کټا سري او غوږونه
[26.Sep.2024 - 14:20]کټه سري او غوږونه
لیک: طیب خان
زه چې کله هم سعودي ته ځم نو يواځې ددې کبله چې څوک په عذاب نه شي او يا د کاره ونه وځي, بيخي غلی ځم او غلی راځم خو دوه کسان داسې دي چې د هغوي نه مجبوره يم او لوظ مې ورسره کړی دی چې سعودي ته راځم نو تاسو به ضرور خبروم, دغه يو ښاغلی عطا الرحمان عطا دی او بل ډېر ګران خيام يوسفزی.
زه چې دا ځل هم تلې وم نو عطا صېب راپسې مکې ته راغلو ما منع کړی هم وو خو زورور دی, زمونږ ئې بلها خدمت وکړو, هم دغسی تل د الله د مېلمنو خدمتونه د زړۀ د اخلاصه کوي او دېره ئې په سعودي کښې د پښتو ژبې او ادب مرکز دی, پښتو نه خوري په پښتو ځان او مال خوري, خپل ځان, مال او وخت ئې د پښتو ادب خدمت ته چمتو کړی دی, په دغه لړ کښې بلها خرچې هم کوي او زما په اند ښه کوي, که د چا مال او وخت په کومه بله لاره ځي که په دې لاره خرڅ شي نو بده ځکه نه ده چې ګټه ئې ژبې ته رسي.
تر يو څه وخت ورسره ښاغلی فضل مومند هم ملګری وو چاته چې په سعودي عرب کښې د پښتو ادب سرخېل وئيلې شو او چا چې په دغه ځمکه د روښان ادبي جرګې بنياد ايښودی وو, هغوي ورسره اوږه په اوږه ولاړ وو, په جده کښې د بلها ادبي غونډو او دستورو دستار هم ددې دوه ښاغلو په سر دی, يو وار په دغسې يوه غونډه کښې ما هم شرکت کړی وو, د اتفاق خبره وه, زه حج ته تلی وم, په دغه کال د پښتو ادب بلها ښاغلي په حج کښې يو ځائی شوي وو, لکه دروېش دراني, اباسين يوسفزۍ, ګل داده اسد دانش, اقبال شاکر او داسې نور.
روښان ادبي جرګې د حج نه پس په جده کښې د حاجيانو په اعزاز کښې ډېره درنه غونډه راجوړه کړې وه, د هغه وخت په سعودي کښې د پاکستان سفير منظورالحق سره سره په سعودي کښې مېشت بلها د پښتو ادب مئينانو, شاعرانو, اديبانو په دغه غونډه کښې برخه اخېستې وه, د خوند خبره په کښې دا هم وه چې په ستېج ټول کټاګان او لاندې ورته څو ګنجيان هم ناست وو, زما همزاد دغه دستوره تر اوسه د کټه سرو په مشاعره يادوي, دستوره په يو هوټل کښې وه, د انتظام نه ماته اندازه ده چې کم از کم شپږ اته زره رياله خرچه به شوې وه او دا مې هم اندازه ده چې ټول خرچ ئې دغه دوه يادو ښاغلو په سر اخېستې وو.
عطا صېب چې کله وطن ته راشي, زما خواهش وي چې سره کښېنو, څه خدمت ئې وکړو او ګپونه ولږوو خو يو ساعت وخت نه لري, يو ورځ په اسلام اباد کښې وي, بله ورځ صوابۍ کښې او بله چرته او چرته.
دا وار چې راغلو نو هم يو ماښام کښېناستو او بيا سړی مصروف شو, لومړی خو ئې کور ته ډېره لويه خوشحالي راغلې وه, بيا لوئی اختر وو, ما ته ئې خواهش ظاهر کړې وو چې د اسلام اباد د شاعرانو ملګرو سره يوه ناسته کوو, ما ورته وې سمه ده, زه به ستاسو د اعزاز په نوم ماښامی راجوړ کړم او ټول به راوبلم خو سړی ددې خبرې نه انکاري شو, وئيل نه, زما کور ته رب خوشحاليانې راوستي دي, مېلمستيا زه کوم ته يواځې ملګري راوبله, ماوې, دا خو دې راته پېسه سېر کړه, ملګري مې راوبلل.
