(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جذبه

[09.Jun.2024 - 13:45]

جذبه /غني خان او رومانیت

 

ټنګ ټکور(موسيقي )

لیک: سالار یوسپزی

سازداسې اوازدے ښکاره پټ کړي پټ ښکاره کړي

تورې خټې واخلي ترېنه جوړه مناره کړي

قبرباندې شال يوداتلس دبخمل واچوي

لاس کښې د انسان لمحې له مرګ و اجل واچوي

سازدځوانۍ غشے دے دمرګ سره دجنګ قيصه

دا ده دانسان دزغرې تورې اوتفنګ قيصه (۱)

موسيقي هم لکه داخلاقياتو، جمالياتو اوشاعرۍ يو رومانوي صنف دے بلکښې دټولونه زيات رومانوي دے دموسيقۍ په باره کښې عام فکردے چې دتفريح يوه وسيله ده چې دروزانه ژوند دستړتياؤاوخفګان نه د لږساعت يا يوې شيبې لپاره خلاصے بيا موندے شي (۲) په موسيقۍ کښې موجودخوږوالے او خوشحالي دانسان لپاره زيات ګټوردي دادانسان دبې ترسه بنسټېزوجذباتواظها ردے اوهم دجذباتوداظهار وسيله ده (۳) دا فکرکېږي چې داجذبات عمومي دي متعين نه دي ددې وجې بلا واسطه دموضوعيت اظهاردے دغسې دا يوموضوعي فن دےاوموضوعيت درومانيت ځانګړتياده اوموسيقي دموضوعي فن د موضوعيت اظهاردے خوموسيقي په ځان کښې خپل ځان دے هېګل وائي چې باطني ژوند دموضوعي باطن مظهرګڼل داپه ګوته کوي چې دهغې 

--------------

(۱) دغني کليات

(۲) موسيقي اور بدلتا ثقافتي وجود مخ ۱

(۳) موسيقي او بدلتا ثقافتي وجود مخ ۲

-----------------

متعلقه مواد داسې نشي کېدائے چې پخپل ځان اډانه ولري ځکه چې موضوعيت پخپل حسياتي غړيتوب کښې ديومکاني څيزځائي څهره نه وي چې هلته دوام دارشي اومونږ داسې موادو ته اړتيا لروچې زمونږ د ادراک لپاره بغېراستحکامه وي چې ښکاره شي اووجودلري نوهم هغه ساعت ورک شي په ټوله ختم شي باطني ژونداودهغه اظهار په ټوله موضوعيت ته واپس تلل دي دوېم رومانوي فن زېږوي چې هغې ته مونږ موسيقي وايو (۴) موسيقي بطور فن دباطني ژوند ترسيل دے خومعروضيت يې هم موضوعي دے موسيقي مونږديوعادي څيزپه څېرنه انګېروخوهغه زمونږپه مزغوخپل تاثر چاپ کوي اودوام داريې ساتي موسيقي زمونږپه جذباتوزيات اثر پرېباسي (۵) مونږنرم خوئ جوړوي زمونږدجذباتوشدت تشدداړخ ته کموي اودکلتوري ژونديوه اهمه برخه ده

د موسيقۍ لپاره دسنسکرت ،سامګيتا ، موزون تورے دے يعنې دموسيقۍ اونڅا سره دسندروفن اوعلم ورسره د مذهب له اړخه تقدس هم ملګرے دے هندوموسيقي زياتره دمذهبي رسوماتو لپاره ترسره کړے کېږي چې دېوتاګان پرې خوشحاله کړي خوپوهان کلاسيک موسيقي غېرمذهبي ګڼي چې دفطرت دمظاهرواوانساني جذباتو اظهارکوي بادشاهانو، راجا ګانواونوابانوهم دروحاني تسکين لپاره دموسيقۍ د محفلونوانتظامات وخت په وخت کړي دي دشورونه په عام اولس کښې دموسيقۍ رواج دے خپله خوشحالي پخپله جوړوي. ټپې،سندرې اوقيصې جوړوي اووائي دموسيقۍ شکلونه دانسان دغوښتنوسره بدلېږي دجمالياتي فن يوه غوره نمونه ده چې دخپل وخت دتهذيب قيصه پرې رنګينه اوښېرازه وي موسيقي که دجمالياتي ذوق لپاره تخليق کېږي يا دبازارلپاره مقصد يې يوازې خوشحالي اوراحته رسوَل اوراغونډول وي موسيقي دنياله ديونوي شکل ورکولوانساني کوښښ دے چې پکښې انساني تعلقات ملګري دي.جنګ،ټولنيزه بې انصافي،طبقاتي لوړې ژورې، 

