(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د وطن د ښامارانو نه يو سوال
ای په وطن باندې پراتو د ښامارانو بچو
ای په و حشت او بربريت باندې اخته ديويانو
د اژدهی په څير په خله کښي اور پالونکو خلکو
وطن مو ولې لو لپه او سرې لمبې لمبې کړو ؟
په کوم سبب مو وران ويجاړ کړو زمونږ ښکلې وطن؟
ای خون خورو ،وطن فروشو،مذهبي غلاګرو
چا درته دا وطن په مال غنميت درکړې؟
چې په خيراج کې اوس د خوار اولس سرونه وهئ؟
ای شرپسندو،په وطن باندې قابض وحشيانو
مونږ مسافر درنه د خپل وطن پوښتنه کوو
تاسو په کوم قانون د روغ وطن دا حال کړې دی؟
چې د شيطان په لاس بعيت مو د دجال کړې دی
خيانت ګرو،غدارانو، د وطن د ښمنو
د مسافرو ،کنډو، رنډو، يتيمانو برخه
د خپل هوس او د حرص په تور ښامار خوړلی
تاسو د خپلو وروڼو خاوره په اغيار خوړلی
مونږ چې وطن درته پريخوو نو داسې حال خو نه وو
هر خوا ته امن وو، وطن کښې سوکالي ډيره وه
شنه پټي،ښکلي چمونونه ،دريابونه، دشتی
په غر او سمه کښې د شنو باغونو شنی ځنګلی
د لوړو غرو نو سپينې سپينې دا واورينې څوکې
د خوشبئيوډکې، ميوه داری ګل وريني درې
مونږ بدنصيبو نه شو پاتې دا جنت د وطن
هر څه مو تاسو ته شو پاتې امانت د وطن
مونږ درنه لاړو د نيستئ د غوڅيدو د پاره
چې دپردي وطن نه تاسو له ډالرې راوړو
لوږو وهلو تنده غرو ته خو څه وګټو؟
چې د بې وسو غم زپلو څه ګزران په وشي!!
دا مو ارمان وو چې وطن به ځان له ښکلې جوړ کرو
يو څو به ځان له کوټڼئ چرته پخې جوړې کړو
کوټڼئ څه چې اوس د خاورو بوساړې هم نيشته
د لوږو تندو سره مخ په خپل وطن بې کوره
بچي مو ګرځي بې درکه ابلی خپې سرتوره
مونږ د کلونو نه راورک د خپل وطن نه لرې
مسافران د خپل وطن په حال غمجن ژړيږو
نور د وطن د خوشحالو را سره څه پاتې شو
ډير د مودو مو دو خوبونه مو ويده پاتې شو
ډير اميدونه ،ارمانونه مو په زړه پاتې شو
de watan de khamarano na yau swal
by: Feroz Khan Apridi
Qatar
بېرته شاته |