(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو او پښتانه چارواکي

[27.May.2025 - 21:19]

پښتو او پښتانه چارواکي 

ډاکتر ځلاند

دا  یاودنه لازمي  ده،  زه چې پښتو اوپښتانه  چارواکي یادوم له دې نه مې موخه  د لوی افغانستان له  امو تر اباسینه ټول پښتانه  چارواکي دي.

سایل صاحب وايي :

خاندي هم  زما لپاره  ژاړي هم

وژني مې هم  ماله دعا غواړي هم

 

افغان بابا ـ فخر افغان وایې  د کوم قوم چې ژبه سپکه شي، هغه قوم سپکیږي او د کوم قوم چې ژبه ورکه شي ، هغه قوم ورکیږي.

افسوس نن پښتو د خپلو پښتنو له لاسه سپکه ده ، او د همدوی له لاسه د ورکیدو او محوه کیدو د ګړنګ پر غاړه بې اسرې ولاړه ده.

ډېره د افسوس او حیرانتیا خبره ده، چې کله د پښتون او پښتو خبره  کيږي ټول  پښتانه په یوه خوله  دا چیغې وهي  چې پښتو او پښتانه  د ورکیدو په حال کې دي هغه چې ټول عمريې پښتو او د پښتنو  خدمت ته وقف کړی وي  هغه هم دا چیغې وهي او هغه چې له ځانه او کیسو  او دسییسو نه خبرنه وي په کلي  او بانډو کې  ژوند کوي هغه هم دا چیغه وهي. سندرغاړي شاعران او دارنګه دا روڼ اندې هم دا اندیښنه لري چې پښتو او پښتانه  له امو تر اباسینه په  یو نوم او په بل نوم وژل کیږي، خو افسوس راته بیا په دې رازي چې هغه پښتانه چې دپښتو په نوم ښاغلي دي او دپښتو د بد مرغۍ  ستر لامیلین دي  چې له هغوي سره هم مخ شې نو هغوی هم دا چیغه وهي ـ چې پښتو تباه شوه.

نو پردغه شان اړپيچلې حالاتوکې موږ  ته ترټولو لومړی دا پکار ده چې دخپلې ټولنې ناروغي په سمه توګه تشخیص کړو مالومه کړو، چې ستونزه  چرته او  په چا کې ده، موږ له دې نه وړاندې د ټولې نړۍ صفتونه  په ځان کې لیدلي او ټولې بدګڼې او عیبونه مو په نورو کې لیدلي دي، که غلطي موږ کړې پړه مو په نور اچولې ده  کار زه نه  کوم  ګرم  بل څوک دی  ظلم زه په خپل ځان کوم ګرم بل څوک دی . موږ تر دې دمه دخپلې ناروغۍ په هکله نه له  نورو سره مشوره کړې او نه  مو  خپله ورباندې ژور فکر کړی دی.

کله کله خو دا هرڅه  په تقدیر او  قسمت پورې وتړو چې دا د پښتنو په قسمت کې لیکلی شوي ده ـ  خپله ناکامي خپله بی غوري خپله بې ننګي موږقسمت پورې تړو بس یو کار مو  ښه په شوق کړی دی چې موږ تور یالی قوم یو. موږ ننګیالی قوم یو اودا هرڅه موږ و خو اوس نه یو دا یو تریخ حقیقت دی دا باید ومنو په دې تریخ حقیقت باید سترګې پټې نه کړو کوم قوم چې ماتې وخوري کوم قوم چې له پرمختګ نه ولویږي هغوی ته بس همدا یوه خبره ورپاتې وي چې په تیر تاریخ باندې ویاړي چې موږ خوشال بابا غوندي ننګیالی درلود موږ احمدشاه بابا میر ویس نیکه وزیر بابا، باچا خان درلود او اوس محمود خان لرو او داسې نور اتلان لروداسمه ده چې تا درلودل دا اوس د پښتون قوم د تاریخ یوه برخه ګرزیدلي دهتاریخ خو تانه انتظار نه شي کولی تاسره ننۍ ماډرن نړۍ په تیر باندې بحث نه کوي هغه دې اوسنی حالت ګوري اوس موږ په کومه کټه ګوری کې یو اوس ولي دغه  شان ننګیالي په موږه کې نه پیداکيږي. اخر اوس څه راشوي ؟

زه چې کله خپل تیر تاریخ لولم او اوس خپل ځان د ژوند په ننۍ اينه  کې ګورم خدای شته  په دې خپل تاریخ مې شک راشي چې دا چا هسي ډرامه نه وي لیکلي ، دارنګه کله چې د خپل قوم یادونه د نړۍ په تاریخونو کې ګورم  ژړا راشي ژړا په دې نه رازي چې بې وسه یم  شکر  ځوانان یو انرژی لرو ځوانان لرو یو شمبر د ګوتو په شمار مشران په لر او بر کې لرو چې د فکر رڼایې زموږ تیاره ذهنونه  روښانه  کړي او له موږ سره  دخپل قوم  په خدمت کې څنګ په څنګ روان ديژړا په دې راځي چې.