د عطا صېب په کور ايئرپورټ هاوسنګ سوسائټۍ اسلام اباد کښي بېګا ماښام نېټه د جون پېنځويشم ۲۰۲۴-۰۶-۲۵ مازيګر شپږ بجې يو خوندور بنډار وشو, په لومړۍ برخه کښې د ملګرو په خوښه تنقيدي نشست وشو چې صدرات ئې ښاغلي ميم ری, شفق او د نظامت چارې بقلم خود طيب الله خان تر سره کړې, ډاکټر عبدالله جان عابد او ډاکټر حنيف خليل مشران مېلمانه وو, کوربه عطا الرحمان عطا په کښې خپل تکل ,,غوږونه,, تنقيد ته وړاندې کړو, عطا صېب په خوند خوند تکل واورلو, د تکل اورېدو نه پس لومړی عبدالحميد زاهد په تکل خپله رايه وړاندې کړه او څو ګټه ورې نېوکې ئې هم وکړې, اقبال حسېن افکار په تکل بحث وکړو او د سيالکوټ په پېښه ئې تحفظات ظاهر کړل کوم چې په تکل کښې ذکر شوي وو, احساس خټک او نعيم طوري په تکل د خپلو خيالونو څرګندونه وکړه او د عطا صېب ددې زيار ئې بلها ستائنه وکړه, رفعت خټک په تکل د رائې سره سره دا اراده هم څرګنده کړه چې دې به ددې تکل په تقليد کښې په انساني غوږونو يو تجريدي پېنټنګ هم سازوي, شېر عالم خان د تکل په اړه ووئيل چې ,,غوږونه,, ښه تکل دی خو زما غوږونه يواځې د اورېدو د پاره دي, پروفېسر ظاهر شاه ظاهر هم د تکل په تکنيک خپله رايه څرګنده کړه او د عطا تکل ئې وستائلو, ډاکټر حنيف خليل په تکل بلها خوندوره او علمي تبصره وکړه د غوږونو په اړه د شېدا او رحمان بابا څو شعرونو ته ئې هم د عطا صېب پام راوګرځولو او د تکل ډېره ستائنه ئې وکړه چې اوږد ليک وو خو ملګرو ترې خوند واخېستو, ډاکټر عبدالله جان عابد په تکل څه وي او عطا صېب د تکل کوم کوم ضرورتونه پوره کړې په اړه يو ډېر ګټور بحث وکړو او دغه ئې يو ډېر د اعلی معيار تکل وګرځولو, ميم رې شفق په صدارتي خطبه کښې د ملګرو د رائي په رڼا کښې خپل نظر وړاندې کړو او عطا صېب ته ئې په دومره ښکلي تکل ليکلو مبارکي ووئيله, شفق صېب د عطا الرحمان عطا او طيب الله خان مننه وکړه چې دومره خونده ور ماښام ئې راجوړ کړو, د شفق صېب د وېنا سره دغه برخه سر ته ورسېده, دغې سره منتظمينو د ډوډۍ غږ وکړو او د مشاعرې برخه د خوړو نه پس ته وغزېده. په غونډه کښې د بره يادو ملګرو سره سره عتيق الرحمان او شاه فهد هم برخه واخېسته.
چې مدام په غوږ نعرې د هجران اورم
رحمان ځکه د خپل يار و مخ ته ځير يم
_________________________
د قامي ادبي ملګري (قام ) يو يادګاري تاريخي ادبي دستوره
لیک: اقبال حسین افکار
وړمه ورځ ښاغلي طيب اللّه خان زنګ راکړ چې د ښاغلے عطاء الرحمان عطاء رخصتي په ختميدو ده نو ما هغه ته ويل چې ستا په درناوي کښې يو ادبي ناسته کوو عطاء ويل ښه خبره ده خو دا ناسته به زما په ځاے کښې کوو طيب اللّه خان ما ورته وويل چې دا خو بيا ونه شوه خو عطاء وويل تکلفات نه کوو ملګري راغواړه زه به ورته خپل ليکلے تکل د کره کتنې دپاره وړاندې کړم خبرې به وکړو شعرونه به ووايو نو د جون په 26, نيټه کال 2024 د نهې په ورځ ماښام شپږ بجې به د عطاء الرحمان عطاء صيب کور ائير پورټ هاوسنګ سوسائيټي ته به ځان را اورسوئ دې سره ښاغلي طيب اللّه خان ماته د ملګرو نومونه تير کړل چې دې ملګرو ته ما وئيلي که څوک پاتي نو راته ووايه ماورته د يو ملګري نوم واخست چې د هغه سهواً پاتې وو. بيا روستو ښاغلي عطاء الرحمان زنګ راکړه ما ورته ويل ښاغلي طيب خان وينا کړے ده انشاء اللّه درځو هغه هم ويل که څوک پاتې وي ماويل يو تن وو هغه مې طيب خان وښود.