------

(۴) د هېګل په جمالياتو ليکچر جلد دوېم مخ ۸۸۹

(۵) موسيقي اور بدلتا ثقافتي وجود مخ ۳

--------------

جاهلانه سوچ اوښه سوچ اوپدې دواړو کښې توپيردلوړې پائ موسيقي جوړوي (۶) موسيقي دانساني بنسټيزوجذباتو توان وربخښي نوي جذبات را لړزوي اودجذباتوفصلونه زرغونه وي دموسيقۍ هم لکه داخلاقواوجمالياتودوه اړخونه دي جمالي اړخ اوجلالي اړخ يا دخېراړخ اود ش اړخ. ډاکټرشفيق سو پوري* ليکي زما په فکرپه ټولولطيفوفنونوکښې موسيقي دافضليت وړده (۷) بنيادي طورموسيقي داواز فن دے اوداوازپه څېرالات موسيقي ايجادشوي دي انساني تهذيب دخپل پرمخ تګ په حال کښې،د ژبې، مقام،عقيدواوقام په نوم دبوډۍ دټال په شان خورېږي کله چې دفطرت له اثره اوانساني جبلتونونه د تحريک په وجه انسان دبې خودۍ په جذباتومستېږي دغه مستي چې دترتيب اوپرله پسې تيا سره دبدني غړودخوځښت په صورت کښې ښکاره کېږي نوهغې ته نڅاوائي اودغه مستي چې په ترتيب اوپرله پسې تياسره په نغمواواهنګ کښې مخې ته راځي نوموسيقي ده (۸) ددې وجې موسيقي ديوقام په تاريخ کښې بنيادي برخه لري اوهرقوم يې خپله سپړدنه کوي موسيقي يوناني تورے دے. فخرالدين رازي* حکيم فيثا غورث* دموسيقۍ موندونکے کڼي مصريان يې د خپلودېوتاګانوموندنه ګڼي. يهوديان،جوهلي*،دموسيقۍ باني ګڼي،هندوان يې دبرهماسره تړي. موسيقي دخيال يااحساس داظهاراوجذباتورالړزولولپاره داوازونود ترتيب کولودفن نوم دے (۹) داورېدودحس سره تعلق لري اوازدوه رنګه وي مټاک اوپوست يعنې جلالي اوجمالي دموسيقۍ بنسټ د اوازونو په تناسب ولاړدے. ابن خلدون*وائي چې په موسيقۍ کښې داوازونود غړوترمينځ تناسب وي (۱۰) موسيقي هم لکه داخلاقياتواوجمالياتودراحتې،خوشحالۍ اوافاديت يوه ذريعه ده يعنې يوداسې اوازچې پايلي خوشحالي اوخوندبخښي.د موسيقۍ اوازته سُريانغمه هم 

----

(۶) موسيقي اور بدلتا ثقافتي وجود مخ ۱۹

*ډاکټر شفق سوپوري (انډيا )ليکوال ، څېړن کار(۷) مخزن موسيقي مخ ۷

(۸) مخزن موسيفي مخ ۱۳

فخرالدين الرازي ۱۱۴۹-۱۲۱۰ (ايران) اسلامي سکالر(د لوئ لوست سختن)

Pythagoras 495-570 (Greek) philosoper

جوهلي ( د ادم ْ د اووم پشت اولاد)

