(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په ناروې کې علمي روزنیز سیمینار
[21.May.2008 - 15:05] د دعوت د ادارې له خوا د جون د میاشتې اوومه نیټه یو ورځنئ علمي روزنیز سیمنار جوړیړي
دا سیمینار چې (په ناروې کې افغانان : ستونزې، حل لارې او سهولتونه) تر نامه لاندې جوړیږی او یو شمیر پوهان به په ځانګړو موضوعاتولکه د افغانانو کورنی ژوند د اسلام او افغاني کلتور، دود او دستور له مخې، ځوانان او د ټاکنې حق، جنګ ځپلې ټولنه او رواني روغتیا او نورو موضوعاتو خبرې وشي.
درانه هیوادوال کولای شي خپلې لیکنې او پیغامونه د دعوت د ادارې په بریښنالیک
[email protected] د جون تر ۴ پورې رالیږلای شي تر څو په نوموړی سیمینار کې ولوستل شي.
په شیسمو کمون کې میشت هیوادوال چې عمر یې د ۱۵ کالو نه جګ وي په دې سیمینار کې برخه اخیستی شي.
د ټولو ورونو خویندو نه د ګډون غوښتنه کیږي.
د سیمینار جوړونکی: د دعوت خپرونه او د افغان ناروې دوستۍ ټولنه
د سیمینار تمویلونکی: د شیسمو کمون
د سیمینار ځای او وخت:
د شسمو کمون دفتر (لیلیستروم)
د جون ۷ مه د شنبې ورځ
د سهار د ۹.۳۰ نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې
ارتباطي تلیفون:
بزګر:
90856195
نعیم ویاړ:
48117954
په ټوله افغاني مینه
محمد طارق بزګر
www.dawatfreemedia.org
- محمد طارق بزګر
بېرته شاته |