په خوشالیاتو کې
[14.Aug.2024 - 12:37]
په خوشحالياتو کښې يوه ګټوره اضافه
لیک: ډاکتر شاکر اورکزی
د پښتو په نسبت اردو ډېره اوسنۍ ژبه ده خو د تحقيق او تنقيد په مېدان کښې د پښتو نه پوره نيمه پيړۍ وړاندې روانه ده. په اردو کښې چې په غالب او اقبال څومره تحقيقي او تنقيدي کار شوے دے هومره کار زمونږ په ټول کلاسېکي ادب نۀ دے شوے. پکار خو دا ده چې پښتانۀ د دغه تهذيبي او تاريخي نرګسيت نه رابهر شي چې ګني مونږ د نړۍ اصيل قام يو او پينځۀ زره کلن تاريخ لرو. نړۍ د قامونو تاريخ ته نا بلکې کار او زيار ته ګوري.
په پښتو ادب کښې د تنقيد او تحقيق په حواله يواځې خوشحال هغه خوش نصيب شخصيت دے چې د بل هر شاعر و اديب نه پرې ډېر کار شوے دے خو اوس هم په خوشحال بلها کار پاتې دے. په خوشحال اولنے ډاکټرېټ (سندي تحقيق) خديجه فېروزالدين کړے دے. دوي د پنجاب پوهنتون نه په ١٩٤٠ء کښې په انګريزۍ کښې په خوشحال بابا ډي لېټ (D.Litt) کړے دے. د ډاکټرېټ دويمه ډګري (Ph.D)پرې ډاګټر ګل محمد نوروزي د ماسکو پوهنتون نه په روسي ژبه کښې په کال ١٩٦٩ء کښې کړې ده او د ډاکټرېټ دريمه ډګري (Ph.D) د پېښور پوهنتون نه په پښتو کښې ډاکټر محمد اقبال نسيم خټک په ١٩٨٤ء کښې د "خوشحال او جماليات" په نوم کړې ده. دې نه علاوه په خوشحالياتو کښې يو شمېر سندي او غېر سندي تحقيق هم شوے دے او سلګونو مقالې او مضمونونه د دې نه سيوا دي. ډاکټر اقبال نسيم خټک پخپل کتاب "پشتون شناس" کښې په خوشحال بابا په پښتو، اردو، پارسي او انګرېزي کښې د شوي د سندي او غېر سندي کار ډېره تفصيلي جايزه وړاندې کړې ده چې ترمخه يې مونږ وئيلے شو چې د پښتنو ترڅنګ غېر پښتنو (چې مستشرقين پکښې سرفهرست دي) هم په خوشحال ډېر کار کړے دے.
په خوشحالياتو کښې د سندي تحقيق دا لړۍ د پاکستان او افغانستان په ګڼو پوهنتونونو کښې دوامداره ده او يو شمېر د اېم فل او پي اېچ ډي سکالران پخپل تحقيقي کار کښې بوخت دي. د دې سربېره د خوشحال بابا د تخليقاتو د تدوين کار هم وخت په وخت شوے دے. خصوصاً د خوشحال بابا کليات مختلفو پوهانو لکه عبدالحئ حبيبي،سېد رسول رسا، دوست محمد خان کامل، حبيب الله رفيع، ډاکټر يار محمد مغموم او يو شمېر نورو ادارو او پبلشرانو تدوين او مرتب کړے دے ،خو د تدوين دا کار چې څنګه د منلي شوي اصولو متقاضي وۀ هغسې نۀ دے شوے خو بيا هم دغو ټولو عالمانو د خپل استعداد مطابق د خوشحال بابا کليات او ديوان سره تر کافي حده خواري او محنت کړے دے خو بېخي يې د سهوو، غلطيو، ګوتوهنو نه پاکول اسان کار نۀ وۀ او نۀ دے.
