(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زاهدالدین ځدران

[13.Mar.2025 - 09:29]

زاهد الدین ځدراڼ څوک ؤ.

لیک: سراج ببرکزی ځدران

زاهد الدین ځدراڼ د نظام الدین خان ځدراڼ زوی او د عبدالحنان خان لمسی دی

د 2018 کال د مارچ په 24 مه نېټه د کابل پرلت په اوومه ورځ ماښام د پرلت په کیږدۍ کې زاهد الدین ځدراڼ د دښمن په یوه بمي برید کې په شهادت ورسول شو.

په 1990 کال کې زاهد الدین ځدراڼ د پکتیا ولایت د ګردۍ څېړۍ په ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې. نوموړی په قوم سوریخیل وو. زاهد الدین ځدراڼ د خپل پلار مشر زوی ؤ. زاهد الدین ځدراڼ واده کړی ؤ څلور لوڼې او یو زوی د صفی الله په نامه لري. هغه دوه وروڼه او پېنځه خویندي لري. د زاهد الدین ځدران یو ورور د هیواد دښمنانو له خوا هم په شهادت رسولي شوی دی. زاهد الدین ځدران په یوې بېوزلې غریبه کورنې کې ژوند کاوه. هغه مجبور ؤ، څو د خپلې بېوزلې غریبې کورنۍ لپاره د اوړي په موسونو کې کار وکړي او په ژمې کې د خپل کلي په ښوونځي کې زده کړې وکړي. زاهد الدین ځدران د غریبې او بېوزلې له امله په دې ونه توانید، څو خپلې زده کړي د منځني ښوونځي څخه پورته بشپړې کړي.

زاهد الدین ځدراڼ او د دده کورنۍ په کلي او سیمه کې د یوې مؤمنې دیندارې او هیواد پالې کورنۍ په نامه پیژندل کیده

په 2016 کال د جولاې په میاشت کې د دوی په کورنۍ باندې د طالبانو له خوا یو وسله وال برید تر سره شو، چې په ترڅ کې خپله زاهد الدین ځدران او د هغه تره زوی سخت ټپیان شول. دوی بیا د درملنې لپاره کابل ته واستول شول. په همدې برید کې د بریدګرو شپږ کسان هم زخمیان شول. د همدې نښتې ورسته د زاهد الدین خان ځدراڼ مجبور شو، څو خپل کلی پرېږدي او کابل ښار ته کډه وکړي. په کابل کې د زاهد الدین ځدراڼ خان پلار او د دوی د کورنې نور څو غړي د خپلو کلیوالوسره د یوې حقوقي شخړې په تور کابل کې بندیان شول. له دې پېښې سره د زاهد الدین ځدراڼ مسؤولیتونه او ستونزې لا نوره ډېر شول. هغه مجبور شو، څو خپلې ټولې بېوزلې کورنۍ ته یوه ګولۍ ډوډۍ وګټې او هممهاله مجبور ؤ، څو د حقوقي وکیلانو په مرسته یا له لارې د خپل ګران پلار او د خپلې کورنۍ د نورو غړو د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي.

زاهد الدین خان ځدراڼ د خپل بدمرغه ژوند او د خپل مایوسه کونکي برخلیک په ټولو ناخوالو، ستونزو او ربړو باندې ښه پوهیدو. هغه ته د خپلو ستونزو اصلي لامونونه او د بنسټېزې حللارې مالومې وې. د هغه پر ښکلي، ساده کلیوالي ژوند باندې د څلویښت کلن جنګ، جګړو سور اور خپلې ناوړه او وژونکې اغېزې شېندلې وې. زاهد الدین خان ځدراڼ په ریښتینې مانا سره د همدې ژور او ژوبل احساس له مخې د سوله ییز، پرامنه او پیاوړي خپلواک لوی افغانستان یو ارمانجن هیوادپاله افغان ؤ.

زاهد الدین خان ځدراڼ څو ځلې د ډیورنډ په فرضي کرښه باندې تګ راتګ کړي وه، هغه ته د ډیورند کرښې په بله غاړه کې پر پښتانو باندې د پنجابي پوځیانو لخوا وحشي ظالمونه ډیر ښه مالوم ول. زاهد الدین خان ځدراڼ د خپلو ستونزو سره سره د خپلو برو پښتنو وړوڼو ستونزو ته هم ډیر ځوریدو. زاهد الدین خان ځدراڼ په خپله څو ځلې پاکستان ته د سفرونو پر مهال د پاکستاني پوځیانو له خوا نیول شوی او ځښت ډیر ځورول شوي وو. هغه تل د پاکستانې ظالم ریاست څخه د پښتانو د خلاصون ارمان په زړه کې درلودلو.

