(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اختر او تنهایي
معلومیږي چي اختر دی ، دوه یاران مبارکباد کړي
مرور سره پخلا شوه، یو د بل زړونه به شاد کړي
غېـږبه غېـږلاس په لاس ګرځی،چي یې خوښه هغه داد کړی
خویوزه په تنهایي کښي،څوک مي نسته چي مي یاد کړي
جارقربان ترتنهايي شم،چي له هرڅه یې بې نیازکړم
نه مي څوک بولي وځانته، اونه زه چاته اواز کړم
نه څوک زما راتګ ته ګوري،نه مي چاته انتظار دی
نه ملګری چي لاس را کړي،نه مي مل د مینی یاردی
تنها راغلم تنها سوځم،خپل ژوندون راته انګار دی
د دردمن زړه سره ناست یم،په بېدردو می څه کاردی
دوی دي خاندي هوسیږي،زه به ویني د ځګر خورم
یا به ورسم تر مطلبه،یا په دې لار کښي به سرخورم
هو،اختردي وی دهغو،چي ئې زړه خلاص دی له غمه
یا چي یار لري و څنګ ته ، خبـــــر نه دی له المــه
یا چي مست په مال دولت وي،بې پروا وي له عالمه
چی نه د انــــــــــــه ئې ، څه به ګرځي بې ماتمـــــه
د بل لاس که په نکریځو ، دده زړه سور په خوناب دی
لاسو پښې وهي چي ووزي،خپل وجود ورته دریاب دی
ژونده!زما څه په کار نه یې،ځه هغو ته چي دي غواړي
په یوه لحظه بېلتون دي ، په رټ رټ درپسي ژاړي
که زما په اختیار تله کړې،سپخوه د وجود لماړي
اوکه نه آزاربه واخلې،درته خلاصي مي کړې غاړي
نور مي مه ساته ناکامه، ژرمي و سپاره عدم ته
له کم لوری وم راغلی، بو می زه ، هغه حرم ته
مرګه! مکړه رانه ډډه، زه له تانه غمګین نه یم
د ناپوهو په څېر تاته،تریوتندی اندوهګین نه یم
راشه راشه مه بېرېــــږه ، په راتلو دي حزین نه یم
دا پرده له منځه واخله وپست ژوند ته خوشبین نه یم
په خندا خندا را درومه،څوک مي نسته چي ژړا کړي
او یا ستا د لاسه پورته ، آسمانونو ته غـــــــوغا کړم
Akhtar Au Tanhayee
Ustad Abdul Raof Benawa
بېرته شاته |