دکونړ سیند مشاعره او جلال اباد کی دری ورځی
دروان ١٣٨٨ لمريز کال دحمل په ٢٧ نيټه دکونړ په مرکز چغسرای (اسداباد) کی د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رياست او کونړ میشتی ادیبانو له خوا دکونړ سيند په نامه دوییمه کلنۍ مشاعره جوړه شوي وه. په دې دودیزه مشاعره کې د لری اوبری پښتونخوا ګڼ شمیرشاعران او په سلګونو دآدب مينه والو ګډون کړي ؤ، د یادونی وړ ده چی تیر کال د لومړی ځل لپاره د «کونړ سیند مشاعره » د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا په جرمنی او دکونړ میشتی ادیبانو له خوا د کونړ ولایت په مرکز کی پرتمینی مشاعري جوړی شوی وی چی پوره راپور يی په خپل وخت د پښتونخوا انټرنیټی دیري درنو لوستونکو او لیدونکو ته وړاندی شوی وی . اوس دادی د «کونړ سیند مشاعری » انځوریز راپور وړاندی کوو چی د لوی پښتونخوا و وتلی شاعر، لیکوال، نقاد، کالم نګار او له پیښوره خپریدونکی میاشتینئ مجلي چلونکی ښاغلی نورلبشر نوید چی پدی مشاعره کی يي ؛ډون کړی ؤ د یوی لیکنی سره یو ځای پر لیکه کوو

















































































