(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شعر
ژوندي قام ته مې راغلي دي ملګرو مزارونه
څه د لرو مزارونه څه د برو مزارونه
یو بد مست لیوانې سور وې د وخشت په نیلي راشي
کړي ودان د دغه ښار ددانشورو مزارونه
نور دې څه اوکړل نفاقه خو بس د ا چارې دې اوکړې
لور په لور دې راته زیات کړل د دلبرو مزارونه
کړي چې ما ورباندې قتل بیا په دغه نزرانه کښې
ترهء زامنو ته مې ورکړي د مرمرو مزارونه
شاعران مې دغزل د مرثییو نه اوزګار نه وې
چې له دوي ورپسې راوړي د سندرو مزارونه
د اجل قیصه به هم وې خو اجل خو داسې نهءوي
اوس خو بې اجل جوړیږي د اکثر و مزارونه
د زلمو دپاره داسې دیوالونه د خپل کور وي
لکه څنګه چې سیپۍ وي د ګوهرو مزارونه
دغه څه اوشول طاهره د کوم جبر د دوران دې
چې د خولو نه مو جوړ شوي د خبر و مزارونه
۱۷/۰۵/۲۰۰۹
بېرته شاته |