د خوشحال بابا د دستياب ټولو قلمي نسخو متن يو نۀ دے نو ځکه د چاپي نسخو ترمينځ هم يو خليج موجود دے. چرته په شعرونو کښې، چرته په مصرعو او چرته په ټکيو کښې اختلاف او تضاد ښکاري. د دې تضاد او اختلاف يوه وجه د کاتبانو ده. چې دوي نه دا سهواً هم شوي دي او عمداً هم، ولې چې په دوي کښې ځينې په شعر پوهېدل او ځينې نه. همدغه حال د مدونينو هم دے. دوي هم چرته د ناپوهۍ او چرته د سهل پسندۍ په سبب د بابا په کلام کښې غلطۍ کړې دي او يو نيم خو پکښې د سمونې په نيت سم متن هم وران کړے دے چې ورته ښاغلي ډاکټر اقبال فنا رسا اشارې کړې دي. اصل کښې د متن سمونه لويه پوهه او هنر غواړي. د پوهې او هنر سره سره دا يو ډېر مشکل او زړۀ خوړونکے عمل دے.
د دې ضرورت پېش نظر د پښتو دوو مشرانو ليکوالانو په يو وخت کښې دغه ضروري کار ته پام وکړو او چې چرته د کاتب، ناقل او مدون نه سهوې او غلطۍ شوې وې هغه يې تر کافي حده مخې ته راوړې او د دې سهوو تصحيح يې هم د خوشحالياتو سره تعلق لرونکو مخې ته کېښوده. د دې ستر او عظيم خدمت پېل ښاغلي سعادت سحر وکړو او تر خپل فهم يې هغه ټولې سهوې يا تېروتنې چې د خوشحال بابا په کليات (غزلونو) کښې شوې وې هغه يې رابرسېره کړې. ياده دې وي چې سعادت سحر د خوشحال بابا کليات (لومړے ټوک ) کوم چې د افغانستان د علومو اکاډمي کابل له خوا چاپ شوے دے خپل زېر نظر ساتلے دے او يو نيم ځاے کښې يې د نورو قلمي او چاپي نسخو هم سرسري شان ذکر کړے دے. د سعادت سحر دا زيار ډېرد ستاينې وړ دے ولې چې د خوشحال بابا داسې شعرونه چې په دې کلياتو کښې په کوم صورت کښې چاپ دي، په فني او معنوي (فکري) حواله نيمګړتيا لري چې مونږ يې د ستر خوشحال بابا نه په هېڅ صورت کښې توقع نۀ شو لرلے. څومره به ښه وے چې ښاغلي سعادت سحر دغه سمونې د يوې منلې شوې ضابطې لاندې کړې وے. دوي د خپل ذهن مطابق دا سمونې کړې دي چې په متني تنقيدکښې د "قياسي تصحيح" په نوم يادولے شي. قياسي تصحيح کښې نقاد د ټولو دستياب نسخو د متن موازنې نه پس د خپل قياس په زور تصحيح کوي. مثلاً په يوه نسخه کښې د يو غزل د يو شعر قافيه "انتخاب" په بله کښې "جواب" او په دريمه کښې "ثواب" راغلې ده خو دا درې واړه قافيې د شعر معنا او مفهوم نۀ واضحوي. نو اوس دلته د "قياسي تصحيح" نه کار اخستل اخرنۍ لاره ده. خو دلته بايد ډېر په احترام ووايم چې مشر سعادت سحر د خوشحال بابا د قلمي او چاپي نسخو تقابلي جايزه نۀ ده اخستې بلکې د پښتو اکاډمي کابل چاپ د خوشحال بابا کليات (لومړے ټوک) د غزلونو جاج يې وړاندې کړے دے. ښاغلي سعادت سحر د هر غزل مطلع او مقطع د خپل لنډ نظر سره وړاندې کړې دي، د غزل ټولو قافيو سره سره د ګرانو ټکيو فرهنګ يې هم ورکړے دے. په يو نيم ځاے کښې يې بېت الغزل د خپل حسن انتخاب په توګه راوړے دے. دې نه علاوه چې چرته ورته لفظونه، غلط يا بدل کړي شوي په نظر راغلي دي نو هلته يې په خلاص مټ سمونه هم کړې ده. دوي ته د داسې سمونو چې کوم جواز حاصل وۀ هغه دا وۀ چې د خوشحال بابا او د سعادت سحر علاقه او لهجه يوه ده. لکه څنګه چې مخکښې ووئيلے شول چې دوي دغه سمونې د خپل قياس په بنياد کړي دي نو قياس کله کله تېر هم خوړلے شي لکه "د خوشحال بابا د غزل جاج" په مخ ٥٦ او غزل ٩ کښې ښاغلے سعادت سحرداسې رقم طراز دے:
"د دې پټۍ نهم غزل نهه شعرونه لري، مطلع يې دا ده
تل که دا وي له خوبيه طمطراق ستا
نور دې لاس له ځانه پرېوېنځي عشاق ستا
د مطلعې دو يمه مصرعه زما سحر تر فهمه داسې پکار ده
نور دې لاس له ځانه ووينځي عشاق ستا"
دلته مشر سعادت سحر پخپل فهم کښې په تصحيح کښې سهوه شوے دے ولې چې "پرېونځل" يو لرغونے تورے دے چي په کرلاڼي لهجه خصوصاً په اورکزو کښې اوس هم مستعمل دے او دغه د خوشحال بابا کمال دے چې د پښتنو د ټولو قبيلو او لهجو ورته مکمل علم وۀ. دلته يوه بله ضروري خبره واضحه کوم چې خوشحال بابا ټوله شاعري په يوه لهجه کښې نۀ ده کړې. کومو ناقلانو، کاتبانو او مدونينو چې د خوشحال بابا د شعر ټوله لهجه غېر کرلاڼۍ کړې ده چې اوس ورته وخت په وخت ګوته نيولے شي نو هم دغه رنګ د بابا د شعر لهجه مکمل کرلاڼۍ يا خټکواله کول بېخي جواز نۀ لري.
"د خوشحال بابا د غزل جاج" کښې د مشر سعادت سحر نه کوم کار چې په دې لړ کښې نيمګړے پاتې شوے دے د هغې تکميل دپاره د پښتو يو بل ستر علمي سياسي،او سماجي شخصيت ډاکټر اقبال فنا ملا وتړله او د تدوين د اصولو او د متني تنقيد په رڼا کښې د خوشحال بابا کليات د افغانستان د علومو اکاډمي او د سعادت سحر "د خوشحال بابا د غزل جاج" يې د خپل کار بنيادونه وګرځول۔
د ډاکټر اقبال فنا دا تحقيقي کتاب "د متن د تدوين اصول او د خوشحال خټک کليات" د خوشحالياتو په لړ کښې يوه ګټوره زياتوَنه ده. د ډاکټر صېب دا زيار په بنيادي توګه درې برخې لري. يوه برخه يې په متن اډاڼه ده، په دې برخه کښې دوي د متن تعريف، انتخاب، سمونه، څېړنه، املا او رسم الخط پورې هغه ټولې وړې لوې نقطې رابرسېره کړې دي بلکې ټولې يې ډېر په عرق رېزۍ او عالمانه انداز کښې د لوستونکو په وړاندې ايښې دي.
دوي په خپلو خبرو کښې دعوه کوي چې تر دې دمه د متن د تدوين په اصولو کوم رهنما کتاب په پښتو کښې منظر عام ته نۀ دے راغلے، نو په دې ضمن کښې د دوي د دې زيار دويمه اهمه برخه د متن د تدوين اصول دي. دا هغه اصول دي چې پښتنو مدونينو د خوشحال خټک د کليات په تدوين کښې په خپل نظر کښې نۀ دي ساتلي نو ځکه هغه ټولې سهوې او تېروتنې ترې سرزد شوې دي چې وخت په وخت ورسره څېړونکي او لوستونکي مخ شوي دي.
دريمه برخه د ښاغلي سعادت سحر نقدونظر "د خوشحال بابا د غزل جاج" دے او په دې ضمن کښې ډاکټر اقبال فنا هم د خوشحال خټک کليات (لومړے ټوک) کوم چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ چاپ کړے دے، د نظر لاندې نيولے دے او چې د متن د تدوين څومره اصول يې په دې کتاب کښې د خپل بحث وړ ګرځولي دي د هغې اطلاق يې د خوشحال بابا کليات په مختلفو شعرونو کړے دے.