(۹) مخزن موسيقي مخ ۱۵

ابن خلدون ۱۳۳۲-۱۴۰۶ (تيونس) تاريخ دان

(۱۰) مخزن موسيثي مخ ۱۷

---------------

وئيلے شي موسيقي دجذباتواوخيالاتواظهاردے (۱۱) ډاکټرشفيق سوپوري ليکي موسيقي دفنون لطيفه روح اود تخليقي فن دباطن اهنګ دے جماليات يې دفنون لطيفه دپرمخ تګ دسرټکے اودتخليقي هنرلوړتيا انګېري وائي داذهن دوخت دزنځيرونونه اذادوي ددې اهنګ دزمان ومکان دقېد نه لرې د فطرت سره ريښه سازوي دانتهائي جمالياتوقدرونه زېږوي (۱۲) دامادي دنيا په يوه مثالي دنيا کښې بدلوي ددې يواځينے مقصد دانساني جبلتي ساخت رالړزول اودهغه جزباتوته خوشحالي ا راحته بخښل دي (۱۳) اوازدموسيقۍ لپاره داسې وسيله ده لکه څنګ چې موسيقي دانسان دخوشحالۍ وسيله ده موسيقي دوه ډوله رېښې لري لکه داخلاقياتواوجمالياتولطيفه اوپسته موسيقي اوبل اړه ته هڼ ځوګ ګډوډے بې ترتيبه اوازونه چې دشورپه زمره کښې راځي نن سباورته پاپ موسيقي هم وائي. موسيقي څوک معروضي ګڼي چې ورچانې خپل يووجودلري اوڅوک يې موضوعي ګڼي چې دسماعت نه پرته يې وجودنه تسليموي

ژونداوسازواړه د باد دي                  ژوند هغه بويه چې سازوي

سازهغه چې سا په کښې وي      ساه هغه چې دنيازوي (۱۴)

 موسیقي په معروضي څيزونواډانه لري اوپه موضوعي الاتومعروضيت ته نشي راتلے .

په هندوستان کښې دزمانونه موسيقي دخلاصي اوفضيلت موندلواومقدسوهستيو ته درسېدلوغوره ذريعه او وسيله منلے شوې ده. دخلاصي غوښتونکے يواځې اويواځې ددې لارې تګ کونکے دے (۱۵)

----------------------

(۱۱) مخزن موسيقي مخ ۲۲(۱۲) مخزن موسيقي مخ ۲۸

(۱۳) مخزن موسيقي مخ ۲۹(۱۴) د غني کليات مخ ۱۹۹

(۱۵) مخزن موسيقي ۱۳۲

-----

د بهجن دټولګي روحاني جوش اوولوله سړے عبادت اوتعظيم اړخ ته دبوتلوچټک اوموزون ذريعه ده(۱۶) دعربوکوم دورچې په جاهليت نومولے شوے دے په ټولوعربوکښې په هغه پېرکښې موسيقي رواج وه ددې په ذريعه به ډېروخلکوپه مېدان جنګ کښې دجنګيالوشاباشے کولواوډاډ ورکولواوخوشحاله اوتازه به يې ساتل (۱۷) په عيسائيت کښې هم دټولنيزيامجلسي عبادت لپاره موسيقي کارولے کېږي (۱۸) د يهودوتسليم شوے تاريخ دموسيقۍ برخه په ځان کښې خوندي لري خوزمونږمقصد دلته دموسيقۍ تاريخ ليکل نه دي بلکښې دموسيقۍ په مقاصدو لنډه رڼااچول دي نود تاريخ نه يې ځکه ډډه کوم.

په زوره اوويرونکې موسيقي ددښمن دمزاج خرابولواودهغوي دويرولولپاره پکارېږي ددغه موسيقۍ اواز ته ارغن وائي چې زوړيونان به په مېدان جنګ کښې ددښمن په ضدغږوله چې دهغې دکرخت والي له وجې به دښمن پخپلوغوږونوکښې ګوتې ايښودې.عربي ستارڅلورتارونه لري،بوعلي سينا*،الفارابي*او صاحب اخوان* ددې وجه داپه ګوته کوي چې تېروحاکمانو پدې موندنه کښې فطرت نوماند کړے دے کوم چې الله دفلک قمري لاندې دموجوداتولپاره مقررکړے دے دوي وائي دفلک قمري لاندې څلور دنياګانې دي،اور، هوا، اوبه اوزمکه ددې تارونونظام ددې نظام مادي سره يوشان والے دے چې دصفت باري تعالي يوه وړه نمونه ده (۱۹) که داپه مناسب وختونوکښې ديورنځوردعلاج لپاره پکارراوستے شي درنځ زوربه کم شي (۲۰) په عربوکښې يورنګ ساز،نراج،په جنګونوکښې پکارراوستے کېده په هغې کښې به په زړونوداثرپرېښودولپاره سُرونه پکارولے کېدل  

