(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له کابله تر

[21.Jun.2024 - 21:34]

د ډاکټر همدرد یوسفزي یوې لنډې کیسې (افسانې) ته لنډه کتنه/ مصطفی سالک

له کابله تر کابله

دا د ډاکټر همدرد یوسفزي د یوې داسې کیسې نوم دی چې د یوې افغانې جینۍ ژوند د افغانستان اوږده غمیزه د یو علامت په څير څیړي، جینۍ ماشومه ده پیغله کیږي د ژوند مکان یې د زمان په اوږدو کې بدلیږي خو د غمیزې له اغیزه نه ژغورل کیږي کیسه د جنګونو له کلونو مخکې ارام او هوسا افغانستان کې پیلیږي ښاغلی همدرد د هغه وخت په انځورولو سره کیسه پیلوي لیکي.

 

((هو ماته لږ لږ یاد شي ، زمونږ وطن

 کلی کور ، چم ګاون‌‌‌‌‌‌ډ او زما ملګرې جینکې ، دغه کلی د خاورو ګټو جوړؤ ، د زیاتو خلکو د ژوند دارو مدار په کر کیلې وو ، د خاورو کچه کورونوؤ ، دروازې به  هم ځينې ځينې کورونه ته وې ، کوم عکورونو ته چې ورونه نه وو هغې ته به بوجۍ زړوندېؤې .. خو د دې هر څه باجود دغه کلی ودانؤ د ژوند نه ‌‌‌‌‌‌ډکؤ .. سړي او زلمي به سهار سهار پټو ته کارونو ته تلل او زنانو به کورونو کښې کارونو کښې بوختې وې ... زه به ایله د شپږو کالو ووم ... سهار سهار به مسجد ته سبق ته تلو .. قاري صېب چې ایله به د شلو کالو وو مونږ ټولو جونو او هلکانو ته سبق وئلو ... اوازونه چې به مو په سبق او په اخره کښې په مانځه بوغ شو نو بیا رخصتی شوه.  ... ))

دا د افسانه لیکونکي کمال دی چې کیسه یې په دومره ښکلې انځورګرۍ پیل کړه رښتیا هم د افغانستان خلک بې وزلي وو تر ډیره یې خلکو کرکیله کوله خو د جومات سبق ددغو خلکو دیندارۍ ته اشاره کوي.

ورپسې د افسانې دا دوه پارګرافونه راغلي.

((چې سبق نه به ستون شو نو بیا مونږ وو او زمونږ لوبې ... چېندرو ، مېرګاټي ، پټ پټوني ، 

زما به مېرګاټي او پټ پټونی بلا ‌‌‌‌‌‌ډېر خوښؤ خو چیندرو ته به مې زړه ماتؤ ... لا به مې یو کور نه پښه اړولې نه وه چې به بل کور کښې به پښه په کرښه راغله ... او زه به وسوزیدم ...دغه دوران کښې به چې اجړه ترور کله هم د لوبو د دغه ځایې نه تېریده نو پښه نېولی به شوه اول به ځان سره مسکۍ شوه بیا به یې وې 

بچو !!ژوند ټول هم دغه چیندرو ده ، د ښځو د پاره خو د ژوند هره لمحه هم دغه د چیندرو کرښې دي.ستا به خیال نه وي او په کرښه به دې پښه راغلي وي .. دلته خو انسان په دې لوبه کښې د لوبې بهر شي خو په داسې غلط کرښه پښه که مو په ژوند کښې چرته راغله نو دا خپل پلار ورور به دې د ژوند نه بهر کړي 

مونږ د احړې ترور په دغه خبرو څه پوهېدو؟))