طيب اللّه خان خو تاسو ټول پيژنۍ چې د پښتو ژبې ياد شاعر اديب شاعر ،اديب محقق او نقاد دے ورسره ادبي مبارز دے په اسلام آباد د قامي ادبي ملګري (قام)بسنټ ګر دے ددې تنظيم د سيوري لاندې لوے لوے ادبي کلتورې دستورې راجوړې کړي دي چې ورکښې د راولپنډۍ اسلام آباد کښې ميشت پښتنو شاعرانو ادبيانو سره د ګردې پښتونخوا او افغانستان شاعرانو اديبانو ګډون کړے دے ښاغلے طيب اللّه ډيره موده د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد فعال غړے او ډپټي سکتر جنرل پاتې د پښتو دې ادبي تنظيم ته د هغه ځاني مالي مرسته ملاتړ وس د تاريخ برخه ده. ښاغلے طيب اللّه خان نن سبا د چارسده ادبي تحريک صدر دے دې تيرو ورځو کښې يي ددغې تنظيم د سيوري د لاندې يو تاريخي ادبي دستوره او مشاعره د محترم رحمت شاه سائل په صدرات کښې کړے وه.
ښاغلے عطاء الرحمان عطاء د پښتو ژبې يو سپيځلے او ښاغلے شاعر اعلي تعليم يافته شاعر دے زه ښاغلے عطاء د تيرو دريشو کالو نه د يو سپيځلي انسان ښاغلي پښتون او د لوستي شاعر اديب په حيث پيژنم عطاء د غلام اسحاق انجيئرنګ انسټیټیوټ ټوپۍ د ري ايکټر پرنسل سکتر ،دغه رنګ د اټارني جنرل پرنسل سکتر دغه رنګ د پاکستان د يو بلے سترې وفاقي ادارې چيف ايکزيکټيو پرنسل سکتر پاتې خو دې ټولو لويو منصبونو د هغه پښتون مزاج کښې لرزش نه دے پاتې چې څومره يي وس دس وو نو چرته هم يو پښتون دده د دفتر نه بې نوا نه دے تللے د پښتو شاعرانو اديبانو سره په پټ لاس بغير د نوم او نمود نه د هغه نوے کتاب په چاپ کښې لاس وس کوي زمونږ يو ملګري يي يو وار په خپل کتاب کښې ذکر کړے وو نو ښاغلي عطاء په هغې ترې خفه شوے وو کيدې شي زما په دې خبرو هم خفه شي خو هغه پته ده چې افکار د ښائستونو ذکر چې ونه کړي نو وخت پرې نه تيريږي. بهرحال عطاء که په صوابۍ کښې وه که په اسلام آباد کښې يا اوس سعودي عرب کښې دے د پښتو سره پت پالي دے خو هر څو که ځنې خلقو ټکونه ورکړي دي بس لار يي ترې بدله کړے ده خو بيا د هغوي ناشونې نه ياده وي ذکر يي په ښه تورو کوي هم دا د هغه اعلي مثالي ظرف دے ښاعلے عطاء وايي چې کله سعودي عرب ته لاړم په 2005 کښې نو په سعودي کښې د روښان پښتو ادبي ټولنې سعودي عرب باني صدر محترم فضل مومند د مخکښې دغلته وه او د پښتو ادب د ودې دپاره د اجلاسونو سره د اے وي ټي خبر درپاره کار په پښتنه جذبه کول زه چې لاړم نو زه يي صدر کړم پخپله سکتر شو ما ورته ويل زه به سکتر شم نو هغه ويل زه د قلندر مومند صيب نه لوے سړے نه يم هغه ټول عمر د ساهو ليکونکيو مرکې سکتر وو. بيا مو پريکړه وکړه چې د پښتو چې کوم شاعران اديبان عمرې او حج له راځي نو مونږ به يي دلته نازه وو د افغانستان او پاکستان بلا شاعران اديبان مونږ نازولي حالانکې زمونږ د تنظيم ملګري ټول د ليبر کلاس تعلق لرو خو به بيا هم خپل وخت او پيسه د پښتو نه ځاروله عطاء الرحمان عطاء صيب چې زه د يو سياسي پارټۍ سره تعلق نه لرم خو کله چې محترم اسفنديار خان سعودي عرب ته راتلو نو د اللّٰه فضل د هغوي د پارټۍ د عهده دارو نه زيات مالي اعانت کړے وو روستو هغوي ماپسې به راتلل ماويل زه د سياسي ورکر نه يم دا خو قامي مشر وو د هغه ميلمستيا په مونږ فرض وه نورو قيصو کښې مو نه يم.
