(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
زمـــا په دواړو اوږو نــــاستو فرښتو وليکئ
زما په سـر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الــــزامونه پــه تندو وليـــــــــــــکئ
پــــه ښـــايستونو پسې ورکـــــو لېونو ملګـــرو
زما په زړۀ کښې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زماپه لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نـــــوم د اجل پـــــــه زولنو ولـــيکــــــئ
د ځنځـــيرونـــــو خالقانـــــو ـــ د وحشت زامنو !
مـا پــه فطـــار کښې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعــــــــرانو ـــ د قلـــــــم په ازادۍ مئينو !
حـــــال د بلوچـــــــو ماشومانو د سلګو وليکئ
د ازادۍ عـــــــالمبردارو د نـــــــړۍ قــــــامونـــو
اوس د نړۍ نقشه کښې کور د پښتنو وليکئ
Os da donia Naqsha ki Koor da Pakhtano Walekai
Rahmat Shah Sayal
بېرته شاته |