جینۍ د لوبو خبره کوي او وايي چې په چیندرو کې تکړه نه وه زر به یې پښه په کرښه راغله او وبه سوځیده، د دې خبرې په مانا هغه څوک پوهیږي چې د ښاغلي همدرد نورې کیسې او نظمونه یې لوستی وي چیندرو د لیکوال په باور د ژوند علامت ( سمبول) دی له انسانه د دردونو، دودونو رواجونو، مذهب او انګیرنو بلها ډیرې کرښې تاوې دي که د چا پښه پر کرښه راغله نو سوځيدلی به وي، د چیندرو دا تعبیر د ډاکټر صاحب په کیسو او نظمومونو کې ډیر تر سترګو کیږي تر دې چې د افسانو یوه مجموعه یې هم چیندرو نومیږي چې تر دې سرلیک لاندې یوه لنډه کیسه (افسانه) هم په کې چاپ ده. خو کیدی شي یو لوستونکي د لیکوال نور اثار نه وي لوستي او یوازې ههمدغه کیسه لولي نو د چیندرو په علامتي مانا به نه پوهیږي نو ځکه یې د اجړې ترور له خوا مانا روښانه کوي. یو بهرنی لیکوال وايي که د داستان په پیل کې وښودل شو چې په دیوال یو ټوپک راځوړند دی نو دا ټوپک باید وروسته په کیسه کې ډز هم وکړي . اوس چې د افسانې کرکټر وايي په چیندرو کې تکړه نه وه او ژر سوځيده، دا سسپنس او تلوسه پیدا شوه چې جینۍ به وروسته له ستونزمن ژوند سره مخامخیږي. د افسانې راوي جینۍ وروسته وايي:

((د ژوند دغه مزل هم داسې روانؤ .. بابا مې په دولت کښې مدیرؤ ، سحر به تلو او مازبګر به ستړی کور ته راتلو ....))

د کیسې لیکوال کیسه په افغاني رنګ کې وړاندې کوي د پښتونخوا د خلکو غوندې نه وايي چې پلار مې بابو، ماسټر یا افسر و بلکې وايي په دولت کې مدیر و چې په دې سره د کیسې دا څیره بشپړه افغانۍ ښکاري.

تر دې وروسته لیکوال د لوستونکي ذهن ته ټکان ورکوي جینۍ په پیښور کې نه دا ټول فکرونه او سوچونه یې د اوسلو په فوګنیر پارک کې کول د ماشومانو په شور سره یې د خیالونو لړۍ وشلیده خو بیا یې د وطن پر اړه فکر کول پیل کړل دلته د کیسې تلوسه نوره هم ډیره شوه او هغه دا چې په یورپ کې ددې جینۍ خیالونه ولې د وطن له تصوراتو نه طواف کوي کیسه داسې پر مخ ځي.

((د فروګنیرپارک اوسلو په کونج کښې د ماشومانو د شور سره زه یک دم د خیالونو د دنیا نه راستنه شوم ،ما زر زر سترګې د اوښکو پاکې کړې ، د خپل ماشومتوب ورځې شپې په وطن یرغل ، د توپو او توغندو شور مې لا تراوسه په دماغو او ذهن کښې تازهؤ، دا دې زه چې ناروی ته راغلی یمه دا مې دوه وېشتم کال دی ... خو لا د لمبو لمبو د وطن یاد ... د ټوپک مارو زور جبر ... وې زما خدایا ... هغه د وطن د پرېښودو شپه ، چې غازي ګل کاکا د خاورو دحماعت په چت غږ کړو ..

د کلي اولسه !

 

"په وطن کښې جګړه  پيل شوې ده زر ده چې دغه جګړه زمونږ کلي ته هم راورسي ،کوښښ اوکړئ چې زر  تر زره ځان تیار کړئ ،د جنګ فریقین عام اولس هم نه معاف کوي،ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد ته هجرت کولو نه بله چاره نشته"

دغه وخت ما او نازو ميرګاټي کولې، ما کتل چې زما بابا په تېره من‌‌‌‌‌‌ډه له کوره بهر شو، غازي ګل کاکا ته ويئ، دا زما زمونږ خپله خاوره ده،مونږ سره چې هر څه کېږي تر اخره به د خپلې خاورې دفاع کوو ...

