(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د سواتيانو په بې حسئ باندې يوه مرثيه
داسې ګورکن لټووم
چې راله خخ کړي دا بې ګوره بې دفنه مړي
غوښې ئې سخا ،جوسې ئې سوې لوې
سرونه مات، ټوټې ټوټي هډوکي
په ډير بد حاله شکل
چې ترې بوئيونه خيژي
دا بد نصيبه سواتيان
څوک چۀ د خپلې بدبختئ د لاسه
په خپل زيګونې مړه دي.
دا بې کفنه بې دفنه خلک
خخ کړي په تور لحد کښې
داسې ګورکن لټوم
داسې څوک شته دے دلته؟
ما به ژړلي نه وے
غاړې به نه کوے ما
په دا مړه شوو خلکو
ماتم به نه کوو ما
که چرے دغه خلک
د ظاليمانو وحشيانو خلاف
چرته مړۀ شوې وے دوئي
لو لپه شوي وے دوئي
او د سرکشئ په جرم
د بغاوت په ګناه
د ازادئ په لار کښې
د غلامے د سوري
ځان ازاد کړے وئ دوئي
په توره ننګ ميړانه
د ابدي ژوند سره
تر غاړه وتې وئ دوئ
ما به ګورکن څه کوو؟
مرثيه خوان به نه وم
نوحه کنان به نه وم
که چرې دا لاشونه
د جنګ په سور ميدان کښې
د ازادئ په خاطر
د بې ننګئ نه لرے
د شهادت جامونه
د ابديت په نامه
په جمع څښلي وے دوئي
او خپل دا پاک روحونه
د غلامئ د بند نه
بيا ازاد کړي وئ دوئي
ګرځم ګورکن لټووم
داسې څوک شته دے دلته؟
چې په تقديرمئينان
د حادثو په طمع
ناست او پراته لاشونه
دا بې دفنه مړي
خخ کړي په زوړ لحد کښې
داسې ګورکن لټوم
داسې څوک شته دے دلته؟
سپوږمئ
بېرته شاته |