------------

(۱۶) مخزن موسيقي مخ ۱۴۰(۱۷) مخزن موسيقي مخ ۱۴۳

(۱۸) مخزن موسيقي مخ ۱۳۵

ابن سينا ۹۸۰-۱۰۳۰ (ازبکستان) طبيب ، پوهان

ابونصرالفارابي ۸۷۰-۹۵۰ (افغانستان ) فلسفي او قاضي 

 اخوان صفا - دلسمي ميلادي پېړۍ د مسلمانانو فلاسفرو يو ټولګے

(۱۹) مخزن موسيقي مخ ۱۴۸

 (۲۰) مخزن موسيقي مخ ۱۴۹

--------

زړونه يې پرې لړزول چې بې حسه زړونوکښې جوش پېدا کړي. په زرشتيت کښې هم موسيقي عام وه په ځانګړي توګه به يې دسپرلي (نوروز) په راتګ اوژوند دخوږولپاره د موسيقۍ نه خوندونه اخستل (۲۱) په ايران کښې هم موسيقي دځينورنځونودعلاج لپاره ګټوره ګڼلے کېږي لکه راست مقام دفالج د علاج لپاره،اصفهاني دخوشکۍ اويخنۍ لپاره،عراق دمزاج دګرمولولپاره،کوچک دسردرداوزړه سوانې لپاره،بزرګ دقبض اوسالنډي لپاره،حجازد دردونواومتيازودبندش لپاره،بوسيک دملا درداودمورپه خېټه کښې دبچي دفائدې لپاره،چيني دبدن درد اوګرمۍ لپاره،زنګوله د سينې درد، زړه درد دوينې اوپوښتورکو دصفائي لپاره اوهادي دتبې اومعدې دګيس لپاره (۲۲

په هندومت کښې هم په موسيقۍ ډېرزورراوړے شوے دے . براهمه دخلکوپه زړونوکښې ووسي که هغه وپېژنې دمرګ نه به ماورا شې ترڅوچې راګ، عبو، غږوې داورسره به هم اهنګ کېږې په راګ بهواس به دهواسره دراګ سووارپه ذريعه دلمرسره اوچې کله راګ مهاغږوې نودبراهمه سره به هم اهنګ شې پدې راګونودپوهېدوسره ته دخپل ځان مالک پخپله جوړې دے شې ته خپل جذبات قابوکولے شې دخپلو امن دتجربوپه ذريعه ابديت حاصولے شې ( تيتريه اپنيشد ۱-۶-۲ ) (۲۳)ددې راګونوپوهېدوسره حرکت ګويائي دسوچ دعمل ترتيب کوي په څه کارونوکښې يواځې حرکت ملګرے وي په څه کښې ګويائي په څه کښې سوچ اوپه څه کښې دواړه يا درېواړه ملګري وي هرعمل په روح اثرغورځوي ښه کارونه په روح ښه اثر پرېباسي اوبدبد (اماس وتي ۶-۱) (۲۴

---------

(۲۱) مخزن موسيقي مخ ۱۵۵(۲۲) مخزن موسيقي مخ۱۵۶

(۲۳) هندومت ، تاريخ ، عقائد ، فلسفه مخ ۷۱

(۲۴) هندو مت ، تاريخ ، عقائد، فلسفه مخ ۱۴۶

----------

ادخلوالجنة انتم وازواجکم تخبرون (سورة الزخرف ۷۰) تاسو اوستاسوجوړې جنت ته ننوځۍ چرته چې به تاسوته نغمېغږولے کېږي يا فاما الدين امنووعملوالصالحات فهم في روضة يحبرون (سورة روم 15) چې کوم خلک ايمان راوړي نېک عملونه کوي هغه به په چمن کښې نغمې اوري دحبرمعنا سروريعنې خوشحالي ده مرتضي حسن *دحبرمعني،جنتي نغمې،کوي زياتوي چې حبرپه لغت کښې ښې سندرې ته وئيلے کېږي (۲۵) يحيا ابن کثير* په تفسيرابن کثيرکښې وائي د،حبر، معني لذت اوسماع ده اودغوږونو په ذريعه دسندرونه خوند اخستل هم نعمت دے. دوېم اړخ يې دادے چې وخرموسي صعقاموسی هم ددغه ګرړهاري نه وغورځېد (سوره الاعراف ۱۴۳) ان انکرالاصوات لصوت الحميرناکاره اوازد خره هڼېدل دي (سوره لقمان ۱۹) چرته چې دبدواوازونونه کرکه اوناخوښي څرګندېږي دغسې دښکلو اوازونونه خوشحالي اومينه ترلاسه کېږي اودغه عين فطرت دے (۲۶) موسيقي په فطرت کښې دننه ده اوپه هرپېرکښې انسانانوله دې سره ريښه لرلې ده زبورټول په نظم کښې دے مزاميرداودي ورته هم وائي دمزاميرلپاره کوټلے تورے،سندره،ده خو په اصل کښې هرهغه سازدے چې په پوکي ورکولوسره غږېږي پدې کښې دډېروڅيزونولپاره سندرې دي.په باب نمبر۹۵ کښې داسې ليک دي،راځۍ چې د خدائے په حضورکښې نغمې وړاندې کړو(۲۷)په باب نمبر۱۴۴ ايات نمبر۹ کښې داسې دي،اے خدايا زه به ستا لپاره نوې نغمه اووايم،د لسوتارونوپه سازنده به ستا ثناووايم (۲۸)دزبورداخري باب۱۵۰ ددوېم نه ترپنځم ايات پورې