غازي ګل کاکا د بابا په خبره غلی شو ، ))

راوي څیره د جهاد او وسلوال مقاومت د پیل خبره وکړه اوس تلوسه په دې کې ده چې د کیسه کونکې برخلیک به څنګه کیږي. لیکي:

((د فروګېنر پارک کښې  زه د سحر نه ناسته هم دغه یو فکر وړې یم چې   چې زه به دوه وېشت کاله پس بیا هم دغه وطن ته ځمه ...زما د چېندرو هغه راښکلې کرښې به وي او کنه ؟؟زما ملګرې زرغونه ، کاکوټۍ ، برېښنا ، او ارمغان به څنګه وي ...؟؟؟

د زرغونې خو دومره خبر یم چې واده شوې ده او اوس د شپږو بچو مور ده 

هاې هاې ...دا څنګه وطن دی زموتږ ژوند پکښې داسې لن‌‌‌‌‌‌ډ تنګ ولې دی؟

ته ګوره دغه مخامخ مجسمو ته دغه مجسمو کښې یو فنکار یو مصور دغه هر څه څنګه راغون‌‌‌‌‌‌ډ کړي دي ))

په پورتنیو جملو کې بیا لیکوال کمال کړی د جینکو نومونه یې د افغانستان د خلکو را اخیستي دا نومونه په پښتونخوا کې نشته.

د زرغونې خبره کوي چې د شپږو بچو مور ده په دې سره لیکوال دې خبرې ته مرموزه اشاره کوي چې افغانان وړې ماشومانې ودوي او په لږ عمر کې ماشومان زیږوي چې د مور او ماشوم پر روغتیا ناوړه اغیزه کوي او تعلیم او تربیه یې هم ستونزمن کار وي.

په وروستۍ جمله کې په پارک کې د مجسمو یادونه شوې ده، لیکوال د مغرب د ژوندانه لپاره په بازارونو، کلبونو او نورو ځایونو کې نه ګرځي بلکې له همدغو مجسمو د لویدیځ د ژوندانه د علامتونو او سمبولونو په توګه کار اخلي جینۍ وايي.

((دغه مخامخ محسمه کښې یوې میئنې جینۍ خپل مئين ته غاړه ورکړې ده !!!

دا بې حیایې ده .؟ توبه !!!!!که بې حیایې دغه نه ده چې خپله خور لور بغېر د هغې د تپوسه یو چاته عمر عمر له داسې حواله کړئ 

هغه هم انسان وي سوچ به کوي چې چاله یې څنګه ورکړم 

هغې به هم په دغه ویره ترهه کښې د خپلو جزبو په زور یو څوک په زړه کښې ساتلی وي 

د چا په نوم به یې په خپلو لاسو اتکرنګ جوړ کړي وي 

خو داسې کله کېږي دغه اظهار مرګ دی 

هغه تېر کال چې مې کاکا لور د ګاون‌‌‌‌‌‌ډي په ځوي مېنه شوه 

نو انجام یې څه شو ؟؟؟

زما مور به وې شکر دی چې مړه یې نه کړه دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا  سړي  سره که ژوند نه کوي نو بله لار خو مرګ  ده!

او بیا د واده په اوله شپه چې مې د کاکا لور زهر خوړليؤ 

نو دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا په دویم ځل کون‌‌‌‌‌‌ډ شو   زما بابا ولې داسې اوکړل  ما یوې بلې مجسمې ته کتل ، چې نېغ راته خپل بابا ودریدو 

زما د بابا ذهن د دغه مجسمې په شان ولې ساکت شو ؟

د هر قسمه تاثراتو نه خالي لکه ماسک 

....دغه مجسمه کښې یو پلار خپله لور په غېږ کښې نېولې روان ښکاري 

دغه د نازي جرمنو له خوا په ناروې د تپلي شوي جنګ د اخري ورځو یادګار دی 

زمونږ غمونه یو شان  دي 

خو زمونږ باباګان یو شان چرته دي ؟

دغه د محسمې بابا خپله لور د جنګ د ګولو نه بچ کولو د پاره چرته محفوظ ځایې ته روان دی ))

په مجسمه یوې مېنې جینۍ خپل مېن ته غاړه ورکړې دا د لویدیځ د ژوندانه یو انځور دی جینۍ ته دا مجسمې بې حیايي ښکاره شي خو ورسره جوخت یې فکر جبري ودونو ته پرواز وکړي او دا ورته یادیږي چې د تره لور یې د همدې غمیزې له کبله واده په شپه زهر خوړلی و.

