(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبني سمونګر

[13.Mar.2025 - 08:29]

 

ژبني سمونګر

لیک: سمیع وحدت

ژبنی سمونګر د یوه متن ژبه سموي، په ژبنۍ سمونه کې ټولې هغې نکتې شاملې دي، چې متن روانوي، اسانوي او بېلوي. که تاسو د یوه متن ژبنی سمونګر یاست؛ نو لاندې نکتې په دقت وګورئ او لازمې سمونې پکې وکړئ:

1. په متن کې ټولې لیکنښې سمې کړئ، مثلا: لومړی ټولې جملې وګورئ، چې پر پای کې ټکی، سوالیه یا غږ نښه لري، که نه؟ که لیکنښې یې  نه لرلې، باید لیکنښې ورکړئ، ځکه لیکنښې د جملې د مفهوم په بشپړاوي کې پوره ونډه لري. مثلا په وینا کې موږ وایو (احمد راغی) دلته په (را) خج دی او له مخاطب څخه د احمد د راتګ پوښتنه شوې؛ خو فشار یا خج په لیک کې نه ښکاري، لوستونکی نه پوهېږي، چې دلته بیاني جمله ده، تعجبي خبره ده او که په بیاني انداز ویلې شوې. که لیکنښه وکارېږي؛ نو لوستونکی په اساني پوهېږي، چې د لیکوال موخه ترې څه ده

2. د لیکنښو یولاسي کول، مثلا معترضه جمله موږ هم د کامې په وسيله بېلولای شو، هم د وړوکي قوس او هم د دش (کرښۍ) په وسيله. دا نو په تاسو (سمونګر) پورې اړه لري، چې معترضه جملې ته په پیل کې کومه نښه لازمه ګڼئ؛ خو تاسو ته پکار ده، چې هره نښه باید د متن له پیله تر پایه په هماغه یوه شکل وکاروئ. که تاسو سو ته د سمونې په مهال د لیکنښو سبکي لارښود درکړل شوی و، نو تاسو له سبکې لارښود سره سم لیکنښې وکاروئ.

3. د اړتیا په وخت کې د ځینو نومونو لاتیني یا انګلیسي بڼې هم اضافه کړئ، مثلا په متن کې د ځینې نور ژبو نومونه راغلي، د هغوی تلفظي بڼه په پښتو لیک کې لوستونکی په ستونزو کې اچوي، هماغسې یې نه‌شې ویلی، نو پکار ده چې فونیټکي یا انګلیسي بڼه یې هم ولیکئ

4.  شمېر نومونه، نېټې او فورمولونه سم وکاروئ، مثلا: نېټه په متن کې په کوم شکل باید ولیکئ، ځینې خلک یې داسې لیکي (د ۱۳۹۶ کال، د جوزا د میاشتې په ۲۷ نېټه) سره له دې چې دلته (۱۳۹۶) شمېر خپله د کال او (جوزا) خپله د میاشتې مفهوم لېږدوي، نو پکار نه ده چې (کال، میاشت او ورځ) هم ورسره ولیکئ. ځینې کسان لومړی کال، بیا میاشت او بیا ورځ ټول په عدد لیکي، لکه (۱۳۹۶/۳/۲۷) او ځینې یې بیا داسې لیکي (۱۳۹۶/جوزا /۲۷) او داسې نورې بڼې یې هم دود دي؛ خو تاسو ته پکار ده چې د نېټو او شمېرو لپاره یو فارمټ وکاروئ. په دې هم باید پوه یاست، چې په کوم ځای کې شمېره په عدد او کوم وخت کې یې په حرف ولیکئ. مثلا: تر لس زیاته شمېره تاسو د سبکې لارښود مطابق په عدد او له هغه لاندې په حرف لیکئ، نو تاسو لیکئ، چې د میزان په ۱۵ زموږ دفتر ته اووه نجونې او اته هلکان راغلل

5. د لویو جملو او ترکیبونو ساده کول، مثلا: "استاد پر تخته باندې ولیکل." په دې جمله کې (باندې) ته هیڅ اړتیا نه لیدله کېږي، یوزاې دا هم کفایت کوي، چې ولیکئ "استاد پر تخته ولیکل" ددې چار د مخنیوي اسانه لاره داده: که په یوه جمله کې بې‌ځایه سربلونه او وستربلونه راغلي وي، هغه ترې حذف کړئ، لکه: (احمد د بام په سر باندې نڅاکوي.) سمه بڼه یې داسې هم راتلای شي (احمد پر بام ناڅي.)

6. د پور کلمو په ځای د خپلې ژبې کلمې وکاروئ، ځینې کلمې داسې وي، چې په ژبنۍ ټولنه کې دومره دود شوې وي، چې د پور ویي فکر پرې نه کېږي، عام او خاص خلک یې په مفهوم او د استعمال په ځای باندې پوهېږي او هېڅ ستونزه پکې نه لیدل کېږي، که د همدې کلمو په ځای نویز وکاروئ او نویز وار له مخې باب شوی نه وي؛ نو لیکنۍ ژبه مو سختوي، پکار ده چې خپله هماغه کلمه پرېږدئ، لکه کميس، کیسه، ماشوم او...  او که د پور ویي تر څنګ په مورنۍ ژبه کې د همدې مفاهیمو د لېږد لپاره خپلې سوچه کلمې موجودې وي، په ټولنه کې هم باب وي، بیا پکار ده چې د خپلې ژبې کلمې وکاروئ.  

7. د لیکنې متن معیار ته برابر کړئ، مثلا موږ په پښتو کې ډېر داسې موارد لرو چې د ګڼو لیکوالو ترمنځ پرې تفاهم شوی دی. کېدای شي له ځینو پرېکړو سره یې څوک په دلایلو پرېکون وکړي؛ خو پکار ده چې تر څو د لیکوالو بیا یوه اجماع جوړېږي، هماغه منل شوې بڼه  ولیکئ، که داسې و‌نه شي، هر چاته به بیا خپله لهجه او خپله سيمه معیار شي؛ نو یوازې په پښتو کې به د لیک په سلګونه معیارونه راباب شي

8. که په متن کې له اخځونو څخه ګټه اخیستل شوې وي، درته پکار ده، چې اخځونه د متن په داخل کې له اخځلیک سره ترتیب کړئ او هم خپله اخځلیک څنګه چې په علمي ځایونو کې دود شوی هماغسې تصحیح کړئ...

 

يادونه: زما د تيليګرام چينل په لاندې لينک کې دی، هغه درسره سبسکرایب کړئ، د سمونې اړوند نورې ليکنې همالته درته پرېږدم. درنښت

 

سمېع وحدت

Publshed: 13.03.2025

-
بېرته شاته