--------

*مرتضي حسيني الزبيدي ۱۷۳۲-۱۷۹۰ (انډيا) اسلامي سکالر

(۲۵) اسلام اور موسيقي مخ ۲۶۴

*يحيي بن آبي کثير ۱۲۹ ه وفات (مدينه) تابعي ، فقيه او محدث

(۲۶) اسلام اور موسيقي مخ ۳۲(۲۷) اسلام اور موسيقي مخ ۳۶

(۲۸) اسلام اور موسيقي مخ ۳۷

-------

داسې ذکردے دسُرني په اوازدهغه ثنا وکړئ دبربط اوستارپه اوازدهغه ثناوکړئ په تمبل وهلواونڅا دهغه ثنا وکړئ په تاردارسازونواوشپېلۍ دهغه ثنا وکړئ دلوړغږلرونکوګينګړوسره دهغه ثنا وکړئ په زوره زوره دشڼېدونکوپېکړ سره دهغه ثناوکړئ (۲۹)  

لکه غني خان وائي

دګونګروشرنګارروان دے                      حقيقت دساز لټۍ (۲۲۸

دددې فن ګټه داده کله ترې په روح کښې انسباط ، اعتدال اوتوان پېدا کېږي اوکله قرارد وړمبي قسم ګټه په ښاديانو،جنګونو کښې اودرنځورانودعلاج لپاره پکارېږي ددې په ذريعه سخاوت اوبهادري داسې جواهرپه لاس راځي اودويم قسم يې دغم په وخت اوعبادت خانوکښې په لاس راځي دغه وخت دا موسيقي زړونه ددې پاتې دنيا نه لرې اصل اړخ ته بوځي اوزړونه په اخراوانجام غوروفکرکوي (۳۰) ددې برعکس که موسيقي د بې کارۍ،بزدلۍ،تحريف اخلاقواوذهنونوذريعه جوړه شي نوپه تاوان تمامېږي دفرائضوپه سرته رسولوکښې خلل پېدا کوي حرامو ته لېوالتيا زېږوي (۳۱) څه موسيقي داسې وي چې د خوشحالۍ،اخترونو،مېلوا ښاديانوپه موقع غږولے کېږي هغه يوه تفريح ده چې کوم مقصد نه لري دغه تفريحات بهرحال عبث دي ليکن ناجائزنه دي (۳۲) دمولانا رومي يوشعردے

خشک تاروخشک چوب وخشک پوست

ازکجا مي ايد اين اوازپوست

غني خان دغه تصويرڅومره ښائيسته وړاندې کړے دے چې يولوړاوچت دمقصديت اودانسان دپياوړي جوهرښکالوهم پکښې په ځائے کړے شوېده