ډاکټر اقبال فنا د سعادت سحر د نقدونظر "د خوشحال بابا د غزل جاج" ټکي په ټکي جاج اخستے دے. په دغه جاج کښې هغوي د متني تنقيد لمن تر اخره کلکه نېولې ده خو يو نيم ځاے کښې يې د ادبي تنقيد نه هم ډده نۀ ده کړې خو دا تنقيد يې په هغه موقعه په کار راوستے دے چې ورته په دستياب ټولو اثارو کښې څۀ د کار اشاره او نکته په لاس نۀ ده ورغلې. دلته بايد ووايم چې ښاغلي اقبال فنا خپله خبره چرته هم حرفِ اخر نۀ ده ګڼلې بلکې راتلونکو متني نقادانو ته يې په خلاص زړۀ بلنه ورکړې ده چې هغوي دې په پوره ايماندارۍ سره څېړنه وکړي او که چرته ورته بله کومه متبادله لار په نظر راځي نو زما دا تصحيح به منسوخ ګڼلې شي. دلته زۀ د لوستونکو دپاره د دې کتاب نه يوه نمونه وړاندې کوم:
" زۀ د متن د انتخاب په حواله د دې غزل يو څو شعرونه د کليات (علومو اکادمي افغانستان) او د خوشحال خان خټک ديوان (حبيب الله رفيع چاپ) مقاليسوي توګه ستاسو وړاندې ږدم او د متن د انتخاب په باب خپل نقطه نظر وړاندې کوم
کليات غزل نمبر ٦٧٠
شين زمرے چې ګينډې داړي
باندې نۀ خېژي خسي زاړي
څۀ عظمت څۀ مهموتي دى
چې په مرګ به يې څوک وياړي
د ښادۍ سترګې دې ووځي
پرېږده دې ورپسې ژاړي
زر به ورک شي مدعي مې
يو څو مچ دے د غوباړي
ديوان غزل نمبر ٦٨٨
شين زمرے چې ګېدړ داړي
باندې نۀ خېژي خسي زاړي
څۀ عظمت څۀ محموتى دے
چې په مرګ به يې څوک وياړي
د ښادي سترګې دې ووځي
پرېږده دے ورپسې ژاړي
زر به ورک شي مدعي مې
يو څو مخ دے د غوباړي
زما په نظر په لومړي شعر کښې د ګيدړ د داړلو په نسبت د ګينډو د داړلو په واسطه په زاړي خسي د شين زمري د شهامت زيات رعب غورزي نو دلته د کليات مصرعه غوره ده. په دويم شعر کښې د محمود دپاره د "مهموتي" په ځاے "محموتى" تورے د هجې په لحاظ غوره دے نو دلته د ديوان قرات غوره ګڼل پکار دي. په دريم شعر کښې د ديوان په قرات کښې "ښادي" يو اسم معرفه دے چې د هغۀ سترګې امکان لري او د کليات په قرات کښې "ښادۍ" اسم کېفيت دے چې د هغې سترګې څۀ معنا نۀ لري نو دلته هم د ديوان قرات زيات غوره او باوري دے.
د اخريني شعر د يو توري "څو" په باب يو عرض لرم چې د بابا په مورنۍ لهجه کښې "خسو" تورے د "سخا" لپاره استعمالېږي. زما په خيال که په معنوي لحاظ وليدل شي "خسو" تورے چې په صوري لحاظ "سو" يا "څو" سره ورته والے لري. د قلم د لغزش له امله او يا د تصحيح د عمل په دوران کښې په "څو" بدل شوے دے. دا زما قياس دے. حق لري که څوک ورسره اتفاق نۀ لري خو زۀ باوري يم چې دا مصرعه داسې ده.
يو خسو مچ دے د غوباړي
يعني انتخاب د متن د کليات او د "څو" سمونه په "خسو" سره."