په 2018 کال کې کله چې په لوی وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پیدایښت غږ پورته شو. سمدستي د هغه په زړه کې د خوشالۍ یوه ډیوه بله شوه. د همدې کال د مارچ په میاشت کې کله چې په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لومړنی پرلت پیل شو، هغه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو ملاتړی په توګه د کابل په همدې لومړني پرلت کې برخه واخیستله. کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت لپاره یوه ستره کیږدۍ درولي شوې وه. دا کیږدۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د سرې خولې په څېر جوړه شوې وه. په کابل کې د منظور د سرې خولۍ کیږدۍ ته به نه یوازې ډلې دلې ویښ ځوانان او مخور قومي مشران راتلل، بلکې دې کیږدۍ ته د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګې درانه استازې، درانه ملا امامان او د بشري حقونو مدنې فعالان هم راتلل، څو د پښتون ژغورنې غورځنګ د روا حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. د کابل په دې پرلت کې به زاهد الدین خان په مېنه او کلکه اوسپنېزه اراده هره ورځ برخه اخیستله.

زاهد الدین د خپلو شخصي او اقتصادی ستونزو سره سره بیا هم د خپل نوي ولسي غورځنګ په فعالیتونو کې برخه اخیستله، ځکه هغه د لر او بر افغانانو د یووالي یو ریښتنی مبارز ؤ، هغه به ویل، چې د ډیورنډ کرښې په بله غاړه کې

د میشتو پښتنو وروڼو د خلاصون لپاره د پاکستانې ظلم ریاست د ظالمونو په وړاندې هر ډول قربانی ورکولو ته چمتو دی، حتا که د هغه سر ته اړتیا وي، هغه دې قربانې ورکولو ته تیار دی.

د کابل پرلت ګډونوالو په دې موخه د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو، څو د پاکستان ظالم ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ قانوني غوښتنې ومني او لاریونوال به تر هغې خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکوي، څو د دوی غږ په نړیواله ټولنه کې پر نړیواله کچه واوریدل شي. ځکه د دوی ټولې غوښتنې د منل شویو نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دي. دوی د پاکستاني له ظالم حکومته د خپلو وروڼو بنسټېز منل شوي حقونه غوښتنه کوله. ځکه له یوې خوا د پاکستان ریاستي رسنیو د پې ټې ایم د بشري حقونو او غوښتنو باندې سترګې پټولې، له بلې خوا د پاکستان پوځې اشتبلیشمنټ په پاکستاني دولتي رسنیو باندې بندیز لګولی وو، چې د پې ټې ایم د لاریونو، احتجاجونو او قانونې غوښتنو په اړه به هیڅ ډول خپرونې او خبرونه نه خپروئ. له دې امله د کابل پرلت او د هیواد په کچه په نورو پرلتونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزو او د دوی د بشري حقونو څخه د ملاتړ کولو په موخه ملاتړ تر سره کیدلو.

د افغانستان د لاریونوالو او پرلتیانو تر شا یو ستر ولسي ځواک ولاړ وو. له دې امله هیچا نشو کولای، چې د پې ټې ایم ملاتړکوونکو د مبارزې او د روا بشري حقونو غوښتنې موخه په بېلا بېلو پلمو خاموشي یا غلي کړي. ځکه د ډیورنډ فرضي تورې کرښې په دواړو غاړو کې یو واحد افغان ملت پروت دی. له دې امله افغان ملت ځان د یو واحد وجود په توګه احساسوي. په کابل کې د پې ټې ایم پرلتیانو په یوه غږ پر نړیوالو غږ کولو، دوی به تر هغه خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکړي، څو د دوی غږ په نړیواله ټولنه کې نه وي اوریدل شوی.

د کابل پرلت په اوومه ورځ ماښام کله چې د غونډې لومړی ویناوال خبرې پیل کړې، د کیږدۍ په څنده کې یوه بمې چاودنه ترسره شوه. په دې چاودنه کې څلورلس پرلتیان ټپیان شول، په دې شمېر کې زاهد الدین هم سخت ټپې شو، هغه په همدې سخت ټپې حالت کې روغتون ته د رسیدو په موخه په لاره کې ساه ورکړه.

