(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زما لاليـــــه زه وړه خو نه يم
ته ما ته داسې د حسرت په نظر مه راګوره
زما لاليه زه وړه خو نه يم
چې ستا د سترګو د استازو د خاموشه ژبې
پيغام لوستلې نه شم.
معنا ويستلې نه شم
زما د زړه نظر په دې باندې هم ښۀ پويږي
چې ساه د ډوبه شي د زړه درازه د هم سيوا شي
زړه د وائيل غواړي خو څه په خله وائيلے نه شے
حلق د ې هم وچ شي، او ژبه دې ګونګئ غوندې شي
ما ته راوړلے ګل د ګوتو کښې شې پانړې پانړې
ما ته معلومه ده زما لاليه
ته منتظر ئې چې به کله زما
يوه مسکا زما د سترګو يوه وړه اشاره
لکه باران چې په صحرا هستئ دې ووريږي
د زړه په ډاګه دې د مينې ګل را وټوکيږي
د ځنکدن سختو وهلے ځان مراد ومومي
زما لاليه په ما ګرانه ګله
زما هم زړه غواړي چې ستا په اوږه
زه د خپل سر کيږدم د زړه اتش فشان وژاړم
زما هم زړه غواړي چې تا د خپل پينزيب په سرود
نشه نشه کړمه د خپل کاکل اسير دې جوړ کړم
د زړه تعبير د جوړ کړم
خو نن چې ګورمه زما لاليه
يو ځلې بيا زمونږ په خاوره د غليم لښکرو
په هره لويشته راته بيا د جنګ سنګر جوړ کړے
زما د خلکو د سرونو ئې لوئې غر جوړ کړے
په داسې حال کښې په تا ګرانه پښتانه ملاله
څنګه د سترګو په خوبونو قناعت ولري
ژوند د ذلت ولري
زما جانانه زما ګل لاليه
نه مې په ځان پيرزو شي
نه مې په تا لوريږي
چې سترګي ټيټي د غليم بخښلے
د غلامئ ژوندون د تير کړو مونږه
زما ګلابه زما خوږ لاليه
راشه چې راز درته د زړه اوئيم
چې زما زړه څه غواړي؟
زما خوبونه تعبيرونه غواړي
ستا په سينه باندې د تورو پرهرونه غواړي
تالا تارغه د غليمانو لښکرونه غواړي
ستا پښتانه ملاله دغه تعبيرونه غواړي
ته ماته داسې د حسرت په نظر مه راګوره
زما لاليه زه وړه خو نه يم
Zama lalaia za wara kho na yeem
By: Spogmai
له پیاوړی پښتوپال فیروز اپریدی څخه مننه
بېرته شاته |