(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو عدالت

[15.Jul.2024 - 06:04]

د پښتنو عدالت

 منظور پشتین - د پښتون ژغورنې قامي غورځنګ مشر

 

قامي/قومي عدالت/ محکمه 

د اکټوبر په ۱۱مه به قامي محکمه جوړیږي د هر پښتون ګوند، هرې سیمې چې له سواته نیولې تر کویټې او وزیرستان او کوهاټ او بنو او د ټولو پښتون مېشتو سیمو او پښتنو قومونو استازي، د ځوانانو استازي، د پوهنتونونو د محصلینو استازي او د بل هر قشر استازي راوبولو او راټول به یې کړو.

 

بیا به ورته پر پښتنو د پنجاب ریاست له لوري د شوي هر ظلم او جبر او د هرې ناروا ښکاره ثبوت په یوه غټ سکرین کې ولګوو او داسې نه چې دروغ وي یا جوړې شوې صحنې وي، ټول به حقیقت او حقیقې تیرې شوې کیسې وي چې دغو پښتنو/ افغانانو زغملې دي او پرې تېرې شوې دي.

 

د دغه هر څه له لیدلو وروسته به بیا د هر ګوند او د هر قام خپلې خپلې خېمې وي او په دغو خیمو کې به د دوی ټول استازي وي، چې د ثبوتونو له لیدلو وروسته به ترې پوښتنه وشي چې اوس نور موږ تر دې وروسته څه وکړو؟

نو هغوی به خپلو خیمو ته ستانه شي او خپلو خپلو کې به سره سلا او مشورې وکړي.

پرېکړه به دلته د هر قام د استازي له لوري کیږي او په مشوره به کیږي.

 

بیا چې د دغه پښتون قوم له لوري؛ چې له ګڼو سیمو او ځایونو دلته راغلي، هره پرېکړه وشوه هغه به موږ ټول منو او عملي کوو به یې او د همدوی پر لار او پیروۍ او مشرۍ پسې به روان یوو.

ټول استازي او مشران او کشران به پر قران لاس ږدي چې خیانت یا غداري به نه کوي، له خپلې کړې ژبې به نه تیریږي، خپله ژمنه یا وعده به نه ماتوي او خرڅیږي به نه, ځکه د ټول قام د راتلونکې پرېکړه ده او د ټول پښتون نسل برخلیک ور پورې تړلی دی.

(سیال یوسفي)

 

 

نۀ محالونه غواړو نه مو بنګلې پکار دي

نه بلډینګونه غواړو نه مو پیسې پکاردي 

د غیر اغیار د غلامئ نه آزادی پکار ده 

 منظور خانی پکار ده پښتونوالی پکار ده

(ګیله من وزیر)

-
بېرته شاته