(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تورېکۍ​ خادم

[15.Jul.2024 - 05:48]

تور پېکۍ خادم سنګین

لیک: ډاکتر لطیف یاد

 

آغلې تورپیکۍ خادم دهېواد دمشهور لېکوال اوڅیړونکي ارواښاد  علامه استاد قیام الدین خادم لورده چې دننګرهار ولا یت د کامې په ولسوالۍ کې په یوې علمي او ادبي کورنۍ کې زیږېدلې ده .

آغلې تورپیکۍ خادم سنګین خپلې  لومړنۍ زده کړی ( تر پنځم ټولګي) پورې د ننګرهار په  الایي لیسه کې ترسره کړي او بیا یې خپلې زده کړې له پنځم ټولګي پورته له شپږم ټولګي  نه د کابل په عایشه دراني په لیسه پیل کړې ، خو د آغلې سنګین د لوړ استعداد په برکت یې  هم مهاله په راډیو افغانستان کې د کوچنیانو خپرونه کې همکاري پیل کړه، البته د زده کړو تر څنګ له دوه کالو وروسته یې د   ممثلې په توګه کار پیل کړ .

د وخت په تېرېدو سره د آغلې تورپیکۍ خادم سنګین مینه له  ادبي خپرونو سره زیاته شوه  ، چې له نېکه   مرغه یې  دراډیو  افغانستان د هنر او ادبیاتو  له مدېریت سره   کار پیل کړ ، بیا یې ورو ـ ورو د  دکلمې په برخه کې د نوموړې ادارې سره کار کاوه  او آغلې سنګین ته ددې زمېنه برابره شوه   چې د (هرچمن سمني )او د (شپې غږونه) راډیو یې مجلی خپرونو کې د نطاقۍ چانس ور په برخه شي، په همدې وخت کې یې په  راډیو افغانستان کې    نطاقي پیل کړه ،

اغلې سنګین د بکلوریا تر اخیستو ورسته د ژوند نوی تړون لاسلیک  کړ( واده یې وکړ) . همدا  وخت و  چې هغه مهال رژیم بدل شو  او د شهید محمد داود خان دوره پیل شوه

دشهید محمد داودخان  په وخت کې   مطبوعاتو چټک  پرمختګ وکړ .دراډیو خپرونې  هم  مخ په زیاتېدو شوې او د تلویزیون د جوړېدو کار  هم پیل شو او د افغان فلم اداره هم په پراخېدو شوه اوپه دغه وخت کې  آغلې سنګین د افغان فلم  اخباري فلمونو کې همکاري کوله او د   د بهرنیو فلمونو دوبلاژ هم پیل شو او د آغلې سنګین آواز د فلم د لومړي کرکتر  لپاره انتخاب  شو ، نو دوی وکولای شول ، چې یو روسي فلم چې نو م یې وو (ګلان وځنډېدل)ددې په غږ سره  په پښتو دوبله کړي  .  خو تر شهید داودخان وروسته  سیاسي حالات بدل شول خو بیا هم آغلې تورپیکۍ خادم هلته دوه کلونه کار وکړ.  . سنګین غوښتل چې خپلو لوړو زده کړو  ته دوام  ور کړي ، ددې په ټکو چې طالع (بخت) یاري ورسره ونه کړه  . وروسته آغلې تورپیکۍ خادم لکه نورو افغانانو په څېر دېته اړه شوه چې هېواد پریږدي او کډواله شي چې وروسته ـ په ډیرو بدو او ستونزمنو  شرایطو پاکستان ته کډواله شوه او وروسته تر یو نیم کال دسویس دولت رسمي قبولۍ وروسته د جینوا په ښار کې یې خپل  ژوندپیل کړ او درې لسېزې وشوې چې هلته    له  خپلو بچیانو او ژوند ملګري سره اوسي او دبیزنس په برخه کې یې زده کړې کړي دي او بچیان یې هم دلوړوزده کړو نه برخمن دي

باید زیاته کړم چې دآغلې تورپیکي جانې خادم نورې خویندې آغلې ثریا خادم او  آغلې زیبا خادم هم دپښتو ژبې تکړه نطاقانې دي  چې آغلې زیبا خادم اوس هم دامریکي غږ پښتوپروګرام کې ویانده ده   او ددوی بل ورورښاغلی روښان خادم هم دپښتوژبې  ښه ليکوال دی.

  آغلې تورپیکۍ خادم سنګین وایي: زه د خپلې تجربې له مخې هغو افغان خویندو ته وایم چې په پر مختللو هېوادونو  کې د تحصیل لپاره هیڅ ناوخته نه دی، تاسو هم ملا وتړئ، ژبه زده کړئ ځانونه  او خپل  اولادونه  ورسوئ.

ـ اغلې سنګین د شعر او شاعرۍ په هکله وایي:

ـ د پښتو شاعرۍ او لیکوالۍ سره  زما  ځانګړې  ذوق دی،   او  پښتو ژبې د نثري لیکنو ،آزادو شعرونو، لنډه کي نظمونو او ادبي طرحو سره زیاته مینه لرم او کله چې مې څه ذهن ته راشي لیکم یې ،د دوستانو دې کور ودان وي چې خوښوي ، خو ما تر اوسه غزل نه دی لیکلی ځکه مونږپه پښتو  ژبه شکر ډیر شاعران او د غزل لیکونکي لرو او زه د هغوی غزلې په مینه لولم او خوند تری اخلم .

د شاعرې سنګین دآزادو شعرونو دوه بېلګې 

عنوان: د یوې افغانې  نجلۍ سوې ناره

-----------------------------------------

مرغۍ ته

اې آزادې مرغۍ

زه دې د بندې کړکۍ وینم

ته ځنګه بختوره یې

الوزې

د ښکلي بڼ لور 

د ښکلو ګلانو ننداره کوې

ترانې وایې

او زه په حسرت درته ګورم 

رخه مې شي

چې ولې زه ؟

په ظلمت او تورتم کې را ګيره یم 

ښوونځۍ مې وران

کتاب مې سوی

قلم مې مات

 ساه مې بنده

او د تیارو په بند کې

ایساره یم .

ت ـ سنګین

-------------------------

دویم شعر.

عنوان: مینه:

د مینې په دي کرجن ماحول کې مو 

د زړه په کرونده

مینه وکرئ او وپالئ

ّځکه !

همدا مینه ده

چې د انسانیت 

معراج ته مو رسو 

(دآغلې تورپيکۍ  خادم ژوند لیک مې   دافغانستان دملي شاعرانې له پاڼې را اخیستی دی ، البته زماپه لنډو زیاتونو سره) .

-
بېرته شاته