ډاکټرراج ولى شاه خټک سره مــرکه
مرکه کوونکی : مدثر شاه
عکاسى : روح الله
July 11.2007
پوښتنه : دپښتو دقديم ادب چې هر کله ذکر کيږى نو زمونږ ليکوال او نقادان ورته کلاسيکى دور يا کلاسيکى شاعران وائى ستاسو څه خيال دی چې دغه ټول شاعران کلاسيکى ؤ؟
ځواب : نه بالکل نه, دې کښې لږ فرق دی که مونږ چرې دپټې خزانې شاعرانو ته وګورو نو هغه ډير زاړه شاعران دى خو کلاسيکى نه دى. بايد مونږ دکلاسيک لږ وضاحت وکړو. کلاسيک ديو ادب يا فن هاغه معيارى تخليقاتو ته وائى چې کوم دراتلونکو نسلونو او وختونو دپاره دمعيار ، پيمانې او تلې سبب وى نو په دغه حساب چې دپښتو کلاسيکى دور شروع کيږى هغه دخوشحال خان خټک نه واخلې تر محمدى صاحبزاده، کاظم خان شيدا ، على خان ، عبدالقادر خان خټک، عبدالرحمان بابا، مصرى خان ګګيانی ، کامدار خان خټک او حميد بابا پورې رسيږى. دا هغه معيار دی چې چا دپښتو دادب خصوصاً دغزل يو داسې معيار قائم کړی دی چې راتلونکی ادب او دورونه ترې اثر هم اخلى او دخپل فن دپاره دايو معيار ګرځوى، نو کلاسيکى ادب په دغه معنى دقديمى ادب نه په دغه حواله جدا دی، دقديمى ادب خپل ارزښت دی خو هغې ته مونږ کلاسيکى ادب نه شو وئيلی. که مونږ دکلاسيکى ادب ټاکنه کوؤ نو
هغه به دخوشحال خان خټک يا که لږ مخکښې ځو نو روښانيان هم په ځينې حوالو خصوصاً مرزاخان انصارى په دغې کښې شامليدی شى او دغه دور تر شلمې پيړۍ پورې رارسى يعنى دا دور دحمزه بابا پورې راغزيږى کوم چې دشلمې صدۍ شاعر دی. حمزه بابا هر څو که دجديد دور شاعر دی خو ددې دور دپاره هغه کلاسيکى شکل لرى
پوښتنه : مونږ وئيلی شو چې حمزه بابا دکلاسيکى او جديد شاعرانو ترمنځه ديو پل کردار لرى؟
ځواب :بالکل حمزه بابا نه يوازې دکلاسيکى او جديد ادب ترمنځه ديو پل کردار لرلو بلکې حمزه بابا دغزل فن يو داسې مقام ته رسولی دی چې دې دورکښې څوک دپښتو غزل ليکى نو دهغوى دپاره حمزه بابا يو کلاسيکى حيثيت لرى.