-------

(۲۹) اسلام اور موسيقي مخ ۳۸(۳۰) اسلام اور موسيقي مخ ۴۶

(۳۱) اسلام اور موسيقي مخ ۱۱۷(۳۲) اسلام اور موسيقي مخ ۱۱۲

 ------------ 

رباب څه دے مړګډورے اود توت اوچه تنه ده

خوچې سوز دادم راشي هله هنګ وکړي رباب

امام غزالي پخپل نوموړي کتاب،احيا الاسلام،کښې ليکي چې دموزونونغموچې دروح سره کوم مناسبت دے په هغې کښې دقدرت ناشنا راز پټ دے ځکه چې په روح دهغې ژوراثروي څه اوازونه خوشحالي بخښونکي وي څه غمژن. څه ويده کول کوي څه خندول کوي يا پرغزپېداکوي اود بعضوپه اورېدوسره لاس وپښې دسُراوتال مطابق حرکت کوي ددې معنا دانه ده چې دشعردمعنې پېژندلونه داڅرنګ والے پېدا کېږي بلکښې يواځې دستارپه اواز کښې هم دغه تاثيروي که چرې څوک سپرلے اودسپرلي شوخې غوټۍ  بربط اودهغه دتارونونغمې متاثره نه کړي نوهغه لاعلاج اوفاسدالمزاج دے(۳۳) اوچې دموسيقۍ د اورېدوسره په حرکت کښې رانشي ناقص دے اوداعتدال دلارې وورته شوے دے (۳۴) مخکښې زياتوي دسندروډېراړخونه دي خوش اوازي موزون هم وي اوغېرموزون هم دښه اوازپدې حيثيت چې ښه اواز دے دنص اوقياس دواړوله رويه حلال دے قياس داسې دے چې اورېدونکے داورېدونکي حس په ذريعه د يوداسې څه درک کوي چې خوندترې اخلي چې داورېدونکي حس سره ځانګړتيا لري انسان عقل هم لري اوپنځه حسه هم دهرحس جداپېژندنه وي دکوم څيزچې کوم حس پېژندګلوکوي په هغې کښې داسې څيزهم وي چې هغه ترې خوند اوخوشحالي ترلاسه کوي دنمونې په توګه،شنه مخته،روانې اوبه او ښائيسته رنګونه چې دسپېره دشتې ناولواوډب شو اوبواوشړومنظرونوپه مقابله کښې وي دبينونکي حس لپاره خوشبويانې چې په مقابل کښې يې بدبويانې وي دژبې لپاره خواږه اوغوړخوراکونه چې دترخواو بې زائقه په بدل کښې وي. مسه کونکي حس ته نرمي خوند ورکوي چې په مقابل کښې يې سخت اوځاګه څيزونه وي دعقل لپاره دعلم اومعرفت خوند دے چې په مقابل کشې يې جهالت دے هم دغه شان هغه اوازونه دي چې غوږونه پرې اورېده پېژني يو هغه اواز چې خوشحالي ترې مېلاوېږي لکه د بلبلو اوازونه او دوېم چې کرکه ترې پېدا کېږي لکه د خره اواز هم دغسې په اورېدونکي حس او د هغې په خوندپه نورو حواسو په خوند قياس کول پکاردي (۳۵) غني خان وائي

چې اواز د سُره وځي بد يې رنګ شي                     چې خودي دخوده وځي نوخمارشي (۳۶)

محمدکردعلي* پخپل کتاب،القديم والجديد، کښې ليکي موسيقي دطب برخه ده چې زمونږعلاجونه پرې کېږي چې په هغې کښې مېرګي،لېونتوب،کم عقل توب،په خوب کښې ګرځېدل،فالج،تبې،اخون نسا، طاعون، زخم،دزهرو،سالنډي اونوروډېررنځونوعلاج شامل دے (۳۷) خوش اوازي په روح کښې څرنګ والے پېدا کوي دبزدل نه په مېدان جنګ کښې بهادرجوړوي،بخيل  سخي کېږي په سختوزړونو کښې نرمي پېدا کوي کمزورے پرې طاقت مومي ظالم عادل جوړېږي اوکمينه پرې شريف جوړېږي (۳۸)

د موسيقۍ يو داسې محفل چې دفحاشۍ يوټولګے وي چې پېښه ورسړي اوښځې پکښې ګډېږي کوچرې پکښې خوروي شراب اوکباب پکښې چلېږي دهغوي موخه ګډوډے،نمائيش حسن وادا اواظهارفخر وغرورناجائيزه موسيقي ده (۳۹) خوهرهغه فطرت چې په انسان کښې دننه ډوب وي موسيقي يې ورچانې راوباسي (۴۰)