د ښاغلي عطاء الرحمان عطاء په کور ائير پورټ هاوسنګ سوسائيټي کښې د قامي ادبي ملګري اسلام آباد ادبي دستوره د محترم م،ر،شفق صيب په صدارت کښې د ماښام له مانځه روستو شروع شوه پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد او پروفيسر ډاکټر حنيف خليل مشران ميلمانه وو د نظامت چارې ښاغلي طيب اللّه خان ترسره کړے هم هغه د قرآن پاک د يو رکوع د تلاوت څخه غونډه پيل هغه په خپلو خبرو کښې هم دغه وويل چې دا غونډه ما په خپل ځاے کښې کوله خو عطاء الرحمان صيب زوره ور شو ددې غونډې ايجنډه داده چې ښاغلے عطاء به خپل نوے ليکلے تکل واوروي او د غونډے ملګري او مشران به يي تنقيدي جاج واخلي. له دې روستو ښاغلي عطاء ته تکل اورولو وويلے شو د ټولو له مخه هغه د ليکلي تکل "غوږ "فوټو کاپۍ په ټولو ملګرو وويشلے روستو يي تکل واورول تکل که هر څو اوږد وو خو د شګفتګۍ ظرافت او علمي معلوماتو موړ او پټ هم وو نو ځکه يي ملګري تنګ نه کړل د ښاغلي عطاء په دغه تکل تجسس هم وو ځکه نو ټولو ملګرو د زړه مينه واوريد ددې خبرو اظهار صاحبِ صدر محترم م، ر، شفق او مشرانو ميلمنو د ادب استاذانو څوک چې په خپله د اعلي پايي او لوے کچ تخليق کار هم دي پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد پروفيسر ډاکټر حنيف خليل سره د محفل ټولو ملګرو وستايو او په ځنو ځنو ځايونو يي نيوکې هم وکړے او د تکل د له څنې سترګې کولو دپاره يي ښاغلي عطاء له غوره مشورې ورکړے . ښاغلي عبدالحميد زاهد ته چې ښاغلي طيب د اظهار خيال بلنه ورکړه نو هغه وويل چې عطاء الرحمان عطاء يو اوستاکار ليکوال دے د شاعرۍ سره سره ډير ښه نثر نګار دے د ليک او تخليق دغه اوږدې تجربې وجه ده چې د هغه دا تکل هم په زړه پورې دے ښاغلي زاهد وويل د تکل په بابله ښاغلے ګل محمد بيتاب خبره کوي چې " لنډه خبره داده که په پښتو کښې څوک تکل ليکل غواړي نو د هغوي دپاره بهترين مولانا امير محمد بجلي ګهر صيب مرحوم ويناګانې اوريدل پکار دي د هغه دغه ويناګانې چې وليکے شي نو تکل ترې جوړ شي نو د عطاء الرحمان هم عالم سړے دے د هغه دا تکل علم و فن په کالو ښايسته او پټ دے ښاغلي زاهد زياته کړه چې د توهين رسالت سره د سوات مدين د پيښې ذکر هم پکار دے ليکونکي اقبال حسين افکار ته چې په تکل د اظهار خيال وينا وشوه نو هغه ووے څنګ چې ښاغلي زاهد ووے ښاغلي عطاء چې کال 2000 کښې اسلام آباد ته راغې او زما ورسره ړومبې ملاقات وشو نو دغه ورسره زما مخ په مخ ليدل وشول له دې وړاندې عطاء په غلام اسحاق خان انسټي ټيټوټ کښې وو دغه مهال ما د ارواښاد سلطان محمد صابر سره هفت وار هېواد اخبار په حيث د مدير کار کولو نو ښاغلي عطاء به پنځويشت دريش اخبارونه مونږ نه بيه اخستل او هغه به يي په پښتنو شاعرانو اديبانو ويشل له دې هغه خپل او د نورو ملګرو ليکونه به مونږ ته راليږل او مونږ چاپ کول