(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سایل په شاعرۍ کې

[13.Mar.2025 - 09:36]

د‌ رحمت شاه سايل پۀ شاعری کښې د احساس د‌ محرومۍ فني اظهار 

لیکماښام خټک

 

 ددې نه وړاندې چې د‌ رحمت شاه سايل پۀ شاعرۍ کښې د احساس د‌ محرومۍ پۀ فني اظهار خبره شورو کړو ، نو غواړم چې اول پۀ احساس خبره اوشي چې احساس څۀ شی دی ؟ بيا راځو چې احساس محرومي څۀ ته وائي ؟

د احساس معنا ده د‌ډد، تکليف ، څړيکه ،  خوښي يا د‌ غم شدت د‌ زړۀ نه محسوسول، که پۀ يو انسان کښې د محسوسولو حس موجود وي نو هله هغه د نورو غم او خوښي محسوسولی شي ، پۀ ژوند کښې

 که پۀ يو کس کښې د‌ محسوسولو حس موجود نۀ وي نو پۀ هغۀ خپل خلق هم پردي لګي او که احساس پکښې وۀ نو پردي هم پرې خپل لګي يا د پردو حق تروړنه هم ورته خپله حق تروړنه ښکاري نو بيا نۀ يوازي د ځان د حق تروړنې خبره کوي بلکې د نورو پۀ حق تذړنې هم غلی نۀ پاتې کيږي.

 نو اوس راځو چې پۀ احساس محرومۍ دې هم خبره اوشي چې احساس محرومي څۀ شی دی؟ پۀ سماجي او نفسياتي اړه دا موضوع څنګه څېړل شوي ده او پۀ ادب او پۀ خاصه توګه شاعرۍ کښې ددې څۀ کردار جوړيږي

احساس محرومي هغه د ماغي يا ذهني ناخوشګوار کيفيت دی چې د خپل مقصد يا موخې يا خواهشاتو د‌ نۀ پوره کېدو له کبله محسوسېږي يا محسوسولی شي . د خپل مقصد پۀ پوره کېدو کښې د خنډانو سره د‌ مخ کېدو، د حالاتو د ناسازګارۍ، يا د خپلو شخصي کوتاهيانو، يا د‌ نا اهليت له سببه يا د څۀ ذهني الجهن يا د‌کشمکش پۀ نتيجه کښې راپېښيږي

اصل کښې زمونږ موضوع د احساس محرومی فني اظهار دی نو پکار ده چې پۀ فني اظهار هم خبره اوشي چې فني اظهار څۀ شی دی ؟ او فني اظهار څنګه پېژندلی شوی دی ، نو بيا به مونږ ته بېخي خبره هم اسانه شي چې د سايل صيب پۀ شاعری کښې فني اظهار پۀ کوم رنګ ډنګ ، د کوم معيار او پۀ کوم مقام او پۀ کومه پېرايه کښې راوړلی شوی دی .  

پۀ اصل کښې د ادب د فن يا د ادب د‌ تخليق اړيکه  وي د جذباتو سره ، ځکه تاثير ددې يوه برخه وي ، ادب هر قسمه جذبات رابيداروي ځکه رنج، خوښي، جوش ، ولوله، استعجاب او حيرت کښې چې کوم اثر دی  هم هغه پۀ ادب کښې دی ، د سحر د‌ باد يخې څپې ، دروانو اوبو شور ، د ګلونو شګفتګي ، ښکلا او وږمې ، د غونچو تبسم ، د شينکي د باد پۀ څپو نڅا ، د وريځو ورېدل، د برق پړک پړوک ، يا بيا ټولنيزې ستونزې پۀ علاماتو او محاکاتو کښې راوړل، او دا منظرونه چې د‌سترګو تر وړاندې شي نو پۀ زړۀ د يو وجد کيفيت راخور کړي او شاعر يې هم پۀ هغه رنګ وړاندې کوي نو پۀ زړۀ ځکه اثر هم کوي، ادب يوازي د‌ محسوساتو تصوير کشي نۀ کوي بلکې جذبات او احساسات هم مخ ته راوړي، اکثره عام وګړي د خپلو جذباتو نه خبر نۀ وي او که خبر وي نو داسې پټ نقش ددۀ پۀ جذباتو را خور وي شاعر دغه پس نظر توکي ، ستونزې پيش نظر راوړي  ځکه پټ څيزونه‌راښکاره شي او ځليږي وران شوي نقشونه بيا راتازه شي تر دې چې هغه روحاني تصوير چې مونږ يې د آئينې پۀ وساطت نۀ شو کتلی ادب يې مونږ ته بې رويه بې ريا راوښايي .

