(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

شیطانان

راځـی چـې حــج تـه لاړ شـو شـیـطـانـان په کاڼـو ولـو چې قـام څوک خـرڅـوی هـغـه مشران پـه کاڼـو ولـو درشـل د پښـتـنـو تـه چـې پـه بـد نـظـر کـتـه کـړی بـاچـا کـه د جـهـان وی دا انــسـان پــه کـاڼــو ولـو بـیـلـتـون ســره چـې مــل وی د نــفـاق اور بـلـوی نـو دی خـپـلـه کــه جـانـان وی دا جـانـان په کـاڼــو ولو چې مخامـخ دا سـتـا وی پشیشاه چې د بـل چـا وی هـمـدا مـــنــافــقـان خـــو د جــهــان پــه کـاڼـــو ولـو ستا کړی کار چې اخلی او دعوه پری د خپل ځان کړی راځـۍ د داسـی خــلــکـو خـو ایــمـان پـــه کاڼــو ولـو د بـــل ډول تــه ګـــډیــــږی او د خــپــلـــه ډولــــه لــــری نـسـیـم سـتـوریــه راځــه دا غــلامــان پــه کـاڼــو ولـو


بېرته شاته