(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ښکلا دري
د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه
شین اسمان ته پورته ګیږه
وریـځي راولـه تـیـاره کـه
داخپل ځان اوبه اوبه که
د رحمت شه بارانونه
په ډاګـونو راوریــږه
د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه
شین اسمان ته پورته ګیږه
***
چی ډاګـونه مـو زرغون شی
ښاد اباد پکی پښتون شی
چـی کـری پکی ګلـونه
غږ بلبل ته کړم نڅیږه
د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه
شین اسمان ته پورته ګیږه
***
د پښتون ښکلی وطن
د غیرت او ننګ چمن
خالی مه شه يی سیندونه
اوبـــــه تــل پـــکی بـهـیـږه
د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه
شین اسمان ته پورته ګیږه
***
د ښـــــکلا ډکـــی دري
چی لری درني حجري
خایسته ئی دی دنګ غرونه
غـــره پـه سر ستـــوري ځلیږه
د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه
شین اسمان ته پورته ګیږه
بېرته شاته |