پوښتنه :پښتو شاعرۍ کښې درومانيت يا رومانى شاعرانو ذکر هم کيږى آيا دښتو شاعرۍ دا رومانيت يا رومانى شاعران هم په هاغه معنو کښې رومانى دى چې په کومو معنو کښې لويديز راوړى دى؟
ځواب : نه ، بيخى نه, په ختيز کښې درومان معنى بل رقم اخستل شوې ده . غلطه ورته زه نه وايم خو لويديز کښې چې درومان کوم تحريک يا فلسفه ده دهغې رنګ دختيز نه بيخى جدا دی، دلته مشرق کښې چې کومو شاعرانو دعشق او محبت خبرې کړې دى يا دمينې شاعرى ئې کړې ده هغې ته رومانى شاعرى وئيل کيږى. هرڅو که عشق او مينه هم درومان يو اړخ دی خو رومان بيخى يو جدا څيز دی دهغې ځانله فلسفه او معنې دى. کله چې مغرب کښې سائنس ترقى وکړه او هر يو څيز ئې دعقل او دليل په تله ناپ کول شروع کړل نو دې دوران کښې داسې خلق راپاڅيدل چې وئيل به ئې چې دژوند دټولو اړخونو دپاره عقل ضرورى نه دی دوى به وئيل چې انسان زړه او جذبات هم لرى او زړه او جذبه دعقل په بنياد نه شى تلل کيدی يعنى رومان دهاغه جذبو خبره کوى کومې چې دعقل په پيمانه نه شى تلل کيدی ځينې وختونو کښې مونږ وئيلی شو چې ځينې مابعدالطبيعات څيزونه کوم چې عقل نه شى پيژندی نو هغه درومان مضمون ګرځى. دپښتو په شاعرۍ کښې که مونږ تصوف واخلو نو دا يوه رومانى جذبه ده ځکه چې دا دزړه دمينې او عشق په تقاضو انحصار کوى. نو اصل خبره دا ده چې درومان په معنى دلته چا ځان نه دی پوهه کړی. داخبره هم بايد وکړو چې کلاسيک او رومان ديو بل ضد دى که مونږ وګورو نوغزل مونږ سره کلاسيکى فن دی. ددې فن دپاره څه تړلى قوانين او قاعدې دى خو څوک چې رومانى قدم پورته کوى نو ددغه قاعدو نه به بغاوت کوى يعنى ازاد نظم چې راغلو، دا په يو لحاظ رومانى ټوپ وؤ چې دوى ووهلو که مونږ بيا فکر کښې وګورو نو دجذبې اظهار چې چرته شوی دی او کوم مضمون پکښې بيان شوی دینو خوشحال خان خټک بيا رومانى شاعر دی هر څو که هغه کلاسيکى شاعر دی ځکه چې دهغه مضمون تر ډيره حده رومانى په دې دی چې هغه دعقل په ځائې دعشق خبرې کوى.
عقل سل دمصلحت بندونه که
چې دعشق سيلاب پرې راشى واړه جوړه کړه
دخوشحال خان خټک په شاعرۍ کښې چې دجنګ جدل ميړانې او بهادرۍ خبرې دى نو دا بيا رومان ته ځى. دداسې شاعرۍ مضمون رومانى وى خو دهغه ماهيت او شاعرى رومانى نه وى. نو دلته خلق ددې غلط فهمۍ ښکار شول چې هره خبره چې پکښې دعشق او محبت ذکر وى هغه به رومانى وى. دا داسې نه ده په دې کښې دجذبو نور بلها اړخونه ظاهريږى.
پوښتنه : حميد بابا ته رومانى شاعر وئيلی شى ، آيا دده رومانيت هاغه رومانيت دی چې د ورډز ورتهـ، کيټس ,شيلی، بائرن يا نورو شناخت ګرځيدلی دی. که نه دا رومان دحسن اوعشق په مفهوم کښې دی.
ځواب : نه بيخى نه ، حميد بابا کلاسيکى شاعر دی او دپښتو په کلاسيکى شاعرانو کښې شمارل کيږى. بيا دفارسۍ کلاسيکى شاعرانو ته دهغه فکر ډير نزدې دی. ورسره حميد بابا دغزل شاعر هم دی نو غزل کښې هر څو که دعشق او مينې ذکر کيږى خو حميد بابا کله هم دغزل په شکل کښې نوې تجربې نه دى کړى او نه ئې دغزل دټاکلى قوانينو نه انحراف کړی دی نو په دې بنسټ حميد بابا يو کلاسيکى شاعر دی خو ځينې ځايونو کښې دهغه په فکر او خيال کښې رومانى احساس ليدل کيږىاو غالباً په دې خيال هغه ته رومانى شاعر وئيل شوی دی . چا درومانيت په معنى ځان نه دی پوهه کړی. داسې خودپښتو ژبې هر شاعر رومانى دی.