دغه دوران خپل دوه ليکونه چې يو په پښتو فلمونو وو او بل يو تکل ټائپ ليک دواړه ډير ښه ليکونه وو هغه مونږ په هېواد اسلام آباد کښې چاپ هغه خلقو ډير زيات خوښ کړل ډيرو سترو علمي ادبي شخصيتونو مونږ ته ليکونه راوستول چا د ټيليفون د عطاء دغه کاوش وستايو او اسلام آباد کښې خو ځنې ځوانانو په يو هوټل کښې د عطاء الرحمان په درناوي کښې يو دستوره راجوړه کړے وه چې مشرميلمانه ورکښې نومياله جرنلسټه مريانه بابر وه دغې دستورې نظامت او محرک شخصيت ښاغلے عمران خټک وه چې د کرک سره تعلق لري د قامي او مترقي فکر دانشور دے وو. تر څو چې د عطاء د موجوده تکل خبره ډير په مينه او د زړه په غوږو واوريدو هم او ولوستو هم په تکل کښې شګفتګي او ظرافت هم دے علم ورکښې هم دے رواني ساده پښتو او د هغه د لهجې خوږلت ورکښې هم دے البت د منظور پشتين په حواله چې کوم شعر راوړلے شوے دے دا د اجمل خټک دے دويم د موسيقۍ په بابله د مولانا عبداللّه استاد د نوښار نمسي او د خورشيد ابن لبيد ځوي پروفيسر ډاکټر شکيل احمد چې دوه پي ايچ ډي دے يو د عبداللّه استاد په شاعرۍ او نعتونو دويمه پي ايچ ډي د قرآن پاک په مختلفو تفيسرونو ده هغه وايي چې د عالم اسلام مشهور قاريان تلاوت په راګونو کښې کوي دغه رنګ آذان هم په راګونو کښې کوي ډاکټر شکيل ووے هغوي باقاعده د موسيقۍ علم حاصل کړے وي او ټول راګونه پيژني ډاکټر شکيل پخپله هم په راګونو پوهيږي او د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په يو اجلاس کښې يي مونږ په مختلفو راګونو تلاوت هم کړے وو او آذان هم نو بايد تکل کښې د موسيقۍ په حواله ځاے دا خبره هم ځاے کړے شي بل حمزه بابا يو صوفي وو د خپلې حلقې مشر وو په پخپله قبيله کښې هم د هغه مقام د مشرانې وو او بيا د پښتو ستر نابغه شخصيت وو نو د هغه د نامی سره د غريب په ځاے مسکين به ښه لږي . کله چې نومياله هنرمند ښاغلي پښتون نعيم توري ته چې په د ښاغلي عطاء په تکل د اظهار خيال بلنه ورکړے شوه نو ړومبې خو هغه ښاغلي طيب خان او ښاغلي عطاء ته مننه وويله چې دومره ښايسته غونډه يي راجوړه کړه چې ورکښې د پښتو ادب ددې دور نمائنده استادان په يو وخت ناست دي او ماله يي ورکښې د ګډون بلنه راکړه ښاغلي نعيم توري وويل چې يو هنر پاره هغه وي چې لوستې له ځان سره واخلي او تر اخره يي بوتلو روستو يي متاثره هم کړي نو د ښاغلي عطاء تکل غوږ ما د زړه په غوږو واوريده او متاثره يي هم کړم ښاغلي نعيم د تکل ژبه وستايله هغه وويل پکار ده چې په ليک کښې مونږ د مقامي لهجې ځنې اصطلاګانې وکاره وو په دې موقعه ښاغلي نعيم توري د لفظ په صحيح اداييګۍ هم زور راوړه په دې موقعه هغه وويل چې يو وار ما د محترم انديش صيب غزل ريکارډ کولو په يو مصرعه کښی سُود په ځاے سود ويلے وو غزل ريکارډ او آن آئير هم شو خو ما عابد صيب ته وويل چې لويه سهوه رانه وشوه دراصل په دې هر څه به روستو تحقيق کيږي نو بايد مونږ ژبې د صحيح بيان خيال وساتي نور په تکل به استاذان خبره کوي. نومياله انځورګر رفعت خټک ته چې د ښاغلي عطاء په تکل د اظهار خيال بلنه ورکړه نو هغه وويل هر څه که زه په غوږونو دروند يم خو د ښاغلي عطاء تکل مې د زړه په غوږو واوريد مونږ انځور ګرو خو د انسان مختلف اعضاء انځور کړي دي تر وسه چا بيل غوږ نه دے انځور د ښاغلي عطاء دې تکل زمونږ پام دې خوا کړو وس ضرور غوږ انځوره وو. په دې موقع ښاغلي عطاء که دا کار مو وکړو د غوږ دغه انځور به زه د خپل دې تکل سره ولګوم. ښاغلي احساس خټک هم د تکل فني او مقصدي ښايستونه وستايل او ښاغلي عطاء ته يي داد ورکړه پروفيسر ظاهر شاه ظاهر صيب وويل په تکل به تفصيلي رايه به زه هله ورکولے شم چې د ښاغلي عطاء دا تکل زه په کور په قلار ولولم دلته چې ما واوريد نو ډير زيات په زړه پورې او معلوماتي تکل دے . ښاغلي طيب اللّه خان هم تکل وستايو خو په تکل کښې روزمرې ته اشاره وکړه چې ماوے او يا ويل ليکل به سم وي نور عطاءالرحمان يو استاکار اديب دے دا تکل يي په زړه پورې دے.
ډاکټر حنيف خليل وويل چې د يو ښه تخليق دپاره د علم پوهه تخليقي جوهر مشاهده تجربه يو ليکوال له پکار وي نو شکر عطاء يو لوستې تجربه کار شاعر اديب دے هغه د تکل په فني محاسنو پوهه دے علم هم لري مشاهده يي ژوره ده دغه وجه ده چې د عطاء په دې تکل کښی علميت هم شته د مشاهدې او تجربې څرک هم په نظر راځي ظرافت شګفتګي هم لري او ډکشن يي هم اعلي دے زه يي ستايينه کوم خو د غوږ په لړ کښې ورته د رحمان بابا او کاظم خان شيدا يو يو شعر وړاندې کوم که د نورو شعرونو دا هم ورسره شامل شي نو تکل به نور ښائسته شي. ډاکټر عبداللّه جان عابد ته چې اظهار خيال بلنه ورکړے شوه نو هغه وويل چې ماسره د دهقان او طوفان خبره وشوه بهر حال زه د تکل چې اردو کښې ورته انشائيه وايي پښتو ادب د 1950 کښې اولسي ادبي جرګې مشرانو د تکل په نوم په پښتنو ور وپيژنو تر وسه ورکښې کار نه دے شوے خو چې څه شوے دے د قدر وړ ستايينې جوګه دے تر څو چې د عطاء ددې تکل خبره ده نو د تکل په ټولو لوازماتو پوره دے په زړه پورے دے ژبه يي هم عام فهمه ده د شعرونو سره متلونه محاوره او ترکيبونه هم شته حالانکې عطاء صيب په دې تکل کښې محاوره او ترکيب يو ځاے ليکلي دي دا يو سهوه غلط العام ده ډاکټر عبداللّه جان عابد وويل په محاوره کښې يو اسم وي بل مصدر وي کله چې مصدر په فرضي معنه کښې استعمال شي نو دغه محاوره ده او ترکيب کښې مصدر په خپله معنه کښې وي ډاکټر عابد په تکل کښې جهنکے په باره کښې نه پوهيږم چې ستاسو سيمو کښې به ورته څه وايي خو زمونږ خواته ورته جونکې وايي د غونډې ټولو ملګرو وويل چې زمونږ خوا ته هم جونکۍ وايي ډاکټر عبداللّه جان عابد د تکل فني ښايست وستايو او په تکل کښې مقصديت يي هم په زړه پورې وګڼو.
