(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلکته - لندن

[26.Sep.2024 - 14:15]

 

کلکتې نه لندن ته

لیک: بختور شاه 

آیا تاسو ته معلومہ ده چې په څہ وخت کې د  نړۍ د ټولو نه اوږد د گاڈي سفر  د کلکتہ نہ لندن ؤ؟

دا سفر تقریباً 7900 میله ؤه ، او په 50 ورځو کې به تر سره کېدو.

په  15 اپریل 1957 باندې په اول ځل دا بس سروس د لندن یو مقامي سړي البرٹ Albert شروع کړی ؤ او د دې بس سروس نوم هم Albert tours ؤ.

 

 دا بس به د کلکتہ نہ ڈیلی ، امرتسر ، واہگہ ، لاہور ، کابل او ہرات ته تلو  ، بیا تہران  ، استنبول ، جرمنی ، آسٹریا ، فرانس او تقریبا 7900 میله لار وهلو نه وروستو به لندن ته ورسېدو.

دا بس سروس په شروع کې یو عام بس ؤ چې بیا وروستو د سفري ضروریاتو په مناسب ډېر ښه شو چې د خوب ، مطالعے ، کیچن او موسیقۍ انتظام پکې هم ؤ.

 

دا بسونہ د 1957 نه تر 1973 پورې چلېدلي وو ، چې په شروع کې يې کرایہ 85 پاؤنڈ ؤه چې بیا په اخری وخت کې يې کرایہ 145 پاؤنڈ شوې وه

اوس هم کویٹہ لک پاس تا تفتان  سڑک ته لندن روڈ وېیلی شي . مننه

بختورشاه

-
بېرته شاته