(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اودېپوس احساس

[26.Sep.2024 - 14:05]

د اودیپوس احساس (Odipuskomplex):

وائی چې په لرغوني یونان کې یو باچا ته طالع ګرو (نجومیانو) وویل، چې ستا به یو ځوی وشي او نوم به ئې اودیپوس (Odipus) وی . که چیرته هغه مړ نه کړې، نو تا به مړ کړي او ښځه به دې په نکاح کړي . ویل کیږي، چې ددغه باچا ځوی وشو خوڅنګه چې اولاد خوږ دی مړ ئې نه کړ او  په وړوکوالي کې یې  چیرته په بیدیا کې پریښود

دغه ماشوم  کوم چا مونده کړ او نوم ئې پرې اودیپوس (Odipus) کیښود. کله چې دغه هلک لوي شو، نو د یوه بل باچا په لښکر کې چې دده د پلار سره ئې ورانه وه افسر شو او په نا خبرۍ کې یې خپل پلار مړ کړ اوخپله مور ئې په نکاح کړه . خو کله چې اودېپوس خبر شو، چې خپل پلار ئې مړ کړی او خپله مور ئې په نکاح کړېده، نو ځان ئې ړوند کړ.

څرنګه چې دغه کیسه د فرایډ  (Freud) په وخت کې په یورپ کې ډیره مشهوره وه نو هغه هم پخپلو څیړنو کې د اودیپوس (Odipus) نوم ته ځای ورکړ او پورتنۍ دوه اړخیزه احساس ئې د اودپوس احساس (Odipuskomplex) ونوماوهمونږ هم دغه استلا راونیوله.

د اویپوس احساس د مور د سینې د خوږو شیدو ( پیوڅخه سرچینه اخلي . دا چې د کوچنی ماشوم د لوږې اړتیا د مور پخپلو خوږو شیدو سره پوره کوي،  نو دا ماشوم هم د خپلې  مور سره مینه وي او ورته ګرانه وي

په نورو تورو سره د انسان لومړنۍ مینه د مور سره مینه ده.

د مور سره مینه د فرایډ (Freud) په ژبه د پلار سره تقلید او ورته والي مانا لري.

د مور سره مینه یانې د پلار تقلید تر هغې  پر وړاندي ځي،  تر څو چې ماشوم ځوی پدې پوه شي،  چې دا د پلار سره سیالي ده، ځکه چې پلار هم دده د مور یانې خپلې میرمنې سره مینه لري او ورته ګرانه وي.

ددی ګړۍ څخه وروسته د ځوی دریز د پلار په مقابل  کې دوه اړخیز  ويئې پلار پدې بدي شي،  چې د مور په مینه کې دده سیال (رقیب) دی او  دده نه مور اخلي. لدې کبله دی له یوې خوا غواړي یا ددې هیله لري،  چې پلار د منځه یوسي او دده ځای د مور سره ونیسي او له بلې خوا غواړي چې پلار ته ګران وي

د پېښو (تقلید) د لاندې سړی په ټولېز (عمومي) ډول « یو داسې کړنه (عمل) پوهیږي په کوم کې چې سړی په یوه یا ډیرو کړو وړو سلوکونو یا فکرو کې د څه شي په ډول یا د چا په شان شي» ( ۱۴ ).

د تقلید پوله یوازې په وړوکتوب تنګه پاتې نده، بلکې په ټول عمر کې سړی تقلید کوي. ډیر وخت سړی د هغه شیانو یا خلکو تقلید کوي، کوم چې سړي ته په زړه پوري وي.

کله نا کله سړی د تیري کوونکي او دښمن تقلید هم کوی « پدی حالت کې سړی کم نا کمه پدې خوښ وي، چې په خیال او تصور کې د دښمن په زور او شهرت کې چې دده په فکر ئې لري برخه واخلي » ( ۱۵ ).

او یا پدې حالت کې تقلید د دښمن څخه د ډار له کبله وي.

د ماشومې لور د "اودیپوس احساس" یا "دوه اړخیزه احساس" د ماشوم ځوي د اودیپوس احساس ته ورته دی. خو ماشومه لور لومړی غواړي چې د مور سره د پلار رول ولوبوي، خو ژر ورته دا پته لګیږي، چې هلک نه دی او د پلار په شان نه شي کیدلی، نو ورته د نیمګړتیا او کمزورۍ احساس پیدا کیږي او په ډیره غصه او قار سره پدې پیل کوي، چې د مور په شان شي او په ډیر زړه نا زړه غواړي، چې پلار ته ګرانه شي. ددیې لپاره چې ماشوم ځوی د اودیپوس احساس په سمه توګه حل کړي،  نو پکار ده چې د پلار تقلید مخ په وړاندې بوزي او د مور د مینې پر ځای په نورو نجونو او ښځو خپل تفاق مات او د مینې تنده سړه کړي.

ماشومې لور ته پکار ده،  چې د مور تقلید مخ په وړاندې بوزي او د پلار په ځای د نورو نرانو سره مینه پیدا کړي

لنډه دا چې د پلار تقلید ځوی ته د نرتوب او د مورتقلید لور ته د ښځیوتوب خوی وربخي. دا ډول تقلید عادي او برخلاف ئې غیري عادي دی.

کله چې یو ماشوم ځوی غیري عادي تقلید کړی وي،  یانې د پلار د تقلید په ځای د مور تقلید کړی وي، نو بیا احتمال ئې  د ښځوني توب او حتی د مفعولیت شته دی. نو لدې کبله بایده دي،  چې پلرونه خپل زیات وخت د ځامنو او میندې خپل زیات وخت د لوڼو روزنې ته ورکړي. کله چې ماشومان د "اودیپوس احساس" له منځه یوسي،  نو اخلاقی  زه یا وجدان منځ ته راځي، نو ځکه فرایډ (Freud) وائي،  چې اخلاقي  " زه " د اودیپوس د احساس میراث دی،  چې جرړې یې  په « دا » کې پرتې دي.

د پورتنۍ راسپړنې  (تحلیل) څخه دا پایله  لاس ته راځي،  چې « زه » (Ich) او « اخلاقی زه » (über ich) یا وجدان په لومړی سر کې د « دا » (Es) برخې وي. دلته پکار ده، چې دا هیره نه شي، چې د « زه » د ودې او ددندې دا جرا  کولو لپاره انرژی د « دا » څخه راځي. دغه انرژي بې پلوه ده یانې نه د مینې او نه د تیري خوی لري. لدېج کبله ویلی شو، چې هر څومره چې « زه » زیاته وده وکړي او ډیرکارسرته ورسوي،  همدغومره د « دا » انرژي کمیږي، ځکه چې « زه » د « دا » په اوږو وده او کار کوي

« زه » د « دا » د غلام او برخی په توګه پرله پسی وده کوی او بیا د « دا » په مخه کې ودریدلی شي.

که ځیر شو نو د « زه » دنده ډیره سخته ده ځکه چې « زه » هغه وخت یو کار سم سرته رسولی شی کله چې د « دا » د « اخلاقی زه » یا وجدان او چاپیریال غوښتنې او اختلافونه یو د بل سره پخلا کولی شي» ( ۱۶ ).

د چاپیریال او « دا » د غوښتنو د تضاد په حالت کې « زه » مجبور دی، چې ددې پریکړه وکړی چې د « دا » غوښتنې ته د پوره کیدو اجازه ورکړي او که یو بل مناسب وخت ته ئې وځنډوي.

که چیرته « اخلاقي زه » یا وجدان هم د « زه » سره اختلاف ولري نو بیا « زه »  دې ته اړدی، چې یو بل قوت هم په سترګو کې ونیسي.

سرچېنه: ویره د ساه پوهنې په رڼا کې 

https://kabirstori.com/files/books/Wira.pdf

-
بېرته شاته