---------------

(۳۳) اسلام اور موسيقي مخ ۱۲۴

(۳۴اسلام اور موسيقي مخ ۱۲۵

 (۳۵) اسلام اور موسيقي مخ ۱۲۸(۳۶) د غني کليات مخ ۱۲

*محمد کرد علي ۱۸۷۶-۱۹۵۳ (سوريا) مؤرخ او ادبي نقاد

(۳۷) اسلام اور موسيقي مخ ۱۳۱(۳۸) اسلام اور موسيقي مخ ۱۳۱

(۳۹) اسلام اور موسيقي مخ ۲۲۹(۴۰) اسلام اور موسيقي مخ ۲۳۷

----------------------

ساز

ورکړه شرنګ دې ستاله يار         

نوے دمني ماښام دے

نوې سپوږمۍ راختلې ده     

نوے سرورکښې خيام دے

اه د زړه تاخانوته دې    

ګوتې دسازورښکته کړې

وئ دمحمودځيګرته نن    

سترګې ايازورښکته کړې

اودې دخاوروستارکښې تا       

څنګ دابد قيصه جوړه کړه

اوديوشرنګ اوټنګ نه دې    

ماله نشه اومستي جوړه کړه

تا د ګلونودرنګ نه                  

ماله د يارتصويرکړجوړ

تادتارونودشرنګ نه       

ماله يوخوب اوتعبيرکه جوړ  (۴۱)

حضرت قدوه کبری فرمودن وائي دصوفيانوڅه ټولګي دموسيقۍ دفرضيت قائيله دي څنګ چې درنځ لپاره دوائي وي دغسې د سندرونه د پراسراريت سره مخ کېدل وي دنورونوراښکون په حرکت کښې راځي ځکه چې دموسيقۍ په اورېدوزړونه متحرک کېږي (۴۲) سيد احمد کبيروائي موسيقي فن اړخ ته رابلل کوي اود خدائے سره دنيزدېکت ذريعه ده (۴۳) دشرعه وقايه،هدايه،لوستلود،حورو،غلمانو، کروبيواوښائيسته دېويانوپه تذکيره دشهوت جذبات راولاړېږي دغه دموسيقۍ جلالي يامنفي اړخ دے دغه تذکيرې سړے د فرضيت نه محرومه کوي شدت پکښې زېږوي.که دچا په خواخوږې اورشته دارد زړه دوره راشي وخت دلمانځه وي هغه درنځورهسپتال ته د وړلوپه ځائ 

-------

(۴۱) د غني کليات مخ ۶۴۰ (پوره نظم دغله ولولئ)

(۴۲) اسلام اور موسيقي مخ ۳۳۱(۴۳) اسلام اور موسيقي مخ ۳۳۲

-------

لمانځه ته اوليت ورکوې دغه لمونځ دفرائضو په سرته رسولو کښې تېرے شمېرلے کېږي فرضيت اول

 دي،عبادات،تعليمات وذکراذکارورستي.امام عبدالغني نابلسي* وائي که سازدلهولعب لپاره نه وي نود ټولومسلمانانولپاره جائزدے هغه که ناقص عوام وي ياکامل خواص(۴۴) موسيقي يوازې دانسان دجذبو لامل نه دے بلکښې دانسان ذهني اواخلاقي ژوندته هم ځواک ورکوي (۴۵)

که شرنګ دے که رنګ دے     

ټول رازونياز دے

که ګل که ياسين دے        

يو سوزدے يوسازدے (۴۶)

دا جوته خبره ده چې موسيقي دبدن اوروحي ستړياؤ،نااراميو،خفګانونواوبې تابۍ درملنه ده.ستړي، ناارامه، پرېشانه اوخفه انسانان يې خوښوي فکري اوبدني ستړياوې يې له مينځه وړي.موسيقي دانسان غم غلطوي پرېشانه،خفه اونا ارامه زړونوته خوښي،سکون اوتسلي ورکوي اروا پوهانودپېړيوپېړيوراهسې دا جوته کړې ده چې موسيقي دجسمي ناروغيوعلاج دے د ډېرواروائي اوجسمي ناروغيو درملنه هم په موسيقۍ سره کېدائے شي (۴۷) نڅااوموسيقي دانساني جذبې دانتهاهغه لاس ته راوړنه ده چې په غېر شعوري ډول مينځ ته راځي کله کله انساني جذبه دومره پياوړې شي احساسات دومره ځواکمن شي چې د الفاظوپه ذريعه يې څرګندونه ناشوني وي اوياپه الفاظوڅرګندولوسره دانسان تسلي نه کېږي نوهم داچې د بېلابېلواټکلونو،تصوراتو،خوښيواوجذبو ښکاره کولولپاره بدن په حرکت کښې راشي اويادالفاظوپه ځائے دموسيقۍ دزړه تخنونکونغموپه غېږکښې پنا وروړل شي (۴۸)

