د میراوس پر مړینه
[17.Apr.2025 - 07:12]د پښتو ژبې نوموتی کومېډی میراوس د ۷۰ کالو په عمر د 2025 کال د اپریل په 3 مه نېټه لدې فاني نړۍ سترګې پټۍ کړې
انا لله و انا الیه راجعون
حیات الله «میراوس» په ۱۹۵۵ ز کال کې د چارسدې په تنګي کې زېږېدلی و.
ارواښاد میراوس د کومیډي کیسو او سندرو له لارې پښتني کولتور د بډاینې لپاره مټې رانغتې وې.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP د ارواښاد میراوس مړینه پښتني کولتور او ادب ته ستره تشه بولو او د کورنۍ ، خپلوانو او ملګرو سره یې پدې درون غم کښې ځان شریک ګڼو.
ارواښاد ته د لوې خدای له درباره دجنت فردوس او کورنۍ ته یې زغم غواړو
اروا یې ښاده
امین