(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کډوالو شړل

[26.Apr.2025 - 13:59]

پاکستان ته د افغانانو کډوالۍ ،ستونځې او بېرته شړل کېدل

 

څو کاله پخواما د کورنۍ سره مې پیښور ته کډه وکړله (د ط.اولې دورې نه تر کرزي نیمایی پورې)؛یو اختر کې د دوستانو له جملې ،زما د زوی یو معلم صاحب و د ناصر خان په نوم چې د اقتصاد و که تاریخ(پیښلیک) ښوونکی و، ډیر پوه انسان و،

ما ورنه وپوښتل:استاذه!دا د مجد دی،رباني او بیا د طابانو په دورو کښې ،پاکستان ((او ایران!!)) ولې د کرښو په سر ،دروازې بې له اسنادو و افغانانو پر مخ خلاصې کړې؟

ناصر خان:داکتر صاحب! دا خو د دوی انګریز استادانو دویته پالیسی پری ایښې چې، که غواړئ کوم هیواد او ولس ېې تر ولکې لاندې راولئ او بیا ېې وځبیښئ (استثمار) نو:-

۱) خپل سرحدونه ټول ورپرانیزۍ چې دوی جنګ ځپلي تاسو ته راشي ..

۲)پیسې یا کرنسۍ یی پر ځمکه وولۍ او خپله روپۍ پرې د آزادو مارکیټو او قاچاقي لوړه کړۍ ،یعنې اقتصاد یی صفر کړئ!!

۳)ژبه او لرغوني کلتوري افتخارات ې ختم کړئ!!! ؛ بیا نو مزې کوئ او امرونه چلوئ!!

زمونږ ډیړي ساده زړو او بیخبره افغانانو هم د پاکستانیانو او ایرانیانو په اوتو بوتو، شوع-شاع وغولیدل؛ او ځینو خو په اروپایی ، امریاکیی او استرالیایی ، عربي ملکونو کې د خپلوانو په مرسته او یا وطن کې خپل ټول مال جایداد خرڅولو سره ،ځانونه عمري مسافر کړل ؛ او ځینو ډیر شاقه او د حقارت ژوند (بخور نمیر )ته په دشتو ، کمپونو ا د ن کې شپې ورځې تیرولې ، او همدا یی هم غنیمت شمیرلی؛ خو تش په نامه پاک ایستان او فارسیستانیانو ،تر هغې چې د بادارانو او ګوډاګیانو په کمک ې افغان وطن کې د جګړو اور بل ساتلی و، د م م. او نورو مرستو نه او سلاحو نه جیبونه ډک کړل په زرګونو کرنیل؛جرنیل؛ رشوتخوارهء پولیس او ملېشه والا ېې ځانونه وپړسول ؛ او اوس چې نړیواله ټولنه د پوک سټین په منافقت او چټلیو پوه شول او مرستی بندې سوې؛ نو دوی لکه وږي سپیانو د افغانانو/پښتنو وینو او هډوکو او زاړو تلتکو چوور او تالا ته بډې ووهلې او له ک کړ نه تر بیشرفه شریفانو له ډیرو بدو کړنو لکه بیناموسئ؛شکنجو،بندیانولو، لووټ او غلا ته پیل کړی او په ډیره بیشرمۍ ې واپس شړي!!

دلته یوه خبره بله هم شته چې هغه ګاڼکړپان، قاچاقبران،رشوتخواره او مفسدین او فاسق فتنه اچوونکي د اربونو دینار ، ډالر بلیونران هم لکه زرداریان دوی سره شریک دي

خو ایکاش چې د افغان واکدارانو دپګړیو ولونه او ماغزهء په دې خبرو خلاص سوي وای ؛لږ تر لږه یی د اهل خبره، پوهانو ، حقیقي عالمانو مشورې اوریدلای،لوستلای او پلی کولای.......او ژرتر زره ې خپل ولسونه له ځبیښاک او ښکیلاک ژغورلي وای.......

 

(متقاعد ډاکټر حمید الله زړور ساپی)

-
بېرته شاته