ادب يوازي د‌ محسوساتو عکس بندي نۀ کوي بلکې د‌ احساس کار  د يو شي باره کښې صرف علم حاصلول يا د‌ يوې ستونزې حل تلاش کول نۀ وي، ددۀ کار دادی چې کله که يوه پېښه اوشي نو يو حساس کس ددې نه متاثره شي ، د‌ غم پۀ حالت کښی هغه صدمې کښې ښکېل شي او پۀ خوښۍ کښې خوشحاله شي ، پۀ حېرانونکي خبره حېرانه شي ، دا هغه انساني قوت دی کومې ته چې احساس وئيلی کيږي او دا چې د‌ټکو يا تورو جامه واغوندي نو دې ته ادبي تخليق وائي ، کوم جذبات چې پۀ ټکو يا تورو کښې ادا شوي وي هغه ادبي تخليق ګڼلی شي ، چونکی توري د اورېدونکيو پۀ جذباتو اثر انداز کيږي ځکه پۀ اورېدونکو او لوستونکو هم هغه اثر کوي چې په يو صاحب جذبه يا د يوې جذبې پۀ خاوند اديب يا شاعر پۀ زړۀ اثر کوي ، ځکه ادبي تخليق هغه کلام يا ليک دی چې د‌ انسان جذبات راپاروي او هغه متحرکه کوي .

کوم څيزونه چې پۀ زړۀ اثر کوي ډېر شی دي،  لکه موسيقي ، مصوري ، مجسمه سازي ، صنعت ګري او داسې نور خو د ادب اغېز د‌ ټولو نه زيات دی، موسيقي يوازي د اورېدو قوت ته ښکلا وربخښي که د اورېدو قوت نۀ وي نو هېڅ شی هم پکار نۀ شي راتلی ، دغه رنګ د‌ تصوير او مجسمه سازی نه د‌ متاثره کېدو د‌پاره بينائي اړينه ده ،  خو ددې مقابله کښې يوه ادبي فن پاره پۀ ټولو حواسو اثر کوي او ټول حواس ترې خوند اخلي . کله چې يو محبوب يا محبوبه يا يو منظر يا يوه پېښه د سترګو وړاندې نۀ وي مو سترګې ترې خوند نۀ شي اخستی خو يو اديب يا يو شاعر د‌يوې محبوبې يا د يو محبوب يوې ادا يا يو منظر ته د‌ټکو جامه ورواغوندي نو بغير د‌ ليدو نه اورېدونکی يا لوستونکي ترې خوند اخلي . پۀ يو اديب او پۀ يو سائنسدان کښې خو پۀ دې لحاظ فرق دی چې سائنسدان د‌ استدلال او انبساط نه کار اخلي ولې اديب انساني جذبات رابيداروي ، سائنسدان يوه ستونزه زمونږ د‌ عقل پۀ وړاندې پېښ کوي ولې اديب زمونږ جذباتو ته تحريک ورکوي .

 پۀ يو غوره ادبي تخليق کښې ډېر خصوصيات موندی کېدی شي، پۀ دې کښې واقعه نګاري ،تصوير کشي، منظر نګاري ، د خيال تړون ، د‌ ټکيو بندش ، موسيقيت ، موزونيت ، قافيه بندي ، نوښت او داسې نور دا ټول  د يو ادبي تخليق بېلا بېل خصوصيات دي

پۀ ادب کښې د‌ هر صنف څۀ خپل خپل خصوصيات او ځانګړنې وي چې پۀ نورو کښې نۀ وي . شاعر د يوې پېښې يا منظر د يو خاص اړخ بيان کوي يا د خپلو خيالاتو او جذباتو د هغو اړخونو اظهار کوي چې زمونږ جذبات او احساسات متاثره کوي د يو شعر پۀ وئيلو شاعر زمونږ جذبات د يو مصور نه زيات متاثره کوي . د‌خندا سره د روح د‌ وتلو او د خندا پۀ اوږو د‌ روح د جنازې د‌وړلو او د‌شنکي شينکي خالونو پۀ وينو د سرۀ کېدلو اثر ممکنه ده بلکې هم دغسې ده چې عام کس دا تاثر نۀ شي راپيدا کولی لکه شاعر يې چې ترې د فن پۀ لار نۀ يوازي پيدا کړي بلکې عکسي بندي يې هم هم اوکړي چې سايل صيب ددې هنري عکس بندی څومره استاذ او استاذی هنر مند دی لکه