ورپسې یوه بله مجسمه ګوري چې یو پلار خپله لور له جنګه ژغوري دا مجسمه پر ناروی د جرمني د نازي یرغل یادګار دی د کیسې لیکوال د دې مجسمې یادول د کیسه کونکې جیني د خیال لپاره د یوه لینک په توګه کاروي چې بېرته د افغانستان له حالاتو سره وتړل شي چې دا په کیسه کې د یوه استاد لیکوال تخنیک دی مخکې وايي:

((زما بابا مونږ روڼه خویندې هم داسې 

د تورخم په غرونو په تور شپه کښې راړوليؤ 

ماته یاد شي کشری ورور چې د څلورو کالو وو او په لارې وږې شوېؤ 

زما بابا سره هېڅ نهؤ 

خو ورور مې څه خبرؤ 

ماته د خپل بابا د اوښکو هغه پټو پښتنو اوښکو بې بسي یاده ده!!!!!!

چې څه پېدا نه شو 

نو بابا یو سوړ اسویلۍ اوکړو او د افغانی احساس اوښکې یې په مخ روانې شوې 

بچیه !!!بس لږه لار پاتې ده ګوره خپل پېښور ته خو روان یو 

خپل کور ته 

خپل ځاې ته 

هله راځه زما په اوږه شه 

ما زر زر اوښکې پاکې کړې ما وې نه نه نه نه زما بابا د دغه محسمې د ماشومۍ د بابا نه ‌‌‌‌‌‌ډېر لوې دی !

خو خو ما ولې داسې بیا وطن ته لږي زما واده یې داسې د یو چا سره اېښودې دی چې نه یې زه پېژنم نه ما لېدلې 

زه به داسې ژوند څنګه اوکړم 

تورپيکۍ خاله خو وې هلته به ګورې چادري اچوې بهر ګرځېدل د خاوند نه پرته نه شي کولې 

هم دغه د حیا او يښتو ژوند دی!!!

نه نه نه دغه د مجسمې د ماشومې بابا ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ دی!!

ما د مجسمې ماشومې د بابا  سترګو ته کتل چې په ښي سترګه کښې یې زما د بابا عکس ښکارېدو

ما چغه کړه چې نه نه نه زما بابا ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ دی !!!

خو زما د بابا عکس  د مجسمې په دغه سترګې کښې نور هم کوچنې کوچنې کېدو چې ورک شو '....

زه بیا د خیال په نېلۍ سوره تر پېښوره لاړم .... د بابا د "خپل پېښور"په  سوچ  کښې به هله طوفان راغې چې د بابا به لارې روان‌ؤ او رمونږ د ګاون‌‌‌‌‌‌ډ بچو به چغې کړې مهاجر کاکا سلام علکم ...مهاجر کاکا سلام علکیم ...بابا به جواب ورکړو او بیا به مونږ ته ذهېر شو ... ما به مې بابا ته وې بابا دا جونه تاته مهاجر کاکا ولې وايئ ...?مهاجر څه ته وايئ ؟؟؟ 

بابا به غلی شو کله به یې یوه بهانه اوکړه کله بله..... ماته یاد شي چې یو ځل دغه ماشومانو بابا ته د مهاجر کاکا اواز کولو نو زه بابا نه ترغاړې وتم چې بابا مهاجر څه ته وايئ .??

بابا سترګې د اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې ...وې بچیه مهاجر هغه چاته وايئ چې خپل وطن نه بل وطن ته تلي وي...دا ماشومان دي نه پوهېږي چې زه خو خپل پېښور ته راغلې یم !!!

او بیا دغه د مهاجرت دوره لا پسې اوږده شوه چې مونږ ناروی ته راغلو . د پېښور د دوه کالو مهاجرت ‌‌‌‌‌‌ډېر زړه چاودونکیؤ ، بابا د ناروی ته لاړو او ورپسې بیا مونږ دویم مهاجرت اوکړو ..