----

*عبدالغني النابلسي ۱۶۴۱-۱۷۳۱ (سوريا) اسلامي سکالر ، شاعر

(۴۴) اسلام اور موسيقي مخ ۳۳۵(۴۵) موسيقي په اسلام کښې مخ ۵۴

(۴۶) دغني کليات مخ ۲۱۳(۴۷) موسيقي په اسلام کښې مخ ۵۶

(۴۸) موسيقي په اسلام کښې مخ ۵۹

-------

يا لکه درابندرنات ټيګوروېنا ده چې چرته الفاظ ختم شي نوموسيقي شوروشي محمد حسين حقياروائي دا ژوندخودخندا، خوښۍ ، خونداوخوشحالۍ لپاره هم کم دے،خفګان،غم،کرکه او دښمني خولاپرېږده. مولاناابولکلام اذاد څه په زړه پورې خبره کوي که دخوشحاله ووسېدوهنردې ذده کړو باوروکړه چې د ژوندترټولولوئ کاردې ذده کړو (۴۹ژوند دخوښۍ،تازګۍ، خوشحالۍ ، سروراوپراخۍ خونداولذت نوم دے نڅاپه رښتيا سره دجذبوڅرګندول اورويوپرغزي څرنګ والے دے چې دالفاظو ښکاره کولوومبے په حرکاتوکښې څرګندېږي (۵۰)

هنه څه خلک داسې مزاج هم لري چې دموسيقۍ اونڅا نه ورته څه خوندپه لاس نه راځي يا يې نه شي خوښه پکارده چې هغه خلک ترې ډډه وکړي خو په بل دې خپله مرضي په زور نه ورتپي.

يوه قيصه

څوک په سازکښې                       څوک په خوږ سوي رباب کښې

څوک په مسته ترانه کښې         

څوک ټپه څوک افسانه کښې

هروخت هره زمانه کښې                    

په فراق په يارانه کښې

بس دخپل جمدون قيصه ده              

په هرمخ ددې کتاب کښې

څوک يې وائ په مستوسترګو              څوک په مست رنګين رباب کښې

څوک دتال اوحرکت نه                             کړي ژړا اوخنداجوړه

ټول وجود يې يوارمان شي             

چې دغم کړي ګډا جوړه

داسې خيشت داسې رنګونه                         نشته نشته په ګلاب کښې 

---------

(۴۹) موسيقي په اسلام کښې مخ ۶۹(۵۰) موسيقي په اسلام کښې مخ ۷۲

--------

 خوهم هغه يوارمان دے          

ددې تال اوشرنګ درياب کښې

هم هغه يوه قيصه ده                   

په هرمخ ددې کتاب کښې

څوک يې سا ټکي راواخلي       

په خپل اوريې سره لمبه کړي

يومستي سرورترې جوړکړي      

په جانان يې صدقه کړي

کله يې ډوب کړي خپل خمارکښې      دوي هم ځان سره نشه کړي

کله تورغمګين ماښام کښې             

دوي يوغم کړي يو تياره کړي

يو بې وسه مايوسي شي                   نا اميد اوورک ماتم شي

يوبې نومه اضطراب شي         

سوے لوے پرې ادم شي

د سروجام دمېخانې کښې                     د جومات په سپين محراب کښې

د صوفي په پټ سرورکښې                 د عاشق دعشق شراب کښې

د شاعردلاس کمال کښې               

په جنون په اضطراب کښې

بس يو رنګ دے چې ځلېږي            

هم جانان کښې هم ګلاب کښې

هم په سازکښې هم په تال کښې              هم په خوږسوي رباب کښې 

يوخواتورمغروره مرګ دے      

بل خواژوند يورنګين خوب

يوخواغم درد اوتياره ده                

بل خوا مست شان لېونتوب

يوخوا ژوند يو بې وسي ده                    لويه توره مقبره ده

بل خواژوند يوه مستي ده           

د اميدارمان نشه ده

په يو سوال دې هم پوئ نه کړم         دژوندون په لوئ کتاب کښې

دغه سوال بس دغه سوال دے     

هم په رقص هم په رباب کښې

عاشق مينه کښې سرورکښې                 شاعرغم اواضطراب کښې

هم هغه يوه قيصه ده     

په هرمخ ددې کتاب کښې

-----

دغني کليلت مخ ۶۴۴

-
بېرته شاته