د شهید زاهد الدین جنازه په هماغه شپه د کابل ایمرجنسي روغتون څخه د هغه خپلوانو، د ځدرانو ټولنې او د پرلت ملګرو په ګډه پکتیا ولایت ته ورسوله. د شهید زاهد الدین د جنازې مراسمو تر سره کولو ورسته هغه د لوی افغانستان آرمان جن په توګه د پکتیا د ګردې څېړۍ په خپله پلارنې هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړنی شهید جنازې مراسمو ترسره کولو ورسته د شهید یو ملګري په سخت غمجن حالت کې سرې سترګې نیولي وې، هغه د یوې تورې کڅوړې سر خلاص کړو، د کڅوړ څخه دوه دانې تعویزونه، یوه تسبح، یو ساعت، یو مسواک، یو بوتل عطر، یو ږمنځ، یو دستمال، یوه وړه د مخ هنداره، دوه دانې قلمونه او دوه تختې درمل یې ترینه د خلکو په مخکې راویستل. د لیدونکو او د ملګري له سترګو اوښکې بیدې، په اصل کې دا د شهید زاهد الدین اصلې شتمني وه.

د شهید زاهد الدین د جیب هنداره ماته وه، د سر درد یئ درملو ته نوره اړتیا نه لري، د دردونو ګولې نا تمامې پاتې شوې، تعوېزونو ته نوره اړتیا نه لري. د هغه موبایل یا تیلفون ته نوره څوک زنګ نه وهي. هو، دلته یوه بله مهمه خبره دا ده، چې د شهید فکر او قلم موږ ته پاتې شوې دی، څو موږ د هغه د ژوند نا تمامه کیسه ولیکو او د هغه نامرده قاتل په دې وپوهو، چې موږ په داسو ناځوانه بریدونو نه ختمیږو، نه ویریږو او نه ټیټیږو.

د کابل غمجنو پرلتیانو سربیره د ګران هیواد په ډیرو سترو ښارونو کې په نورو پرلتونوکې د پاک شهید زاهد الدین غیبانه جنازې لمانځونه ترسره شول او د هغه روح ته د الله تعالی په دربار کې دوعاګانې وشوې. د کابل په پرلت د بمې چاودنې وروسته د غمجنو هیوادوالو پرلت ته تګ راتګ ځښت ډیر شو. د پښتونخوا او د بنو ښارونو کې لاریونوالو په خپلو لاریونو کې د افغان شهید زاهد الدین په نامه نعرې پورته کړې.

د کابل پرلت سره هممهال د هیواد په سترو ولایتونو لکه کندهار، بلخ، ننګرهار، خوست، هلمند، د پښتونخوا او بنو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په پرلپسې توګه لاریونه او احتجاجونه ترسره شول. لاریونوالو د نړېوالو بشري حقونو سازمانو څخه غوښتل، پر پاکستاني ظالم ریاست باندې سیاسي فشار زیات کړي، څو د پښتون

ژغورنې غورځنګ قانونې غوښتنې او مطالبې پرې ومنې. لاریونوالو شعارونه ورکول، پاکستان یو ترهګر دولت دی، باید د ترهګري په تورلیسټ کې ونیول شي.

د زاهد الدین د شهادت په څلورمه ورځ د هغې زوی صفي الله د خپل پلار د تره زوی سره د کابل په پرلت کې راښکاره شو، صغي الله ویل: زما پلار د پاکستان ترهګر دولت ځکه شهید کړی دی، چې هغه د خپل ځوریدلي او مظلوم ولس غږ او چتولو او د پشتون ژغورنې غورځنګ څخه ملاتړ کولو. د شهید زوی زیاته کړه، د پاکستاني ظلم ریاست د دا واورئ، چې موږ یو نه ماتیدونکي واحد ملت یو، موږ له مرګونو څخه نه ویریږو، زموږ روحیات اوس ډیر پیاوړي او غښتلي شوي دي. موږ هیڅکله د خپلې سپیڅلې مبارزې څخه په شا کیدونکي نه یو، زما پلار د خپل قام لپاره قرباني ورکړي ده،

اوس د زما د شهید پلار فکر او لار ماته او زموږ نورو ریښتنو لر او برو مبارزو پښتنو ورونو ته پاتې شوي ده، موږ به د خپلو سپیڅلو مبارزینو په فکرونو او لار د تل لپاره قدمونه ږدو.

د کابل پرلتیانو د بمې چاودنې ورسته په یوه خبرې کنفرانس کې په نړیوالو یو ځلې بیا غږ وکړو، چې موږ به خپلو پرلتونو ته تر هغې ادامه ورکړي، ترڅو د لر او برو افغانانو غوښتنې پر نړیوال کچه اوریدلي شوې نه وي. همدارنګه د کابل پر پرلتي احتجاجې خبرې کنفرانس کې شهید زاهد الدین د لر او بر افغانانو د یووالي یو سپیڅلې شهید په نامه یاد کړو.

د شهید زاهد الدین روح دې تل ښاد وي او نوم یې تل ژوندي وي.

13.03.2025

-
بېرته شاته