ډاکټر اقبال فنا د متن او تدوين د اصولو تر څنګ په ليک دود، املې، ټائپنګ کمپوزنګ، ليک ډول (طرز نګارش) او په قبيلوي او علاقائي لهجو هم په زړۀ پورې بحث کړے دے. د خپل بحث په رڼا کښې يې په دليل سره په دې مد کښې د خوشحال بابا د کليات په متن کښې سهوې، غلطۍ، سمونې او ګوتوهنې په ګوته کړې دي.
هر کله چې يو مدون يا کاتب (کمپوزر) پخپله شاعر نۀ وي او يا د شعر د وزن بحر پوهه نۀ لري نو هغوي نه د شعري متن په تدوين کښې غلطي کيدل د پوره کوشش باوجود هم د امکان نه خالي نۀ وي. او بيا چې د شعري متن د خالق د لهجې سره اشنائي هم نۀ لري نو په داسې صورت کښې هغوي پخپل دانست کښې چې کومه تصحيح کوي هغه يوې بلې مسئلې ته لار پرانزي. د خوشحال بابا شعري متن سره اکثر هم دغه لوبه شوې ده، چرته يې لهجه بدله کړې شوې ده او چرته يې لفظيات بدل کړي شوي چې له کبله يې که يو خوا د شعر مفهوم ګنجلک شوے دے ولې بل لوري ته يې د شعر وزن او بحر هم متاثره شوے دے. په دې حقله ښاغلے ډاکټر اقبال فنا داسې رقم طراز دے:
" اصل مشکل او تمسيخ هغه وخت پېل کېږي کله چې يو ناقل د خپلې پېش نظر نسخې په درست توري، درستي مصرعې يا درست عبارت د غلط ګمان وکړي او د هغې قياسي تصحيح (سمونه) وکړي. هم دې ځاے نه د تمسيخ (ګوتوهنه، Corruption) ور خلاصېږي.
عموماً ناقلين په دې لړ کښې دا کارنامه کوي چې
• د لرغوني نسخې متن په نوي ليک دود او املا کښې وليکي.
• د متروک تورو په ځاے نوي توري وليکي
• لغړ توري چې په لرغون متنونو کښې عام وي، حذف يا تصحيف کړي
• د عربۍ او فارسۍ توري په پښتو کښې وژباړي
• ګړدودي (لهجوي) اختلاف ورته غلط وبرېښي او د خپلې لهجې مطابق پکښې تحريف وکړي او د ځينې تورو هجې هم بدلې کړي
• ځينې نومونو سره القاب، کنيت يا تخلص ولګوي
• ځينې توري زائد (زيات) وګڼي حذف يې کړي او ځينې پکښې اضافه (زيات) کړي.
دا ټولې تېروتنې او ګوتوهنې د خوشحال بابا د کلام په خطي او چاپي نسخو کښې موجودې دي. د چاپي نسخو هغه تېروتنې چې د خطاط، ټائپېسټ او کمپوزر نه شوې سربېره دي."
د خپل ليک د پېل نه وړاندې زما نيت وۀ چې د دې کتاب په ټولو مندرجاتو (عنواناتو) په تفصيل سره بحث وکړم خو تر دغه ځايه د رسېدو نه پس اوس د مزيد بحث ضرورت په دې نۀ محسوسوم چې يو خو دا ټول بحث ډاکټر اقبال فنا په دې کتاب کښې موجود دے، دويم لوستونکو د استعداد د مدنظردا کتاب د مزيد ضخامت متحمل نۀ دے. دلته به زۀ د متن د تدوين کوونکو او څېړونکو په خدمت کښې دومره ګزارش وکړم چې د خوشحال بابا د شعري متن د څېړنې نه علاوه په نورو زړو متونو په تحقيق، تدوين او تنقيد کښې هم د ډاکټر اقبال فنا دا زيار د دوي په لارښودنه کښې په کار راتلے شي. پکار ده چې په خلاص زړۀ او روڼ نيت ترې استفاده وشي.
د پښتنو د روښانه سباوون په هيله
ډاکټر شاکر اورکزے
٢١ اپرېل ٢٠٢٤ء