(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بایزید روښان موسیقي اوګډا

[29.Apr.2024 - 19:29]

«بایزید پیر روښان، موسیقي او ګډا»

لیک: ډاکتر عاصم

پیر روښان ته خدای عشق او مینه په چپو چپو ورکړې وه، کله به چې ځوانانو سندرې ویلې، سازونه به یې غږول، په وجد کې به راتلل او ګډېدل' نو پیر روښان به هم ټنګ ټکور په اورېدو سره په وجد راغللو او په خوله به یې ویل;

بشوازنی چو حکایت می کند

از جدائی ها شکایت می کند

او چې کله به په جذبه کې راغللی' نو سازونو سره به ګډېدو، بې اختیار به لګیا وه او تاوېدو راتاوېدو، دواړه پښې به یې لګولې وې او لکه د لاټو به چورلېدو راچورلېدو، ځان به یې کابو کې نۀ وه.

یوه ورځ یې د تره زوې (د خدا داد ترۀ) په واده کې د ټنګ ټکور مېلس جوړ کړی وه، پلار یې قاضي عبدالله او خواجه اسماعېل هم پکې ناست وه، ځوانان جذبه کې شو، سندرې پېل شوې، سازونه ګرم شو، لوبه جوړه شوه، پیر روښان هم ناست وه؛ د هغۀ په زړه کې هم شوق او مستي پیدا شوه، اورپېدو، زړۀ یې غوښتل چې میدان ته وردانګي، په زړۀ کې یې خیال راغلی، که ورګډ شوم' نو دا خلک به وایې؛ چې وګورئ! د شیخ زوی دی او ځان یې وشرمولو، په علم او حیاء یې پښه راښکله او د کلې خوشټارو سره په سندره او ټنګ ټکور لګیا دی ګډېږي؛ خو په دې خودساخته منطق یې زړه اوبۀ ونۀڅښلې! په زړه کې یې یوه څړېکه راپورته شوه؛ چې دا شوق خو خدای زما په زړه کې اچؤلی دی؛ ښۀ به دا وي؛ چې خپل عشق ښکاره کړم، د نړۍ د ننګ و ناموس پروا ونۀکړم، په ظاهر او باطن باندې یو شان شم، زۀ مسکین د تصوف په لار روان شم!

پیر روښان د خواجه اسماعېل خوا له ورغللو او ورته یې ویل; «نۀشم ټینګېدای، په زړۀ کې مې عشق غرغنډه اچؤلې ده، غواړم' چې ددې ځلمو سره ګډ شم؛ خو پلار نۀ ویرېږم' چې بد ونۀګڼي؛ هسې نۀ چې د مېلس نه پاڅي او په ما راکېږدي، ما له د پلار نه اجازت وغواړه

خواجه اسماعېل چې کله قاضي عبدالله ته دا خبره وکړه' نو قاضي عبدالله د غوسې نۀ تک سور شو او ویل; «زما په قبېله کې تر اوسه چا ګډا نۀ ده کړې، که د مولانا ابراهیم نمسی او د قاضي عبدالله زوی ګډاګانې پېل کړې' نو د شېخانو او قاضیانو عزت او نوم به په سیند لاهو شي

کله چې پیر روښان پوهه شو' چې کار یې نۀ کېږي او پلار یې خبره نۀ مني' نو د پلار په پښو پرېوت او په چغو چغو یې ورته وژړل او ورته یې ویل; «زړۀ مې صبر نۀ کوې؛ ورځم پرې

په ځواب کې ورته پلار ویل; «که ورګډ شوې' نو دا کونټۍ دې په سر ماتوم»

پیر روښان ورته ویل; «شوق او وجد ذرې ذرې کړم، پرې مې ږده پلاره! ددې نۀ مخکې چې لېونی شم او په خپل ځان پخپله راکېږدم

کله چې قاضي عبدالله پخپلو پښو کې د خپل زوې (پیر روښان) دا سلګۍ واورېدې' نو زړۀ یې پرې وسوځېد؛ سر یې ورله د ځمکې نه راوچت کړو.

پیر روښان چې د خپل پلار (قاضي عبدالله) رضایت ولیدۀ' نو توره یې په لاس کې ونیوله او بې واره په ګډېدو شو.

کله چې قاضي عبدالله خپل زوی (پیر روښان) په ګډېدو ولیدو' نو په غوسه کې پاڅیدو؛ ځکه چې د کلې عامو خلکو په مخکې د زوې بې اختیار ګډېدل ورته خپل سپکاوی ښکارېدو؛ له ډېرې غوسې نۀ یې کونټۍ راوخېسته او پیر روښان له یې رابغوله؛ چې خواجه اسماعېل ورمخکې شو او قاضي عبدالله ته یې منتونه وکړل؛ چې خیر دی! ځوانې یې ده، هیڅ ورته مۀ وایه او په کور کې یو لېونی هم ښۀ وي.

قاضي عبدالله وخاندل، کونټۍ یې کېښوده.

 

پیر روښان تر ډېره وخته ځوانانو سره ښۀ تماشه وکړه، خلکو ته په رښتیا لېونی ښکاره شو او هیچا دا هم نۀ ویل؛ چې لا په دۀ کې هم دینداري، شېخي او زبرګي شته او دی به هم د کامل ایمان خاوند شي؟

پیغمبر حضرت محمد ص ښۀ ویلې دي: «لا یکمل ایمان احد حتی یظن الناس انه مجنون»

ژباړه: د یو سړې ایمان د هغۀ وخته پورې نۀشي کامل کېدای؛ چې خلک پرې د لېوني ګومان ونۀکړې!

 

ګډا کړه شروع مسته؛ پیر بایزید

ایمانی لګیا وۀ؛ چې هل من مزید

کوؤ رقص بسمل، هغوي لی په لی

چې پټ ځان په دې کړې، د خلکو نۀ دی

د دستاره وه خاورو کې ناخبر

نۀ یې لاس یې په واک کې، نۀ یې تن وه، نه سر

دۀ وشلوۀ کمېس ځانله، ټول ځی پر ځی

چې دی کړې حساب، هر سړی لېونی

چې کامل یې سم دین و ایمان شي

صفا، بې ریا یې، په دې ځان شي.

***

اخذلیک:

حالنامه د بایزید روښان، تالیف: علي محمد مخلص، څېړنه او پښتو کوونکی: ډاکټر عبدالقدوس عاصم

27,04.2024

-
بېرته شاته