پوښتنه : ادب کښې دحقيقت نګارۍ نه تاسو څه مطلب اخلئ؟
ځواب : ځينې خلق وائى چې دادب اصل مقصد بل ته مسرت خوشحالى يا لذت رسول دى او دوى وائى چې ادب بايد دادب دپاره وشى. خو بلخوا يو ګروپ خلق وائى چې ادب بايد ديو ښاغلى مقصد دپاره وشى چې دبنيادم ابتلا، طبقاتى کشمکش، لوړې ژورې اونفسياتى تضادات رابرسيره کړى يعنى په انسانى ټولنه يا چاپيريال کښې چې څه کيږى او پيښيږى بايد ددې عکاسى دادب په شکل کښې وشى. بلخوا ژوند کښې چې څه حقيقتونه دى هغې سره مونږ خپل يو شاعرانه صداقت ملګری کړو نو دا يو رقم حقيقت نګارى شى، په شاعر باندې عموماً دا تور لګى چې دی دحقيقتونو نه تيښته کوى. اؤ دتخيل په دنيا کښې اوسى او دیدتصوراتى دنيا خبرې کوى دکومو چې ددې دنيا او ژوند سره تعلق نه وى، خو دا بله ډله وائى چې ادب ته دژوند ترجمان کيدل پکار دى دژوند ترجمانى به يو اديب هاغه وخت کوى چې دی دژوند حقيقتونه وپيژنى، زما په خيال دژوند نفسياتى، معاشى او اقتصادى حقيقتونو ته شاعرانه رنګ ورکول حقيقت نګارى ده، مونږ داهم وايو چې ادب دتعليم او تعلم ذريعه هم ده داهم مونږ وايو چې اديب يا ادب دتاريخ دانۍ فريضه هم ترسره کوى. نو دغه ځائې کښې اديب حقيقت نه شى پټولی. په دې لړ کښې په ادب کښې باقاعده تحريکونه پورته شوى دى خو دې سره څنګ کښې يو بل تحريک هم راپيدا شو چې ارتصاميت ورته وائى هغوى هم دعوه کوى چې مونږ حقيقت نګارى کوؤخو ورسره داهم وائى چې مونږ به حقيقت ته دبل په سترګو نه بلکې په خپلو سترګو ګورو.
پوښتنه : حقيقت نګارى او ترقى پسندى يو څيز دی او که بيل بيل ؟ په دې کښې به فرق او تميز څنګه کوؤ؟
ځواب : دواړو کښې فرق ضرورت شته. ترقى پسند اديبان حقيقت نګارۍ ته نزدې دى خو هغوى ديوې خاص نظريې لاندې حقيقت ته ګورى. په خصوصى توګه روسيه کښې داکتوبر انقلاب نه پس چې کله په 1935ء کښې انجمن ترقى پسند مصنفين جوړ شو نو ترقى پسندو او اديبانو صرف دژوند ديو اړخ حقيقت بيانولو په کار پيل وکړو يعنى هغوى صرف دطبقاتى فرق خلاف وؤ. ددوى په ليکنو کښې به دسرمايه دارانه نظام او دې سره دتړلو انسانى ستونزو ذکروؤ. خو بلخوا يوغير جانبدار حقيقت نګار چې کومې ډلې سره تعلق نه لرى هغه که يو طرفته د سرمايه دارانه نظام بداړخونه بيانوى نو بل طرف ته ددغې نظام ښه والى هم دخپل قلم لاندې راولى، دخبرې مقصد دا دی چې ترقى پسندو هر حقيقت ته دخپلې نظريې په رڼا کښې کتلى دى او ځينې دانسانى نفسياتو نه ئې صرف نظر کړی دی خو دا يو حقيقت دی چې ترقى پسند حقيقت نګارۍ ته ډير نزدې دى.
