(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ملنګي د وهۍ ( لوبه ولسي سندره)
راځه چې دواړه ملنګان شو سره ځو به نـور
کور کلی پریدوبه نـور * ځـو دښتـو میرو ته
* * *
هلته به لاړشولوړو غـروته * د لوړو څوکو نښترو ته
ګـېډۍ ګـېډۍ کوڅۍ سارا کې غـزوبه نور ...
د ملنګي به کړو سوالونه * که مو پوره شي حاجتونه
ددې بې وسه جلغـوزوڅوکۍ کوو به نور...
چې هـلته نه وي شیـطانان * د پـاکې میني غـمـازان
تیارې په خپـلواوښکوهـلته رڼـووبه نور...
هلته تحریک به کړومرغان * چې ګیرکې ورنه کاندي ځان
پسې راغلي سوداګر خالي شړو به نور...
څوورځې ژوند په کړوبې غمه * له د نیا نه لرو څه تمه
دملنګي دوهۍ کې مینې کړوبه نور ...
( الینګار- ۱/۱/۱۳۷۹ )
بېرته شاته |