وړې مې د روح جنازه چرته د خندا پۀ ووږو

پۀ وينو سرۀ دې ترې شنکي شنکي خالونه نۀ شي

 

ګل چې تازه د خار په مرسته شۀ زما پـــــه وینو

د ظلم حد ګورئ پـــــه خار پابنــــــــــدي ولګېده

 

د‌ شاعر يا اديب احساسات و جذبات ددې نه هم زيات سريع الانفعال ، سريع‌الحس او زود اشتعال وي . د چاپېرچل پۀ واقعاتو چې هغه کله د‌ عبرت نظر اچوي نو يوه يوه ذره ورته د يو ناصح پۀ څېر را ښکاره شي او د اخلاق او عظمت درس ورته شورو کړي خو دغه نصيحت ، اخلاق او عظمت درس د يو احتجاج پۀ جامه کېې داسې رانغښتي وي چې هم يوه احتجاجي چغه وي او هم يوه دفاعي سانده هم چې شونډې پکښې د خاموشۍ د‌ رضا نه بلکې د ګنډلو او د‌ نۀ ويلو يو وياند مزاحمت ښکاره کوي، ولې چې کوټلی خاموش احتجاج د يو مړ ،بې حسه او اوپره نعرو نه زيات قوي او موثر وي  . لکہ

 

شونډې ګنډم پۀ نوم د‌ يار پابندي اولګېده

د‌ پاکې مينې پۀ اظهار پابندي اولګېده

 

په ژبو وه خو دا پــه ظلم بانــــــــــدې ظلم وشۀ

چې مو د سترګو پـــــه تکرار پابنـــــــدي ولګېده

 

يا بيا کله شاعر د شوق پۀ عالم کښې يو ګل ته

 لاس کړي نو صفا ستهرا ورته ترې د خپلې معشوقې خوشبو ورځي او چې کله ورسره مخاطبه کوي نو بيا د هغې رنګ داسې وي

 

اوس به د ګل سنـــــــــــدرې چاله ای سایله لیکو

د بلبلانو پــــــــــــه چغار پابنــــــــــــــدي ولګېده

     

که يې د ګل نه بېلوې شبنم به پاتې نۀ شي

غم که زما د‌ زړۀ نه لاړو غم به پاتې نۀ شي

 

کومه پرخه د چې ژاړي هغه کوم ګل دی چې خاندي

پۀ ژړا هم پابندي ده پۀ خندا هم پابندي ده 

 

او بيا د هغې د ښکلا او د مشکوکې وفا او د بې لوظی دفاع څومره پۀ جذباتي انداز کوي چې دا پۀ عام ژوند کښې د‌ عام وکړي کار د سره نۀ شي کېدلی ولې چې که دا خبرې د‌ عامو خلقو پۀ ژبه ادا شي نو هغۀ ته به خلق مجمون وايي ولې شاعر يې پۀ داسې هنر يا پۀ داسې رنګ وايي چې پۀ لوستونکو او اورېدونکو اثر کوي ګويا د شاعر يا د‌ اديب د استدلال طريقه د‌ عامو خلقو نه بدله وي

کومې خبرې چې د مسلماتو سره وي هغه اديب يا شاعر پۀ يوه نوي طريقه سره ثابتوي ، اورېدونکي يا لوستونکي ددې خبرې پۀ رشتونولی يا غلطو پسې نۀ ګرځي بلکې ددې د‌ زړۀ راښکونکي کيفيت نه خوند اخلي . دغه رنګ د علت او معلوم او اسباب او نتائج چې کومه عامه سلسله ده هغه د يو تخليقار پۀ وړاندې بېله وي ددۀ پۀ وړاندې د هر شي غرض او موخه هغه نۀ وي کومه چې عام وګړي يې ګڼي ،تخليق کار د خپل قوت تخيل پۀ زور  يو يو څيز سل سل پېرې ګوري او هر ځلې دۀ ته دې کښې يوه نوي څيره پۀ نظر راځي ،لکه ما چې څنګه بره د ګل مثال مخته راوړی ، او بيا يې لږ ددې تکرار سره راوړم چې ګل خو هر سړی بويوي ولې شاعر ته ترې د خپلې معشوقې خوشبو ورځي او هغه ترې دغه رنګ خوند اخلي .

د ادبي تخليق ځان يا روح هم دغه اسلوب يا طرز ادا وي ، شاعرۍ يا انشاپردازۍ کښې دغه جادوګري پۀ دغې طرز ادا ، جدت تعبير يا نوښت باندې اډاڼه لري ،دا يو د ذوق شی دی ،  د کومې چې ادراک هم له ذوق څخه کيږي . ددې پېرايه هر ځايې بدله وي او دې قدر ته غير محصوره يا خپل واکه وايي چې نۀ ددې شمېر کېدی شي او نۀ يې احاطه لکه د‌ نورو توکيو کېدی شي دا پۀ خپل ذات کښې پټ هم وي او ښکاره هم واحد هم وي او جمع هم د‌ ذات سامان هم وي او د جهان اکايي هم وي او پۀ ځان کښې اجتماع هم لکه

د سايل صيب دا شعر

 

    دغوټۍ پټ تبسم هم د ګلستان برخه وي

دا خلک څنګه ژوند په ذات کې او په ځان کې کوي؟

 

غرض  يو فن کار چې څنګه د‌ مضامينو پۀ هڅه يا لټه کښې بوخت اوسي نو هغۀ ته پکار دي چې هر وخت د ټکيو پۀ پلټنې او پیمانه يا ناپ تول کښې هم مصروفه اوسي ، دۀ ته‌ پکار دی چې پۀ ډېر غور سره د‌ توريو څېړنه کوي چې کوم توري ثقيل يا درانۀ ، متروک ، نامانوس او ګران دي او کوم توري خفيف ، اسان ، سليس او فصيح دي ، ځني توري پۀ خپل وجود کښې وي ثقيل يا نامانوسه ولې د سياق و سباق د‌ ټکيو پۀ تناسب دې د دې دغه ثقل يا مشکل پسندي يا ګران والی را ښکته کړي يا يې لوستلو يا د‌ پوهې د‌پاره اسان کړي ځکه د داسې توريو د پاره داسې ځايونه کتل پکاروي چې ددې ثقالت اسانيږي يا راښکته کيږي او پۀ لوستلو پۀ اسانه ارزي . لکه د سايل صيب دا شعر يې يو ښۀ مثال کېدی شي

تۀ به څنګ شې پکښې خوښ نازکه ياره

د‌ سايل د شعور ټول وطن کاړ کاړ دی

 

د‌ سايل صيب کمال دادی چې احساس محرومي يې تشه ژړلي يا ساندي کړي نۀ ده بلکې يوه هنري بڼه يې ور کړي او داسې هنري بڼه چې ستونزه يا احساس محرومي د  محرومی احساس نه بلکې د يوې فينټسي او زړۀ راښکونکي معمې پۀ څیر يې مخ ته راوړي او چې څوک يې اوري نو د‌ هغۀ کيس يا د هغۀ خبره  ، مسئله ، کشاله يا معامله ورته ښکاره شي او اول خو يې د حل کولو هڅه ضرور کوي او که حل کولی يې نۀ شي نو دا حل يې ضرور راوباسي چې د ځان سره يې نغمه ، زمزمه او يوه داسې زوته سندره کړي چې هر وخت ددۀ پۀ زړۀ زهن او فکرو خيال کښې اوسي او چې کله هم چرته پېښه او شي نو خود ساخته ددۀ پۀ خولۀ دغه هنري احساس محرومي يوه احتجاجي چغه شي لکه 

 

ماله پۀ سترګو کښې ازغي راکوی

مانه نغمې د ګلستان غواړې

 

زمونږه نصيبونه خو پۀ شان د سپېلنو دي

پۀ غرونو کښې را لويې شو او ښارونو کښې لوګي

 

. ستا ديدن راته د خپل وطن نظام شو

وږی تږی مې ساتې پۀ زولنو کښې

 

. تار تار پروت دی چا راټول نۀ کړو سائله

د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی

 

ځئ چې سندرې د يو بل د محبت اووايو

دلته کښې هسې هم زمونږ لمنې سپينې نۀ شوې

 

یمه حیران دا دلته دومره خاموشي ولې ده؟

پاڼې که وچې هم شي شورخو په خزان کې کوي

 

د پښتنو يا د‌پښتون وطن کومه ستونزه يا غميزه ده چې سايل محسوس کړي نۀ ده او بيا يې د‌ خپل شعر د فن پۀ ګوتو تصويري او اساطيري کړي نۀ ده لکه

 

لا به يې شونډه هم شنه شوي نۀ وي

بهر به ځي پۀ قرض پور به ځي

لا پېژندلي يې کوڅه هم نۀ وي

خو د پردي وطن پۀ لور به ځي

پردي زړۀ چاودي  کوه قاف ته ښاپېري لويوي

ميندې لېونی دي نادانې دي

چې کيني نورو وطنونو له زلمي لويوي ميندې لېونی دي نادانې دي

 

دپښتون افغان پۀ وطن چې کومه مرګ ژوبله اوشوه د دوئي د بربادی او د‌ نسل کوشی او د بېخکنی چې څومره هم هسې وشوې خو بيا هم پۀ خپل حال چې څرنګه هم دي خپل ژوند ژواک يې هم هغه رنګ روان دی او د‌ ژوند‌ هلې ځلې يې مړې نۀ دي او لکه د‌ يو ژوندي قام ژوندی او ګړندی دي دا بېله خبره خبره چې د محرومی احساس پۀ عام وګړيو کښې څنګه او پۀ کومه درجه دی ولې ژوند‌ يې پرېښی نۀ دی د دوئي مسايل او وسايل څنګه دانګ دانګ شول او زمونږ زلمي څومره پۀ پرېمانه وسائلو کښې بې کوره ، بې موره ، بې پلاره او بې روزګاره شول کومو کومو وطنونونه ته مسافر نه شول پۀ خپل شته وطن کښې مقامي در بدري يې خود ساخته نصيب ونۀ ګرځېده  او د دې مقابل کښې مزاحمتي رنګ يا د‌ محرومی احساس سايل پۀ کوم هنر د‌ اولس د‌ استاذيتوب پۀ ترڅ کښې  د يوې اولسي کيسې پۀ رنګ مخ ته راوړي او ځکه يې راوړي چې دا ستونزه اولسي ده خو پۀ باطن کښې دا ستونزه ورسره ورسره څومره خصوصي هم ده هغه د شعر د‌ هنر نه ښکاره ده 

 

ورشئ او د ګل قاتل ته دا خبره هم اوکړئ

ګل که قتل هم کړې خوشبو ئې قتلول ګران دي

 

زما وطن د سرو او سپينو نه ډک

زۀ مزدورو پسې باهر ګرځمه

زۀ يو پښتون خانه بدوش د وطن

کډې پۀ سر او در پۀ در ګرځمه

 

يا بيا دا اولسي اساطيري رنګ

 

که لېونی مې نۀ کړې زۀ به لېونی نۀ يمه

ځه کنه ګورو ! ګورو! به جانانه

که آدم خان مې نۀ کړې زۀ به درخانی نۀ يمه

ځه کنه،  ګورو ! ګورو ! به جانانه

چې پۀ خوږو خوږو خوبونو پسې تر څو پۀ چغو ژړولی نۀ يې

چې مې د خپل باغ پۀ ګلونو پسې تر عمره عمره کړولی نۀ يې

زۀ به د خپل وطن د غرونو غرڅنی نۀ يمه

ځه کنه ، ګورو ! ګورو ! به جانانه

چې مې د سترګو نه الهام وانخلې

زۀ به دې هم د غاړې هار نۀ شمه

پۀ دوه لاسي مې چې سلام وانخلې

تا به تاجدار تابه دلدار نۀ کړمه

چې دې رنځور نۀ کړمه زۀ به شين خالی نۀ يمه

ځه کنه ، ګورو ! ګورو ! به جانانه

چې مې سندره نۀ کړې څو سائله

ياد يې لره رانه به خوب ونۀ کړې

چې مې تر څو نۀ کړې درخو سائله

رانه پۀ ژونه به زلميتوب و نۀ کړې

چې پۀ ژړا مې نۀ کړې زۀ به ملالی نۀ يمه

ځه کنه ، ګورو ! ګورو ! به جانانه

 

يا بيا دا د احساس محرومی يو بل رنګ چې دا خالص هم د‌ سائل صيب رنګ کېدی شي او د تصويري اساطيري بڼه پۀ چغو چغو اعلانوي چې هو ، مونږ د سايل صيب د تخليق نه وتي شاهکارونه يو

 

لا به يې شونډه هم شنه شوي

بهر به ځي پۀ قرض پور به ځي

لا پېژندلي يې کوڅه هم نۀ وي

خو د پردي وطن پۀ لور به ځي

پردي زړۀ چاودي کوه قاف ته ښاپېري لويوي

ميندې لېونی دي نادانې دي

چې کېني نورو وطنونو له زلمي لويوي ميندې لېونی دي نادانې دي

او بيا دا شعرونه خو لکه د عارضي او مستقلې مسافری او بېلتون هغه دډد وي هغه سانده او د‌ احساس د محرومی د پرتلي ناستې  يوه  احتجاجي او امتزاجي سلوګن او چغه وي چې زمونږ هر وګړی او هره تور سري ورسره د مودو مودو نه مخ ده.