  خدایه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک

 په ظاهر او باطن سپین سپیڅلي خلک.

ځینې ښاغلي د پښتو ا ودپښتنو محرومیت ته د تاریخ د جبر نوم ورکوي چې دا د تاریخ جبر دی او جبر نازولی دی دا سمه ده چې د تاریخ جبر دی دا به زه هم درسره ومنم خو داجبر څو ک نازوي داجبر څوک پر ټنډي ګرځوی په دې هکله مو ترننه فکر کړی؟  که کړی مو وای نو دا جبر به مو وختي مات کړی و. موږ یو شمیر پښتانه ددغه تاریخي جبر د له منځه وړلو هڅه کو خو زیات شمیر پښتانه چارواکي دغه جبر پرخپل تندي وړي او نازوي یې.

نن که پښتون محروم دی نن که پښتون وژل کيږي نن که پښتون د پوهنې له نعمت نه بې برخې دی نن که پښتو د خبرو او سندرو ژبه ګرځیدلی ده نن که پښتانه  په خپل حاکمیت کې محکوم دي نن که پښتانه ځوانان په دولتي چوکاټ کې ځای نه لري د لوی افغانستان په سیاست کې رول نه ورکول کيږي  که یې رالنډه کړم پښتو او پښتانه  که له هرډول ستنوزو سره مخ دی پړه یې د پښتنو چارواکو په سر ده. د پښتنو اصلي دښمنان په خپله پښتانه چاروکي دي که یو نالوستی پښتون د دښمن په ګټه دی  که دښمن ورنه ناوړه ګټه پورته کوي دوخت بې ننګه پښتانه چارواکي هم ورسره په یواړخ کې مرسته کوي ترڅوزموږ ځوانان په لر  او بر  کې  همداسې په تیاره کې وي چې دغه مضر احتیاط کاره تش په نامه پښتانه چاروکي په واک کې پاتې شي دښمن ترینه هغه ګټه پورته کوي او دوخت مضراحتیاط کاره پښتانه په کې خپل کبان نیسي.

بلاخره له یوې لسیزې پاچاهې وروسته اوسني ولس مشر چې له ضرورته زیات ملي دی ـ داخبره وکړه چې د پښتنو لپاره پټې دسیسې دي چې په یو نوم  او بل نوم وژل کيږي. خو زموږ یوه وزیر یوه والي ترننه  دا خبره  نه  ده  کړې  چې اخر دا تاریخ تر ټولو ستر او قهرمان قوم ولي داسې له پښو لویدلي او کمزوریي شوی دی. ترهغې چې موږ خپل عیبونه خپلې تیروتنې او  خپلې کمزورۍ  معلومې نه کړو همداشان به کله یو ته ګوته نیسو او کله به بل ته . موږ  باید نور د خپلو صفتونو  او ستاینو څخه تير شو او دخپلوعیبونو په لټه کې شو  هرچا ته  باید مشر ونه وایو، هرچا پسې باید په پټو سترګو روان نه شو، د هرچا کړنې باید ونه ستایو.

که موږ نن وګورو په حکومت کې کلیدي وزارتونه  له پښتنو سره دي د کوم وزارت د دفتر ژبه پښتو ده،  د کوم وزارت وزیر په خپله ژبه خبرې کوي، نن چې زه په کوم اور کې سوزم  پوکی څوک ورکوي؟ کله چې موږ پښتو او د پښتنو دحقه حقوقو غوښتنه  کو یو شمیر تالیڅټي تش په نامه پښتانه مو له هرچا نه وړاندې مخې ته ودریږيکله مو په یو نوم  او کله په بل نوم یادوي کله راباندي دکفر فتوا صادره کړي او کله راباندې د نشنلیسټ او کله د فاشستنن زه تبا کړی خپل پښتون یم زه ولي بل ته ګوته ونیسمموږ لکه بهرنیان ټول افغانستان  ته د کابل له ښيښو ګوروکابل ټول افغانستان نه دیتاسې لاړ شۍ ولایاتو ته او دخپلو پښتنو ورڼو حال مو وګورئ چې په څرنګه حالاتو کې ژوند کويما چې لیدلي دي په خپله جونکړه کې خوب نه راځي شپه ورځ لالهانده یم دخپل قوم په غم کې له خپلو ملګروسره ـ  خو څه کولای نشم ـ ځکه چې زما صلاحیت، زما واک او زما اختیار خو تاسره دی ـ ته زما په استازیتوب په وزارت کې په سړه خونه کې ناست یې ـ افسوس دی !!  زه نه پوهیږم چې  ته ولې دومره بې غمه یې ؟

