(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل مـه ليکه
زمـا د خــوږ زړګـی ارمـانــه تـه غــزل مـه لـيـکــه
راشــه تـه تـیـر شــه د خــفــګـانــه تــه غـزل مــه ليکـه
چـې دی رسـوا د تــورو زلـفــو پـه ټــال وځــنګلى
د تــورو زلــفــو بــنـديــــــوانــه تــه غــزل مـــه لـيـکـه
چـې مـې دا سری شونـډی دا ستا پـه انـنګو پریوتـی
زمــا د اوښــکــو قــدردانـه تــه غـزل مـــه ليــکـه
د خــلکـو سـترګــی در پــسی دی د نـظره بـه شـى
لوګی لوګی شـمـه لـه تـا نـه تــه غــزل مــه لــيـکــه
دا فـاصـلـی زمـا او ستـا پـه منـيځ کـې چـا راوستی
د بـيلـتون خـونه دی شی ورانه ته غـزل مه ليـکـه
نن د پـښتـون قـامی وحــدت زیـری خـو تـا راوړ ی
ای نسیم ستوریه پــه مـا ګـرانـه تـه غـزل مـه ليـکـه
بېرته شاته |