(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ښاغلی صابر اصلزی دوه غزلی
غزل
ګل به داغزو ځينې په چل وړمه
مينه به تخرګ کې لکه غل وړمه
دلته د رښتيني په کوراورلګي
پټ به ددرواغونه مزل وړمه
شرنګ ورکړه بنګړوته وه دې پيژنم
نازدنيموشپودې زړه په تل وړمه
پېغله پښتنه دې جينوميره ده
ګل به ئې اوربل ته په چل ول وړمه
وخت دخپل تقديره مرورشولوؤ
ځکه پرهارونه دې ازل وړمه
وياړمه پښتومې سوچه زرګڼم
نوم دپښتانه لکه اتل وړمه
زوړزخم تازه شومه لمبه شومه
اوردې،اصلزي،په زړګي بل وړمه
غزل
دلاسه مې هينداره ښويدله ولوېدله
اوچڼ شوپه کمره ولګېدله ولوېدله
چې په سردجګ کړنګ به شوخې سترګې ګرځېده
ښکارشوې غرڅنۍ ده له پرهره ولوېدله
په داردمحبت چې وؤ کوم زړونه زړيدلي
توبه ئې ترسجدوتله له خنجره ولوېدله
ښامار دخزانې هم په هرخواوهي نيشونه
خبره دملامې له ممبره ولوېدله
څوشکلي اوميدونه مې دخياله مرورشول
دزړه هغه قېصه مې له مزله ولوېدله
دچانه انصاف غواړې اوپه چابه اعتبارکړې؟
ډولۍ دعقيدېئې مټ دسره ولوېدله
ورځم اوس ميخانې ته ميکدې ورماتومه
پښتوئې په نېشوکې زنګوله ولوېدله
بې موره اوبې پلاره شوله اوښکه مې يتيمه
ګرېوان ته مې له درده بې تسله ولوېدله
روانه به منګي سره دخياله وه ګودرته
نن پېغله ،اصلزيه،ددې چله ولوېدله
بېرته شاته |