صاحب صدر استاد شاعر اديب محترم م،ر،شفق صاحب وويل زه طيب اللّه خان او عطاء الرحمان عطاء ته مننه وايم چې ددې درنې دستورې صدارت درناوے يي ماته راوبخښو شفق صيب د ادبي دستورو صدر ممنون حسين وي او زه ددوي سره د ملګرو ممنون يم چې عطاء الرحمان عطاء يي د زړه په غوږو واوريد او په زړه پورې بحث يي پرې وکړو او غوره تجويزونه او مشورې يي ورکړې محترم شفق صيب وويل عطاءالرحمان ړومبې ويلي چې پښتو ژبه کښې شاعرانو غوږ په شاعرۍ کښې نه دے کارولے بيا روستو يي د ګڼو شاعرانو د غوږ په بابله شعرونه راوړي دي د رحمان او کاظم خان شيدا ذکر ډاکټر حنيف خليل وکړو شفق صيب د حمزه شنواري سره د څو نورو شاعرانو خپل شعر په دليل کښې وړاندې کړو شفق صيب زياته کړه چې په تکل کښې د سيالکوټ پيښه مناسب ده د نورو پيښو ذکر به اضافي شي . د محترم م،ر، شفق صيب د صدارتي خطبې سره غونډه وپاييده روستو د خوړې دور وچليد په دې ټول دور کښې ښاغلي شاه فيصل چې د عطاء د کور ملازم دے خو عطاء ته ماما جي وايي او د عطاء هم رويه هم ورسره د خپل کور د يو کشر وي په خوي بوي کښې د ګران زړه ته راتير عتيق الرحمان په څير دے عتيق د عطاء الرحمان ځوے دے اعلي تعليم يافته دے په اعلي سکولونو کښې يي سبق ويلے دے خو زه دلته د نوابزاده محمد اکبر خان څوک چې پي ايس پي افسر وو او پوليس آيي جي پاتې هغه وويل د انسان تربيت نه په جمات نه په سکول کښې يا په سرکاري اداره کښې کيږي بلکې دا تربيت د انسان په کور کښې کيږي هغه وايي چې يو ورځ زما د پلار سره ميلمه ناست وو دغه مهال ما خپل د کور ملازم چې په عمر مانه مشر د هغه په نوم آواز وکړو دغه وخت مې د پلار اکر بکر خراب شو کله چې ميلمه لاړو نو زه يي وټوکلم چې دا ستانه په عمر کښی څومره مشر دے مشر به په نوم نه لالا، ماما، کاکا رابلې نو د عتيق الرحمان په کردار د هغه د مور او پلار محنت او تربيت په نظر راځي اللّه پاک دې ژوندے سلامت کور ودانې کامياب کامران لري آمين ملګرو پرون زما د ژوند ښه ورځ ولے چې په دې ناسته د پښتو ادب ډير درانه شخصيتونو ناست د غونډه نه وړاندې هم په غير رسمي توګه په مختلف ايشوز مکالمه وشوه په صبر استقامت په مينه او بيا په اجلاس کښې واقعاتاً د عطاء الرحمان عطاء تکل علمي معلوماتي تکل وو بيا بحث کښې هم د ملګرو نه مو ډير څه زده کړو زمونږ پښتنې ټولنې ته د مکالمې ضرورت بايد چې مکالمې له رواج ورکړو دويم پکار دي خپلې لوے ستونزې وړے کړو او وړے بلکل ختمې کړو د نن ضرورت دے چې مونږ ټول يو بل ته رانيزدې شو.
په درناوي: اقبال حسين افکار