پوښتنه : مزاحمتى ادب نه تاسو څه مراد اخلئ آيا نن پښتو کښې مزاحمتى تحريک کيږى او نن دمزاحمتى شاعرۍ ضرورت شته؟
ځواب : نوابادياتى نظام کښې چې دکومو غلامو هيوادونو ليکوالو ادب تخليق کولو او خلقو ته به ئې دادب له لارې دازادۍ تعليم ورکولو او داستعماريانو خلاف به ئې مزاحمت کولو نو هغې ته مزاحمتى تحريک وئيلی شى. دغه وختونو کښې په افريقائى هيوادونو، اسيائى ملکونو او ځينې دمشرقى اروپا ملکونو کښې مزاحمتى ادب شوی دی دختيز اروپا په ملکونو کښې کميونسټى نظام وؤ او دليک دومره ازادۍ نه وې خو دلته په جمهورى هيوادونو کښې هم دغلامۍ، جبر او نظام خلاف دادب په ذريعه دخلقو رهنمائى شوې ده، خو ترقى پسندو ليکوالو چې کوم مزاحمتى ادب تخليق کولو صرف هغې ته مزاحمتى ادب ووئيل شول زما دا خيال دی که مونږ مزاحمتى ادب په عامو معنو کښې اخلو نو دا په هر دور کښې موجود دی خو که مونږ ددې تعريف په خصوصى معنو کښې کوؤ نو بيا ترقى پسند تحريک او مزاحمتى ادب سره يو کيږى او په دغه معنو کښې مونږ وئيلی شو چې ټولو ترقى پسندو مزاحمتى ادب تخليق کړی دی تر څو چې ددې وخت دپښتنو ليکوالو تعلق دی نو مونږ وئيلی شو چې دا وخت پښتنو شاعرانواو ليکوالو کښې داسې کسان شته چې مزاحمتى ادب تخليق کوى. دلته دابتداء نه زمونږ دليکوالو طرز تحرير مزاحمتى وؤ. خو دلته يوه عجيبه واقعه رامينځ ته شوه کله چې روس خپلې قواوې افغانستان ته راوليږلې نو افغانانو دروس خلاف مزاحمت شروع کړو او پيښور کښې به افغانانو دروس دجارحيت مخالفت کولو او مزاحمتى ادب ته ئې مټې راښکلې. خو ترقى پسندو ليکوالو دروس ددغې جارحيت مرسته کوله دلته بايد دا ووئيل شى چې افغانانو هاغه وخت پيښور کښې کومې مجلې خپرولې او ليکونه به ئې کول نو دغه مزاحمتى ادب دی خو ترقى پسندو ليکوالو چې نړۍ کښې دسرمايه دارۍ نظام خلاف کوم ادب تخليق کولو نو دغه هم مزاحمتى ادب دی مونږ داسې نه شو وئيلی چې ګنې يو مزاحمتى او بل نه دی يعنى مزاحمتى ادب مونږ يوې نظريې ته محدود کولی نه شو. څوک به ديو څيز مزاحمت کوى او څوک دبل.
پوښتنه : ډاکټر صيب تاسو دپښتو په مزاحمتى ادب څيړنه کړې ده نو دباچاخان خدائى خدمتګارۍ تحريک ته تاسو څنګه ګورئ؟
ځواب : دا ډير اهم سوال دی. دلته عام طور خلق په غلط فهمۍ کښې پريوتى دى، زما مقاله دپښتو ادبى تحريکونه دى چې خالص دادب او د ژبې د ودې په خاطر کوم ادبى تحريک چليدلی دی که هغه دتاريخ په مختلفو پړاونو کښې دى نو ما هغه تحريکونه راخستى دى. زما دمقالې دوه برخې يوه ستر توقعات او بل وراثت کښې دخدائى خدمتګار تحريک سره دتړلو شاعرانو او ليکوالو ذکر موجود دی تر دې چې کومو خدائى خدختګارو صحافت کړی دی نو دهغوى ذکر هم پکښې شته خو زه دا خبره نن صفا کول غواړم چې زما په نزد خدائى خدمتګار