ژوند محفوظ او خونديؤ))

په پورتنیو پاراګرافونو کې د جینۍ کورنۍ پیښور ته ځي جینۍ دې ته حیرانه ده چې بابا ته یې خلک مهاجر کاکا وايي خو په دې خبره کې دوه انځورونه پټ دي ماشومان ورته سلام کوي او مهاجر کاکا ورته وايي که له مهاجر نوم نه د پردیوالي بوی راځي نو سلام کول د پیښور د خلکو د نیک او اسلامي چلند ښکارندويي کوي بې تړاوه به نه وي که زه دلته د یوه کډوال په توګه خپل احساسات بیان کړم ړومبۍ خبره خو داده چې افغانانو د اسلامي اصالت د ساتلو په غرض خپله خپل ځانونه مهاجرین بلل، خو په پیښور کې خلکو افغان کډوال پردي نه ګڼل ما نیم ماشومتوب او پوره زلمیتوب په پیښور کې تیر کړی

هلته مې تعلیم وکړ لیکوالي او شاعري مې پیل کړه داسې ملګري مې پیدا کړل چې اوس هم ورسره په اړیکه کې یم تاسو به زما نور کلیوال ملګري ونه پیژنئ خو زه د ډاکټر حنیف خلیل کلیوال وم ما او هغه نزدې پر یوه مهال د ادب دنیا ته راغلي یو پر ادب، فلسفه او خپلو تخلیقاتو مو داسې بحثونه کول چې ډیر وخت به د سهار لمر راوخوت خو زموږ خبرې به ختمې نه وې او راروانې ناستې ته به پاتې شوې، د سوات، چارسدې، مردان، باړې، خیبر او نورو سیمو مشاعرو ته تللو او دومره شوخ وو چې د هغه وخت د شوخۍ خاطرې نه زه لیکلی شم او نه یې ډاکټر صیب لیکلی شي .

په مړي ژوندي کې به تر کومه چې زمونږ خپل خپلوان رارسیدل کلیوالو به هر څه سنبال کړي وو. تر کومه چې په تورخم ویزه او پاسپورټ نه و اړین زه به هر کال له خپلو ماشومانو سره پیښور ته په رخصتۍ تللم ځکه خو مې دا شعرونه ویلي دي.

هېروم دې زوروره را په یاد شې

یو ناڅاپه پیښوره را په یاد شې

تصور دې په تندي کې رب ته یوسم

په سجده کې بختوره را په یاد شې

یا دا چې:

د کابل ښکلي قدر نه کوي ستا

سالکه بېرته پیښور ته راشه

بېرته به کیسې ته ستانه شو مجسمې افغانې جینۍ ته هغه ټولې ناخوالې وریادوې چې د هېواد جینکۍ یې ورسره لاس او ګریوان دي او دا چې د بت په سترګه کې یې د بابا انځور وړوکی کیږي دې ته اشاره ده چې د لویدیځ د ژوند له لیدلوري هغه مشران ډیر کوچني دي چې خپلې جینکۍ لکه د چیندرو په ډیرو کرښو کې بندیانې کوي او له راز، راز ناخوالو سره یې مخامخوي.

ورپسې په دریو بربنډو مجسمو کې ورته ځان ښکاري خو بیرته خیال بدلوي چې نه دا زه او زما ملګرې نه دي وايي چې زما به لږ هم سرتور شو مور به مې ویل چې په لوڅ سرو جینکو پسې پیریان راځي جینۍ تپوس کوي چې د ناروي په نیمه لوڅو جینکو پسې خو چرې هم پیریان رانغلل، چې دا زموږ د ټولنې په توهماتو طنز دی.

د کیسې لوړ پوړ دادی چې د کیسې جینۍ دوه ویشت کلونه په ناروې کې تیر کړي او کورنۍ یې په کابل کې داسې چاته کوژدن کړې چې دې هډو لیدلی یې نه دی جینۍ وايي چې روانه یم خو ماته به دوه څیزونه یادیږي مجسمې یانې د یورپ ژوند او خپله د تره لور چې د واده په شپه یې زهر خوړلي وو مانا دا چې د دې امکان ویني چې دادې هم په ورته برخلیک اخته شي.