یوه خبره روښانه ده  هغه دا چې که ددې خاورې دښمن له  څه ډول دسيسو کار اخلي افغانان به يې په مېړانه ځواب ووايي، خو دا چې پښتو په خپل کور کې د خپلو بچو له خوا سپکه شوې، هغه رنځ دی چې پښتون ولس يې له امله  سخت کړېږي. موږ په دې اند يو چې د افغانستان له هېڅ قوم سره بايد بې عدالتي ونه شي او هېڅ قوم د ملي، ټولنيز او اقتصادي ژوند په هېڅ ډګر کې د محروميت او محکوميت احساس ونه کړي، خو موږ ګورو چې د افغانستان اکثريت قوم له ژبني پلوه د محروميت او محکوميت احساس کوي او  دغه احساس تر ډېره بريده د  خپلو پښتنو چارواکو او مشرانو د بې تفاوتۍ او رواني وېرې له امله رامنځته شوی دیکه چېرې تاجېک او هزاره چارواکي په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي، نو هېڅ باک نشته خو که چېرې پښتانه چارواکي په خپله ژبه  خبرې وکړي نو په خپله د  جنايت او ډېرې نا آرامۍ احساس کويکه څه هم  پښتو د قانون له مخې لومړۍ ژبه ده، خو  عملاً د يوې محکومې ژبې مقام لري. زموږ په اند که  چېرې پښتانه په رښتيا اکثريت وي او  په خپله پښتو  ووايي او ويې ليکي، نو د اساسي قانون ماده به په خپله پلې شي او افغان ملي هويت به د کمزورتیا پر ځای د پياوړتيا پر لوري مخه کړي.

نن یو پښتون ځوان له خپل ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي ژبې څخه د ننګې په موخه پر تاسې او نورو ټولو مشرانو او پښتنو چارواکو غږ کوي چې نور هغه کاذب مصلحتونه چې په اوږده مهال کې يې د ګټې پر ځای تاوان  ډېر دی، يوې څنډې ته پرېږدي او دخپلې مور او مورنۍ ژبې حق ادا کړي. زموږ په اند  په خپله مورنۍ ژبه شرمېدل او په لوی لاس يې له ويلو او ليکلو څخه ډډه کول د بې ننګۍ نښه ده او هغه پښتانه چارواکي په رښتيا فاشېستان دي چې د خپلې ژبې حق نه ادا کوي او له خپلې ژبې سره توپيري چلند  کوي.

راځې سر له همدا ننه دا پریکړه وکړو،  کلک سوګند یاد کړو ـ  که همدانن هم موږ ريښتنې پښتانه  او همدا  ناست کسان  په ریښتني توګه خپل قام ا وخپل ولس  خپل وګڼو او په ريښتني توګه پښتانه شو نو لوړه  کوم چې موږ به شته  ټولو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو. هم به مو خپل فرض ادا  کړی وي او د خپلې مور او د هغې د ژبې قدر به مو کړي وی او هم به مو د ولس ملاتړ تر لاسه کړی وي. او  که هسې ګپ لګو بیا نو نه کیږی همداسې غونډې به  جوړو او خپل قوم ته به سترګې تورو ـ لوټه به ږدو او تیریږو به !!

که څوک ځان ريښتنی پښتون بولي که څوک ځان ريښتنی خدمتګار بولی راځي نن ژمنه وکړو ترهغې چې مو ږ قوی عظم او ټينګه اراده ونه لرو داسې ډېر او له دې نه ستر ستر سیمنارونه به جوړ شي خو ګټه به یې هیڅ وي.  

خدای مه که چې  همدا ننۍ ناسته مو هم بې ګټې ويزموږ مبارزې نوي نه دي موږ  دخوشال بابا تجربه لرو موږ  باچا خان بابا د خدمت جذبه او د فکر یون لرو  نو ځکه پاتې هیڅ  ډول فکر او تیوري  ته اړتیا نه شته ـ  یوازي عمل ته مو اړتیاده او بس که عمل نه کو نو خدای دی مل شي دوطن او دملګرو او که عمل کو بریا مو مبارک .

د لوی ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

یادونه: دا مقاله د ( پښتونپه تراژیدې ) سیمینار کې لوستل شوي ده.

Sep. 2013

-
بېرته شاته