تحريک مخکښې يو سماجى تحريک وو او وروستو سياسى تحريک کښې بدل شو ، خدائى خدمتګارى تحريک ته ادبى وئيل مشکلات پيدا کوى البته مونږ دا وئيلی شو چې ددغې تحريک تر څنګ ادب تخليق شوی دی خو دغه سياسى تحريک دادبى تحريک پيداوار نه دی بلکې خدائى خدمتګارو چې ادب تخليق کړی دی نو هغه ددې سياسى تحريک پيداوار دی دهر ادبى تحريک خپل يو انداز، اسلوب او رنګ وى او هغه فقط ادب پورې تړلی وى دلته ددې ذکر پکار دی چې کله دهند دازادۍ تحريک روان وو نو دخدائى خدمتګار تحريک سره تړلو شاعرانو دسياسى شعور بيدارولو دپاره شاعرى کوله او ادب ئې تخليق کولو. دلته په مسلم ليګ کښې کمالى صيب يا حمزه صيب چې تعلق ئې دمسلم ليګ سره وو هغوى هم دازادۍ خبره کوى، زما په خيال خدائى خدمتګارى تحريک يو سياسى تحريک دی او تر څنګ ئې ادب هم تخليق شوی دی خو دغه رنګ ادب نورو سياسى ګوندونو هم زيږولی دی لکه جمعيت علماء هند يا خاکسار تحريک يا مسلم ليګ سره تړلى شاعران
پوښتنه : ادب کښې دتنقيد او نقاد ضرورت تاسو ته څنګه ښکارى؟
ځواب : پښتو ادب کښې تنقيد دډير وړاندې نه کيدو خو کله چې مونږ دغربى ادبى تنقيد ذکر کوؤ نو اولسى ادبى جرګې په ړومبى ځل پښتو ادب کښې تنقيد معرفى کړو چې تنقيد وده ومومى . بيا حمزه بابا په دې لړ کښې زيات کار کړی دی دی چې ستائنه ئې پکار ده. دبده مرغه دپښتنو دناپوهۍ او جهالت له امله غربى علمى تنقيد پښتو ادب کښې وده نه ده کړې. دلته دپښتو ادب نقادان هم ګرم دى چې هغوى اديبانو ته هاغه باور ورکولو کښې نه دى بريالى شوى چې ځان غير جانبداره نقاد وښائى. لکه که مونږ دسليم راز صيب مثال واخلو نو دې کښې شک نشته چې راز صيب يو تکړه نقاد دی خو سليم راز ديوې مخصوصې مکتبه فکر ليکوال دی يعنى ترقى پسند دی نو دهغه تنقيد به مارکسى تنقيد پورې اړه لرى خو بل شاعر کيدی شى چې جمالياتى ذوق لرى. ضرورت ددې خبرې وؤ چې که دبلې ډلې يو شاعر ښه غزل ليکلی وى نو دهغې ستائنه پکار وه دخبرې مقصد دا دی چې دلته ښه نقادان متنازعه کړی شوى دى يا په فکرى حوالو يا په سياسى او نظرياتى حوالو چې له کبله ئې تنقيدى شعور په پښتو ادب کښې وروستو پاتې شو.
پوښتنه : پښتو ادب کښې افسانه دمعيار او مقدار په لحاظ کوم ځائې ولاړه ده؟ تاسو ترې مطمئن يئ؟
ځواب : بيخى نه ، پښتو ادب کښې ډيرې کمې افسانې ليکل شوى دى پښتو ادب کښې دافسانې حالت هم ماته نزدې نزدې دتنقيد په شان ښکارى. دې کښې شک نشته چې راحت زاخيلى ښې افسانې ليکلى دى قلندر مومند صيب يو ښه نقاد او افسانه ليکونکی وؤ ګل افضل خان پښتو ادب ته ښکلې افسانې بخښلې دى خو ددې باوجود پښتو کښې افسانې وده نه ده کړې او زما په خيال دافسانې دوروستو پاتې کيدو يوه وجه دا هم ده چې دپښتو ژبې ليکوالو کښې تنقيدى شعور وروستو پاتې شوی دی.