په دې سره لیکوال د بهر میشتو افغانانو یو بل دود ته اشاره کړې په لودیځ کې میشتې کورنۍ که خپل زوی ته کوژدن کوي نو په افغانستان کې ورته جینۍ ګوري او که جینۍ کوژدن کوي نو په افغانستان کې ورته هلک ګوري او غرض یې دا وي چې په افغانستان کې میشت خلک د لویدیځ د میخانو او نایټ کلبونو له کوډو بچ دي وفادار او د لمونځ روژې پابند وي خو دې ته نه ګوري چې ددوی تر منځ ذهني واټن څومره دی بله دا چې دا په خپل کلچر کې د پاتې کیدو یو ناکام کوښښ دی له یوه نسل سره خو به دا جوړجاړی وکړي خو دویم نسل به ددوی خبرو ته غوږ نه ږدي او چې ځوانان شي لکه ازاد مرغان به له خپلو ځالو والوزي.

دا وه د ډاکټر همدرد یوسفزي لنډې کیسې ( افسانې) ته زما لنډه کتنه هغه کسان چې د داستان د نقد ښه صلاحیت لري ښايي زما په پرتله په دې افسانه کې ډیرې فني نکتې پیدا کړي. د کیسې وروستۍ برخه لولو:

((ښونځي مې اویله ، دا دی دوه کاله کېږي چې د پوهنتون سبق هم خلاص دی ...

ولې خداې خبر بابا څه ‌‌‌‌‌‌ډار اغستی ...بېرته مو وطن ته لږي ...

مخامخ ..دغه مجسمه کښې درې جینکي دي 

درې واړه لوڅي دي ...په سترګو کښې مسکا ده درې واړو په یو بل لاسونه اچولي  دي...

دغه مجسمه کښې ماته ځان ښکاري مېنځ کښې زه ولاړه یمه یو  خواو ته نازو او بل خواته برېښنا ولاړه ده 

نه نه نه دا مونږ نه یو ...دغه خو لوڅي دي ...ه‌‌‌‌‌‌ډو یې خپل ځان ته پام نشته .....

زما به چې سر هم چرته سرتور شو نو مور به مې اواز اوکړو

سر پټ کړه  لوڅ سر او خلاصو وېښتو پسې پيریان راځي...

ولې عجیبه دا وه د ناروی په دغه نیمو نیمو جامو واله جونو او لوڅو سرونو پيسې چرته پيریان رانغلل ...

دغه مجسمه کښې د دغه جونو مسکا د ژوند هېنداره ده 

دغه کېڼ اړخ مجسمه کښې یوې مور خپل تي ښکاره کړي دي او درې ماشومان ورپورې جوخت دي لکه چې سم وږي دی 

مور شېدې روي د مور په سترګو کښې څومره مینه ده خو ددغه ماشومانو په دغه شون‌‌‌‌‌‌ډو او تندو نه ختمېدونکې خندا ...

یو تي ته یو ماشوم بل تي ه بل ماشوم 

او دا دریم داسې په انتظار دی 

دا دریمه خور خو به نه وي 

نه نع نه نه نه نه

دغه تفاوت مور نه کوي ?

کوي کوي چغې شوې زما په لاشعور کښې چغې شوۍ کوي 

پښتنه مور هم داسې کوي 

ماته لږ لږ یاد شي پېښور چې به کله هم بابا مېوه راواړه نو زما برخه به د ورور په نیمه وه !

دا ولې دا ولې ؟؟؟

ماته مې بیا د بابا دغه عجبه فېصله مخکې ته شوه 

ما مې پرون بابا سره وعده کړې ده چې زه درته سبا ځواب وایم 

زما ځواب به څه وي !!!!

زه به دا ژوند اوکړې شم؟

د ناروې دوه وېشت کاله ژوند به داسې هېر کړم ؟؟؟خو بیا هم 

دا دی  نن مونږ ټوله کورنۍ 

د دبۍ په لاره کابل ته روان یو

چرته چې یو نالېدلې زلمی زما  انتظار کوي '...ماته د Vigelandد نړۍ د لوۍ فنکار 

لاسو جوړې مجسمې یادېږي 

او ماته مې د کاکا هاغه لور هم یادېږي چې د واده په اوله شپه یې ذهر خوړليؤ ))

 

..........................................

همدرد اېبټ اباد 

-
بېرته شاته