(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دشهید موسى شفيق دلېسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
[30.May.2008 - 10:33]
:29.05.2008د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس ښاغلی محمد اقبال عزيزي وویل چی په بهسودو کې د ناهيد شهيد او په کامه کې د موسى شفيق دلېسې او يوې ديني مدرسې د ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوی، چی پر دغو دريو ودانيو ٢٤� زره امريکايي ډالره لګښت راځي او کار به يې په شپږو مياشتو کې بشپړ شي .
ده زیاته کړه چی د امريکا له خوا دولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي ) سره یی په دې اړه يو قرارداد لاسليک کړچی د پي ار ټي د يو ميليون او دوه نيم سوه زره ډالرو په لګښت به د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ١٤ښوونځيو او يوې دينې مدرسې نوې ودانۍ جوړې شي .
د پوهنې رييس ویلی دی په روان لمريز کال کې يې په دغه ولايت کې پنځوس نوي ښوونځي جوړ کړي، چې په ننګرهار ولايت کې د ښوونځيو شمېره ٤٥� ته ورسېده .
Pa Kama Walaswalai ki De Musa Shafiq de Lycee Dabara Kekhudal Shwa
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |