(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اختريزې لنډۍ
اختر پرون ؤ پرون تېر شو ~ دا د دامان کوترو نن سرۀ کړل لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه ~ د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نږدې دی روژه لاړه ~ ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی ~ نه مې اوږۍ شته نه د غاړې اميلونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار وکړ ~ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم ~ زما ديار وعده اختر ده رابه شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ~ دا د ځوانۍ عمر بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي ~ چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښايېږي ~ نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نږدې دی ياره راشه ~ مبارکي به يو تر بله ورکوونه
Akhterizi Landay
Eyen Noon
بېرته شاته |