغه هم بل چا ليږلے وو، او روښان له هم د سفر خرچ بل چا ورکړے وو، په وروستو وختونو کښې په سوشل ميډيا د خپلې نيا ښاپېرۍ ابۍ ډير اقوال شريکوي، خو عجيبه کار دا کوي چې د ښاپېرۍ ابۍ په زمانه پښتنو کله دومره ترقي کړې وه چې ښځې دې دومره اعلىٰ تعليم يافته وي، د ښاپېرۍ ابۍ د خلې نه داسې فلسفيانه او د حکمت نه ډکې خبرې خوروي، لکه چې ښاپېرۍ ابۍ چرته لويه عالمه او فلاسفره وي، معلوميږي چې دے خپل خيالات د فرضي نيا ښاپېرۍ ابۍ په خله خورول غواړي، البته دې نه صفا معلوميږي چې دے ځان ته د ښاپېرۍ نمسے وائي، نو که غربت داسې وران وران نۀ وو زپلے نو دے به هم ښاپېرے وو خو که ښاپېرے نۀ شو نو پېرے خو ضرور دے.
پيښور
23 جنوري 2024
@@@@@@@@@@@@@@