پوښتنه: ډاکټر صيب ته دپښتو اکيډيمۍ ډائريکټر پاتې شوی ئې . په تيرو دوؤ پنځوسو کالو کښې داکيډيمۍ په کارکردګۍ تاسو څه وايئ؟
ځواب: تيرو دوؤ پنځوسو کالو کښې اکيډيمۍ کار کړی دی دې کښې شک نشته چې دپښتنو داطمينان کار به نه وى شوی زه دا منم خو په هاغه وسائيلو کښې چې کوم وؤ نو دومره کار پرې کيدی شو چې کوم شوی دی يا هاغه حالاتو کښې فقط دومره ممکن وه ړومبى پينځه ويشت ديرشو کالو کښې دسياسى حالاتو له کبله اکيډيمۍ په ازاد مټ کار ونه کړی شو بيا چې داکيډيمۍ کوم مشران راغلل نو هغه متنازعه کړی شول او کار ته چاپرې نه ښودل خو مولانا عبدالقادر چې داکيډيمۍ لپاره کوم هدفونه ټاکلى وؤ. هغه چې کومې قلمى نسخې راپيدا کړې او محفوظې ئې کړې ډير کتابونه ئې محفوظ کړل زمانه مخکښې چې کوم ډائريکټران وؤ هغوى دخپل وس مطابق کار کړی دی. دپښتو اکيډمۍ اصل مقصد تحقيق او څيړنيز کار دی. ادارې په وسائلو چليږى. که زه دخپل دور خبره وکړم نو هاغه وخت مونږ سره وسائل ډير کم وؤ خو ما فکر وکړو چې داکيډيمۍ او اولس ترمينځه درابطو يوازينۍ ذريعه داکيډيمۍ پښتو مجله ده. دا هاغه وختونو کښې بنده شوې وه مادا يو ځل بيا جارى کړه. اکيډيمۍ په کلاسيکى ادب، دماشومانو په ادب او فولکلور باندې زړه پورې کار کړی دی خو که مونږ پښتو اکيډيمۍ دسندهالوجى انسټى ټيوب سره مقايسه کوؤ نو بيا پښتو اکيډمۍ هيڅ کار نه دی کړی . دغې ادارې دسندهـ ټول ادب محفوظ کړی دی هغې سره داولس او سياستمدارو پوره مرسته ده سندهالوجى انسټى ټيوټ ته دحکومت له اړخه دکال پنځوس لکه روپۍ ورکړی کيږى. ورسره سندهى ادبى بورډ دی چې دهغې بجټ هم کروړونو ته رسيږى، پنجاب کښې حيدر وائين په کروړونو روپۍ دپنجابى ژبې دپرمختګ دپاره ورکړې بيا شهباز شريف هم څلور کروړه روپۍ ورکړې. بلوچستان کښې اختر مينګل بلوچى اکيډيمۍ ته دکروړونو روپو پلاټونه ورکړل خو ورسره ئې دکال په حساب لس لکه روپۍ هم دبلوچى اکيډيمۍ لپاره منظورې کړې خو دپښتو اکيډيمۍ دجوړيدو په وخت کښې چې کوم دکال يو لک روپۍ ګرانټ منظور شوی وؤ نو هغه زما ددور (2004) پورې نوى زره شوی وؤ. په اکيډيمۍ دفضل حق نه پس ړومی احسان ګورنر افتخار حسين وکړو. کله چې هغه ګورنر شو نو زه ئې راوغوښتم او ما ورته ستونزې بيان کړې. هغه په ډير لږ وخت کښې دوه ځله داکيډيمۍ دوره وکړه او شل لکه روپۍ ئې ماته راکړې موجوده ګورنر على محمد جان اورکزی چې کله کور کمانډر وو نو هغه ماته دژبې دحفاظت دپاره اووه لکه روپۍ راکړې وې. ما افتخار حسين ته ووئيل چې که پښتو اکيډمۍ ته دلينګويج اتهارټى يعنى دژبې دواکمنې ادارې حيثيت ورکړل شى نو اکيډمى به ددې جوګه شى چې دصوبائى حکومت نه به هم پيسې ترلاسه کولی شى لکه څنګه چې نورو صوبو کښې دى. ګورنر افتخار حسين ما سره داخبره وومنله او داکيډمۍ په دوره کښې ئې اعلان هم کړی وؤ خو دبده مرغه دهاغې وخت بيوروکراسۍ دغه منصوبه ناکامه کړه. زه دا منم چې اکيډمۍ به داولس هاغه توقعات نه وى پوره کړى کوم چې دوى اکيډمۍ سره تړلى دى. خو داهم ده چې داکيډمۍ دستونزو په اړه مونږ نه چا پوښتنه نه ده کړې چې مونږ کوم مشکلات لرو، صرف افتخار حسين شاه دا پوښتنه کړې وه. ددې نه علاوه بل کوم واکدار يا سياستمدار دا تپوس نهدی کړی چې مونږ خپلې چارې څنګه په وړاندې بوځو او نه اولس تپوس کړی دی چې مونږ دکومو مشکلاتو سره مخ يو.
-
بېرته شاته |