د‌ سايل صيب سره چې د‌ احساس د‌ محرومی کوم مکالماتي جمالياتي اظهار دی هغه د‌ زرينو اقوالو او د ضر ب الامثالو پۀ توګه پکارولی شي لکه

ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې

ددې وطن د‌ غريبۍ نخښې دي

 

پۀ تسنو وسنو سپورو زلفو کښې دې سرۀ ګلونه

د چا مزار ته دې د‌ زول پۀ شپه ډيوې بلې کړې

 

خداي دې پۀ خپل زړۀ پسې وژړوه

پۀ باران واوړې چې باران غواړې

 

ای مه ګورو زاهده کګلېچونو ته د سترګو

دا داسې نظارې دي چې توبې پکې ماتيږي

 

سترګې دې ډکې شوې پۀ بله اوړي

کاسه راواخلم شراب جوړ کړم کنه

 

ستا د‌ حسن د اسمان انګړ خالي شو

ستا د خال د خندا ستوري پکې نشته

 

سر او زړۀ دا ډواړه چې څومره د سمبال ساتلو توکي دي هغومره دا د ورکولو ، قربانولو ، وړلو وهلو ، بايللو او د ځانه د‌ جدا کولو پۀ کار او زيار زيات بوخت وي ولې چې زړۀ ، عقل او سوچ دا د حواسو محتاجه وي او سترګي ددې اولنی اجزا دي چې دا راپاروي يا پکاروي او دا د هر سر برخه وي او څوک هم چې سر سترګي لري هغه محسوسات هم لري او دا محسوسات د‌ ژوند د ګاډي د راښکلو د پاره پۀ يو کس ډېر ډېر کارونه کوي او د ژوند ګاډی سړی در په در او تل پۀ سفر کښې ساتي او د‌ ټولنيز ژوند‌ تقاضا داده چې ژوند‌ فقط ځانته نۀ کيږي او نۀ يوازي د ځان د‌پاره کيږي نو دلته زړۀ او سر او د‌ زړۀ سر چې کله د‌ ژوند‌ د ګاډي د راښکلو دوه سوري شي نو دا پۀ معنوي لحاظ يو بل کښې ضم او يو دوه کسيزه صنم  وي او د‌ يو بل د‌پاره لازم او ملزوم وي خو چې کله دا دواړه د ژوند د تېرولو يا د‌ ژوند‌ د‌ لارۍ پۀ مخ د‌ بوتللو د‌پاره د يو بله دې سفر کښې تر څۀ وخته لري شي نو د‌ لرېوالي د‌ محرومی دا احساس چې سايل صيب کله پۀ شعر کښې بيانوي نو دې کښې د اظهار چې کوم فن دی هغه نۀ يوازي جمالياتي رغوڼه لري بلکې ښۀ ډوبه او ژوره جذباتي اډاڼه هم لري لکه

 

پۀ څومره خلقو کښې تنها وي سړی

چې زړۀ لري او د زړۀ سر نۀ لري

 

وشوې مودې ځان لټوومه ځان مې ونۀ موندل

خدای خبر کومو سترګو کوم خوا تښتولی يمه

 

.راشه څڅيږي د سايل د چاودو شونډو وينې 

حالات يې ورک نۀ کړي خالونه دې سنګار راوړه

 

د سايل صيب پۀ شاعری کښې د‌ احساس د‌ محرومی دا احساس دومره ژور او زورور دی چې رسا پۀ زړۀ لګي او کومه خبره چې پۀ زړۀ اولګي نو هغه د‌ زړۀ خبره وي او د سايل صيب ټوله شاعري د يو زړه نه راواخله تر بل زړۀ شاعري ده او دا به تر عمره عمره د هر وګړي پۀ زړۀ کښې مېشته او خوندي وي او اظهار به يې هم داسې روان او پرېمان وي

                             13 March 2025

 

-
بېرته شاته